د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولی زموپه هیواد کی د زلمیانو وانجونو ودونه ځنډیږی

خیریوسی
25.08.2005

محترم حلیمی صاحب اول دخپل طرفنه وتاسوته سلام عرض کوم
زما شخصی نظر دودو ځنډیل هم دا لاندی سببونه کیدای شی که پردغه لاندی څو جملو لږ رڼا واچوی چی زما په فکر ډیری مهمی دی
لکه تاسو ته معلومه ده دښځی دواده مهر اخستل جائز او خورک ئی ولی الامر(پلار) ته جائز نه دی په هره اندازه مهر چی وی که مهر شرعی اوکه یو معلوم رقم وی

1ـ زموږ په ګران هیواد کی داسی ډیر پلرونه دی چی د لور پر سر ډیر ی پیسی واخلی او هغه په هغه لور مصرف نه کړی او نه وهغي ته پیسی ورکړی دداسی مهر اخستل او وښځی ته نه ورکول شرعا څنګه دی
2ـ په ودو کی ډیر اصراف کول چی هغه ته څه ضرورت هم نه وی شرعا څنګه دی
3ـ د مهر لږ اخستلو فائده او ډیر اخستلو نقصان څه شی دی
4ـ دزلمیانو او انجونو چی بلوغ ته ورسیږی ژر تر ژره واده کول فائدی څه دی
په احترام
ابو محمود



ع کريم حليمي
31.08.2005

ډير دروند ورور ابو محمود صاحب سلامونه او ښې چاري د الله د درباره درته غواړم
ـ[quote:8804fbe239] زموږ په ګران هیواد کی داسی ډیر پلرونه دی چی د لور پر سر ډیر ی پیسی واخلی او هغه په هغه لور مصرف نه کړی او نه وهغي ته پیسی ورکړی دداسی مهر اخستل او وښځی ته نه ورکول شرعا څنګه دی [/quote:8804fbe239]
لکه بله هره غلا ! هيڅ فرق نسته ٠ په سپينو سترګو غلا ده ٠
[quote:8804fbe239]په ودو کی ډیر اصراف کول چی هغه ته څه ضرورت هم نه وی شرعا څنګه دی [/quote:8804fbe239]
اخلاق قراني داسي دي چه : لاس دي نه خلاص نيسي او نه ټنګ ٠
په هر څه کښي لږ کول تر قدرت چلوسي ده او ډير ئې اسراف دۍ
بسمه تعالی - وَلاَ تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلاَ تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُوماً مَّحْسُوراً 17.29
او هغه خلګ ملک په ګروي ، پور کوي او سيالي کوي پر ځان ظلم کوي ظلم حرام دۍ
[quote:8804fbe239]د مهر لږ اخستلو فائده او ډیر اخستلو نقصان څه شی دی [/quote:8804fbe239]
شرعي مهر اخستل سنت عمل دۍ ٠ برکت پکښي سته
او ښځه حق لري چه څومر مهر غواړي قيد نسته پکښي
يو وخت حصرت عمر خطا به ور کړې وه چه ډير مهر بند دي
يوې ببي ږغ پر وکړي ٠ چه دا امر له کتابه نه دي ٠ نو حضرت عمر خپل خبره دستي واخسته ٠
نن په امريکا کښي له مفت څخه نيولې بيا تر ميليونو ډالرو مهر اخستل کيږي ٠ يعني په سپين پوستو ،تور پوستو ٠ کوم خلګ د لوړي پوهي خاوندان ، لوړ سرمايي لري ٠ نو د نکاح له مخه دمهرخطونه ليکي ٠ که چيري طلاق منځ ته راتلۍ
نو ښځه د خپل مهر غوښتنه کوي ٠
خساره زه نه وينم ٠ ودونه چه ځنډيږي ٠ هغه نور سببونه دي ٠

[quote:8804fbe239]دزلمیانو او انجونو چی بلوغ ته ورسیږی ژر تر ژره واده کول فائدی څه دی [/quote:8804fbe239]
ځوانان مور او پلار اول ښئ دي د اولاد له پاره ٠ تر څلوېښ کالو ورسته بايد څوک
کوچنيان ونزېږوي ٠ اخلاقأ ٠ او لاد د پلار و بازيوته ډير ضرورت لري ٠ چه پلار خونه
کښي ورسره لغړي ،ځغلي،مېلوته ئې بيايي ،اوبازۍ ته ورسره ځي ٠ او پلار بايد
تر پنځوورځو بلا کارونه کړي ٠
د څلوېښتو کالو پلار ښه پلار نه وي نسبت وشل کلن ته
مور بايد د ١٥ او ديرش ترمنځ وي ٠ که دوه يا درې اولاده لري ٠ نور ئې بسده ٠
تر ديرش کالو رسته هغه طبيعي ناز مور واولاد ته نسي ورکولی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more