د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

وكيل احمد متوكل سره ځانګړې مركه

Taliban
18.08.2005

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو له وزير مولوى وكيل احمد متوكل سره ځانګړې مركه
د طالبانو د حكومت د بهرينو چارو لـه وزير مولوي وكيل احمد متوكل سره د قاضي محمد حسن حقيار مركه چې د پژواك اژانس لـه پاره يې ورسره كړې وه گ

پوښتنه: په افغانستان كې د بهرنيو قواوو شتون څنګه ارزوئ؟
ځواب: په افغانستان كې دوه ډولـه قواوې موجودې دي، يوه يې د ايساف يا سوله ساتې قوه ده چې د څو هېوادونو عسكر په كې ګډون لري، بله يې هم هغه قوه ده چې تر اوسه پورې د ائتلاف دقوې په نوم يادېده او دنده يې عمليات او په ولاياتو كې د القاعدې او طالبانو د پاتې شونو تعقيب وو چې، په دې وروستيو كې دواړه تر يوې قوماندې لاندې راغلي او د ناټو چوكاټ ته ننوېستل شوي دي. په هر صورت د ګڼو ملتونو قواوې موجودې دي، دا چې ددې ځواكونو آينده دې څنګه وي، نو فكر كوم چې د افغانستان د پارلمان له پاره به يوه مسئاله همدا موضوع وي چې بحث پرې وكړي او تصميم پرې ونيسي.
پوښتنه: افغانستان ته د بهرنيو ځواكونو د راتللو لامل څه بولئ؟
ځواب:كه په افغانستان كې سړى تېر وختونه مقايسه كړي نو څو جهته په كې دي چې په هغې كې د ثور انقلاب څخه د مخكې حكومتونو سياسي خلك او څه پاتې كسان چې وروسته يې لـه غربي هېوادونو سره ډېرې اړيكې وې، بل د ثور د انقلاب د كمونيستي نظرياتو لرونكي سياست مداران چې د هېواد دننه او يا بهر اوسېدل، بل د جهادي جريان پير وو چې هغه بيا په خپلو كې په دوه ډلو وېشلى شوو، يو د استاد رباني پلويان او بل د طالبانو پلويان، نو زه فكر كوم چې د درې واړو دورو سياسي او نظامي واكمنانو تر يوه حده په دې اړه رول لوبولى دى، چا مستقيماً چا غير مستقيم، چا شعوري، چا غير شعوري او غير ارادي، دې حالاتو ته زمينه برابره كړې ده، پرېكړې يې كړي دي او سياستونه يې تعقيب كړي چې بالاخره اوس په افغانستان كې د نړيوالو د حضور شاهدان يو.
پوښتنه: د كرزي حكومت څومره بريا لى او شفاف بولئ؟
ځواب:د كرزي صيب حكومت درې دورې لرلې دي، عبوري، انتقالي او دا وروستۍ انتخاباتي دوره، چې اوس يې پيل دى. څومره چې د پاليسو د اعلان تر حده ورته كتل كېږي او د انتخاباتي مبارزې په وخت كې چې دده لـه خوا كومه پاليسي اعلان شوه نو سړى ويني چې د هغو دوه نورو دورو په نسبت دا پاليسي ډېره روښانه وه، خو دا چې په عمل كې به څه وشي، كېدلى شي چې سړى پرې وروسته قضاوت وكړي، خو د نورو هېوادونو په پرتله كارونه دلته شفاف نه دي، لامل يې دا دى چې دلته حالات نور مال نه دي او دلته لـه پخوانيو وختونو څخه هم بيرو كراسي راپاتې ده، كم تركمه اداري اصلاحات نه دي راغلي نو د بيرو كراسۍ او راپاتې ګډوډ زاړه اداري نظام په وجود كې فكر نه كوم چې كارونه هماغومره شفاف وي كوم چې په نورونورمالو هېوادونو كې وي او يا دې ته ورته هغومره انتظار ووېستل شي لكه هغوى ته چې وېستل كېږي، خو كېدلى شي چې كارونه سم شي. خو لا هم د كارونو جريان شفاف نه دى.
پوښتنه: آياتېر انتخابات هر اړخيز او پراخ انتخابات وو؟
ځواب: د كرزي صيب حكومت او د هغه مخالفين چې، يو وخت ورسره ولاړ و، تر منځ چې كومه ستونزه وه بالاخره داسې وشول لكه د هغوى تر منځ چې روغه جوړه يا په اصطلاح سوله وشوه. په افغانستان كې داسې اپوزيسيونه هم شته چې لا هم په سياسي دريځ كې ګډ نه دي نو سړى ورته همه ګير انتخابات نه شي ويلى چې ټول سياسي جريانات دې په كې دخيل وي.
