د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه


هيواد شېرزاد
06.09.2005

درنو دوستانو!
د استاد الفت د شعرونو لړۍ مو دلته پيل کړه، هيله ده چې تاسې يې راسره د استاد د نورو شعرونوپه ليکلو بدرګه کړئ.

په زړه کې عشق د ښکلي يار ښه دی
په سر کې فکر د دلدار ښه دی
چې مرور آشنا پخلا کاندي
يوې جرګې نه يو رېبار ښه دی
ټولو سازونو سرودونو څخه
د مهرويانو شرنګهار ښه دی
چې ښکلي ناست وي او نازونه کوي
د مکېزونو تود بازار ښه دی
د آشنا مينه کې چې هر څه هېر شي
هسې جنون هسې خومار ښه دی
په دروېزه که ديده مومي د يار
عاشق ملنګ او خوارو زار ښه دی
چې په حجرو کې يې د عشق سندرې
هره شپه اورم ننګرهار ښه دی


Banoori
18.11.2005

ډيرمحترم اده ډير قدر او احترام وړ وروره هيواد شېرزاد صاحب! ډير احترامات ومنه.
ستاسو څو شعرونه مي ولوستل ډير مي خوښ شول الله (ج) دی ده نورو ښو شعرونو ليکلو تو فق در له در کړی

ستاسو ورور /بانوری


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more