نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پۀ مخلوط ډول زده کړې پر زده کړيالو ښې او که بدې اغېزې شيندي ؟
کټوازی
28.08.2005
ګرانو وروڼو او پتمنو خويندو ،
زما دمينې تاودۀ سلامونه او نيکې پيرزوينې ومنئ !
وروسته تردې له ټولو وروڼو او خويندو څخه صميمانه هيله لرم چې پۀ مخلوط ډول دزده کړو پۀ هکله پۀ منطقي ، علمي ، او ادبي ژبه کې خپل نظر پۀ دې پاڼه کې روښانه کړي ، تر څو يو ښۀ علمي او اکېډميک بحث پرې وکړو !!!
نور بيا ...................
پۀ مينه او لورينه ، ستاسې صميم ، کټوازی
................................ دا خو تۀ ولوله چې سترګو کې دي
........................................................... نورې خبرې مې پر زړۀ پا تې دي
Jamila Rehan
03.10.2005
ښاغلي صميم کټوازي ته سلامونه او نيکې هيلې !
کټوازی وروه : بايد پام مو ورته راواړم ، چې پۀ ډيره ښه موضوع مو قلم پورته کړی ، خو داچي مخکي له دې د نورو وروڼو نظر وغواړي ، خپل نظر مو نه دی ليکلی ځکه ستاسي ليکنه تر اوسه بي جوابه پاتې شوې ده ، هيله لرم په راتلونکي کي دې لور ته متوجه و اوسي !
اوس بايد ستاسي له خوا د رامنځ ته شوې موضوع پۀ هکله يواځي دومره ووايم ،
ددې لپاره چې ښځي له نارينه ؤ سره د يوځائ کارکولو په وخت کي پۀ ځان اطمينان ولري او له دوئ سره د يوځاي کارکولو له محيط سره له مخکي نه اشنا وي ، بايد چې پۀ مخلوط ډول زده کړو ته وده ورکړل شي ، په همدي دليل زه وايم چې په مخلوط ډول زده کړي د زده کونکو لپاره ګټوري واقع کيداي شي ، او بيا تاسو خپل ځان هم يو متعلم (Student) معرفي کوي ، هيلمنه يم چې دغه واقعيت ته به پام لري
پۀ درناوي ستاسي خور جميله ريحان
کټوازی
05.10.2005
پتمنې خورلڼې جميلې ، سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ !
ګرانې خورې ! له ښې او او پرځای نيوکې مو منندوی يم ، ريښتيا هم ما خپل نظر پر دې تړاؤ[color=indigo:2dbde05a42]( پۀ مخلوط ډول زده کړې پر زده کړيالو ښې او که بدې اغېزې شيندي ؟ )[/color:2dbde05a42] نه دی روښانه کړی [color=white:2dbde05a42]( که څۀ هم چې تر ډېره بريده مې پۀ پوښتنه کې نظر روښانه دی )[/color:2dbde05a42]
خو بيا هم د بحث کولو لپاره پۀ کنايو او اشارو کې خپل دريځ او انديځ څرګندول د ډاډاوپام وړ نه بلل کېږي او نه يي څوک پۀ څۀ ارزوي !!!
[quote:2dbde05a42]ددې لپاره چې ښځي له نارينه ؤ سره د يوځائ کارکولو په وخت کي پۀ ځان اطمينان ولري او له دوئ سره د يوځاي کارکولو له محيط سره له مخکي نه اشنا وي ، بايد چې پۀ مخلوط ډول زده کړو ته وده ورکړل شي ، په همدي دليل زه وايم چې په مخلوط ډول زده کړي د زده کونکو لپاره ګټوري واقع کيداي شي [/quote:2dbde05a42]
ستاسې دريځ که څۀ هم له يوې خوا د پام وړدی ، اما که يي پۀ هراړخيزه توګه ارزيابي کړو ،بيا ورسره ډېرې پوښتنې راولاړېږي ، او هغه مهال بيا ستاسې دريځ پۀ علمي او منطقي ډول نه منل کېږي او بېځايه مالومېږي ، خو اوس اجازه راکړئ ، بيا که خير او ژوند وي پردې تړاؤ به پۀ علمي اومنطقي ژبه کې ډاډ درکړم ، پۀ تګ ،تګ کې ستاسې پۀ ګډون له ټولو ګرانو وروڼو اوپتمنو خوېندو څخه تمه لرم ، چې پر دې موضوغ به د خپلو اندونو پۀ روښانه کولو کې له سپما څخه کاروانخلي !!!
