د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د هېواد بعضې ستونزې

Anonymous
11.09.2005

محترمو او قدرمنو هيوادوالو زما نيکې هيلې او سلامونه و منۍ .
قدرمنو وروڼو ستاسې د حامد کرزي په اړه څه نظر دی ؟؟؟ ايا کرزۍ د افغانستان په اوسني حالت کښې ګټور ثابتيدۍ شي او که نه ، ايا تاسې غواړۍ چې کرزۍ يوځل بيا د افغانستان واک او قدرت په لاس کښې ونيسي . دا ټول له دې وجې وايم ، ځګه له کوم وخت نه چې کرزي په دې چوکۍ ناست دۍ په افغانستان کښې چې هر څه کيږي پرته له مساوات په نظر کښې نيولو څخه پر يوه لوري ټينګار کيږې او نور له نظره لېرې کيږې مطلب دا چې هر څه کيږي ديو قوم يا يوه تنظيم په خوښه کيږي او نورو ته نه واک ورکول کيږي او نه ترې پوښتل کيږي . دادۍ يو څو مثالونه يې ستاسې په خدمت کښې وړاندې کوم :

١ : پښتو خپل ملي حيثيت له لاسه ورکړ او د ميليتوب نه لرې شوه
٢ : احمدشاه مسعود ته د شهيد لقب ورکړل شو.
٣ : فهيم ته د مارشال لقب ورکړل شو.
٤ : پنجشير ته دولايت درجه ورکړل شوه

او د افغانستان حالت :
٥ : په افغانستان کښې دشرابو څښل دومره عام شول چې اوس تقريباً په هردوکان کښې پيداکيږي.
٦ : خارجي مرستې ټولې په (اين جې اوګانو) کښې ورکيږي ، که په ښارکښې موټرونه وګورۍ نو د لکونو قيمت به لري خو د کابل د ښار سرکونه تر اوسه لا جوړهم ندي.
٧ : په روغتونوکښې برق او داسې نور وسايل نشته .
٨ : په کابل کښې يو مکتب هم په پښتوژبه نشته، حال داچې د کابل ٣ درې برخې خلک پښتانه دي .
٩ : دکابل څخه بهر امنيت نشته او تقريباً په کابل کښې هم امنيت د ډاډ وړ ندۍ.
١٠:رشوت او داسې نور فسادونه زيات شوي.
١١:دخواړو او ځايونو بيې په اسمانو کښې خبرې کوي او هرڅه په ډالرو دي ، چې دا د يوه غريب له وسه وتلې خبره ده.
١٢:دپوهنتونونو زده کونکي د رشوت په زور بريالي کيږي ، چې دا به يو ناوړه پايله لري او هم د افغانستان د پرمختګ لپاره لوي خنډ دۍ.
١٣: له مرکز نه بهر تر اوسه هغه جنګسالاران چې لاسونه يې د ځوانانو او پيغلو په وينو سره دي واکمنان دي او د حکومت په خوله هيڅ نه کوي .
١٤: دافغانستان ټول مطبوعات او اعلانونه د پښتو ژبې نه فارسي ته بدل شول .
١٥:په دې تيرو څوکلونو کښې دافغا نستان په سطحه کوم خاص پرمختګ ندۍ شوی او داسې نور ډير شيان دي چي د ټولو د يادون لپاره زما په اند دومره خالي ځاي به پاته نشي چې ټول پکښې وليکلاي شم.

اوس نو غواړم چې ستاسې نظر په دې اړه وپوښتم ، چې ستاسې هم دا نظر دۍ او که زه غلط يم ؟؟
ستاسې د ليکنې په تمه.
ستاسې کشر ورو

په درناوي


م ن غروال
11.09.2005

ښاغلۍ (ميلمه کشر ورور) سلامونه ومنئ!
دا د اوسني نظام واقعيتونه دي چې ترې سترګې پټول به فکر کوم ګناه وي٠ خو بايد هر څه هم نبايد پرته د تحليل له ژرندې تېر شي ځکه د ګټو په بدل کي نور ضررونه به ولرو٠ دا نيمګړتياوې شته او د ستونزو د حل لپاره او د چارو او قوانينو د رعايت او له هغه څخه د پلوۍ لپاره بايد چې کار وکړو٠ کار به دا وي چې ستونزې بايد په ډاګه د حکومت لوړ رتبه چارواکو ته ورسوؤ٠ بايد په ټولو سياسي جريانو کي او له هغو سياسي مشرانو سره چې لاسونه يې د چا په وينو ندي سره، د ستونزو د حل و فصل په اړه خبرې وکړو٠ په ټولو سياسي او فرهنګي برخه کي عملاً فعال اووسو٠ تر کومه چې کيده هغه به کوؤ او تر کومه چې نه کيده، بايد د راتلونکي ولسمشر لپاره يو بل غوره او مناسب د حال کس ولرو تر څو دغو ستونزو په اړه ولس ته مثبت او درست او مقنع ځواب ولري٠
خو که يوازې دا په پام کي ولرو چې کرزۍ نه غواړو او بډې مو راوهلي وي چې رانسکور يې کړو،نو بيا پدرام او مزدک خيلان خو په هغو نغمو او ترانو د واک هغه خوبونه ويني چې بيا به په دغه حال هم په مراتبو شکر وباسو٠
او شته داسي وطنپال مسلمان افغان سياستوال چې زيار کوي او دا نيوکي هم له ځانو سره لري چې بايد د هېواد د بيا رغونې پروسه په چټکه په مخ لاړه شي او پښتو ژبه هم خپل ملي هويت تر لاسه کړي او همدا ډول د وطن ملي خائينان او وطنپلورنکي د افغان اسلامي محکمو ته راکش کړي٠
او بله مهمه اوسنې ستونزه دا ده چې د څو لسيزو راپاتې سياسي او فرهنګي ويجاړتوب او بدرنګتوب ، د اولسواکۍ د اصولو په مطابق داسي زر هم ناشونۍ ښکاري٠ امکان لري چې ډيرې سياسي ستونزې هم د نهايت جبر او وخت پر اساس وي چې ګواکي د تروريزم سره په مبارزه کي د لويديځې نړۍ سره اوږه په اوږه بوخت دي پداسي حال کي چې دوئ خپله هم د هېواد هغه خلک دي چې مه کوئ پوښتنه!
او که د تېرو کورنيو جګړو په پرتله بيا هم د هېواد اقتصادي امنيتي او فرهنګي چارو ته لږه پاملرنه وکړو هرو مرو به څه نا څه مثبت توپير پيدا کړو٠ او اميد دي چې خداي ج وطنپلورنکي مخ تورې کړي او هر هغه څوک چې په ريښتيني ډول د هېواد د خدمت نيت لري بريالۍ وګرزوي٠
که نه ستاسو درد سره به ولې کوم وطنپال هېوادوال موافق نه وي؟
په درناوې


م ن غروال
21.09.2005

د ميلمه خان ليکنه چې ړنګه شوه نو زما ځواب هم بايد ليرې شي٠!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more