نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د کم عمر ه پېغلو د ودولو په باب حکومت جلسه کړې
ع کريم حليمي
23.08.2005
درنو او محترمو لوستونکو ته سلام !
په ټوله نړۍ کښي انسانان موافق دي ٠ حکومت حق لري چه د حقوق بشر ساتنه وکړي ٠
بېنوا خبر تير کړي چه د لږ عمر د نجنو د ودولو په باب د ښځو وزارت جلسه کړي
او د قطعه نامه به ولس مشر ته استوي ٠ او د ولس مشر تر امضا ورسته به قانون سي
پوښتنه داسيده چه څه وخت حکومت حق لري چه په اجتماعي موضع کښي مداخله وکړي ٠ او ولي ئې وکړي ٠
او بله پوښتنه داده چه حکومت نن ولي په ملي او شرعي موضعاتو کښي مداخله کوي ٠ په داسي حال کښي چه سنا او نماينده ګان د جرګي نه وي
هو ښه کار نه دۍ هر چاته چه د کم عمر پېغلي واده کړي ٠ اما د کم عمره ځوان او کم عمره پېغلي واده کول او نه ودول په حکومت څه اړه لري ٠
هو حکومت بعضي وخت د هڅولو حق لري چه ملت وهڅوي چه د کم عمره ودونه
داسي او هاسي تاوانوه او خسارې لري ٠
اوپه راديو او تلوېزن کښي دي دکورنۍ ږوند فلمونه او ډرامې وچلوي ٠
او که د فلاکت او غريبۍ مخه حکومت ونيسي نو طبيعي خبره ده چه کم عمره پېغلي
بيا مور او پلار نه ور کوي ٠
علاج ئې په قانون سره نه کيږي ٠ هو که غرب خوشحاله وي ،سپين کتابونه په ليکنو
ډکوي داهم يوکار دۍ
Anonymous
23.08.2005
محترم حلیمی صاحب سلامونه می ومنه
موږ که دانجونواو دهغو بیوزلو کورنی سره خواخوږی لرو چی دوی ودی ته مجبور کیږی چی خپله لور په کوچنی والی واده کړی باید دهغو اقتصادی وضعی ته متوجه سو چی هغه وداسی کار ته مجبور نه شی چی خپله لور کوچنی واده کړی
باید دښځووزارت داسی د کار زده کونکی موسسي جوړی کړی چی په هغه کی کالی ګنډل ، غالی جوړول ، ګل دوزی او داسی نور..................................... کارونه ور اذده کړی او هغه شیان بیا وخلیج ته صادر کړی لکه داندونسیا ښځی چی په خپلو کورونوکی په ډیرو وړو او ساده ماشین الاتو ډیر زیات عایدات ولاس ته راوړی
نو دابه دهغو بیوزلو کونډیانو او یتمانو سره ډیره مرسته وی او هغه به دکوچنی لور واده کولوته مجبور نشی
دکونډیانو یتمانو خواخوږی
Anonymous
23.08.2005
حليمي صيب منتظر نه وم چې تاسې يو روښان فکره ديني عالم دکم سنه نجونو په ودولو دحکومت په بې طرفۍ تاکيد کوی. دايو غيرانساني، غيراخلاقي او شرمونکی جنايت دی چې ځني پلرونه اوميندې يې دخپلو کم عمره اولادونو په باب سرته رسوي او دا په لمړي سر کې دحکومت دنده ده چې مخنيوی يې وکړي. تاسې څنګه کولای شي چې دې ته اجتماعي چارې ووايي؟؟ او دحکومت مداخله ورکې دسوال دلاندې ونيسی!
