د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دموکراسي د ږيرو په لومه کې

ولی منگل
07.09.2005

عبدالولي منګل

دموکراسي د ږيرو په لومه کې

دښاغلي حامد کرزي دموکراسي هغه ګډيدونکي نري باد يا ((بړبښکۍ)) ته ورته کيږي چې دده سره راغله او د هغه سره به ځي .بيا په دې هېواد کې دموکراسي د ږيرو په لومه کې راګيره ده، او د تاريخ په دې برخليک ټاکونکي پړاو کې يو وار بيا هغه کړۍ چې څو څو ځله يې ازادي بخښونکي او دموکراسي پلوه غورځنګونه ځپلي دي، هڅه کوي چې دموکراسي د نوي پيدا شوي ماشوم غوندې په ځانګو کې خفه کړي .

د ګنګوسو او اوازو له مخې چې ګواکې خليل زاد او ښاغلي کرزي بيا خپل سوداګر اوسوالګر په حکمتيار او طالبانو پسې لېږلي دي ، تر څو هغوی پخلاکړي او په نوي جنجالي کبينه او حکومت کې ورته ځينې مهمې څوکۍ ورکړي .دغو ګنګوسو او اوازو يو وار د افغانستان پرمختګ غوښتونکي او مترقي کړۍ په انديښنو کې اچولي دي ، چې خدای مه کړه بيا زموږ کړيدلی ولس د دموکراسۍ تر نامه لاندې د افراط او بنيادګرايۍ په زندان کې ښکېل نه شي .

بايد په زغره وويل شي چې د افغانستان مترقي محافل ددې طرفدار نه دي ، چې څوک دې د چاسره جوړجاړی او يا روغه نه کړي .ولې د چاسره جوړجاړی؟ د چاسره مسالحه ؟د حکمتيار او طالبانو مرام او طرحه جوت او روښانه دي .په کومو شرايطو او شرطونوکې دا روغه جوړ تر سره کيدای شي؟ ايا ښاغلی حکمتيار او طالبان خپلې ټولې طرحې او پروګرامونه تر شا غورځوي، او که په دې جوړجاړۍ کې د دموکراسۍ ،بشري حقونو او د يوه حقوقي دولت منل شوي نورمونه او موازين تر پښو لاندې کيږي؟دغه دي د پرمختګ پالونکو کړيو انديښنې . خو هسې نه چې دا انديښنې په حقيقت بلې شي، خو که داسې وشي ، دا به يو ځل بيا د افغانانو د اميد سترګو ته د خاورو پوکول وي .

که ښاغلي کرزي او ښاغلي خليل زاد ته غوږ شو چې هغوی ګوياپه ميانه روو حکمتيارانو او طالبانو پسې ګرځي، دا پوښتنه رامنځ ته کيږي چې دا ميانه رو طالبان او ګلبدينيان له کومه کيږي؟ دا څه ډول ماشين دی چې کله له يوه عادي افغان څخه مجاهدجوړوي ، بيا له مجاهد نه طالب جوړکړي ، او بياله طالب نه تيرورېست او بلااخره اوس له تيرورېست نه ميانه رو جوړوي !؟! .

پدې کې شک نيشته چې متحده ايالات به په وروستي تحليل کې هغه کار کوي او هغه پاليسي به زموږ په هېواد کې پرمخ بيايي چې له هر څه نه وړاندې د دوی په ګټه وي ، هغو به هر هغه کار ته لاس اچوي چې دا خال خال جګړه په يوې دوامدارې او ناپايه جګړه بدله نه شي. نو ددې لپاره اړينه او ضروري چار داده چې چې خپل پخواني ياران_ او دښمانان سره د يوه مېز تر شا کښېنوي ، تر څو په دې سيمه هغوی خپل ستراتيژيکي پلانونه عملي او ګام په ګام پلي کړي.
زما په عقيده د دوامدارې سولې او ثبات لپاره جګړه روا ده، ښايي د امريکايانو په قاموس کې د دموکراسۍ او حقوقي دولت پر ځای ديکتاتوري روا وي او هغه هم په داسې حال کې چې د ځانه سره مفادات اوګټې ولري.

