د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

باید فرصت را از دست نداد

سرور منگل
06.09.2005

سرورمنگل
[size=24:f3eda27ba0] باید فرصت را از دست نداد[/size:f3eda27ba0]
سرورمنگل ویسبادن جرمنی .


ډاکتر وطنمل
06.09.2005

[color=blue:4538e9a35c]د ټول افغان درنو لوستونکو سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ !
محترم ښاغلي سرور منګل دخپل ګوند غړواونورو چپو ((ځواکونو)) ته بلنه ورکړې ده چې په يوه سياسي جبهه کې سره متحد شي او ځانونه هيوادته د خدمت ترپردې ﻻندې له سياسي مرګ څخه وژغوري !
له دې پرته چې ددغه ګوندپرغاړه زمونږ د هيواد د څه نا څه درې ميليونو بچيانو دبيدريغه وژلو اوپر شوروي باندې د ملي ناموس او ملي آزادۍ د خرڅولوپړه پرته ده اونوموړی ګونديې ﻻ ددې پړې له محاکمې څخه نه په يوه ملي محکمه کې اونه هم د نورنبرګ په څير په يوې نړيوالې محکمه کې تير شوی او دافغان ولس څخه يې هيڅ ډول برآت ﻻ نه دی تر لا سه کړی، د ټول افغان بريښنا يې پاڼه نه کوم ګوندي سياست تعقيبوي اونه دنورو ګوندونو د تبليغ وسيله ده ، بلکې يوه بيطرفه ، خپلواکه ، ملي ، اسلامي اوولسواکه پاڼه ده ، نو د ملي خيانتونو ، د اسلام او ولسواکۍ پر ضد جنايتونو او د درې ميليونو افغانانو د وژلو په تور تورن يو ګوند او د هغه له سياسي فعاليتو نو څخه تر هغه وخته پورې چې د ملي او نړيوالې محاکمې څخه يې برأت نه وي اخيستی ، په دې سپېڅلې پاڼې کې د تبليغ او ليکنو څخه بشپړ معذرت غواړي !
ټول افغان بر عکس دتنوير له پاره خپلودرنو لو ستونکو ته بلنه ورکوي چې دښاغلي سرورمنګل ته د دغه ګوند په اړه خپل[/color:4538e9a35c][color=white:4538e9a35c] ملاحظات [/color:4538e9a35c][color=blue:4538e9a35c]وړاندې کړي ! په ټوله افغاني او پښتنې مينه او درناوي !
د ټول افغان مشر تابه پلاوي [/color:4538e9a35c]


