نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خيبرټى وى:يوه ادبى غلا يوه سياسى د رغلى
ډاکتر وطنمل
16.08.2005
[color=black:3344bebbed]محترمو ښاغلي دستګير او ښاغلی نويد فردا درناوی او نيکې هيلې مې ومنئ!
ستاسو له خوا له وخته په وروسته او ډيرې ناوخته ليکنې کې مې دغه ﻻندې جملې هم ترسترګو شوې ، مخکې له دې چې ځواب يې درته وليکم ، له تاسو څخه مې ددغې مطلب په اړه بشپړ وضاحت غوښتی و ، څو د ناوړه پوهاوي مخه ونيول شي . تاسو ليکلي و: [/color:3344bebbed][quote:3344bebbed]موږ او زموږ يو شمير اينترنيتي سايتونو ته لازمه نه چي بي ګودره بډ ووهو او تاسي پاكستان دښمنان دپښتنو په جامو كي افغانانو ته در وپيژنو.دلته زما خبره مستقيما ښاغلو (ټول افغان) او (بينوا) سايتونو ته دى چى دا پيژندل دچپاتيو غلامان يي افغان ولس ته وروپيژاندل؟.
[color=white:3344bebbed]زه يى پر لاملونو هم ښه پوهيږم خو نه غواړم چى ستاسو وخت پري ونيسم ځكه چي دا زموږ افغانى مسايل دى [/color:3344bebbed]او په تاسو پاكستانيانو پوري اړه نه لرى[/quote:3344bebbed]
[color=blue:3344bebbed] نو تاسو مې د ملي برېښناپاڼو ټول افغان او بينوا په وړاندې د چټک ځواب پوروړي وګڼلئ او د وضآحت له پاره له مې د ليکنې له ګړۍ څخه وروسته دوه ورځې ( ٤٨ ساعته ) وخت هم درکړ څو د پورتني بيځايه تور د لکولو ﻻمل راميدان ته کړئ، خو تاسو ونشو کړای او نه به کله هم وکړای شئ دخپل دغسې بيځايه ککړ موخو تورونو دفاع وکړئ ، نو له دې کبله مو هسې هم ناوخته شوې او بي ارزښته ليکنه در ړنګه کړه ، څو په ياد وساتئ چې هيڅکله بيا د ملي سايتونو خواته په کاږه نظر ونه ګورئ ! په درنښت ! وطنمل[/color:3344bebbed]
کټوازی
19.08.2005
ښاغلي وطنمل صيب ته تاودۀ سلامونه او درانۀ مراتب
دروند مشره ،پۀ ژوند ژوند ی اوسې !
خوښ سوم چې د بې ځايه تور لګونکو نا مطلوبه ليکنه مو ورړنګه کړه او پۀ ډاګه مو ورته وويل چې ,
اقتباس ,
( په ياد وساتئ چې هيڅکله بيا د ملي سايتونو خواته په کاږه نظر ونه ګورئ !
Re: خيبرټى وى:يوه ادبى غلا يوه سياسى د رغلى
دواجان
19.08.2005
[color=red:593dbb7b52][quote[color=red]].... څو په ياد وساتئ چې هيڅکله بيا د ملي سايتونو خواته په کاږه نظر ونه ګورئ[/color:593dbb7b52] [/quote].....[/color]
واېم [color=green:593dbb7b52]احسنت [/color:593dbb7b52]:!: او[color=blue:593dbb7b52][size=24:593dbb7b52] مړه او رسوا دې وي دافغانستان پټ او ښکاره دښمنان [/size:593dbb7b52][/color:593dbb7b52]:!: :!: :!:
په درناوۍ، ستاسو دواجان،
p.s هلته ېو بل خراسانئ هم پېدا شوۍ که دې هغه هم چاره وشي نو ښه به وي که ځما منئ خو بيخي ئې ټغر له ټول افغانه ټول کړئ ٠ مننه
Ghairat
20.08.2005
ګرانو لوستونکو خويندو ورونو ښې چارې او سلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