نن ټول روښانفګري غورځنګونه په دې باور دي ، چې يوازې د هغوی او د هغوی په پراخ ګډون کې کيدای شي د افغانستان د نن او سبا ستونځې او مسائل حل و فصل شي، ددې لپاره همدا اوس پراخ ريزرفونه موجود دي .خو برعکس که د ښاغلي کرزي او امريکايانو لپاره په افغانستان کې د خپلې پاليسۍ په نقشه او اجنده کې د بنيادګرانو او مذهبي افراطګرانو – او د دموکراسۍ او تجدد پلو و تر منځ خوښول او انتخابول مشکل کار وي، نو بايد ووايم چې درست او صحيح انتخاب په تجدد پلوو او په دموکراسي پلوو قوتونو اتکا ده . په حکومت او اداره کې د روښانفکرانو فعال ګډون او د هغوې څخه پلوی ، په افغانستان کې د جګړې او افراط د ځواکونو هلې ځلې شنډوي .يوازې او يوازې د هغوې په وجود کې کېدای شي، افغانستان په نړۍ کې په يوه سوله خوښوونکي او سيمه کې په يوه ښه ګاونډي بدل شي، او بيا دا هېواد د ترهګرانو شومه ځاله ونه ګرځي.په داسې حال کې چې مذهبي افراطيت او عقبګرا قوتونه د خپلو اعمالو په نتيجه کې خپل قبر ځان ته پخپله کيندي، نه ده پکار چې هغه بيا په مصنوعي ساه راژوندي شي .


Re: دموکراسي د ږيرو په لومه کې

لرګبه
17.09.2005

[quote:0037a37686="ولی منگل"]عبدالولي منګل
دموکراسي د ږيرو په لومه کې........[/quote:0037a37686]

دروندښاغلۍعبدالولی منګل ته سلامونه او ښۍ چارۍ!
لومړۍ مو ټول افغان ته د راتګ ښه راغلاست وايم، که څه هم ما یواځۍهمدانن ځان دلته راجسټر کړ، خو ما د لرګبه (largba) تر نامه لاندۍ پخوا هم د ټول افغان د میلمنو په خونه کۍ او همداراز ځینونورو سایټونو کۍ دلته او هلته کله هم څرګندونۍ کړی ٠

په هیواد کۍستاسو، د ولسواکئ (ډیموکراسئ) په هکله په اندیښنوکۍزه هم ځان شريک بولم،

تاسو ليکئ :

[quote:0037a37686] نن ټول روښانفګري غورځنګونه په دې باور دي ، چې [color=blue:0037a37686]يوازې[/color:0037a37686] د هغوی او د هغوی په پراخ ګډون کې کيدای شي د افغانستان د نن او سبا ستونځې او مسائل حل و فصل شي، ددې لپاره همدا اوس پراخ ريزرفونه موجود دي [/quote:0037a37686].
، خو

دا چۍ تاسو وائۍ : (([color=yellow:0037a37686]یوازۍ [/color:0037a37686]دهغوۍ او د هغوۍ په پراخ ګډون......))
داسۍ انګیرنه په لاس راکوی ،نه چه د افغانستان د وروستیو لسیزو فعل او انفعالات مو له پامه غورځیدلی وی٠
لو مړۍ خو په ټوليزه توګه د یو ولسواک نظام ستنۍ د ټولنۍ د وګړو د پراخ ډیرکی ( په افغانستان کۍ لومړۍ تر هر څه : د میشتو قومونواو توکمونو متناسب استازیتوب) په برخه اخیستنۍ باندۍ ولاړۍ دی٠ دا ډیرکۍ د نړۍ په پرمختللو هیوادو کۍ د احزابو له لارۍ د سیاسی - ټولنيزواخيستنو او نظریو پر بڼسټ د نظام د یاد شوی ستنۍ دروی٠ بيا په هغه هیوادو کۍ چۍ دیوه قوم یا توکم استوګنه وی ، د ولسواکی نظام د جوړولو کار هغسۍځانګړیو ستونزوسره نه وی مخامخ کوم چۍ په افغانستان کۍ په ټول قوت موجودۍ دی٠

