نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سب ،شتم او إِهانت ،جرحَ د ټول افغان په پاڼه کښي مشروع عمل وګرځېدۍ ؟؟؟
ع کريم حليمي
31.08.2005
محترمو ،اغلو خويندو او وړونو مدير صاحب او لوستونکو
السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
دهغه تاريخه چه ټول افغان د پاڼي عضويت مي تر لاسه کړي تر ٢٧ مي د اګست
پوري مسرور وم ٠ اما نن پوه سوم ٠ چه سل اسان بايد وښندم چه د ټول افغانه ځان خلاص کم ٠ ولي چه سب او شتم اوريدلو يا لوستلوته پټه خوله نيول و نور بدو ردو ته دعوت ورکول دي ٠ وبدو خبروته حوصله ،تحمل ضمير ته خساره رسوي ٠
دا څو ورځي کيږي چه په ټول افغان پاڼه کښي څو محدودو کسانو د قلم عفط غورځولې دۍ ٠
پوښتنه کوم چه : څوک چه شاعر وي نو د دغسي ښکنځلو حق لري ؟؟؟؟؟
كه عقيده دي دمسلمان وي او په خوله دي دغه بد كلام وي بيا مجنون يي يا مفتون يي
نقاد بي له تنقيده بله لار نه لري ""غروال بي له غروره بله لار نه لري
حليمي يه په غضب غضب خبر كا"" غيرت په ټوله غرب كي يو اغيار نه لري
دكوشان كوشش جاري دي كشمكش كي""دي بي دينه لار كي بل يو يار نه لري
ا و که قافيه او وزن چه ئې پرځای وي ٠ نو بيا شاعر د سب حق لري ؟؟؟؟
او که زما،د دانشمندانو څه په اشتباه کښي داسي څه ليکل شوي ٠ بايد جزا ئې په داسي شکل وڅکو ؟؟؟؟
Anonymous
01.09.2005
زه په خپل وار داډول ليكنه غندم او هيله كوم چي بايد متقابل احترام وشي
خاټول
Anonymous
01.09.2005
محترم حلیمی صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دربالعالمین څخه دی دصحت په جامه غواړم
وتاته او طالب جان ورور ته دی رب العزت اجر عظیم درکړی چی تاسو ولوستنکو ته دجواب ورکولو دپاره د ډیر کتابونو دکتلو دپاره وقت وقف کړی دی اود بعضو بی عقلانوپر بد ویلو مو صبر کړیدی او عادل وطنمل صاحب څخه هیله کوو چی داسی لیکنی چی علماؤ او ددین سپکاوی وی هغه لیکنی ډیلیټ کړی
بسم الله الرحمن الرحیم {وَاسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلاَّ عَلَى الْخَاشِعِينَ }
{وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِكَ فَصَبَرُواْ عَلَى مَا كُذِّبُواْ وَأُوذُواْ حَتَّى أَتَاهُمْ نَصْرُنَا وَلاَ مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ وَلَقدْ جَاءكَ مِن نَّبَإِ الْمُرْسَلِينَ }الأنعام34
{إِلاَّ الَّذِينَ صَبَرُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أُوْلَـئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ
{وَاصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ }
ستاسو خادم
ابو محمود
ډاکتر وطنمل
02.09.2005
[color=cyan:7441097403]...............................................................د لوی خدای په نامه
درونو او محترمو ورونو حليمي صاحب ، غروال صيب ، نقاد صيب ، غيرت صيب او ګرانو لوستوکو ته سلامونه او درناوی ! .
د شادان د بې احترامۍ له امله د نوموړي نثري شعر ړنګ شو ، که خپلې تيروتنې اصلاح نکړي او يو ځل بيا ترې تکرار شي ښايې غړيتوب هم له ﻻسه ورکړي!!!
بښنه غواړم چې په وروستيو وختو کې مې د مصروفيتونو له امله ځينې ليکنې ونه
شوې لوستلی ، له دې کبله د شادان بي معنی اوبيځايه څرګندونې هم پر خپل حال پاتې شوې وې.
ټول افغان د محترم استاد حليمي صاحب په ليکنو وياړي چې ګرانو لوستونګو ته تل د اسلام په هکله بشپړ مالومات ورکوي . استاد د حنفي فقې د ساتندوی او خدمتګار په توګه د اسلامي تنويري په مټ سره له اسلام څخه د سياسي موخو
له پاره د ناوړو ګټو د پورته کولو مخه نيسي او په دې توګه اسلامي اعتدال د سختدريځو له ګواښ څخه ژغوري . له دې کبله د محترم استاد حليمي صاحب ددرناوی ساتنه د ټول افغان په هر ليکونکي ﻻزمه بو لو او نقضونکی يې په دغه وياړلې پاڼې کې د ليکنې وړ او مستحق نه ګڼو !
په درنښت .
وطنمل [/color:7441097403]
شادان
02.09.2005
سلامونه ملګروته خصوصاجناب عادل وطنمل صاحب ته ډير خوشحاله شوم چه ستا محترم په ليكنه مشرف شوم ستا په باب چه هغه ليكنه شوي وه چه ستا زخمي كيدل كي ليكل شوي ول او دزوند او شهادت په باب دي توقف شوي وو زه يي زيات پريشانه كړي وم او حتى چه زما په عمر كي دغه پر ما دټو لو نه لوي غم وو ::::او زما دليكنو په باب چه ملګر وڅه ليكلي يا ستا په مبارك او مجاهد لاس خرابي شوي بايد وه وايم چه داسلام دغيرتي مجاهدينو چه چا سپكا وى كړى او په نالا يقو نومونو يي يا د كړي په والله كي زغملاي شم اوس به دوي په خپله له سپكاوي ډك الفاظ پريږدي امن هلته خراب شو چه دټوپك خوله ددوي كورته برابره شوه ::::::: وسلام ::شادان دعادل دكاميابي په هيله ::
شادان ته
Anonymous
02.09.2005
شادانه روکيه عادل وطمنل بل څوک دي او دغه وطنمل بل څوک دي او هغه چه تا ويشتي دي هسي د وخت خوشي تيرول دي٠ هسي ماشوم يي ځان که سم کړي درته ښه به وي٠
وسلام
عاصم
03.09.2005
شادانه وروره سلام
شادان صاحب لكه څنګه چه درته احسان الله ويلي عادل وطنمل او هغه وطنمل چه ستاسي ليكني يي ړنګي كړي يو كس نه دي.
وطنمل د ټول افغان ويب پاڼي چلونكي دي او [color=white:a852626897]عادل وطنمل[/color:a852626897] د ټول افغان ليكوال وه چه د يو خبر په اساس استخباراتو يي د نيولو كوشش وكړو ليكن نه دي نيول شوي او نه وژل شوي ځكه [color=white:a852626897]اوس د طالبانو د رسمي پاڼي جوړونكي او چلونكي دي.[/color:a852626897]كنه يي مني نوپه لانديني ادرس كليك كړي او د پاڼي د هر عكس سره د عادل وطنمل نوم ليدي شي.
www.alemarah.cjb.net
عادل وطنمل او د محترم حليمي صاحب، نقاد صاحب او... سره فكري اختلاف درلود خو د يوبل احترام يي هم كوو. يوبل ته يي بدل الفاظ نه استعمالول . ته هم بايد په ليكنو كي متقابل لوري ته په درنه سترګه وګوري او د بدو الفاظو د استعمالولو څخه ځان وه ساتي.