م ن غروال
06.09.2005

محترم وطنمل صاحب سلامونه په عرض رسوم!
لکه څنګه چې تاسو يادونه کړې ده دا زه د ټول افغان د يوه ليکوال په حيث هم نشم کوالی وزغمم چې د افغانستان ديکتاتور(خلق) ګوند غړې دې د ټول افغان پاڼه د خپل قاتل او جاني ګوند د تبليغ وسيله وګرزوي٠
له يو څو مودې راهيسي د ټول افغان پاڼه له بده مرغه د دوئ (پرچميانو) د شوم او ناوړه تبليغ وسيله ګرځيدلې ده٠
مونږه حاضر يو او غواړو له دوئ سره دې بحث ته کښينو چې دوئ جنايات کړي دي او که نه؟ او دوئ کولای شي چې ځانوته برأت ورکړي او که نه، چې ګواکي د خپل وخت د زرګنو بې ګناه انسانانو وژل يې په کوم منطق او علمې سياسي پوهې سره رواه او مجاز بللي وؤ٠
مونږه په تېرو ليکنو کي هم له دوئ غوښتي ؤ چې دوئ دې لطفاً خپل د ګوند قاتلين او جانيان د افغانستان اسلامي محکمې ته په لاس ورکړي که، په ريښتيا د افغانستان د اولسواکۍ او بيارغونې له غمه مړه وي او په حقيقت کي د هېواد لپاره يوه ديموکراتيکه فضأ غواړي٠
اما : مونږه دا د ملي يووالي او ورورګلوۍ هغه تش په نامه نارې نه منو کوم چې د پخوا په شان د پردې لاندې يې نورې د ماترياليستي ايديالوژۍ هضمې شوې پرپړې پرتې دي٠
مونږه د خپل انساني وجدان اسلامي ايمان او په اولسواکۍ باندي د پوره باور تر سيورې لاندې د افغانستان ټول جانيان قاتلان غندلي، او غندو يې او انشأالله تعالی غندو به يې٠
ټولې هغه شومې تبليغي ليکنې چې د[color=red:a3eab62449] منګل صاحبانو[/color:a3eab62449] دي او د فريد مزدک او د ښاغلي کرزي په هکله ([color=red:a3eab62449]د عظيم بابک لخوا[/color:a3eab62449]) چې د هېواد د اولسواکۍ په لور د روانو چارو مزاحمت کوي، ليکلي دي بايد ړنګې شي٠
د ټول افغان هغه بنسټ په دليل چې [color=blue:a3eab62449]د ټول افغان ملي پښتو برېښنا پاڼه د قاتلانو او جانيانو او ملي خائينانو د تبليغ وسيله ، نه وه او نه ده او نه به هم وي٠[/color:a3eab62449]
ستاسو غبرګون خوشحاله کړم او په ټول افغان به لا نور هم ووياړم که تاسو پدې هکله [color=white:a3eab62449]خپل جدي غبرګون ته د عمل جامه ورواغوندئ٠[/color:a3eab62449]
په درناوې
محمد نادر غروال
هامبورګ ــ جرمني[color=#444444:a3eab62449][/color:a3eab62449][color=#444444:a3eab62449][/color:a3eab62449][color=#444444:a3eab62449][/color:a3eab62449]


منلی
06.09.2005

داخلک چي اوس افغانانوته هرڅومره ځانونه سپين چرګان کړي افغانان نه شي غولاولي ځکه دافغان فرد فرد ددي خلکو خيانت،غلامي اوجاهيليت نه ښه واقف دي چي دوي څه وکړل اوداکومه بدبختي چې تراوسه پوري زمونږ ملک کي ده ددي لعمل هم دا خلک دي . (وايي چه زه نه شرميږم ما به څوک وشرموي)


پرچمي منګل ته!

م ن غروال
06.09.2005

سرور منګل!
ستاسو څېرې نه يوازې ماته بلکه ټول افغان مسلمان ولس ته معلومي دي٠
ستاسو ګوند جاني ديکتاتور او د ګران هېواد دټولو ناخوالو او بدمرغيو اصلي مؤجب دي٠
واقعاً خوښ يم چې د شرف او حيثيت په قلم خبرې کوئ خو تعريف يې هم په څنګ کي غوښتونکۍ يم٠ د خپل ديکتاتور ګوند څخه هره دفاع چې لرئ وړاندې يې کړئ او له مونږه بې سوادو سره د منطق په توره را ميدان ته شئ چې وګورو ستاسو منطق او ستدلال!
[quote:c95a96bf2f]حاکمیت حزب وطن [/quote:c95a96bf2f]
شرم خو د دا ډول خبرو هم حد لري خو مه هيروئ چې له شهيدانو بچيان په ميراث پاتي دي او سرونه يې له تاسو څخه په نهايت کرکه په درد او په غوغا دي چې شور يې آسمان په لړزا راوستۍ دي٠
ستاسو ليکنه زه غندم او رټم او تاسو د ګران هېواد افغانستان د يوه ملي خائين په حيث هم پيژنم!
که خداي ج کول د خپلو شومو اعمالو په سزأ به که نن وي او که سبا، ورسيږئ٠
محمدنادر غروال
ستاسو د ګوند غندونکۍ
او ستاسو په شان ملي خائينانوڅخه هم يو متنفر!