زما په اند له څه مودې راهيسې ټول افغان د خپلې کواندې بيطرفۍ او ملي دريځ له امله د ښي او چپو خاينانو د جنايتونو په رسوا کولو ې د پرچميانو او خلقيانو د رهبرانو تاريخ جنايات هم بيدريغه غندي، ددغې ډلې ﻻسپوڅي له ښايسته ډيره وخته راهيسې کله پر يوه او په بله بهانه زيار باسي په خپلو جناياتو پرده وغوړوي ، ځانونه په ملي اوولسواکو او وطنپالونکو ر وښانفکرانو کې وشميري . ددې له پاره له ناسيونالستي تظاهر څخه کار اخلي ، کله په پاکسان باندې له ملي دريځ څخه نيوکې کوي او کله هم د پښتونستان دبرحقي ملي داعيې سختديځه پلوی څرګندوي (!) . دا په داسې حال کې چې پرچم د خپلې ١٢ کلنې واکمنۍ په اوږدو کې
د پښتونستان نوم هم وا نه خيست .که دوی د مليتوب ادعا کوي بيا ولې په مسکو کې له افغانستان څخه د شوروي د لښکرو د ويستلو ورځ او له کمونستي ﻻسپوڅ رژيم څخه د کابل د ازا دولوورځ نه نماځي ؟
دوی په واقعيت ملي درېځ نه لري او نه يې خپلولی شي، که نه د ټول افغان به ډيرمنندوی وای ، ولې بر عکس د هغې پر ځای نور م زيارباسي ، د ټول افغان نوم
نوم ته زيان ورسوي او پر ضد ي له سيسې او تورونه اختراع کوي.
له محترم وطنمل څخه مننه کوم چې ددوی بي ارزښته ليکنه يې ړنګه کړه . والسلام
کټوازی
21.08.2005
ښاغلي او پيا وړي ورور غيرت صيب ته تاودۀ سلامونه او درانۀ مراتب !
دقدروړه ! خدای پاک دې وکړي چې دهغو وطن پلورونکو ،مکرژنې څېرې ملت ته لوڅې کړئ چۀ تل يې له ملي احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده ، ځکه چې دا شرمېدلي خلک اوس يو ځل بيا غواړي د نېشنليزم پۀ جامه کې خپل شوم اهداف لاس ته راوړي
کټوازی
22.08.2005
یو بې تهذيبه کابلي ته !!!
مالومېږې چې بله لار در باندې ودرېدله ، ( استدلال دې خاموش شو ، چې دملي جنايتکارانو له نه جبرانېدونکو جناياتو څخه دفاع وکړې ) ځکه خو دې راته وويل چې ،
اقتباس ,
(ګوره پنجابیه
ته دافغانونو په منځ کی د مداخلی حق نه لری )
ګنئ دلوی کټواز له سپېڅلي نامۀ سره تۀ خو څۀ چې ستا باداران ( لېنينيان ) هم ﻻاشنا دي !!!
د خپلې خبرې د اثبات لپاره همدومره ویل کافي بولم چې ستا غوندې مکرژن خلک د پاکستان دیو کوچني ښار ( ايبټ أباد ) له نامۀ سره خو بلد دي حتې چۀ جغرافیه يې هم لا ورته ما لومه ده خو ولې د کټواز نوم يې چيرې نه دی اورېدلی !!! اودا دخپل ملي ضد قیاس پۀ بنسټ د پنجاب برخه بو لئ !!!
بس دی نور د نېشنليسټي تظاهر له ﻻرې دافغانانو دغولولو ناکامه هڅه مه کوئ ، او د نېشنلز م پاکه او سپېڅلې جامه پۀ خپل پليت او کثيف وجود مه پليتوئ !!!
ګنئ له سپکې او ورکې ورځې څخه پرته به نور هيڅ هم ونه وينئ !!!
پۀ لوړ ملي عزم ،
دپټ مخو ملي خاينانو درسوا يۍ پۀ تکل ، کټوازی
ورک او سپک دې وي پټ مخي ملي جنايتکاران او د پرديو مزدوران ،
ژوندي او ګړندي دې وي ، دملي روحيې هغه خاوندان ، چې دپرديو پټ مخي مزدوران ملت ته رسوا کوي !!!
کټوازی
25.08.2005
ګرانو وروڼو اوپتمنو خويندو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
که څۀ هم ځنې پوهان دليک پۀ هکله له دې نظر سره موافق نۀ دي چې ليک د شخصيت أئينه دار وي ،خوولې داهم يو واقعيت دی ، هره ليکنه دليکوال دريځ څرګندوي ،قلم د خپلو توريو او توري دقلم تقدس پخپله ساتي !!!