پۀ مينه او لورينه ، ستاسې صميم ، کټوازی
................................ دا خو تۀ ولوله چې سترګو کې دي
........................................................... نورې خبرې مې پر زړۀ پا تې دي
هادي حيران
09.12.2005
صميم جانه، په دې موضوع اوږدۀ بحثونه شوي دي او کېږي. زه په دې اړه اوږد بحث کول نه غواړم خو دومره وايم چې مخلوط تعليم ډېرې فائدې لري او د تعليم نظام د پياوړتيا سبب ګرځي.
بيا به چيرې ورباندې اوږد بحث وکړو.
کټوازی
11.12.2005
[color=cyan:8d5f98c745]
.... ګران ورور ، عبدالهادي حيران ، ته د زړۀ له تله سلامونه او نېکې هيلې !
، له ليکنې څخه مو مننه کوم ، داچې پۀ مخلوط ډول زده کړې مو ښې او د زده کړه ايز سيسټم د پياوړتيا لامل بللې دي ، خو پۀ اثبات کې مو دلايل نۀ دې راوړي ، اوموضوع مو تر بيا پورې ځنډولې ، ښايي ،له يوې خوا له همدې کبله او له بلې خوا د ډېرې بوختيا پر بنسټ زۀ هم خپله ليکنه تر څۀ وخته وځنډوم ..................!!!
................... داچې خپل اند مو روښانه کړ ، ډېره مننه ........................[/color:8d5f98c745]
Banoori
12.12.2005
محترم کټوازی او نورو وروڼو سلامونه او ښي چاری!
څوورځي مخکي مي ده BBCپه پاڼه کي ولوستل چه په لندن کی کومی University په هم دي هکله سروې کړيده يعنی ده (Coeducation )په هکله .
نتيجه ئ دا ويستی ده چه هغه (Students)چه په مخلوط تعلمي سيسټم کی دی ده grad په لحاظ کمزوری دی تر هغو Studentsچه په په (Coeducation ) سيسټم کي نه دی.....خو زه معذورت غواړم ځکه چه تفصيل ئ خورا اوږدی,
په ډيره مينه
بصير كټوازى <
08.04.2006
صميمه وروره آوباد واوسي
ښه موضوع دې ټاكلي له يوه پلوه ځوانانو ته ډيره جالبه هم ده، خو زما په آند ګډه زده كړه زښته ګټوره ده، ځكه چې كه چيرې موږ ګډه زده كړه ولرو نو دا به د ښځينه او نارينه وګړو لپاره په راتلونكې دولتي او يا هم نورو ځانګړو كارونو كې ددوى لپاره ډيره مرسته وكړ ي ځكه دوى به د يو بل په ځانګړنو باندې بلد او پوه وي او كه چيرې ګډه زده كړه نه وي دا به بيا نو دوى ته په راتلونكې كې ډيرې ستونزي راولاړې كړي او دا به بيا داسې وي لكه په رمه چې اوښ ورګډ كړي. نو زما هيله له ټولو چارواكو څخه داده چې ګډې زده كړي ته پراختيا وركړي او آن دود يي كړي.
هيله ده چې په دې اړه مو پلويان ډير شي.
زرملوال
14.04.2006
وروڼوسلام
شاغلى banoori ليكلى
[code:1:728d6f00ff]څوورځي مخکي مي ده BBCپه پاڼه کي ولوستل چه په لندن کی کومی University په هم دي هکله سروې کړيده يعنی ده (Coeducation )په هکله .
