نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
« تور مخونه او سپين کارونه»
کبیر باچا
17.08.2005
څه موده مخکي دټول افغان په ښکلي سايټ کي د ښاغلي محمد نادر غروال يوه تبصره د« تور مخونه او سپين کارونه» تر عنوان لاندي خپره سوه چي همدا اوس هم هلته پرته ده او ما دالاندي څو ليکي پر هغه ليکنه باندي د تبصري په څير وليکله او ددې ليکني د تبصرو په ستون کي مي و نشرول. خو نه پو هيږم چي ولي دا تبصره او ټوله دتبصرو ستون ددې سايټ نه غيب سو.
ما وروسته هغه د ايميل دلاري هم د ټول افغان وپاڼي ته ولېږل چي هغوي يې دخپل يو مينه وال د نظر په حيث خپره کي. خو نه يم خبر چي د څه وجوهاتو په خاطر يې ور ځني ډډه وکړه. خير، اوس داده هغه تاسو ته در ليږم او هيله ده که يې تاسو لازمه وګڼۍ دا تبصره دي د غروال صاحب پر تبصرې باندي « تور مخونه او سپين کارونه » د «سپين مخونه او تور کارونه» تر عنوان لاندي ستاسو په سايټ کي دمقالو په ستون کي ځاي او هيله کوم تاسو يې وخپلو ليدونکو او لوستونکو ته دهغوي د قضاوت دپاره نشر کړی. زه دا يو سالم حرکت بولم او ښاغلي غروال صاحب ته دډېر احترام او ددرناوي په درلودلو سره هغه وړاندي کوم . په دې ليکنه کي هيڅ تعصب او تنګ نظري ځاي نه وينم او د تيرو رژيمو ملاتړهم نه کوم.
«سپين مخونه او تور کارونه» اوکه « تور مخونه او سپين کارونه» کوم يوغوره دی؟
غروال صاحب ما يو وخت داسي فکر کاوه چي تاسو به ډېر روښانه او د پراخ او مسئوله فکر خاوند ياستي او وطني تفکر به لرۍ. ما همدارنګه فکر کاوه چي تاسو به د هېواد ددې غملړلي او کړکيچن حالت نه د راوتلو ښه وړانديزونه او هېودوالوته به دخدمت او سوله ايزي راتلونکي دپاره ډېرمبتکره خيالات ولرۍ. خو ستا سو دې ليکني ( تور مخونه او سپين کارونه ) زه ډېر مايوسه کړم. زه پخوانی ګوندي نه يم. په کوم جهادي تنظيم کي هم نه وم او نه يم او د هغه ٧٩ ګوندو دغړو په ډله کي هم نه يم شامل کوم چي نن ددموکراسۍ د برکته په وطن کي راجستر سويدي!. زه پوه نه سوم چي تاسودهېواد په داسي يو بحراني حالت کي د خپلو لوستونکو نه څه غواړي چي هغوي دي ستاسو ملاتړ وکړي؟ ايا تاسو غواړی وښياست چي ددې ديارلسو کالو کار نامې چي د اسلام او سچه مسلمانانو! لخوا زموږ په وطن کي تر سره سوې د هغوي ياد و خپلو لوستونکو ته تازه کړۍ او يا داچي غواړۍ هغوي ودې ته وهڅوۍ چي پر دې کړو باندي افتخار وکي؟ غروال صاحب تاسو يوه لحظه خپل سر په ګرېوان کي واچوي او هغه بې ناموسۍ، هغه مرګونه، هغه ډله ائزي وژني، هغه ورانۍ هغه غلاوي او چپاو او هغه ډېرڅه چې د همدې په اصطلاح مسلمانانو لخوا تر سره سوې، هغه تر خپل نظره تېر کړۍ او هغه بيا د تېرو رژيمو او خاصتاً دډاکټر نجيب الله د رياست جمهورۍ ددوران سره مقايسه کړۍ او وګورۍ چي تاسو ته او وطنوالو ته څه په لاس درکوي؟ او زموږ ژوندۍ پرګنې پر هغه باندي څه شاني قضاوت کوي. البته په دې کي خو هيڅ شک نسته چي په تېرو رژيمو کي هر څه وسوه. وژني اوډېري جدي تېروتني وسوي. بهرنۍ مداخلې اووسله وال تيری وسو چي دا ټوله د غندني نه بلکه د لعنت وړدي . خوايا دا په هغه وخت کي زموږ د وطن د خاص موقعيت په خاطر نه وو چي زموږ پر خلګو وتپل سو. دهغه په علت هم تاسو او هم ټوله نړۍ ښه پوهېږۍ.دا وضعه لا تراوسه دوام او په نوې بڼه هم دارنګه روانه ده. په هغه وخت کي چي کوم کسان يا ملايان تر ضربې ﻻندي راغلل او يا تمسخر سوه دا د ظاهر خان په پادشاهي کي هم راغلي وه دداود خان په جمهوري کي هم. خو په را وروسته رژيمو کي دا ضربې جوتی او په اصطلاح انقلابي سوي! چي زه او ټوله وطنوال يې لويه اشباه نه بلکه لويه ګناه بولو. دهغه نه وروسته آيا همدا په اصطلاح مسلمانان او دنورو خيرات خوره نه وه چي نن يې داده ټوله نړۍ پر ښور راوستلي او ان ناټو او امريکا يان او انګريزان يې هم زموږ وطن ته را کش کړي دي. دې ډلو ته که پرون اشرار ويل کېدل خو نن ورته تروريستان ويل کېږي ! او تاسو ښاغلي غروال که پرون د ځانګړو دلايلو په وجه هغوي نه غندل خو يقيناً به يې نن بيا دنورو وجوهاتو په خاطر ضرورو غندۍ! زه فکر نه کوم چي تاسو به دونه ناځوانه ياست چي دا څرګنده وا قعيتونه و پوښۍ او لمر په دوو ګوتو پټ کړی. نن سبا چي څوک کوم نظر دوطن د زار حالت دبهبود په خاطر دلته يا هلته وړاندي کوي او يا دا چي کوم بحث را پورته کيږي او پر هغه باندي څوک وړانديزونه او خپل نظر ښکاره کوي دا به شايد دوطن ددې کړکيچن حالت د نجات دپاره وي نه داچي څوک دي دهغو کمونيستانو دفاع وکړي چي نور د تاريخ جز ګرځيدلي او عملاً وجود نه لري. او يا داچي هغوي دي دا هدف ولري چي کوم وزارت او يا رياست دي وغواړي. نن ټوله په دې باور دي چي دا د فساد وزارتونه او دا دمخدره موادو د بزنسو رياستونه دي وهغو ته مبارک وي چي غواړي د اسلام جنډه ورباندي پورته و ساتي! غروال صاحب که زه ستاسو پر ځاي واي ما ستاسو مقالې ته دا عنوان ور کاوه «سپين مخونه او تور کارونه » او وروسته مي بيا ټوله توجه ددې ديارلسو کالو وهغو ډرامو ته وقفول کوم چي افغانيت، انسانيت او اسلاميت ور باندي شرمېږي او د هغوي پر لمن باندي يو ډېر تور داغ بلل کيږي. وروسته مي بيا دراتلونکي دپاره داسي وړانديزونه وړاندي کول چي څه رنګه دا دريو لسيزو د ناسور پر زخم باندي چي په لمړي سر کي يې زموږ خوار خلګ په عذاب کړي دي پټکي و غوړول سي او زموږ دربدره خلګ نور ددې فاجعي ددوام څخه خلاص کړي. ننۍ وضع دټولو په څه پوهو پښتنو او افغانانو نه د نوي او سالم تفکر غوښتنه کوي. ځکه همدا دوي دي چي ددي وضعي څخه دوتلو مخکښان او زړه سوانده بلل کيږي. زه فکر کوم چي دا يو سالم او ددموکراسۍ او انسانيت او اسلاميت پرا صولو برابر يو تفکر دی او يقين لرم چي د هغه په هکله به هيڅوک هيڅ راز خفګان او تعصب ښکاره نکړي.
