د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

واکمني دولس حق دي

دستگير
16.08.2005

داکټر حبيب منګل
دموکراسي او افغانستان

واکمني دولس حق دي


نقاد
16.08.2005

له ښاغلی دستګير څخه مننه چې د ليکونکي حبيب منګل اوږده ليکنه يې د ددمورکراسۍ په اړه دلته راکاپي کړې ده. منګل صيب پخپله د دموکراسۍ پر ضد د يوې تر ټولو سختې ديکتاتورۍ ( کمونيزم ) استازی دی او د کمونيزم د نړيوالې ديکتاتورۍ په مرکز کې د پرچميانو د سفير په توګه پاتې شوی دی . ځکه نو که اوس هر څومره ددموکراسۍ چغې ووهي ، تأثير نه لري او په خپله بي باوره خوله دموکراسۍ ته د خلکو د رابللو پر ځای به هغوی کې له دموکراسۍ څخه کرکه او نفرت راپاروي .
[color=white:3172ced386]ايا که د فاشيزم د وخت يو نازي سفير اوس د يهودو د حقوقو چغې پورته کړي
او يا ملاعمر خلکو ته د ښځو د حقوقو د پراختيا چغې پيل کړي څوک به پرې وغوليږي؟ [/color:3172ced386]خو د همدې هدف له پاره منګل صيب د افغان اولس په سترګو کې شګې غورځوي او په ډيره سپين سترګۍ سره د کمونيستي ديکتاتورۍ پلويانو ، قاتلانو وينه څښونکو ګونديانو ته د موکراسۍ پيژندونکي، غوښتونکي ا و داوږدې مودې مبارزين وايي ، دلته وګورئ چې هغه څه ليکي :
[quote:3172ced386](( اما تيوري اوتجربه ثابتوي چی په وروستي تحليل کې افغانستان ته هغه څوک دموکراسي راوړلی شي چی دموکراسي د ارزش ، ارمان اوتعهد په توګه مني او پيژني ېی او [color=white:3172ced386]پدې لارکې ېې مبارزه کړې اوبې سارې قربانی ېی ورکړې [/color:3172ced386]او اوس هم په هيواد کي ديوه [color=yellow:3172ced386]دموکراتيکې او مرفه ټولنې [/color:3172ced386]درامنځته کولو لپاره مبارزه کوي . ))[/quote:3172ced386]آيا منګل صيب اوس هغه قربانۍ چې د کمونيستي ديکتاتورۍ او شوروي له پاره ګونديانو ورکړي دي د دموکراسۍ د ﻻرې قرباني وبولي او د کمونيزم په ﻻره کې خوسې مړه شوي پرررررچميانو او نور ملحدو ګونديانو ته شهيدان ووايي ؟؟؟ .
د منګل صيب له پاره [quote:3172ced386]د اځواکونه په ټولنه کې په پراخه اندازه وجود لري چی بايد په يوه هيوادني ،اعتدال خوښونکي ، ټوليز سياسي سترغورځنګ کې چی دايجاد طرحه يي وړاندې شويده متحد او متشکل شي اوددريم ځواک په ټوګه [/quote:3172ced386]را مخ ته شي .
هو داد تزوير يوه روستۍ او يواځينۍ ﻻر ده چې خلقيان او پرچميان پرې په سياسي لحاظ ژوندي پاتې شي، خو داچې دوی به په دې تزوير سره وبښل او يا د چا هير شي، په دې اټکل کې منګل صيب ډير سخت خطاوتلی دی ، ځکه په دموکراسۍ کې د فاشيزم جنايات نه دي هيرشوي او اوس يې هم مجرمين محاکمه کيږي، نو د کمونستانو جنايات به څوک څنګه هير کړي ؟ .
که دې ته منګل صيب تن ايښودای چې (( واکمني د ولس حق دی)) نو بيا يې د ولس پسې ولې شوروي پوځونه هيواد ته ر اوستل او ولس يې کور په کور کلي په کلي بمباري کاوه ؟ والسلام !


م ن غروال
17.08.2005

بلي هو!
دا هماغه ډاکټر دي چې ديموکراسي يې په مطلقه ديکتاتورۍ نه يوازې چې پيژنده، بلکه چې هضمه کړې يې وه٠ د ده ليکنه په خپلواکۍ کي وه او ما لا ډيره پخوا لوستې وه٠ ما پکي داسي انځور چې د افغانستان سره يې کوم علمي اړيکه لرلي وي او د ديموکراسي حيثيت يې د هېواد د وخت او شرايطو په مصلحت راښکاره کړۍ وي، تر سترګو نشوه٠ يوازې د نورو ليکوالو يو څو ټکي دي چې ده پخپل قلم او په بل رنګ ترسيم کړي دي٠
هغو ته چې د ديموکراسۍ موقعيت په افغانستان کي په بل عکس ورپيژندل شوۍ وي ، هيڅ ډول مرسته نشي کولای! د قلم په خوږو نغمو او ترانو [color=red:07460bb4d4]برأت [/color:07460bb4d4]؟، څه به ووايم چې امکان به ولري٠
دا ډول د قلم خاوندان دې د خپل ګوند د هغو کرل شوؤ ګلانو څخه وليکي چې لاندې يې ترې په سلګونو زره بې ګناه انسانانو ککرۍ ښخې کړي دي ٠
مونږه ديموکراسي پخپل اصلي ماهيت او معنی په کامل ډول پيژنو او د منګل غوندې استادانو ته زه په ټول افغان کي زده کوونکۍ نه ګورم٠
د ښاغلي دستګير رانقلول له بده مرغه بې ځايه يو زحمت بولم٠
په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more