نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
عزت الله ځواب يې ولې بندي کړی؟
Anonymous
04.09.2005
نن مې په ټول افغان کې داخبرولوست ډېر يې خواشينی کړم،اوپه رښتياهم چې ډېر خواشينوونکی دی. په دې باب خپل تاثرات وليکئ: (خیبروال - کراچۍ)
په ډېره خواشينۍ موخبر ترلاسه کړچې تکړه ليکوال،شاعر ،ژورناليست اودمينې مجلې(ننګرهار) مسوول مدير عزت الله ځواب له تېرو درېيو ورځو راهيسې له جلال ابادڅخه لا درکه دی.
په دې هکله دنوموړي يو نژدې ملګري له جلال ابادڅخه دټليفون په ليکه ټول افغان ته داسې وويل:
(( عزت الله ځواب دتېرو درېيو ورځو راهيسې لادرکه دی اوګرځنده ټليفون يې هم بند دی، په لومړۍ ورځ موږ ويل کیدای شي چې هغه پېښورته تللی وي؛خو په دويمه ورځ خبر شوو چې په ولايت کې بندي دی))
نوموړي دځواب دنيول کېدودلامل په باب وويل:
(( تراوسه دانه ده جوته چې هغه ولې او دچاپه امر نيول شوی؛خوځواب به دمينې په هره ګڼه کې اوهم په غونډو او مجلسونوکې دچارواکيوله څېرو نه سپينې پردې لرې کولې اودهغوي اصلي څېرې به يې خلکوته ورښکاره کولې ))
داپه داسې حال کې ده چې له يوې خوا چارواکي په هيوادکې د ډيموکراسۍ اودبيان دازادۍ نغارې غږوي ؛خوله بلې خوا دیوبې وسه ليکوال قلم ماتوي اوزندان ته يې اچوي.
ديادونې وړده چې عزت الله ځواب پخوا هم څو وارې دځينې چارواکو او زورواکو له خوا ګواښل شوی وخو هغه به تل داويل چې زه يو شاعر او ژورناليست يم ، حقيقت به وايم او ليکم....
[img:f33afe9a14]http://www.tolafghan.com/stuff/images/khabarthia/rahman_moshaera/zawab.jpg[/img:f33afe9a14]
Anonymous
07.10.2005
da nar ghonday yee wanelwalo , sah poy shwya ?
Anonymous
20.10.2005
ياره کوشان صيب افرين ! ته لا تر اوسه نه يې پوه چې ځواب يې ولې بندي کړ .
ځواب په بش او کرزي پسې شعرونه ليکل او هغوى ورته بې لنډغرو ښکاريدل.
اوس دې ځواب که نر وي بيا په بوش يا کرزي پسې څه وليکي چې دا ځل يې جوړ کړي .
کرزى خو څه بې لنډغرو نه دى !
ډيموکراسي او د بيان آزادي په کې لا چا راوستې ده ، هغه خو د ځينو خلکو له پاره ده نو د ټولو له پاره خو نه ده !؟