دوی لوی او ستر مجرمان دي.

ahmad zahir wahdat
24.09.2005

وطنمل صاحب سلامونه او ښې چارې !
داچې نه غواړۍ ټول افغان پاڼه د کمونستانو په خدمت کښې ورکړۍ ، پرته له شکه يو پر ځای کار دۍ .
دې سرکشانو داسې يو عمل ترسره کړ چې ټول افغان ملت يې په خپلو و ينو ولمبوه . قومي ،نژادي،سمتي او ايديولوژيک برخوردونه يې را وپارول .
افغان ملت يې د ګاونډيو او سيمې هېوادونو له علمي او ساينسي ويښتابه او پرمختګ څخه په لسګونو کاله پر شا وتمباووه ، بالاخره يې ګاونډيو هېوادونو ته په ځانګړي توګه پاکستان اوايران ته د لاسوهنې چاره په لاس ورکړه.
که دوۍ داسې يو ناپاک او کرغېړن کار نه وای ترسره کړی،افغان حکومت يې پرې ايښی وای اوس به موږ افغانان ولې په دومره لويه کچه زيانمن او افغانې پېغلې به مو لوټل کېدلې !!! ځکه که چېرې عمل قصدي وي ( چې ددوی کودتا قصدي وه ) عکس العمل او ولسي غبرګون حتما طبيعي وي نو طبيعيت که هر څومره ورانۍ او ويجاړتيا را مينځ ته کړي پړه يې د عمل پر غاړه وي .
دوی مجرمان دي مجرمان بايد محاکمه شي.
احمد ظاهر ( وحدت )


نقاد
28.09.2005

درلونو لوستونکو !
پر چميان اوخلقيان د اوبو خړولو او ځان ژغورلو له پاره خبره په بنسټ کې له يوې پلمې څخه راپيلوي :
دوی د افغان ولس پر واک او حق سترګې پټوي او تر پښو ﻻندې کوي يې او د مخې د سترو سوپر قدرتونو څخه
شروع کوي، لکه دسوپر قدرتونو له خوا چې فغانستان ته ستر خطر متوجه و و په افغانستان کې خپل کوم سياسي قدرت ، دولت او حکومت موجود نه او د هيواد د سرنوشت او د اينده مسوليت ددوی پر غاړه پروت و، نو ځکه
د هيواد ، خلکو او ملت د ژغورنې له پاره دوی مجبور وو چې لومړی دداود خان سره يو ځای او بيا د هغه پر ضد کودتا وکړي ، که نه امريکا او لويديځوالو ګاکې د افغانستان خاوره ﻻندې کوله اوبلا فاصله پر هيواد باندې
د لويدځ له خوا يرغل تر سره کيده، که چيرې دوی د چنګاښ او غويي کودتا ګانې نه وای کړې او يا يې شورويانو ته هيواد په ﻻس نه وای ورکړی !
دا څومره سپين سترګيزه ، بي تميزه اروا خبيثه لعنتي طرحه ده چې د افغا ن ولس د اړونده وختونو د ملي سياسي مشرتابه پر ضد يې له خپلې خيټې څخه اختراع کړې او کوي يې!
آياتاسې پرچميان او خلقيان کوم دولتي قدت درلود، يا مو دافغانستان په ملي شورا کې کوم د يادونې وړ اکثريت درلود چې دافغانستان دبرخليک ټاکلوصلاحيت يا مسوليت در په غاړه وای . د افغانستان د خلکو له پاره خو دوی نه سر پياز او نه کون پياز شميرل کيدل ، دا له دې څخه هم روښانه وه چې ددوی دواړو خواو په ټوله شورا کې صرف درې يا ٤ وکيلان درلودل او پر هيڅ شمار وو! د شوروي له ايجنټۍ او ﻻسپوسۍ پرته دوی نور هيڅ قدرت نه درلود اوپه خلکو کې ګوښه او منفور وو او له کدتا ګانو وروسته يې پر افغان ولس هغه ناخوالې
او ظلمونه پيل کړل چې څومره ترې روسانو غوښتل ! .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more