Anonymous
23.08.2005
حليمي صيب ليکي :((او که د فلاکت او غريبۍ مخه حکومت ونيسي نو طبيعي خبره ده چه کم عمره پېغلي
بيا مور او پلار نه ور کوي ٠
علاج ئې په قانون سره نه کيږي ٠ هو که غرب خوشحاله وي ،سپين کتابونه په ليکنو
ډکوي داهم يوکار دۍ))
حليمي صيب !!که داسي وي نو بيا خو غلا کول هم روا دي ځکه غلاهم دغريبۍ او فلاکت له امله کيږي.. ايا که څوک غريب وي نو بيا حق لري چې خپل اولاد خرڅ کړي او يايي بدمرغه کړي؟؟ زه خو پخپله هيڅ کله داکار نشم کولای. که علاج يې په قانون سره نه کيږي نو بيا په څه سره کيږي؟ او بل که غرب زموږ په ښو کارونو سره خوشاليږي نو داخو يو ښه کاردی او موږ بايد ورنه خوشاله شو. داسې نه ده حليمي ثصيب؟؟
ع کريم حليمي
24.08.2005
ښاغلو ،محترمو ليکوالو او لوستونکوسلامونه ، ښې خوږې ارامي شپې او ورځي د الله له درباره تاسو اوځانته غواړم !
ښاغلۍختيځ وال صاحب ليکلي چه
[quote:247b552612]حليمي صيب !!که داسي وي نو بيا خو غلا کول هم روا دي ځکه غلاهم دغريبۍ او فلاکت له امله کيږي.. ايا که څوک غريب وي نو بيا حق لري چې خپل اولاد خرڅ کړي او يايي بدمرغه کړي؟؟ زه خو پخپله هيڅ کله داکار نشم کولای. که علاج يې په قانون سره نه کيږي نو بيا په څه سره کيږي؟ او بل که غرب زموږ په ښو کارونو سره خوشاليږي نو داخو يو ښه کاردی او موږ بايد ورنه خوشاله شو. داسې نه ده حليمي صيب؟؟[/quote:247b552612]
تاسو طبعنأ په حساب پوهېږۍ ٠ لکه څنګه چه تاسوته معلومه ده چه کتابچۍ او قلمونه نسي جمع کيدلې ، نو غلا او د کم عمري پېغلي مقايسه کول هم کيدالې نسي ٠ دوه جلا عملونه دي ٠
اول غلا - غلا ځانته قانون لري ٠ دوهم واده - ځانته اخلاق لري ٠
د غلا تر بحث بدي تېر سوو ٠ واده ته به راسوو ٠ اول به قانون تعريف کړو ٠
او بيا نه ناارامي تعريف کړو ٠ ولي چه قانون د ناارامۍ له پاره ليکل کيږي
قانون
ترفلسفي تعريف ئې تېريږو او تعريف حقوقي ته ئې نظر اچوو
يوه سلسله قواعد ،احکام او مقرات دي چه د شورا له طرفه وضع کيږي ٠ چه روابط حقوقي او اجتماعي تنظم کوي او دعدليې وزارت له خوا عملي کيږي ٠
قانون ليکل د ارامۍ د پاره دي .
ارامي عبارت د هغه حالت څه ده چه جامعه ، فرد په مطلوب او دلخوا وضعيت کښي قرار ولري يعني جسمي او روحي ٠ او که چيري توجه وه نکړو او افراد په نامطلوبه ،نامتعادل حالت کښي واچوو ٠ نو اجتماعي ارامي د خطر سره مخامخ کيږي ٠
ښه قانون هغه دۍ چه تطبق کيدلې سي او هم ارامي سوکالي راوړي ٠
قانون لکه دوا هم نفع لري او هم خساره (side effect )
شريعت ، طبيعت داسي دۍ کله چه نفس و بلغ ته و رسيږي د xx ته اماده دۍ
تاسو پوهيږي چه په غرب کښي کم عمره پېغلي چه پر دين عاقيده نه لري ٠
نو x د خپلو هم سنو سال سره داسي کوي لکه ډوډي چه خوري ٠
او هم په کم سن ودونه کوي ٠
Pregnancy Outcomes41
--------------------------------------------------------------------------------
More than half (56%) of the 905,000 teenage pregnancies in 1996 ended in births (2/3 of which were unplanned).