مانا داچې توري ، ټکي يا لفظونه خپله ځانګړتيا ديوې هندارې پۀ توګه پۀ هر حال کې پر خپل ځای ساتي ، موږ که پۀ هر شکل اوڅېر کې هندارې ته درې ږ و هنداره ومو پۀ هماغه شکل ښيئ ،هيڅکله داسې نۀ شي کيدای ،چې موږ دې پر خپل ناؤلي مخ دمکر پړونی غوړولی وي ،او هنداره مو دې د مخ پليتتوب ،اودسپېڅلتيا اونا ولتيا تزوير رسوا نۀ کړي !!!
داخو ديوې مادي هندارې ځانګړتيا ده چې زمو ږ بدني نيمګړتيا وې راښيئ ، مګر هغه هنداره چې موږ پۀکې خپلې اويا دبل چا اروايي ځانګړتياوې يا نيمګړتيا وې ( شخصيت )ليدلای سو هغه دليک هنداره ده ،چې يوازې محسوسولای يې سو ! ددې مانيزې هندارې پۀ اسرار او رموز يواځې هغه وګړي پوهېږي چې د قلم ژبه يې زده وي !!!
زه ددې ګوډ مات تمهيد پۀ مرسته ددرنو لوستونکو پام دې ته راګرځوم ، هره ليکنه دليکوال دريځ څرګندوي ، دشخصيت کړۀ وړۀ يې روښانه کوي ( که دليکوال خوښه وي او که نه ) خو پۀ دې شرط چې موږ لوستونکي د علمي بصيرت څښتنان يو !!!
زما هره يوه ليکنه زما د دريځ او د شخصيت دکړو وړو ښکارندويه ده ! همدا ډول زما هره ليکنه زما د ملي روحيې ، افغاني او پښتني غرور هنداره ده ،تاسې ګرا ن لوستونکي پۀ کې زمااصلي مخ ليدلای سئ ،پرېکړه ستاسي پۀ واک کي ده ! خو د داوې حق يې زما خوندي دی !!!
که چيرې زما ليکنې د افغانيت او پښتو نيت سره پۀ ټکر کې وي ، هر ريښتينی افغان دا حق لري چې زما غندنه او ترټنه وکړي او دسختې ترټنې پۀ توګه مې د ټول افغان له ملي برېښنا پاڼې څخه ټغر راټول کړي ،او د دستګير ، فاروق فردا ، فريد هو ښيا ر او داسې نورو پۀ څېر مې ملت ته رسوا کړي !!!
پر ما د پنجابي او پاکستاني اېجنټ تو ر لګوونګي ( فريد هو ښيا ) ته چې د وطنمل صيب له تر ټنې وروسته د( ايمل کټوازي ) پۀ نامۀ يې يو ځل بيا خپله ناولې څېره د ټول فغان ملي سايټ ته را ښکاره کړه ، همدومره بايد ووايم ، که د ټول افغان د ملي پاڼې ملي Image
او د بحث ټو لنيز حيثيت ته مې ستا پۀ څېر درناوی نه لرلای ،يا پۀ بله ژبه ،که له تا سره مې ځان پۀ تله کې اچولای ، داسې توند او سخت جوابونه به مې درکړي وای ،چې ټول عمر دې ماغزۀ ناکراره وای !!!
خو بيا يې هم پۀ يا د وساته ،
لا تر اوسه يې ماغزه پۀ کرا ر نۀ دي
چاچې ما سره وهلی سر پۀ سنګ دی .
ځکه چې ،
تر ورېښم نرم او مهين ترپولاد سخت او سنګين
زما پۀ يو لاس کې ټوپک پۀ بل کې ښاخ دزيتون
پۀ لوړ ملي عزم ،
دپټ مخو ملي خاينانواو د پرديو مزدورانودرسوا يۍ پۀ تکل ، کټوازی
ورک او سپک دې وي پټ مخي ملي خاينان او د پرديو مزدوران ،
ژوندي او ګړندي دې وي ، دملت ريښتيني بچيان ، چې پټ مخي ملي خاينان او دپرديو مزدوران ملت ته رسوا کوي !!!