خو دلته چې كمو كانديدانو په انتخاباتو كې ونډه واخسته نو د دوى تر منځ بيا انتخابات شفاف وو.
پوښتنه: په اوسني حكومت كې د مذهبي ګوندونو رول څنګه وينئ؟
ځواب:دا وړانديز يا مفكوره يوه لـه هغو مفكورو څخه ده چې انسان څرنګه كولى شي لـه خپله اړخه يا د خپلو همفكره انډيو الانو لـه اړخه چې يو اوسي يا كم تر كمه د افغانانو په تركيب كې راځي او بهر وي، په سياسي ژوند كې ونډه واخلي، تر اوسه موږ لـه دې څو نظريو څخه په يوې نظريې يې هم، وروستي تصميم نه دى نيولى، خو كېدى شي چې سړى دا فكر هم تر غور لاندې ونيسي او مطالعه يې كړي، هره هغه وسيله چې هغه د افغانانو عزت خوندي كوي، د افغانستان د هوساينې له پاره په كارېدلى شي. هغه كه لاره نه وي، نورې نظر يې هم شته، لكه د سولې د جريان چټك كېدل، په پارلمان كې د استازي په توګه ځان ثابتول، نور سياسي جريانونه چې هغه په سمسمكي كې لاس درلودلى شي. نو د ګوند جوړول هم يوه مفكوره ده او د نورو مفكورو تر څنګ بايد پرې فكر وشي، خو نهايي تصميم پرې نه دى نيول شوى.
پوښتنه: په پارلماني ټاكنو كې د ګډون په اړه څه تصميم لرئ؟
ځواب: زه په انتخاباتو كې په ازاد شكل او نسبي شكل كانديديدلو كې كوم ښكاره توپير نه وينم، په دې خاطر چې اوس زما په اړه د سياسي جريان خبره مطرح نه ده، نو لـه هغه يوه شكله يې تېرېږو او پرې نه غږېږو او په ازاد شكل كانديديدلو كې اكمالاتي ستونزې او د وخت كمښت په كې دى، دا ستونزې شته خو كه سړى پرې فكر وكړي او كار وكړي نو ممكن دا به د افغانستان په رابطه څه مرسته وكړي خو د وخت ضيقيت لوى خنډ دى زه ګومان نه كوم چې وخت به دا موقع راكړي چې په ازاد شكل كار پرې وكړو.
پوښتنه: د روانو سياسي او امنيتي ستونزود حل لـه پاره څه طرحه لري؟
ځواب: طبعي خبره ده چې د دولت درې واړه قوې مقننه، قضايه او اجرايه ددې ستونزو په حل كې رول لوبولى شي او په خپل ځاى كې ډېر اهميت لري. خداى دې وكړي چې راتلونكى پارلمان يا مقننه قوه رښتونى نماينده، سنجيده او اصيل پارلمان وي، اصل خلك په كې وي، د ښه فكر خاوندان په كې وي، داسې خلك چې افغانستان لـه دې حساسو شرايطو راوباسي او ستونزې يې حل كړي. د افغانانو د ژوند د شرايطو د ښه كولو لـه پاره كار وكړي، د حل ښې طرحې وړاندې كړي، د دولت دا درې واړه قوې هم دا پروسه څارلى او پر مخ بيولى شي.
پوښتنه: اوسنۍ امنيتي وضعه څرنګه ارزوئ؟
ځواب: لكه څرنګه چې لازمه ده په افغانستان كې هاغسې ډاډه امنيت نشته، هغه په دې خاطر چې څه سياسي اختلافات لا هم شته، ځينې غله او ورانكاري د امنيت په خرابولو كې لاس لري؛ نو ددې لـه پاره لا هم ډېر كار ته اړتيا شته. خو دا نوي روزل شوي پوليس او د حكومت نور نوي مجربه كسان، سړى د امنيت ښه كېدلو ته امېدواره كولى شي. تر اوسه لا په ځينو سيمو كې قوماندان سالاري شته، چې دوى هم امنيت ته ګواښ دي، خو لـه دې ټولو سره - سره اميدواري ډېره ده.
