نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د سواداو بې سوادۍ دګراف څخه داسي پوهيږو چه په باسوادۍ ملک په وړاندي نه ځي !
ع کريم حليمي
17.08.2005
محترمولوستونکو سلام !
له ډيره وخته مي داسي فکر کاوه چه :
که افغانان د سواد في صدي لوړه سي نودافغان ملت به دخوشبختۍ سره وويني
او دربدرۍ ،فقر،سره به لاس په ګرېوان نه وي ٠
نو فکر می سرته راغلۍ چه بايد زه وګورم چه په نړۍ کښي د ملکونو د سواد دګراف
کتنه وکړم چه د باسوادۍ ګراف څه وايي
ويټنام..........................90.3% سواد.............فقراو فلاکت28.9% ............بې کاري 1.9%
يمن .............................. 50.2% .......................فقر او فلاکت45.2% .........بې کاري 35%
زمبيه ...Zambia م....80.6% ........................فقراوفلاکت 45.2%......... بې کاري 50%
ازبکستان ................99.3% ..........................فقراوفلاکت 28%................بې کاري 0.6%
سوريه........................89.7%...........................فقراوفلاکت 20% ...............بې کاري 20%
سوډان .......................71.8%...........................فقراوفلاکت40%...............بې کاري 18.7%
پاکستان ......................59.8%........................فقراوفلاکت 32%.................بې کاري 8.3%
عمان ............................83.1%.........................فقراوفلاکت .NA.................بې کاري 15%
نووروې ...................... 100%...................................................................... بې کاري 4.3%
موزمبيق.................. 47.8%........................فقراو فلاکت70% ....................بې کاري 21%
ليبنان .......................87.4% ...........................فقر او فلاکت 28%.................بې کاري 18%
ايران ........................79.4%.............................فقراوفلاکت ......... .............بې کاري 11.2%
کيوبا ......................... 97% ...........................فقر او فلاکت NA ..............بې کاري 2.5%
چين ...........................90.9% ..........................فقراو فلاکت 10%.............بې کاري 9.8%
مصر ...........................57.7%.........................فقراوفلاکت 16.7%............بې کاري 10.9%
جاپان ...........................99 %..........................................................................بې کاري 4.7%
روس .............................99.6% .....................فقر او فلاکت 25%................بې کاري 8.3%
له دې حسابه ماته داسي معلوميږي چه سواد په ملک کښي کار او پېشه زياته وي
د دربدري او فلاکت څخه يوه جامعه نه خلاصوي ٠
دروس د فقراو فلاکت نمبر 25% دې او د سوادفي صدي ئې په نړۍ لوړه ده
ازبکستان د فقر او فلاکت نمبر 28% دې او د سواد في صدي لوړه ده
دچين دفلاکت درجه 10% ده او سواد ئې 90.9% ده
اود ويټنام د فلاکت 28.9%ده او سواد ئې 90.3% ده
معلوميږي چه دمملکت په حکومت اړه لري ٠ چه يو ملک څنګه حکومت لري ٠
سواد دومره تأثير نه لري ٠يعني د فلاکت څخه جامعه نه شي ساتلي ٠
نقاد
17.08.2005
محترم حليمي صيب او درنو لوستونکو ښې چارې او سلامونه !
تاسو څومره مهمه او په زړه پورې موضؤع مطرح کړې ده او بيا مو ترې سمه نتيجه
اخيستې ده چې :
[quote:e8b7b15e08]معلوميږي چه دمملکت په حکومت اړه لري ٠ چه يو ملک څنګه حکومت لري ٠ سواد دومره تأثير نه لري ٠يعني د فلاکت څخه جامعه نه شي ساتلي ٠[/quote:e8b7b15e08]
له حکومت څخه مطلب درژيم څرنګوالی دی ، چې ايا رژيم ديکتاتوري دی که ولسواک .