--------------------------------------------------------------------------------
TEEN PREGNANCY
• Each year, almost 1 million teenage women--10% of all women aged 15-19 and 19% of those who have had sexual intercourse--become pregnant.20
• The overall U.S. teenage pregnancy rate declined 17% between 1990 and 1996, from 117 pregnancies per 1,000 women aged 15-19 to 97 per 1,000.21
• 78% of teen pregnancies are unplanned, accounting for about 1/4 of all accidental pregnancies annually.22
ودونه په امريکا کښي د 15 کلني څخه شروع دي تر اتيا کلنۍ ښځو پوري
د پنځلس کلني د واده حال و ښاروالۍ ته نه ورکوي ٠ نو چه په امريکا کښي وزارت عدليه کنترول نه لري تاسو فکر کوۍ چه د افغان حکومت به څرنګه و کولې سي
چه قانون تطبق کړي ؟؟؟؟
فرضأ که يوه کم سنه پېغله د يوه کم سنه ځوان سره په خپله خوښه واده وکړي ٠
نو دلته حکومت حق لري چه مداخله وکړي ٠ ايا داسي حکومت ته احمق نه ويل کيږي ؟؟؟؟ زما جواب دۍ هوووووو
هو حکومت هغه وخت حق لري چه مداخله وکړي ٠ چه د کم سني پېغلي موافقه نه وي
[quote:247b552612]زه خو پخپله هيڅ کله داکار نشم کولای. که علاج يې په قانون سره نه کيږي نو بيا په څه سره کيږي؟[/quote:247b552612]
فاملي کورسونه ،کورني ژوند پروګرامونه ،تلوېزونې ډرامې ، او اخبارونه ٠
حکومته پيسۍ خرڅي که ٠مصرف وکه چه خلګوته کار هم پيداشي
[quote:247b552612]او بل که غرب زموږ په ښو کارونو سره خوشاليږي نو داخو يو ښه کاردی او موږ بايد ورنه خوشاله شو. داسې نه ده حليمي صيب؟؟[/quote:247b552612]
خپله خوشالي د بل په خوشالي مه ګوره ٠
قانون چه تطبق کېدلې نه شي ٠ هغه ښه قانونه دي ٠
ميلمه پال تاسوته هم سلامونه
[quote:247b552612]حليمي صيب منتظر نه وم چې تاسې يو روښان فکره ديني عالم دکم سنه نجونو په ودولو دحکومت په بې طرفۍ تاکيد کوی. دايو غيرانساني، غيراخلاقي او شرمونکی جنايت دی چې ځني پلرونه اوميندې يې دخپلو کم عمره اولادونو په باب سرته رسوي او دا په لمړي سر کې دحکومت دنده ده چې مخنيوی يې وکړي. تاسې څنګه کولای شي چې دې ته اجتماعي چارې ووايي؟؟ او دحکومت مداخله ورکې دسوال دلاندې ونيسی![/quote:247b552612]
چه دکتاتورۍ حکومت له مځنه ولاړه سي ٠ نو پلرونه بيا خپل اولاد نه خرڅه وي
دا هرڅه د غريبۍ او ناپوهۍ تأثير دي ٠ غريب خداي وهلې دۍ چه خپله کمکۍ
لور په پيسو ور کوي ؟؟؟ او که مينه نه لري ٠ بر پدر کم مايه لعنت
حکومت دي ناست دۍ ګور شاوخوا چه څنګه قانون جوړ کړي ٠
قانون خو د ضعيف خلګو د پاره جوړيږي چه د ظالم د ظلمه خلاص سي ٠
اول دي د ظالمانو چاره په قانون وکړي ٠ غريبانو سترګي ووتلې په قانون پسي ٠
اول کار دا دۍ چه رشوت ،چور ، غصب ، توپکسالاران ٠٠٠٠٠٠٠٠
تاسو د طالبي نظام ورسته اوريدلي چه فلان سړي خپله لور خرڅه کړه ٠
B مېلمه صاحب څرنګه شکلې ليکنه تاسو ته کړې