په درناوي
هـ . همدرد - استراليا
م ن غروال
17.08.2005
ښاغلۍ کبير باچا! او يا ښاغلۍ همدرد!
هيلمن يم سلامونه ومنئ!
په نيوکو مو غرض نلرم٠ او د احترام او درناوي څخه مو هم مننه کوم٠ او دا چې مخکې روښان فکره وم او اوس پدې عقيده نه ياست ، خپله بدبختي به يې وبولم٠
تر ټولو لومړۍ خوجالبه دا ده چې د ددومره اوږدې مودې راهيسې څنګه وشول چې دا د (سپين مخونه او تور کارونه) ليکنه مې در په زړه شوه؟ خير زه پوهيږم چې ولې؟
که د قلم په ژبه بحث دا ډول وي لکه تاسو، نو مونږه هر يو به پخپل ځاي کي د متقابل مختلف اندو ډير څه هم زده کوؤ او هم به لوستونکي ترې تر يوه حده ګټه اخلي او هم بحث کوونکو ته به د بې ځايه وخت ضايع نه وي٠ او ډير واقعيات او حقيقتونه به وي چې برملأ کيږي به٠
[color=blue:9b85208bb5]را به شم اصلې موضؤع ته![/color:9b85208bb5]
ستاسو د ليکنو څخه زه دومره پوه شوم چې په اوسني بحران کي چې هېواد لا ډير سياسي او اقتصادي او فرهنګي کار او زيار ته اړتيا لري، نبايد چې د افغان کمونستي ګونديانو جنايتونه وغندل شي٠ او د هغه وخت ټول او هر څه د اشتباهاتو په نوم وپيژنو او خاورې پرې واچوؤ او نور به چاته پدې هکله څه د ويلو نه وي ځکه چې هغه نور تېر وختونه دي او دملت کوم درد به نه دوا کوي او تاريخ ته به يې پريږدو٠
او داسي هم پوه شوم چې غواړۍ ټول مجاهدين وغندو تر طالبانو پورې! او دا هماغه خلک دي چې ګونديانو اشرار نومول او اوس يې تروريست نوموي٠
خو ښاغلۍ باچا! داسي هم درسته نده لکه څنګه چې تاسو انګيرۍ او زما له ليکنې مو دا ډول اخيستنه کړېده٠ که د ټول افغان لوستونکۍ واست نو هرمرو به نورې ليکنې چې مونږه (د اولسواکۍ غوښتونکو) ليکلي دي او لا تر اوسه د بحث په فورمو او مقالو برخه کي شته دي، لوستلي وي نو پيدا کيږي او په ډاګه به شي چې مونږه په پټو سترګو نه ليکل کړي دي او نه يې هم کوؤ او نه به يې هم وکړو٠ او ټول هغه څوک چې د افغان بې ګناه انسانو په وژنه يې لاسونه سره دي او هېواد يې د بدو عواقبو لورې ته مخ کړ او د تباهيو او برباديو وژلو او فقر او بدبختيو مؤجب ګرځيدلي دي، تل غندلي دي اود احمد او محمود مو هيڅ ډول کوم خاطر هم ندې کړۍ ٠
البته اړتيا نه وه مګر ستاسو ليکنې څخه همداسي راڅرګند شول چې بايد ياده يې عرض کړم٠
يوه بله مسئله چې غواړم ياده يې کړم هغه دا ده چې ليکنه کي بعضې پوښتنې هم شته چې د تبصرې پر ځاي، زه د هغو ځوابونه اړين بولم٠ او وروسته له دغې ليکنې يوه بله ليکنه چې د راز . م. پکتين د ليکنې په اړوند مې ليکلې وه هغه هم شته او هلته هم تقريباً همداسي يو رنګ شته لکه (ترو مخونه او سپين کارونه)او پوښتنې شته چې بايد ځواب شي٠
مونږه هغه وخت هيڅ څوک اشرار ندې نومولي او اوس يې هم تروريست نه خطابوؤ٠ د مجاهدينو په سرښندنو او جهاد وياړو او شهيدانو ته يې درود استوؤ٠ دا چې چا د مجاهد په نامه څه بد کړي دي هغه مو پخپل وار غندلي او غندو يې!