بصير كټوازى <
08.04.2006
درنو وروڼو سلامونه
له بده مرغه يو ځل بيا داسې خبرې راشني شوي . اول خو زه ټولو هغو كسانو ته چې دوى په صميم جان باندې د پاكستاني او يا هم د پنجابي تور لګوي دا پوښتنه كوم چې آيا تاسو پښتونستان هير كړ؟
پښتونستان نور د افغانستا ن له نقشې لري كوى؟
تاسې هغه دخپل ځان نه بولى؟
نو له دې مالوميږې چې په اصل كې تاسې پنجابيان ياست چې ستر افغانستان سر بيلوى. د صميم جان ټولې ليكنې ، دليل او منطق پښتنې ده نو تاسو څنګه دا جرات كوى چې هغه ته د پنجابي خطاب كوى. او بل دا چې تاسې څوك ياست ؟ چې د يوه كټوازي كس مانع ګرځى او هغه په دغه شان تورونو باندې تورن كوى . [color=red:8269b2ad64]هيڅ څوك حق نه لري چې په كټواز باندې يو ځل بيا لوبې وكړي او خرڅ يي كړي!!![/color:8269b2ad64]مړه دې وي داشان غليمان او دښمنان
کټوازی
10.04.2006
ګرانه وروره ، بصير جانه !
خپل د مينې تاودۀ سلامونه او قلبي احترامات در ډالۍ کوم ،
خدای دې وکړي چې روغ جوړ او خوشاله ياست ، پۀ راتلونکي کې مو هم د بشپړ خوښۍ او روغتيا پۀ هيله يو !
ستاسې له ليکنې او نېکو احساساتو څخه يوه نړۍ مننه ،
ستاسې پۀ ليکنو کې يو شی چې ما محسوس کړی ، ستر او تاريخي پښتون ملت ته ،د هيواد پۀ سياسي ، اقتصادي او فرهنګي ډګر کې د بر خې او غورهچوړ موضوع ډېره مطرح ده ، هيله لرم چې پۀ دې تړاو به خپلې قلمي او فرهنګي مبارزې ته د دوام پۀ موخه ، موږ او درانۀ لوستونکي پۀ خپلو ښو او علمي ليکنو ونازوئ ،
دا به مو هم نۀ وي هېر کړي ، چې د پښتو او پښتنوالي کورني دښمنان به مو خامخا پر واړندې خنډ ګرځي ، او له بېلا بېلو لارو به د پښتون ملت د سياسي او کلتوري ماتې لپاره ، لکه څرنګه چې يي اچولي ، همداسې به پۀ پټه او ښکارۀ ځانګړي پرګرامونه او پلانونه پر لار اچوي ،
پۀ دې برخه کې يو ډېر پخوانی سازش او توطئيه ،چې له بده مرغه موږيې لا اوس هم نۀ سو درک کولای ، هغه د پښتونستان مسئله ده ، چې د پښتنو کورنيو او باندينيو دښمنانانو تل پۀ ډېر حساس وخت کې تردې نامۀ لاندې اوبۀ خړې کړې او ماهيان يې پۀ کې نيولي ، دا خبره ما څو ځايه وړاندې هم کړې ،
زموږ کورني دښمنان ، نه پوهېږو چې له موږ سره څرنګه او کوم ډول خواخوږي او ورورولي لري ، له يوې خوا يي پۀ لوی افغانستان کې تل د خپلو ايراني ، هندي او روسي بادارانو پرمټ د هيواد د اصلي ټبر او دروند ډېره کي ( پښتنو) پر ټول اړخيزه ، سياسي ، اقتصادي او فرهنګي حقوقو خېټه اچولې او دا مېړنی او اتل ټبر چې هر وخت يې د هيواد خپلواکۍ دسر پۀ وينو ساتلې ، د هيواد له سياسي او فرهنګي سټېج _صحنې څخه د باندې کړي ، اوپۀ کليو او بانډو کې يي پۀ ژوند کو لو مجبوره کړي ،
او له بلې خوا پۀ پاکستان کې د ١٤% سلنې پښتنو له غمه داسې مړۀ دي چې تل عمري دښمنۍ ته يي ورته ملاتړلې او يوه شېبه يي هم ټېک نه کېږي !
له تاسو څخه پۀ ډېره مننه ، ورور مو صميم