پوښتنه: په افغانستان كې د واك رېښتوني سرچينه څوك بولـئ؟
ځواب: ما وړاندې هم وويل چې افغانستان په موجوده شرايطو كې يو لـه هغو نورمالو هېوادونو څخه نه دى، پوره سياسي استقلال نه دى راغلى، خداى دې ژر داسې شرايط برابر كړي چې افغانان خپله، خپلې ستونزې حل كړي، خپل مسايل په دلايلو حل كړي، لـه تېرو ترخو تجربو څخه عبرت واخلي، خپلواكه شرايط تر لاسه كړي، د ډيموكراسۍ لـه غوښتنې سره سمه چې د واك رېښتوني سرچينه په كې ولس وي د واك ريښگتونې سرچينه ولس وګرځول شي.
پوښتنه: ځينې خلك افغانستان ته د بهرنيو ځواكونو دراتللو او په افغانستان كې د اخلاقي انحطاط لامل د طالبانو سختې او لـه تشدد نه ډكه پاليسي بولي، تاسو څه وايئ؟
ځواب: دا به هم لـه انصاف څخه لرې خبره وي چې د يو كار لـه ډېرو دلايلو څخه دې د يو دليل جز د كار ټول لامل وبلل شي او په نورو ټولو دلايلو سترګې پټې شي. كېداى شي چې د يو جز په توګه دا خبره سمه او حقيقت وي خو ټول دليل همدا نه دي. د بېلګې په ډول په خلكو كې د اسلامي زده كړې د كچې ټيټوالى، په ښارونو د پرديو كلتورونو يرغل او اثار يې، د بې بندوبارۍ او د يو منظم حكومت نه دوام يې هم لاملونه بللى شو، چې ځينو ورانكارو د اخلاقي فساد په ترويج لاس پورې كړ. كېدلى شي چې د طالبانو پاليسيو هم په ځينو خاصو مواردو لكه موسيقي، تصوير او تلويزيون كې رول لرلى وي چې د طالبانو تر سقوط وروسته په افراطي شكل رامنځ ته شول. خو بيا هم دې افراط ډېر دوام ونه كړ، خو په ټولو انحرافاتو كې دا جز يوازينى عامل بلل، بې انصافي ده.
پوښتنه: تاسو ولې لـه مطبوعاتو سره په مركو كې د طالبانو ټول كارونه تائيدول؟
ځواب: دا سمه نه ده چې د تېرو جرياناتو ټول كارونه يا مثبت او يا منفي وبلل شي. هر جريان مثبت او منفي اړخونه لري، په ژوند كې اشتباهات هم راځي. په هر سياسي مجلس او اداره كې نظرياتي اختلاف وي، خو په مجلس كې لـه پرېكړې وروسته بيا موضوع د پاليسي بڼه نيسي. يوازې زه نه بلكې، نور هم داسې ډېر افراد وو، چې په ځينو مواردو كې مو لـه نورو سره نظرياتي اختلاف درلود او لـه خپلو دلايلوسره مو ورته وړاندي كړي هم دي، خو كله چې پاليسي جوړه شي نو لـه پاليسي وروسته طبيعي خبره ده چې ټول د فيصلو قانوني حمايت كوي.
پوښتنه: ايا تاسې اوس لـه فكري او جسمي پلوه له طالبانو بېل ياست؟
ځواب: يو د طالب اطلاق ده چې د ديني علم زده كوونكي ته وايي، يوه هغه اصطلاح ده چې د هغه صف لـه پاره وكارېده او پرې مشهور و. د فكري جداوالي په هكله فكر كوم چې دا آسانه نه ده چې سړى په هر شي كې تغيير راولي.
زما او د بل هر چا ژوند لـه تحريك سره تړلى نه دى، ژوند لـه عقيدې سره تړلى وي. نو په دې لحاظ زما په فكر او عقيده كې بدلون نه دى راغلى د ټول مسلمان او مجاهد ملت فكر يو دى. په تحريكونو كې ګډون په يوه زماني مقطع كې لـه كوم جريان سره جسمي همكاري اوړي راوړي، خو فكر چې لـه عقيدې سره تړلى وي، هېڅ بدلون نه مومي.
پوښتنه: داسې اوازې وې چې د طالبانو په وروستيو كې د هغوى لـه پاليسۍ سره ستاسو د اختلاف لـه امله تاسو رسمي كار پرې ايښى وو او په كورناست وى، آيا دا رښتيا ده؟
ځواب: ځينې فكري اختلافات و، ځينې روان جريانونه چې د ملت په ګټه نه وو نو د ملت د بل هر فرد په توګه ما هم په ځينو مواردو نيوكې درلودې، خو لـه كوم رسمي مسووليت سره چې زما نسبت و هغه تراخره په خپل ځاى و. طبعاً د جنګ لـه پيل وروسته حالات په افغانستان اضطراري وو، كارونه او خلك په نور مال حالت كې نه وو، كېدلى شي چې ادارو هم لـه هغې وروسته نورمال كار نه وي كړى، خو زما مسوْوليت سره زما نسبت بر حال و.