نتيجه ئ دا ويستی ده چه هغه (Students)چه په مخلوط تعلمي سيسټم کی دی ده grad په لحاظ کمزوری دی تر هغو Studentsچه په په (Coeducation ) سيسټم کي نه دی.....خو زه معذورت غواړم ځکه چه تفصيل ئ خورا اوږدی, [/code:1:728d6f00ff]
محترم بانورى صيب كيدى شى داتفصيل اوږد اوستړى كوونكى وى
خولطفا ته دا تكليف وګاله او موږته يي وليكه كه نه دمخلوط تعليم يا
ګډوزده كړوپلويان خو دى كارته ډير تږى ناست دى خوددليل او منطق
راوړلو زحمت نه كوى اوشايد لرى يي نه
او شاغلى صميم خو نوخپل نظر داسى پټ په تخرګ كى نيولى دى لكه
كيسه ياناول ليكوونكى چى دكار دتورى په پټولو سره لوستوال په ځان
پسى ځغلوى
په مينه
کټوازی
15.04.2006
ترسلامونو ، نېکو هيلو او مننو وروسته ،
د ګرانو وروڼو او خوېندو ارزښتمن آندونه ( چې پۀ دې پاڼه کې يي ليکلي ) سړی دې ته اړکوي چې موضوع پۀ دوو برخو و وېشي او بيا يي وشني ،
لمړی داچې ( آغلې جميله ريحان او ښاغلی بصير کټوازی ،پۀ مخلوط ډول زده کړي ځکه ضروري بولي چې پۀ دې توګه ياني (دهغوئ پۀ آند) پۀ ټولنه کې دنارينه او ښځينه قشر لپاره د ګډ او يوځای کارکولو لپاره وار له مخه زمينه مساعدېږي اوپۀ دې برخه کې ديو اوبل له علمي ځانګړنو او استعدادونو څخه خبرېږي ، ددې ترڅنګ ښاغلی عبدالهادي حيران هم ګډې زده کړې ارزښتمنې بولي او باور لري چې پۀ زده کړه ايز سيسټم کې ګټورې واقع کېږي .
موږ به داوګورو چې ايا رښتيا هم ګډې زده کړې پۀ ټولنه کې د نارينه اوښځينه قشر ترمنځ د ملګرتوب يو وړ ، صميمي اوګټور چاپېريال جوړوي او که يي ...................... !؟
او دا به هم وګورو چې څرنګه او څومره د ښوونې او روزنې پۀ برخه کې آغېزمنې واقع کېږي !!؟؟
لمړی : د ښوونې او روزنې پۀ برخه کې :
که څۀ هم چې ځينې پوهان پۀ مخلوط ډول زده کړې ،ځکه ارزښتمنې بولي ،چې نارينه او ښځينه هر يو پۀ کې خپل طبيعي حيثيت ته د درنښت او ارزښت له مخې نهايت دلچسپي او علاقه ښيي ،اوپۀ دې توګه له يو او بل سره د سيالۍ پۀ يوۀ علمي ډګر کې مخامخېږي ،چې پايلې يي د ټولنې لپاره نهايت پۀ زړۀ پورې او ګټورې وي ،
خوله بله پلوه د ښوونيزې اروا پوهنې پوهان دا يوازې يوه تيوري بولي چې د عمل پۀ ډګر کې يي پايلې معکوساً واقع کېږي ، دوئ باور لري چې ښځينه او نارينه هر يوځانته ځانګړي بدني ساختمان ، ذهني او دماغي ا ستعدادنه لري چې پۀ يو ډول درس او تدريس ورکول طبعاً ښې پايلې نه لري او هر يو ۀ ته يي بايد د ځانګړي (Curriculum)له مخې پۀ ځانګړي چاپېريال کې درس او تدريس وشي ، پۀ زړۀ پورې يي لا داده چې د ښوونيزې اروا پوهنې پوهان نه يوازې داچې پۀ دې برخه کې دناينه او ښځينه لپاره ځانګړی چاپېريال او کريکوليوم غواړي ، بلکې د ځانګړو ذهني ازمويښتونو له لارې ، هلکان او هم انجونې پۀ بېلابېلو ټولګيو وېشي او