د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دتوبې حقيقت


طالب جان
18.08.2005

پالونكي څښتن جل جلاله په قرآنكريم كي دتوبې تورى ډير ځايه كارولى او ځاي په ځاي يي له خپلو بندګانو نه غوښتي دي چي د ګناه په پايله كي دي توبه وايستل شي تر څو دهغه تيروتنه يا ګناه وبښل شي ، ښه اوس نوپوښتنه داده چي توبه څه ته وايي او ركنونه يي څه دي او دالله تعالى په وړاندي كومه توبه دقبول وړ ده ؟

امام غزالي رحمة الله عليه په احياء العلوم كي فرمايلي چي په ګناهونو باندي داقدام كولو درى پوړه دي :

لومړى _ دا چي دهيڅ ګناه ارتكاب ورڅخه نه وي شوى داخو يا دملايكو او يا هم دانبياو عليهم السلام ځانګړتيا ده.

دوهم _ داچي په ګناهونو باندي اقدام هم وي او بيا پرې اصرار(هميشه والى) هم كوي ،كله هم نه ورباندي پښيمانه كيږي او نه يي هم دپريښودلو خيال كوي، دا دشيطانانو درجه ده .

دريم _ دايي دآدم عليه السلام دبچيانو درجه ده ،چي ګناه ورنه وشي نو په سملاسي ډول توبه وباسي او په راتلونكي كي دداسي ګناه دنه كولو پوخ هوډ وكړي .

له دې نه څرګنده شوه چي دګناه له كولو وروسته توبه نه كول دشيطانانو كار دى ،ځكه نو دامت اجماع پدې ده چي توبه فرض ده .

پالونكي څښتن فرمايلي (َيا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحاً عَسَى رَبُّكُمْ أَن يُكَفِّرَ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنهر)سورةالتحريم : 8 ټوك 28

ژباړه :اى هغو كسانو چي ايمان يي راوړی توبه وباسۍ تاسي الله ته توبه سوچه ريښتيا دزړه له كومي .هيله ده چي ستاسي پالونكى به ورژوي له تاسي نه ګناهونه ستاسي او ننه به باسي تاسي هغو جنتونو ته چي بهيږي له لاندي (دونو او ماڼيود) هغو (څلورډوله ويالې) .

په بل ځاي كي الله تعالى فرمايي (أَلَمْ يَعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ هُوَ يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ )التوبة : 104ټوك 11

ژباړه: آيا نه پوهيدل دغه (تائبان) پدې چي بيشكه الله هم دى قبلوي توبه له بندګانو خپلو .

همداراز په بل ځاي كي الله تعالى فرمايلي (َهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ [الشورى : 25ټوك 25

ژباړه: او الله هغه (مهربان ذات) دى چي قبلوي توبه له بندګانو خپلو او بښنه كوي له بدو كارو نو (ددوي وروسته له پښيماني ددوي په ګناهونو) او ور معلوم دى هر هغه كار چي كوۍ يي تاسي .

همداراز په حديث شريف كي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي : التائب حبيب الله , والتائب من الذنب كمن لا ذنب له ) ابن ماجه .

ژباړه : له ګناهونو نه توبه كوونكى دالله تعالى محبوب دى ،او له ګناه نه توبه ايستونكى داسي دى لكه ګناه چي يي له سره كړي نه وي .

په ځينو رواياتو كي راغلي دي چي له ګناه نه توبه كوونكي نه يواځي دا چي په هغې ګناه به نه نيول كيږي بلكه له عمل نامې نه يي هغه ګناه لري كول كيږي تر څو نوموړى له رسوايي نه وژغورل شي .

پاتي لري



طالب جان
18.08.2005

په تېر پسي
ليكن دتوبې لپاره دا اړينه ده چي توبه به (توبة النصوح) ريښتيني ،سوچه اودزړه له كومي وي .دكومي چي درې ركنونه دي :

لومړى- داچي پخپلو كړو به شرميدونكى او پښيمانه وي ،په حديث شريف كي راځي چي (انماالتوبة الندم) ياني توبه دپښيماني نوم دى .

دوهم- دتوبې دوهم ركن دادى چي كومه ګناه يي كړي هغه په سملاسي ډول پريږدي او په راتلونكي كي دنوموړي ګناه دنه كولو پوخ هوډ وكړي .

دريم-دتوبې دريم ركن دادى چي دمافات دتلافي فكر به ورسره وي ،مانا داچي كومه ګناه ورنه شوي دهغې دتدارك په اړه به تر خپله وسه هڅه كوي . دساري په توګه كه لمونځ روژه ورنه پاتي شوي وي نو دهغوي دقضا به راوړي ،كه دقضا شوو لمونځونو يا روژو سمه شميره ورته څرګنده نه وه نو له تخمينې نه دي كار واخلي اوخپل لمونځونه او روژې دي متعيني كړي او بيا دې دقضاراوړلو پوره پوره هڅه وكړي. كه يي په يوه وار قضا نشواي راوړاي نو بيا دي له هر لمانځه سره يو يو لمونځ دقضا عمري په توګه اداكړي ،همداشان دي په متفرقو مهالونو كي دروژې دقضاراوړلو اهتمام هم وكړي .