کوم هيوادونه چې له دموکراسۍ څخه محروم دی د فقر او فلاکت کچه يې لوړه ده ، بر عکس زورواکه رژيمونه د لوړ سواد سره سره له فقراو فلاکت څخه نه دي خلاص شوي . خوبايد ووايو چې له سواد پرته نه دموکراسي او نه هم له فقر او فلاکت څخه دخلاصون امکان لري . سواد يو اړين شرط دی خو بسانده شرط نه دی . سبب دادی چې سواد يواځې او يواځې په دموکراتيکه ټولنه کې په مولده نيرو بدليدای شي . زورواکه رژيمونه دا کار نشي کولی او نه پريږدي چې سواد پوهه او پوهنه
دانسان په شحصيت کې د مولده طاقت په توګه وده وکړي . ازادي د ټولنې دپرمختګ د علت په توګه د مولده ځواکونو ازادي او ازادانه وده ده ،چې له دموکراسۍ پرته ښه امکان نه لري !
په چين کې هم په وروستيو لسو کالوکې د ازاد مارکيټ اقتصاد ، خصوصي تشبثات او ور سره ورسره يو لړ ازادۍ رامنځته شوې چې دموکراسي ورته نشو ويلی خو دديکتاتورۍ درجه يې ډيره راټيټه کړې ده . هغه سوادچې په کمونيزم کې بي ثمره پاتې و، اوس يې په ثمر ورکولو پيل کړی او په دغه هيواد کې يې د فقر او فلاکت کچه د پخوا په پرتله يو څه را ټيټه کړه . بايد زياته کړو چې طبيعي سرچينې
ﻻ زيات رول لري په دې شرط چې رژيم دموکرات شوی او د سواد پراختيا ته مخه خلاصه شوې وي . دغه راز موقعيت او د سوداګرۍ سمندري ﻻرې لرل هم د ښه ژوند له پاره يو خوځنده ځواک دی . د جاپان طبيعي منابع او معدنونه ډير لږ دي خو د ازادو ټولنيزو مناسباتو ، دموکراسۍ او ښه موقعيت له امله له سترو صنعتي هيوادونو څخه شميرل کيږي . برعکس نايجيريا ستر او سرشاره طبيعي منابع لري،
خوناوړه ټولنيزمناسبات او د سواد او دموکراسۍ نشتوالی يې د وروسته پاتې والي، فقر او فلاکت سبب ګرځيدلی دی . هند چې نوم يې په پاسني نوملړ کې نشته، د ښه موقعيت ، دموکراسۍ او سرمايدارۍ سره سره بشپړ سواد نلري او د فقر او فلاکت او بيکارۍ کچه يې پراخه ده . د استعمار اوږدې مودې پاتې شوني، اوپه عقايدو او ناوړه دودونو کې ښکيل پاتې کيدل هلته د پرمختګ خنډونه بلل کيږي.
زما په اند اسماني اديانو هم په خپل خپل وخت کې همدغسې يوه مثبته مولده اغيزه په ټولنه کې لرلی ده لکه نن ورځ چې يې دموکراسي د مولده انرژي په پراختيا او وده کې لري خو پردې روښانه حقيقت باندې ړانده ملايان نه پوهيږي او هر چيرې د دموکراسۍ پر ضد له خصومت څخه کار اخلي ! دين د موسی (ع) په وخت کې اسراييل له ٤٠٠ کلنې غلامۍ او د فرعونيانو له مرييتوب څخه آزاد کړل ، ددوی کاري تجربه او متکامل مولد طاقت په هماغه فلسطين کې چې له ډير فقر او فلاکت له امله ترې د يوسف (ع) په وخت کې مصر ته مهاجر شوي وو، بيرته داسې ژوند پيل کړ چې د داود اوسليمان (ع) د پادشاهۍ په څير امپراتورۍ يې منځته راوړې . اديان که په ملي ازادۍ کې د مثبت رول له لوبولو څخه وروسته د اجتماعي ازادۍ مخه ونه نيسي او دلته هم خپل رسالت پر ځای کړي ، ټولنه به
له چټک پر مختګ څخه برخمنه شي . خو وګورئ چې جهادي تنظيمونو ، طالبانو او القاعدې په افغانستان کې څه وکړل او کوي يې او باطلو عقايدو په هندي ټولنه کې خلک څنګه په وريښمينه زندۍ زندۍ کړي دي . والسلام