((موږ که دانجونواو دهغو بیوزلو کورنی سره خواخوږی لرو چی دوی ودی ته مجبور کیږی چی خپله لور په کوچنی والی واده کړی باید دهغو اقتصادی وضعی ته متوجه سو چی هغه وداسی کار ته مجبور نه شی چی خپله لور کوچنی واده کړی
باید دښځووزارت داسی د کار زده کونکی موسسي جوړی کړی چی په هغه کی کالی ګنډل ، غالی جوړول ، ګل دوزی او داسی نور..................................... کارونه ور اذده کړی او هغه شیان بیا وخلیج ته صادر کړی لکه داندونسیا ښځی چی په خپلو کورونوکی په ډیرو وړو او ساده ماشین الاتو ډیر زیات عایدات ولاس ته راوړی
نو دابه دهغو بیوزلو کونډیانو او یتمانو سره ډیره مرسته وی او هغه به دکوچنی لور واده کولوته مجبور نشی ))
کوشان صاحب مننه چه تاسوليکلي چه :
[quote:247b552612]نو زه ضرور بولم چه ماشومان دی په مينه او پوهی سره لوی شی نه په وهلو او ټکولو او يا په زوره واده کولو سره. [/quote:247b552612]
هو حکومت دي ضرور اعلانونه وکي ٠ که کومي وړوکي پېغلي ، کونډياني که په زور واده سوي حکومت ته دي راسي ٠ نکاح ئې باطله ، غيري قانوني ده ٠ او حکومت اماده دۍ چه کور او کار درکړي ٠
Anonymous
25.08.2005
حليمي صيب
حتمي به مو اوريدلي وي چې دواده له پاره هم يو قانوني سن وجود لري نه يوازې اخلاقي سن چې تاسې يې يادونه کوی. که په کوم هيواد کې موجود نه وي نو هغه به ډيروروسته پاتي هيواد وي چېرته چې بشري حقونه اصلا کومه مانا نه لري.ستاسي له ليکنې ښکاري چې تاسې هيڅ کوم سن دواده له پاره نه ټاکی او هرډول واده چې ددوو خواوو په موافقه وي دمنلو وړ دی ولو که لس کلن هم وي.او دايوازې يوه اخلاقي مسله بولی چې دولت ورکې دمداخلي دليل نه لري.
حليمي صيب مدني قانون ديوې ټولنې له ډيرو مهمو قوانينو څخه ګڼل کيږي. کله چې ديوې نجلۍ سن کمکی وي او بچی راوړی ايا د خپل کوچني دروزنې له پاره مساعده ده؟ ايا دهغې بدن او روغتيا ته زيان نه رسوي؟ ايا کم سنه نجلۍ يا هلک دماشوم دتغذيي اوتربيې توان لري؟ هغه هم په داسې ټولنو کې لکه افغانستان چې هيڅ ډول دولتي کمک ( بينيفت سيستم) وجود نه لري. دامسله يوازې شخصي نه بلکې مستقيم د حکومت پورې اړه لري. له بلې خوا دکم سنه نجلۍ بدني جوړښت د جنسي عمل د پاره لا تراوسه تيار نه دی اوهم دهغوی رواني حالت د ماشوم دافکارو څرګندوی دی چې په هيڅ وجه دکورنۍ دتشکيل له پاره مناسب نه دي.
پس دواده او کورنۍ دتشکيل له پاره بايد قانون موجود وي اوحکومت دداسي قانون کلکه ساتنه وکړي. دايوازې اخلاق نه شو ګڼلای چې هرڅه يې زړه غوښتي وي هغه وکړي.
داچې کله په غرب او شرق کې ځني جنسي انحرافات يا ځانګړتياوي دلته اوهلته سر وهي دا دقانون سره کوم ارتباط نه لري بلکې دقانون ماتونه ده چې هرچېرته منځ ته راځي. دهرې ټولنې کلتورا ومذهبي مقررات فرق کوي نو موږ نه شو ويلی چې غربيان بد اخلاقه دی او نجوني يي په کم عمر دبل کم عمر سره جنسي معامله کوي.