نو که په هیواد کۍ د ولسواکئ په جوړولو کۍ د قومونو او توکمونو د ګډون مسئله
لومړنتيا ولری، چه لری ئۍ ، غوره ده چه د هیوادد پراخو پرګنو د ډیرو استازو خوا ته دۍ اصلی توجه وشی، نه د هغو نه راوتلو نرېو سیاسی - ټولنیزو تړانګو ته، په دۍ پوهيځ چه تر هر څه دمخه د روڼ اندو او مترقی محافلو دنده به خپل د خلکو سره د ژورو اړیکود ټینګیدو له لارۍ د هغوۍ د اذهانود لا رڼولو په کار کۍ ستر او صادقانه کاروی٠
دتیرو لسیزو یو ستر درس همدغه دۍ، چۍ د مترقی او روڼ اندی تر نامه لاندۍ داسی ناوړه ګټه اخيستنۍ او تیروتنۍ هم لکه کودتاګانۍ، دعامو خلکو پرمقدساتو تیرۍ ، خپلۍ ملی ګټۍ د پردیو عقایدو او ګټو نه ځارول ...او، او ، او تر سره شوی٠
بله دا چۍد ټولو احزابو او جريانو، حرکتونو په صفوفو کۍ د افغانستان د وګړو استازو برخه اخيستۍ٠ ځما په اند که دا چپی، ملی، وروسته پال ،پرمختګ پال یا بل هرڅوک چه وه٠ البته انفرادی مسئولیتونه چه د جنګی یا نورو جنایاتو او خیانتونونه سرچینه اخلۍ ، هغه به ځانته یو بیل باب او فصل وی ، کوم چه د ګوندی مشرانو او افرادو ځانګړۍ مسئوليت دۍ او وی به، ولو که هرګوند پورۍ تړاو ولری ٠
د مثال په توګه د طالبانو په تحريک کۍ برخه والو هیوادوالو شمیر او ځواک دومره وه چه د هیواد ٩٥% خاوره ئۍ تر خپلۍ ولکۍ لاندۍ راوستۍ وه٠ ایا د دغو ټولو وګړ و بلااستثنأ مجرمان بلل به عادلانه وی؟ مسلمأ چه نه، زه خو ئی حتا یوه ناځوانه توطئه بولم ، چه د ځينو کړیو له خوا ، ممکن هم بهرنیو لاسوهنو په پايله کۍ، د یوه ځانګړی قام او توکم پر ضد د فشار اچولو او د هغه پر حقه حقونوباندۍ د تیری په غرض تر سره کيږی٠ که څه هم دوۍ (طالبانو) سره بهرنۍ مرستۍ هم کیدۍ، خو که موضوع ته نور هم ځیر شو نو وبه ګورور چۍ چپیانو سره خو د لسو کالو په طول کۍ د شوروی ٤٠ مه اردو (١٥٠ زره کسیزه ، مجهزه ځواک) په ښکاره او مستقیمه توګه په جګړه کۍ همکاری درلوده او نورو جهادی تنظيمونو او " مقاومتی" ډلو ټپلو سره هم هر اړخيزۍ بهرنئ مرستۍ موجودۍ وۍ٠

همدارنګه له نورو پخوانیو ګوندونو څخه راوتليو (دچپیانو او راستیانو په شمول) روڼ اندو له پکار دی چۍ او ل خو خپلۍ اندینیو (عقیدتی، نظریاتی) تیروتنو باندۍ کره کتنه وکړی او هغو باندۍ دۍ په ښکاره او په صداقت اعتراف وکړی او د دزورزياتی، خشونت ، تشدد او افراطیت د تبلیغ ، تشويق او عملی کولونه کلک پرهیز او روژه ونيسې بیاپکار دی چه د کلیشه ايزواخيستنو نه دۍ ډډه وکړی، تر څو د ډیموکراسئ ننی ځوان بهیر ته ورننوځی او خپلۍ ملی دندۍ تر سره کړای شی٠ که څوک د دوۍ اشتراک ته د ډيسانټ په بڼه زړه خوښوی، دا به یوه بله تیر وتنه وی چه ددوۍ او خلکو تر مينځ به واټنونه لا ژور کړی ٠ دلته دا مهمه ده چه د ټولنۍ اکثریت څه ډول نړۍ لید لری، حاکمان او سیاستوال چه په ولسواکئ کۍ د خلکو خادمان دی نشی کولاۍ او نباید چه دخلکو عقاید، مقدسات او د تحولاتو د منلو دچټکتيا درجه په پام کۍ و نه نیسی٠
دپورتنیو خبرو په هکله مۍ یوه کیسه د پاچا د وخت نه را په یاد شوه چه دهغه وخت د قبایلوریاست یوه لوړ پوړی چارواکی کړۍ وه :
((یوه ورځ حاجی ... اپریدۍ مونږ نه وغوښتل چه د ده ملاقات له پاچا سره برابر کړو، نو په معینه ورځ او ساعت لاړو ارګ ته او هلته د دربار وزیر له خوا د انتظار په خونه کۍ کښینول شؤو٠ څو لحظۍ وروسته د دربار وزیر له ما وغوښتل چه ړومبئ دۍ زه (چارواکئ) حضور ته ورشم٠ هلته چه ورغلم نو پاچا رانه وپوښتل : ....خان شما خوب بلدیت دارید، بګوئید که حاجی صاحب ...... را ببینم یا نی؟
ما هم سمدستی په ځواب کۍ عرض وکړ ، اعلاحضرتا، مردم خوهميس، اين به ذات ملوکانه بستګی دارد که می پزیرند یا نه !
هماغه ؤ چه پاچا ووئيل ، هله بګوئین بیایه ٠ ))
نو وروره زه هم وایم : [color=blue:0037a37686]مردم خو هميس ![/color:0037a37686]په درنښت، لرګبه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more