نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتو، پښتني او افغاني هويت باندې غوسه
Anonymous
21.08.2005
ګرانو دوستانو سلامونه او نېکې هيلې،
لکه څنګه چې خبرياست، له څه مودې راهيسې په ېو څه بې ربطه خو پرله پسې توګه پرپښتو، پښتنو او افغاني هويت پر ضد د کرکې ، افترأ او تحريفاتو ډکې ليکنې د ټول افغان پاڼې ته هم سرايت کړۍ ، چې طبعأځما ( او يقينأ د ټولو پښتنو ، پرته د هغوۍ سياسي،اجتماعي او عقيدتي نړۍ ليدنو د په نظر کې نيولو نه ) د خواشينئ او ډېرې زړه خوړينتېا سبب ګرځي٠ پدې هم باور لرم چې دغه ډول ليکنې چې زمونږ د هېوادوالو تر منځ د توکميزې او ژبنيزې کرکې د بې پتې پراختېا څخه بل څه ندي د افغانانو د نورو توکمونو د رښتينو استازو له خوابه هم په زغرده وغندل شي٠ ځکه روښان اندي افغانان چې په خپله د وروستېو لسيزو د دغسو تاوتريخوالوپه پايله کې دهېواد د بېا بېا ورانېدو او دهغه د وګړو وينو درېابونو د بهېدو شاهدان ؤو، په دې ښه پوهيږي چې اوس د تأمل او د نتيجه اخيستنې وخت دۍ، دلته د اوږدمهالې سوله ايز ژوند او د راتلونکي نسلونود بقا سوال مطرح دۍ ٠ نو ځکه د ېو د بل دفع، رد او د بهتان او تهمت په نارواؤکې د ځورولو هڅې هم ډېر ټيټ کار او هم ډېر بې ګټې او له تاوانه ډک ېو تجارت دۍ٠ که څوک خپل د ژوند د ناخوالو پړه پر خپل لکه ده غوندې ځورېدلي ګاونډي باندې واچوي او د کرکې د اظهار او پراختېا باندې ځان مصروفوي او بېا دې ته خپل د کام ېا توکم سره همدردي او مينه وائي، نوښکاره
ده چې خپل له ځانه ، کورنۍ،توکم، هېواد اوبشري ارزښتونو سره ډېره جفا او خطا کوي ٠ په دغه مختصر کې مې لازمه و نه بلله چې مشخصو ليکنو او ېا خو دهغو پرليکونکو باندې مکث وکړم، خو پدې باورېم چې ټول سره پوهيږو چې کومې ليکنې او کوم ليکوال :!: ٠
دبل درناوی وکړه تر څو د تا درناوی وشي ٠
ستاسو د غبرګون په انتظار
په مينه ، نوۍ پښتون
Anonymous
23.08.2005
[quote:29836a2ae8="کوشان"]ګرانه ميلمه جانه
شف شف نه شفتالو ووايه چه په هدف دی پوه شو.
دا خلګ څوګ دی چه د افغانی هويت په ضد پروپاګند کوی؟
.....يا داده چه ستاسی خپلی د کاسی لاندی کومه نيم کاسه شته؟[/quote:29836a2ae8]
کوشان جانه روکېه سلام، بېا : چې په دا دومرو ليکنو کې دې نکړې پېدا نو تا دې خداۍ (ج) پوه کړي :idea: ،
که په پرنسيپېاله توګه مې له څرګندونو سره مخالف اند لرې ، بسم الله ، هغه دې خپله برخه ده خو مېرباني وکړه راپه ګوته ئې کړه چې مونږ هم پرې پوه شو او د ضرورت په صورت کې به پرې وغږېږو٠
په احترام نوۍ پښتون