په اخر کې يوه پوښتنه:
حليمي صيب ما له ډيرو ديني عالمانو سره بحثونه کړي ، خو کله چې خبره دښځو په موقف اوحقوقو راشي ډير روښانه فکره ديني عالمان هم دهغوی سره کومه عاطفه نه لري اوزړه سوی نه ښکاره کوي ولي داسي ده؟ زه نپوهيږم چې منشا يي چيرته ده؟
مننه
ع کريم حليمي
31.08.2005
ختيځ وال صيب
دافغان حکومت بايد قانون تصويب کړي چه اجرا کيدل ئې وجود ولري ٠ بيله دي
صورته نو داسي مانا لري چه قوانين به تصويب سي اجرا به نشي ٠ نو يوازي به پر زړو جرايمو نوي جرايم اضافه کړي اوبس
[quote:81888e13cc]مدني قانون ديوې ټولنې له ډيرو مهمو قوانينو څخه ګڼل کيږي. کله چې ديوې نجلۍ سن کمکی وي او بچی راوړی ايا د خپل کوچني دروزنې له پاره مساعده ده؟ [/quote:81888e13cc]
طبيعي خبره ده چه واده کولوته سن تعين سي او سن او سال ئې طبيعت تعين کړي دۍ ٠
[quote:81888e13cc]ما له ډيرو ديني عالمانو سره بحثونه کړي ، خو کله چې خبره دښځو په موقف اوحقوقو راشي ډير روښانه فکره ديني عالمان هم دهغوی سره کومه عاطفه نه لري اوزړه سوی نه ښکاره کوي ولي داسي ده؟ زه نپوهيږم چې منشا يي چيرته ده؟ [/quote:81888e13cc]
نه محترمه وروره داڅنګه جمله تاسو ليکلې ٠ عاطفه او زړه سوی نه لري ٠ توبه توبه
ستاسو دي پام وي دې ته چه د ملايانو او علماوو لوڼي اکثره په پوره سن وديږي
يوازي د ناپوهو ،غريبانو نجوني په کمکي سن وديږي ٠
نو حکومت بايد اول د ناپوهۍ ،غريبۍ مخه اول ونيسي ٠ بيا نو قوانين تصويب کړي ٠ ښه لار داسي ده چه اول حاکميت پيداسي ٠ چه په هره ناحيه ،غرو کښي حکومت حاکميت پيداکړي ٠ زدي باغ نه وينم او تاسو واياست چه تاروګان مه نيسه
اول يايد ٩ کاله تعليم اجباري کړي ٠ او په تعليم او تدريس کورنی ژوند ښونه ورکړي
نن ورځ په امريکا کښي هم د کملۍ نجلۍ سره جواز لري ٠
New Mexico: Parental consent if 16 or 17 years of age. Court order if 15 years of age. (There is no waiting period as in most states and marriage licenses are issued and valid immediately and do not expire.
New York: If you are 16 or 17 years of age, you will need to have a completed parental consent form filled out by both parents. If you are either 14 or 15 years of age, you will need to show the written consent of both parents and a justice of the Supreme Court or a judge of the local Family Court. Applicants under 14 years of age cannot marry. Only one parent's consent will be accepted if one parent is deceased or has been missing for over a year, or if one parent has full custody from a divorce proceeding. Your parents or guardians must give their consent in person before the town or city clerk or some other authorized official. If they are out of state, a notarized affidavit is acceptable but has to be accompanied by a certificate of authentication when the consent is filed in New York State
د امريکا او سلامي فقي هيڅ فرق نسته ٠ په فقه کښي د ولي اختيار دۍ او په مدني قانون کښي هم
نو وايه چه د امريکاحکومت هم دکمکۍ نجونو سره عاطفه نه لري
زمونږ اسلامي شريعت تر امريکا اډوانس دۍ ٠ وليچه واده بايد د قوف سره وي
Anonymous
18.12.2005
که حکومتونه د خلکو په کار کې کار ونه لري نو کم عمره نجونې خو پرىږده چې هلکان هم پکې وديږي افرين په حکومت چې دا کار کوى