همدارازكه يي فرض زكوة نه وي اداكړى نو دتيري شوي زمانې زكوة دي يا په يوه وار او ياهم تدريجا اداكړي،كه يي دچا حق په ناحقه اخيستى وي نو هغه دي ادا كړي ،كه يي چاته كوم ربړ رسولى وي له هغه نه دي بښنه وغواړي .

ليكن كه پخپله ګناه پښيمانه نه وو،يا پښيمانه خو وو خو په راتلونكي كي يي دګناه دپريښوو هوډ نه ووكړی نو دېته توبه نه ويل كيږي كه زر ځله په خوله باندي توبه توبه ووايي هم .بلكه هغه به ددې شعر مصداق وګرځي چي وايي :

توبه بر لب ،سبحه بر كف ،دل پُر ازذوق ګناه...................
....................معصيت را خنده مي آيد از استغفارما

ليكن كچيري مونږ له پورتنو شرايطو سره سمه توبه وايستله نو له هرډول ګناه سره سره به مونږ دالله تعالى په محبوبو بندګانو كي ګډ او داتوبه به مو دپالونكي څښتن په دربار كي قبوله شي (انشاءالله) . خو كه بيا هم دبشري غوښتنو له امله له چانه ګناه وشي نو په سملاسي ډول دي توبه وباسي ، و هر ځلي دي دپالونكي څښتن له درباره دتوبې دقبليدو پوره پوره هيله ساتي . والله اعلم باالصواب .

اين درګه ما درګه نوميدي نيست _ صدبار اګر توبه شكستي باز آ
پاي .


م ن غروال
19.08.2005

محترم طالب جان نېکې هيلې او سلامونه په عرض رسوم٠
هيلمن يم چې ومنل شي!
ډير خوښ يم چې ستاسو تشريف او حضور په ټول افغان کي بيا وينم ٠ مسلمان افغان به هرومرو ستاسو د شرعي معلوماتو تږۍ وي او ستاسو ليکنې د شرعيت په برخه کي د ټول افغان ښکلې پاڼې يوه لويه پانګه ده ٠ دا چې دومره لويه موده مو تشريف نه درلود زمونږ د خواشينۍ سبب ګرځيدلای ؤ او فکر کيده چې خداي مکړه تاسو له مونږه سره مخه ښه کړې ده، خو ډيره ښه شوه چې داسي نده ٠
مونږه که هر څومره له تاسو سره د سياست په برخه کي اختلاف د اند لرلۍ هم وي، دا به داسي نه انګيرو چې خداي مکړه ستاسو د بدو روادار يو او يا مو پيرزوونه ده ٠ نه او هيڅ کله نه !
د اسلامي علمأؤ احترام د هر مسلمان ايماني دنده او مسئوليت دي او مونږه که هره تېروتنه او ګستاخي کړي وي ، زه پوهيږم چې تاسو به هرمرو مونږه پخپلې بزرګوارۍ بخښۍ ٠
الهم النصر اﻻسلام و المسلمين و المجاهدين علی کل قوم الکافرين و الظالمين و الملحدين والمنافقين و المشرکين في الکل المکان * آمين
په درناوې
غروال


خاټول
19.08.2005

ګرانه وروره طالب جانه ستړی مشي او په خير راغلي باور وكړي چي په راتللو مو ډيره خوښه شوم له ښاغلي غروال صاحب نه هم مننه چي تاسو يي استقبال کړي يي خدای دي وكړي چي زما سلامونه هم ومني



څاروان
20.08.2005

۲۰-۸-۲۰۰۵
[color=darkred:74fcbe266a]محترم مولوي صيب طالب جانه [/color:74fcbe266a]
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته.
محترم مولوي صيب نن مي چه په ټول افغان كې ستاسي په نو ليكنو سترګي وه لږيدي ډير زيات خوشحاله شوم او د الله پاك شكر مي ادا كړو چه تاسي يوځل بيا ټول افغان كي ليكني شروع كړي ځكه دلته د پښتنو ورڼو ډيري ديني پوښتني بي جوابه وي.
په لومړي قدم كې درڅخه هيله لرم چه د ښاغلي غيرت صيب د [color=white:74fcbe266a][ادم اوحوا ، جنت اودنيا][/color:74fcbe266a] تر عنوان لاندي مضمون كې شو پوښتنو په اړوند مونږ ته څه معلومات راكړي.

په مينه او مننه

يوسف څاروان


خیریوسی
14.09.2005

محترم طالب جان صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

تاسو دتوبی په باب ډیر په زړه پوری معلومات لیکلی دی الله دی ستاسو سه راضی شی لکه تاسو ته معلومه ده چی زموږ په ګران هیواد کی دکمونستی نظام په وقت کی او یا تر هغه وروسته داسی کسان شته چی د هغه لاسه ډیربی ګناه انسانان وژل شوی وی اویائی ډیر حقوق دعبادو په ناحقه اخستی وی وی
اوس دغه سړی دخپلو کړو اعمالو څخه پښیمانه دی لاکن چی و کړو اعمالو ته وګوری تر حد تیر دی نودتوبی دقبلیدو څخه مایوسه او خپلو جنایاتو ته نور هم دوام ورکوی که دغه سړی ورب سبحان وتعالی ته رجوع وکړی نو دده د دپاره هم دتوبی دروازی خلاصی دی

الله دی ستا څخه راضی شی

ابو محمود


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more