د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

افغانی فلکلوريک ادبيات

Noor Mohammad Ghafury
09.09.2005

افغانی فلکلوريک ادبيات:
د ټول افغان برښنا پاڼې درنو کارکونکو، ګډون کونکو، ميلمنو او مينه والو ته بې شميره سلامونه او د زړه له بيخه احترامونه وړاندې کوم٠
له ما سره داسې نظر پیدا شو چې که موږ او تاسې په ګډه سره د ټول افغان د امکاناتو څخه په ګټه اخيستنه افغاني فلکلوريک ادبيات ، را ټول او وساتو ، د سالم مصروفيت سره سره به مو ګټور کار کړئ وي٠ دادی زه به دا کار د څو لنډيو په ليکلو سره أغاز کړم٠
١ - لنډۍ :
[size=18:4f2ef448e3]چې خدای کوي هغه به وشي
جانانه مه زانګه د فکر په ټالونه
د خدای خدايي ګورۍ عالمه
د پاچا لور وم په طالب مينه شومه
دخداي په لوی کرم به کيږي
په عقل سخته ده زما اوجانان مينه
خدای تعالی رحمن رحيم دئ
اميد به نه قطعه کوو کامياب به شونه
که ګنهګاره يم د خدای يم
دادنبي امت مې ولې ځوروينه
خدای به د بيا راته احتياج کړی
د پيغلتوب زلفې مې بيا راغلې دينه
خدای د په تنګه کوڅه راکړه
چې دې ميده پوښتيو خرپ د وباسمه
خاونده بيا د پسرلئ کړ
له وچه ډاګه د لونګو بوی راځينه[/size:4f2ef448e3]


نورې لنډۍ:

Noor Mohammad Ghafury
12.09.2005

وړه خونه ئې چې شرمېږې
لويه نجلۍ ئې په چا غږ وکړه مينه
هلک خو نه ئې چې شرمېږې
مور ته مې وايه چې په لور دې مين يمه
تر خوله مې زيړې اوبه راغلې
دبلتانه لړم په زړه چيچلئ یمه
دځمکې کاڼي بوټی ژاړي
چې يو اشنا له بله اخلي رخصتونه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more