د داکټر نجيب وخت زما ډير ښه په ياد دي خو دا پوښتنه به څرنګه ځواب کړو چې ټول د سکاټ توغندي يو هم د شمال لورې ته ګذار نشو او ټول د پښتنو په سيمو ورنښه شول، ولې؟
داکټر نجيب ټول هغه پښتانه چې د اسلامي له ګوند سره يې اړيکي پيدا کړې وې او يا هم پرې تورن ؤ ټول زندان ته واچول او ولې؟ او نور يې چې له پښتنو سره څه کړي دي هغه به نه يادوم٠ اما :
دا منم که د نجيب اند سره سم ټول مخالفو توپکوالو چلند کړاي وای او همدا ډول د ملګري ملتونو مسئولينو، ممکن د کورنۍ له جګړې مخ نيوۍ شوۍ وای٠
دا هم منم چې ټول مسلمان هېواد وال د نجيب د وخت په ارمان شول او دا ما مخکي هم ويلي دي او په ټول افغان کي به وي٠
د مجاهد په نوم د جنايتونو معنی دا نشوه چې ګواکي د افغاني کمونستانو قاتلين او مجرمين له ټولو ناخوالو مبرأ شول! د دوئ د شعارو او وطنپالنې او کور کالي ډوډۍ نغمو په وطن مَين وطنوال پر ځان راټول کړي ؤ او له وژنو او جنايتونو کومې کلمې او جملې د چا تر سترګو نه وې تېرې شوې٠ اما له بده مرغه هغه شپې او ورځې په هېواوالو راغلې چې بې سارې وې٠ او که اوس بيا همدا قاتلين د وطنپالنې شعارونه زمزمه کوي او د ورورۍ چغي وهي نو دوئ دې د ګوند قاتلين ولس ته معرفي کړي او نبايد ټولو جنايتونو ته يوازې تېروتنې وويل شي او په همدي بسنه وشي٠ تاسو به د کنړ د کېراړې عام قتل، د پلخمري د ژوندي انسانانو ښخولو، د بکوا په دښته کي له الوتکو ژوندي خلکو غورزولو او داسي نورو په سلګونو عام قتلونه او د زرګنو بې انسانانو وژل او او زنداني کول درپه ياد وي او خبر به واست ٠ دوئ ته که بيا واکې په لاس ورغلې بيا به ګورو چې زورواکي او تيرۍ کومه پوله کي تم کيږي٠ مونږ غواړو له جانيانو او قاتلانو وليکو او د خبرو مجاز هم ورنکړو٠ او د ادب په چمن کي ورته لاره ورنکړو٠ او وليکو او ووايو چې همدا ګونديان ؤ چې د عدالت او غريبۍ لپاره يې د خدمت چغې وهلې او دا له اغزو او د کرکو بد بويه او اغزو ډک ګلان يې راته وکرل٠ د ټولو وطني ناخوالو اصلي او لومړي مؤجبين يوازې دوئ دي او بس!
