د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د نجيب عامر غزل

Abid
22.08.2005

غزل

منصوربه خپل مرشد کړمه خيام به خپل جانان کړم
ملګرو! ما به نه ويل يوه ورځ به مو حيران کړم
ساقي مې دې ته جوړ کړو چې سجدې کوي مزدک کې
اوس واردى د ملا چې ميکدې ته يې روان کړم
يو داسې درد لرمه په زړګوټي کې دننه
رباب که غېږ کې کېږدمه راښکته به باران کړم
باطلې صحيفې او کتابونه تانه پش شول
دحسن تلاوت به دې هر وخت لکه قران کړم
يو پوځ دترابان دى ګل اندامې درپسې دى
کېږدۍ د خپل وجود کې به تا هر چا نه پنهان کړم
جوپه جوپه ياران به نوي نوي راپيداکړم
روان به زه د ځان سره د مشکو يو کاروان کړم
زما دوجود سيورى يې هر ځاى کې راپسې يې
انسانه تانه تنګ شومه ملګري به پيريان کړم
٢٠٠٥ فبروري ٢٥


smakhkash
18.10.2006

یاره وایم مه خرابیږې نجیب عامر جانه.


سلامونه

Syed Shah SaqeeM
30.11.2006

[color=cyan:5ce289d51e][/color:5ce289d51e]سلامونه ياره عامر صاحب خورا غټ کارته مو لاس اچولى .
بل دا چې تاسو کولاى سۍ باران راښکته کړۍ نو بيا خو دادى کار بې د استسقا له کولو اسانه شو .
بريالي اوسۍ


د نجیب عامر غزل

جبارخیل
04.12.2007

یاره عامر صیب ستاسې شعرونو ته خو ځواب نشته....!
ډیر ښایسته غزل مو لیکلی دی، ما دمخه دا غزل د بریالي ولي په یو سنده کې اوریدلی وه خو نه پوهیدم چې دا ستاسو شعر دی.
له څښتن تعالی څخه غواړم چې تل مو بری په برخه شي.
ستاسې د نورو غزلونو په تمه!
ستا د غزل په تمه تمه
لکه ځاځۍ (...) چې د خیرات په تمه وینه
:wink:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more