پوښتنه: په شخصي ژوند كې ازاد ياست او كه بندي، يا تر نظارت لاندې، ايا مشرانو سره تماس لرئ؟
ځواب: ټولې هغه طبعي اړتياوې او ازادي چې يو افغان يې لري په مطلق ډول نشته، خو په مطبوعاتو كې زما لـه حضور څخه وروسته كېداى شي چې په هغو شرايطو كې توپير او بدلون راشي، بيا هم زه بندي نه بلكې نظر بند يم.
لـه مشرانو سره كوم رسمي تماس نه لرم، يوازې ځينې وخت لـه دولتي مسوْولينو سره د خپلو تجربو په رڼا كې خپلې مشورې شريكوم.
پوښتنه: ايا د دولت او طالبانو تر منځ منځګړيتوب كوئ؟
ځواب:منځ ګړيتوب كېداى شي چې هغه كميسيون وكړي چې دولت همدې كار ته ټاكلى دى، زه ځينې وخت كه ضرورت شي مشورې وركوم او د منځګړيتوب رسمي ماموريت ماته نه دولت راكړى او نه طالبانو، خو ګټورې خبرې تائيدوم. زما مشوره او د ملت انتظار هم دا دى چې دا خبرې ښې پر مخ لاړې شي.
پوښتنه: آيا حكومت او امريكا په رښتيا هم غواړي چې لـه طالبانو سره مذاكرات وكړي او كه هسې تشريفاتي چيغې وهي؟
ځواب: تر اوسه په دې اړه جريانات د پام وړ دي، اظهارات شوي، خو كميسيون نوى جوړ دى او ډېر عملي كار نه دى شوى او نتيجه ګيري به د قراينو لـه ليدلو وروسته كوو تر اوسه زما په فكر د تنقيد كوم خاص موارد نشته دي.
پوښتنه: لـه طالبانو سره اوس څوك مرسته كوي؟
ځواب: دا بيخي تر هغې موضوع هم ډېر معلومات غواړي چې، هغه وړاندې مو وويل، ځكه كه سړى د ولس متن او يا د هغوى ليكو ته لاړ شي بيا پوهېږي چې څوك ورسره مرسته كوي. يوازې د حكومت شكايتونه چې اورو هغه دا دي چې لـه دوى سره ځينې ګاونډيان مرستې كوي او يا ځينې اسلامي ولسي اعانې(مرستې) ورسره كېږي دا مې درته د شكايت حكايت وكړ. خپله معلومات نه لرم.
پوښتنه: د طالبانو د يووالي او لـه مشر څخه د هغوى د كامل اطاعت اساسي راز په څه شي كې نغښتى و؟
ځواب: په طالبانو كې ډېرو مسوْولينو اسلامي تعليمات لرل. دا هم لـه مادون څخه غوښتنه كوي چې د امير اطاعت وكړي بل دا چې دوى لـه پخوانيو جرياناتو درس اخستى و، په پخوانيو جرياناتو كې انشعابو نه ډېر وو او د انشعابونو نه هم همدې جريان او هم ملت ته زيات زيانونه واوښتل چې ځينې جهادي ګوندونه يې ښه بېلګه ده نو دا هم د دوى له پاره يو درس و.
پوښتنه: ځينې خلك وايي چې د طالبانو د افراطي حركاتو او د شريعت په تطبيق كې لـه ډېرې زشتې او سختۍ څخه د كار اخستلو اوسخت افراطي برداشت تـــر شا د بـــل چا لاس و، تاسو څه وايئ؟
ځواب: په تصـــمـــيـــم نيونې او طـــرز فـــكـــر پـــورې اړوند مـــسايـــل ځكه كورني وو چـــې چارواكي كورني وو، خو يو شكايـــت چې ډېر محسوسېده هغه دا و چـــې په دې مسايلـــــــــو كـــې مشخصه ســـتـــراتيژي او مشخـــصې تګلارې او مقرراتو ته وخت كـــم و مـــعـــنـــې دا چـــې په اختلافي مسايـــلـــو كې چې بېلابېل اقوال په كې وو مــــــوږ داســــــې اسانه چل پيدا كړى و چې هغه مـــو په تعليق كې اچول او ځنډول مـــو، د بېلګې په ډول د بالغو ښځو تعليم، پـــه دولتي ادارو كې د هغوى كار كول، د تلويزيون او تصوير مسائل چې دا ټول اختلافي مسايل دي اودوى په تعليق كې اچول،خو زه وايم كه دا مسايل په تعليق كې نه واى اچول شوې او سكوت پرې نه واى شوي او د حل يوه لاره ورته موندل شوې واى، نو د نن لـــه پاره خو به يو بنسټ و، نن به ترې ګټه اخستل شوې وه.