د مقياس ذهانت ( Intelligence Quotient) د نظريي پر بنسټ يې د يوۀ کلاس پۀ بېلابېلو ټولګيو کې کېنوي ، څويي د ښوونې او روزنې پروګرام د هغوئ د ذهني کچې پۀ تطابق کې عيار کړي ،[color=blue:a7feb36f0c](لکه چې موږ يې پۀ خپلو ټولګيو کې د الف او با پۀ نامۀ پېژنو ، خو له بده مرغه د الف او با پۀ اصطلاح ، زده کوونکي خو پرېږده چې پخپله ښاغلي ښوونکي هم نه پرې پوهېږي ) [/color:a7feb36f0c]
چې دا کار د زده کړيالو د استعدادونو پۀ ځلونې کې نهايت ښې پايلې لري او پۀ ښه توګه روزل کېږي ، او پۀ اصطلاح له Miss Fitting( بې ځايه ځايېدلو )څخه يي ژغوري او دخپل منزل پر لور ريې هنمايي کوي ،
همدا ډول دوئ باور لري چې نارينه او ښځينه هر يو ځانته ځانګړي پېچلي او مغلق اروايي جوړښتونه لري چې له يو او بل نه د اختلاط پۀ صورت کې طبعاً آغېزمن کېږي ، او پۀ دې توګه يي د زده کړې چارې هم ورسره پۀ هماغه کچه آغېزمنې کېږي !!!
پۀ ټولنيز ژوندانۀ کې :
د ښوونيزې ارواپونې د پوهانو د دې پاس نظر که له يوې خوا منطقي تاييد کېږي ، نو له بلې خواله اسماني تاييد څخه هم برخورداره دی چې د ښځې او سړي اختلاط يې د ټولنيز ژوندانۀ دتباهي او بربادي لومړۍ خښته بللې او د ټولنې داخلاقي ښويېدنې او اجتماعي انتشار پيلامه يي ورته ويلي ، ځکه چې موږ پوهېږو د ښځې او دسړي او پۀ تېره بيا د ځوان پښت [color=white:a7feb36f0c]( هلکانو او انجونو ، چې د خپل ژوند د ځوانۍ او بلوغ له يوۀ ډېر حساس اوخطرناک پړاؤ څخه راتېرېږي ، اوهره شېبه د خپلې ځوانۍ د مست سيند پۀ څپو کې داسې لاهو وي چې هره ګړۍ دعاصيان او طغيان لار ه ټاکي )[/color:a7feb36f0c] د اختلاط او يوځای کېدنې پۀ صورت کې چې کوم اجتماعي انتشار او اخلاقي ګراؤټ منځ ته راځي ، پۀ مخلوط ډول له زده کړ و څخه سرچينه اخلي ، او د دې ادعا داثبات لپاره که يوه ګړۍهم د لوېديځې ټولنې اجتماعي او اخلاقي اړخ ته وګورو ، نو يقيناً دحقيقت تل ته به پۀ ډېر ې اسانۍ سره ورکېوځو ! اوبس
ستاسې دسم آنديزو خبرو ، او بحث پۀ هيله ،
پر الله پاچا موسپارم ،
کشری ورور مو!
__________________
[color=blue:a7feb36f0c] زرملوال صيب ،
ستړی مه سې !
دادی خپل ناچيزه آندمې ،چې تاسو ورته پۀ ډېره لېونۍ تلوسه ناست واست ،څرګند کړ ،اوس هيله لرم چې تاسو به يي بشپړ کړئ ![/color:a7feb36f0c]
زرملوال
17.04.2006
شاغلى كټوازى صيب ليكلى
[color=brown:61aa380ef0][code:1:61aa380ef0]زرملوال صيب ،
سړی مه سې ! [/code:1:61aa380ef0]
كه دا ټوكه وي بايد په خپل بحث كى شوى واى
او كه شيرا وى نو په كار نه وه [/color:61aa380ef0]
داود فايز
17.04.2006
محترمو وروڼو سلامونه اونيكي هيلي
ډيره ښه موضوع ده له ټولو وروڼو چي خپل نظر يي څرګند كړي دي مننه
زه هم غواړم چي يو څه وليكم ستا سوپه إجازه.