که لدوئ څخه کومه دفاعيه چې د وطن د سولې ثبات او بيارغونې په درد خوري او يا د افغان ملت کوم درد پرې درمل کيداي شي نو هغه تاسو په زحمت وليکئ چې زمونږه سترګي هم پرې روښانه شي٠
زه هيڅ کله ټول ګونديان نه يادوم او نه مې هم دا منظور دي او نه به هم وي ٠ زه ډير ګونديان پيژنم چې نه يوازې خداي مکړه چې د غندنې څه نشته بلکه زه ډير احترام هم ورته لرم٠ اما زه يوازې هغه ګونديان يادوم چې يا يې لاسونه د خلکو په وينو سره دي او يا هم د خپل ګوند جناياتو ته جنايت نه، بلکه تېروتنې وايي او بس! او ټول مجاهدين چې تر پرونه پورې يې اشرار نومول نن يې د تروريستانو په نامه يادوي٠ او زه هغه ګونديان يادوم چې لا ترواسه يې د مارکسيستي فلسفه په رګو کي شته او د اسلام مقدس دين ته په سپکه ګوري٠ زه يې ګورم٠ شته! په جوماتو کي د فاتحې د مراسمو سره جوخت چې اذان وشي دلمانځه له ادا کولو ډير په چټکۍ سره پښې اوباسي٠ زه هغه ګونديان يادوم چې ټول افغاني هغه شهيدانو ته چې پرته له محکمې يې سرونه د خاورو لاندې شول ( د اشرار ، مرتجع، جاسوس ، اخوانۍ، فيوډال، او داسي نورو) په نامو، نه يوازې چې شهيدان يې نه بولي بلکه د وخت اړتيا او د ګوند مسلم حق يې بولي٠
آيا تاسو له دا ډول ګونديانو سره موافق ياست؟ وطن جوړول او ملي يووالۍ ورڅخه تمه کوئ؟ افغانستان دومره بې خاونده او بې بچيه دي چې پرته لدوئ به هېواد د پرمختګ لورې ته اصلاً ګام هم ونشي اخيستلائ؟ داسي نور منطق او استدلال شته چې افغان ولس دوئ وغندي او ورټي او د الف او ب مجاز هم ورنکړي!
که لدغو هم تېر شو دا به ځواب کړئ چې د خلکو غرو ته ختل او سلګنو زرو انسانو وژلو بنسټ له کومه پيل شو؟ اصلا کورنۍ جګړه ولې پيل شوه؟ روسان ولې راننوتل؟ او ننۍ بدبختۍ بنسټ په څه کي ؤ؟
دا دومره وژل ټول د شخصي خلکو کار ؤ او که له کوم تنظيم او سازمان اوله له حکومتي ادارې هدايت او رهبري کيدل؟ زندان او خاد کي څوک ؤ؟ په پلچرخي کي به چې هر شپه خلک له تيغه تيريدل لستونه يې آيا کورنيو چاورو وزير ته نه ورتلل؟ د وخت د خاد رئيس داکټر نجيب په مستقيمه امضأ به نه تر سره کيدل؟
لنډه داچې پرته له جنايتونو نور هيڅ هم نه ميندل کيږي چې ويې ليکم٠ زه اصلاً هيڅ يو دليل د دې لپاره نلرم چې ددوئ په شاه کاريو خاورې وپاشم! زه افغانستان ته دوئ ډير مضر ترينه ويروس بولم ٠ بخښل يې هيڅ څوک هم په واک کي نلري او هيڅ قانون د دنيا هم! جرمني کي لا تر اوسه د هغو خلکو او يا د کمونست ګوند غړو پلټنه کيږي کوم چې څوک يې يا وژلي او يا يې هم زنداني کړي ؤ٠
تاسو چې په هره سترګه بنده ته ګورئ، وګورئ او په هر صفت او عنوان مې چې پيژنئ، وپيژنئ خو د افغان بې ګناه ولس قاتلينو، دهېواد پلورونکو، تيري کوونکو، او ملي خائينانو غندل او رټل به ، زما د قلم ، وجدان او يمان دنده او مسئوليت وي ٠ ( چې هر څوک وي او په هر ټبراو نصب چې اړه ولري او له هره تنظيمه او ګونده چې وي)!
په درناوې
م٠ن٠ غروال ــ جرمني