پوښتنه: د طالبانو بنديانو په اړه مو لـه چا سره تماس نيولى دى؟
ځواب: يوه هغه موضوع چې زه په كې ډېر متردد نه يم هغه د بنديانو موضوع ده، په دې خاطر چې خپله مې د بند تجربه تېره كړې ده او دا راته ډېره مهمه ده چې بايد بنديان خوشې شي، ما چې لـه چارواكو سره په زندان يا بهر كې كتلي نو دا سپارښتنه مې پرې كړې چې بنديان خوشې شي، اكثره بنديان چې خوشې شوي وو بې ګناه وو خداى دې وكړي چې د بنديانو د خوشې كېدلو لړۍ دوام ومومي، ولس هم د بنديانو د خلاصون هر كلى كړى دى.
پوښتنه: طالبان په نظامي ډګر كې بريالي وو، خو په سياسي ډګر كې ناكام برېښېدل ايا پاليسي يې د بل چا په لاس كې نه وه؟
ځواب: لـه بهر څخه او لـه كور څخه د پاليسيو جوړېدل كاملاً توپير لري څوك دا نه شي ويلى چې په طالبانو به د هغو هېوادونو هېڅ اغېز نه و چې دوى ورسره اړيكې درلودې يا يې نظريات په پام كې نه نيول كېدل، خو لـه دې سره موافق نه يم چې پاليسي كاملاً لـه بل ځاى څخه راوړل شوې وي، يو د يو شي اغيز دى او بل يې ايجاد، اغيز به و خو لـه ايجاد سره يې موافق نه يم.
پوښتنه: خو ځينې وخت يې داسې كارونه كول چې هېڅ توجيه كېداى نه شي لكه شمالي كې د كورونو او ونو سوځول د خلكو مهاجر كول، ايا دا هم بهرنى اغيز نه و؟
ځواب: ظلم كه د هر چا لـه خوا وشي نو ظلم دى، كه څه هم د افغانستان په جنګ كې دا يوازينى مثال نه دى. كېداى شي چې په نورو جنګونوكې نورو خلكو او ډلو لـه دې ډېر مشكلات راپيدا كړي وي چې د كابل ښار يي ژوندى مثال دى. خو د نورو منفي، غير عادلانه او ناموجه كار ددې دليل نه شي كېدلى چې بل ته پرې برات وركړشي، په دې منفي او ناموجه كار باندې سړى يوازې افسوس كولى شي او بس.
پوښتنه: ستاسې پر اند د سپتمبر د يوولسمې پېښه د خپل نفوذ د پراختيا لـه پاره د امريكا ډرامه وه او كه القاعده په كې رښتيا هم لاس درلود؟
ځواب: پـــه دې اړه اســـنادو ته اړتيا وي او لـه ما سره ډېر اسناد نشته، زه فكر نه كوم چې يــــــو جـــمهوري هېواد دې بهر او لرې د خـــپـــل حضور لــــه پـــاره پـــه خپل داخل كې دومره تلفات وزغمي، زه دا تصور هم نه شم كولى چې امريكا دې د يوې پلمې لـه پاره په خپل داخل كې دومره تلفات وزغمي كه امريكا دا كار كولى نو نورې اسانه لارې هم وې.
پوښتنه: د طالبانو په وخت كې كافي وخت و چې لـه امريكا او نورې نړۍ سره مذاكرات وشي ستاسو پر اند ولې دا كار ونه شو ايا چا دلچسپي نه درلوده؟
ځواب: كاشكې شوى واى، خو دا نه كېدل يوازې د يو طرف كار نه و، معامله كول لـه دواړو خواوو څخه غوښتنې لري، كېداى شي چې دا چانس يـــوازې طـــالبـــانـــو ضايع كړى نه وي، بل چا هـم ضايـع كړى وي، هغه وخت د معاملې شكل هم نه و، د طالبانو پېشنهادونه د خبرو لـه پاره ان په اجندا كې هم نه نيول او د مقابل لوري وړانديز ونه هم.
د اخطار او يوازينۍ‌‌‌ لارې په شكل مطرح كېدل چې د بلې خبرې ځاى پكې نه پاتې كېده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more