كه داسلام له نظره موږ اختلاط ته وګورو نو هيڅ كوم داسي دليل به پيدا نكړو
چي په هغي كي اختلاط ته اجازه وركړل شوي وي.
او كه دمنطق له نظره ورته وګورو هم كومه كګټه په كي نشته بل كي ډير بد عواقب لري خاصة دځواني په مرحله كي چي دعمر يوه ډيره خطرناكه مرحلة ده چي اسلام دي مرحلي ته يو خاص اهميت وركړي.
ځكه له يوي خوا مونږ له محصل څخه دا غواړو چي تعليم او زدكړه په ښه توګه سرته ورسوي له بلي خوا ورته د ددي دذهن د ګډوډولو لباره زمينه برابره ؤ.
اويوه بله مسأله چي بايد ووايم هغه دا چي اختلاط نسلونه خرابوي ځكه چي دفحشا د خپرولو زمينه برابريږي كله جي زمينه برابره شوه زنا زياتيږي چي زنا زياته شوه نو نسلونه سره ګډوډ شي. چي دا حال په غربي نړي كي ډير ښه ليدل كيږي.
بل دا چي اختلاط دانسان جنسي شهوت كموي او د او كورني چاپيريال له منځه وړي ځكه كله چي چاته دملګري نيول girl friend او boyfriend پيدا كيږي نو هغه واده كول ته كوم خاص ضرورت نه ويني ځكه چي دهغي جنسي خواهشات پوره دي دا حال هم په غربي نړي كي ښه په روښانه ډول ليدل كيږي چي اكثره خلك يي نن زاړه دي او ځوانان په كي كم ليدل كيږي او اوروبا كوښښ كوي چي خپل وګړي اولاد زيږيدني ته وهڅوي.
اوكه ځوانان هم ولري نو واده نه كوي او خپل وخت له خپل ملكرو سره تيروي
چي خپل خواهشات يي پوره كوي.
نو بهتره خبر داده چي مونږ هغي خبري ته ترجيح ورکړو چي الله اورسول الله صلى الله عليه وسلم ورته ښه ويلي وي ځكه چي زمونږ ددين سره برابره خبره ده اوهم زمونړ دپښتو او غيرت سره برابره خبره ده.
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته،،،،،
ع کريم حليمي
18.04.2006
درنو او محترو ليکوالو ، او لوستونکو سلام ورحمه الله و برکاته !
[quote:9b4db7d67f]نو بهتره خبر داده چي مونږ هغي خبري ته ترجيح ورکړو چي الله اورسول الله صلى الله عليه وسلم ورته ښه ويلي وي [/quote:9b4db7d67f]
د محترم أبو عمر الأفغ صاحب ، يو جهان تشکر ستاسو له دې ښايسته نظر
څرګندولو !
اما که د ټول افغان محترو لوستونکو ته ، بنده ته دا يو څه روښانه کړۍ چه
خدای ج او موږ مبارک نبي کوم ارشادات فرمايلي ٠
منندوی يم او هم به منندوی سم نور
کټوازی
18.04.2006
ښاغلی زرملوال صاحب !
سلامونه مو ومنئ !
يه ! نه ټوکه وه او نه هم ښېرا ، ټايپي تېرونه وه چې سمه مې کړه ، ځکه چې ښېرا خو مې ډېره بده اېسي چې څوک يې چاته کوي ، خو مګر ټوکې خوښوم البته ځای يې هم ګورم بې ګودره نه ګډېږم !
له تاسو څخه او پۀ ځانګړي ډول له ښاغلي ابو عمر صيب څخه مننه کوم چې پۀ خپله ليکنه کې يي د موضوع منځپانګه لاپسې روښانه کړه ، له تاسو ، حليمي صيب او نورو وروڼو څخه هم هيله لرم چې دموضوع دمحتويات لا نور هم روښانه کړي !
پۀ بې کچه مينه ، ورورمو صميم
داود فايز
18.04.2006
محترمو وروڼو ګيډي ګيډي سلامونه ومني
محترم حليمي صاحب غوښتنه كړي چي دنبي عليه الصلاة والسلام ارشادات ورته وليكم
دنبي عليه الصلاة والسلام ارشادات خوزښت ډير دي خو دموضوع په باركي به يو څيو درته وليكم كه څه زما سره كوم كتاب نشته چي متن مكمل وليكم خو بيا به هم زه كوښښ وكړم حديث به معنى سره وليكم
اول نبي عليه الصلاة والسلام فرمايي
اول ( لأن يضرب راس أحدكم بمخيط خير له من ان يمس امراة لا تحل له ))
ترجمه ( كه دستاسو څخه دچا سر په ستن ووهل شي له دي نه بهتره ده چي جسد يي په يوه اجنبي ښځي سره ولګي.
إني امرء لا أصافح النساء )) زه داسي سړي يم چي دښځو سره لاس نيوي نكوم
د يوي اجنبي ښځي سره تنها كيناستل حرام دي قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (( لا يختلي رجل بامرأة قال يا رسول الله أرايت الحمو قال الحمو الموت ) رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي : هيڅ سړي دي له اجنبي شځي سره تنها نه كيږي چي نور يي نه ويني صحابه وفرمايل ايا دميړه ورو څنګه ؟ نبي عليه الصلاة والسلام وفرمايل : دميړه ورو مرګ دي )
نو له دي حديثو نه معلوميږي چي اختلاط په اسلام كي حرام او ناروا دي ځكه چي ډير بدي اغيزي په ټولنه باندي لري.
دا زما سابقه معلومات و كه كوم اشتباه شوي وي معذرت غواړم
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته ،،،
ستاسو ورور/ محمد أبو عمر
ع کريم حليمي
18.04.2006
ډېر محترم أبو عمر الأفغان صاحب او لوستونکو سلام عليکم !
[quote:6613bed79f]اول نبي عليه الصلاة والسلام فرمايي
اول ( لأن يضرب راس أحدكم بمخيط خير له من ان يمس امراة لا تحل له )[/quote:6613bed79f]
وړونو !
دغه پورته جمله حديث وي يا نه وي !
موږ ته د سته کتانونو احاديث او بيا خاص متفق عليه احاديث قدرمن دي
نه د هر کتاب دا پنځم امام ځانته د احاديثو کتابونه جوړ کړي ٠
ځانونه او قوم مه خطاباسي په هره خبره او يا حديث په نامه ، ولي چه عربي
ليکنه ده ٠
دغه پورته عربی ليکنه په ، بخاري ، صحيح مسلم ، سنن أبي داود ، سنن الترمذي ، سنن النسائي ، سنن ابن ماجه ، موطأ مالك ، مسند أحمد، سنن الدارمي ، فتح الباري شرح صحيح البخاري هيڅ نده درج سوې
نونه پوهيږم چه تاسو د له کومه کړۍ
که د کتاب نوم ، يا کومه حواله موږ ته وليکۍ مننه
که په سته کښي نوي درج نور نو سر مه په خرابوه ، پور لولار ئې پرېږده
ع کريم حليمي
18.04.2006
أبو عمر الأفغ ليکلي چه :
[quote:bed37ce860](( لا يختلي رجل بامرأة قال يا رسول الله أرايت الحمو قال الحمو الموت )[/quote:bed37ce860]
اما اصلي حديث داسي دۍ چه
سنن الترمذي
باب ما جاء في كراهية الدخول على المغيبات
حدثنا قتيبة، حدثنا الليث، عن يزيد بن ابي حبيب، عن ابي الخير، عن عقبة بن عامر، ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال " اياكم والدخول على النساء " . فقال رجل من الانصار يا رسول الله افرايت الحمو قال " [color=cyan:bed37ce860]الحمو الموت [/color:bed37ce860]" . قال وفي الباب عن عمر وجابر وعمرو بن العاص . قال ابو عيسى حديث عقبة بن عامر حديث حسن صحيح . وانما معنى كراهية الدخول على النساء على نحو ما روي عن النبي صلى الله عليه وسلم قال " لا يخلون رجل بامراة الا كان [color=blue:bed37ce860]ثالثهما الشيطان [/color:bed37ce860]" . ومعنى قوله " الحمو " . يقال هو اخو الزوج كانه كره له ان يخلو بها .
لېور ( الحمو ) يا د مېړه ورور دي پر ورېنداري نه ور داخليږي
معنا داچه د خوب خوني ته دي نه ورځي ٠ حتی پلار ، خوسر دي هم د خوب خوني ته نه ورځي ، بد اخلاقي ده
ولي تاسو ته نه معلوميږي چه دانجلۍ فکري په کوم چورت کښي ناسته ده
او يا څرنګه پرته ده ٠ اندامونه لځ دي که پټ ، يو شئ يي پر ځان اچولی که يا
کله چه د خوب خوني کښي يو نر او يوه ښځه سر يو ځای شي نو دريم ئې شيطان
هلته وي او لاره زړوته پيداکړي ٠
اما که په صنف درسی کښي نر او ښځي سره يوځای سي او اخلاقيات ئې
ټوله پر ځای وي ٠ نو بيا شيطان هيځ سپئ هم نه دي ٠
هو که مدرسې ټول شرايط تر نظر لاندي نه وي نيولې ٠ او سخت کوډز ونه لري
نو بيا مدرسه نه ده اصلا د بد اخلاقۍ ښونځۍ ده ٠
اخلاق خلګ د بدو اعمالو راګرځوي ٠ په بندي خانه او د خوني په کونج کښي
چه نر ياښځه کښېنوې که ئې اخلاق نه درلوده ٠ هم زنا کوي ٠
بد اخلاقي يو مادي شئ نه ده چه قلف ور واچوې ٠
زرملوال
18.04.2006
محترم حليمى صيب سلام
نوله صحاح سته پرته نوركتابونه ګواكى دباور وړنه دى ؟
څه وجه ده ايا هغه وروسته ليكل شوى نو ځكه دباور وړنه دى او كه څنګه ؟
كه په شو قانع كوونكو دلائلو مو ونازوئ دعابه درته كوم مننه
ع کريم حليمي
20.04.2006
ډېر محترم لقمان زرملوال صاحب
سلام عليک !
[quote:bddb0afefe]نوله صحاح سته پرته نوركتابونه ګواكى دباور وړنه دى ؟
څه وجه ده ايا هغه وروسته ليكل شوى نو ځكه دباور وړنه دى او كه څنګه ؟ [/quote:bddb0afefe]
اول به الحمد الله ووايم او بيا نو ستاسو څخه مننه چه له دعامي نه هېروې !
ورره ! ستاسو پوښتنه ډير اوږد جواب ته ضررت لري ٠ او تدبير له مخي
نو په يوه لنډه جمله جواب درته ليکم
اول بخاري کتاب تر کتاب الله ورسته يو صحيح کتاب دی (أصح الكتب بعد كتاب الله ) او دانور پنځه نو ثم پر ثم
دوهم و موږ ته منلو فقهاوو يوازي په سته فتوا وي ورکړي
او موږ و بي بي عائشې رضی الله عنها، حضرت عثمان رض ٠٠٠٠٠ ته ډير قدر ورکوو ٠ خو بعضې فقها بيا نو داسي خبر ، فکر لري چه زه نو
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ چه تر ما انشاالله تاسو ښه پوهېږۍ ٠
زرملوال
20.04.2006
محترم حليمى صيب سلام
محترمه تا ليكلى
[code:1:a5a6cffd6d]دوهم و موږ ته منلو فقهاوو يوازي په سته فتوا وي ورکړي
او موږ و بي بي عائشې رضی الله عنها، حضرت عثمان رض ٠٠٠٠٠ ته ډير قدر ورکوو ٠ خو بعضې فقها بيا نو داسي خبر ، فکر لري چه زه نو
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ چه تر ما انشاالله تاسو ښه پوهېږۍ [/code:1:a5a6cffd6d]
محترمه دا ځواب خودومره لنډ اومختصردى چى هيڅ پرى پوهه نه شوم
لطفا نور تفصيل ته ډيره اړتيا ليدل كيږى
ستاسو كشر زرملوال
په مينه