د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ټولنيز او اقتصادي

محمد حسن نواب
16.08.2005

په افغانستان كې د انرژي منابعو ته يو ه لنډه كتنه

په افغانستان كې ډيرى وګړي د عصري او مدرنې انرژي لكه بريښنا او ګاز څخه بي برخې دي چې د انرژۍ دغه نشتوالى خلك دې ته اړ باسي چې د انرژۍ ددوديزيو وسايلو لكه د سوند دموادو لپاره د ونو د لرګيو څخه ګته واخلي چې دغه عمل د هيواد ځنګلونه د لوى خطر سره مخامخ كړي دي او همدا راز چاپيريال ته هم يوه جدي ګواښ ګنړل كيږي. دا په داسې حال كې چې په نوموړي هيواد كې د بريښنا د توليد لپاره د هغو اوبو چې د غرونو د لوړو څوكو څخه لاندې رابهيږي د پوتانسيل اود تيلو او طبيعي ګازو د زيرومو سربيره د بريښنا دتوليد لپاره د لمر او باد پوتانسيل هم موجود دي د بيلګې په توګه په يو كال كې څه دپاسه ۳۰۰ ورځې لمر وي چې دغه په خپله د نوموړي هيواد د انرژي د توليد لپاره يوه ډيره په زړه پوري منبع ده او همدارنګه د باد پوتانسيل په تيره بيا د هيواد په غربي او شمالي سيمو كې د پام وړ دى. كه چيرته دغو منابعو ته چې هره لحظه زمونږ له لاسه وړيا وځي د خلكو او دمرستندويه هيوادونو د شخصي كمپنيو او پانګه والو پا م راوړول شي د هيواد د انرژي په توليد كې به ستر برياليتوب تر لاسه شئ، او داسې اميد دى چې د لمر او باد څخه د ترلاسته شوې انرژۍ څخه د ګټې اخستلو په صورت كې به د هيواد په ډيرو لرو پروتو او كليوالو سيمو كې د خلكو كورنه د بريښنا په رڼا روښانه شي چې په نتيجه كې به د خلکو به ژنون كې ژور بدلون راشي او د سواد كچې به لوړه شي، د څښاك او همدارنګه د كروندو لپاره به اوبه برابرې شي د يادونې وړ ده چې ددغو منابو څخه د بريښنا تر لاسه كول چاپيريال ته هم ګټور دي.

افغانستان د خپلو شاوخوا ۲۶ ميلونو وګړو په درلدو سره د نړۍ د ډيرو بې وزلو هيوادنو په كتار كې راځي چې د امريكا د متحده ايالاتوسره په پرتله يوازي ۰،۱۶ په سلو كې د بريښنا مصرف في كس او ۰،۳ په سلو كې د تيلو مصرف في كس لري. كه د افغانستان د يو كس د انرژۍ مصرف د ګاونډيو هيوادنو د في كس سره پرتله كړو نو د پاكستان هيواد يو كس په ساعت كې ۳۹۱,۱۵ كيلو واټه بريښنا او ۱۴۶.۹۸ فت مكعب طبيعي ګازمصرف لري او همدراز ۱۰۰۰ كسان په ورځ كې ۲،۲۹ بيرله تيل مصرف لري په همدې ډول زمونږ په بل ګاونډى هيواد ايران كې يو كس په ساعت كې ۱۶۷۹،۲۴ كيلو واټه بريښنا او ۸۹۱،۰۵ فټ مكعب طبيعي ګار مصرف لري او ۱۰۰۰ كسان په ورځ كې ۱۸،۸۷ بيرله تيل مصرفوي، په داسې حال كې چې زمونږ په هيواد افغانستان كې يو كس په ساعت كې ۱۷،۹۳ كيلوواټه بريښنا او۷،۷۱ فت مكعب طبيعي ګاز مصرف لري او همداراز ۱۰۰۰ كسان په ورځ كې ۰،۱۲ بيرله تيل مصرف لري. ديادونې وړ ده چې پورتنۍ احصايه د يوي نړيوالې ادارې له خوا په ۲۰۰۱م كال كې اخستل شوې ده چې د اوس لپاره به ضرور څه تفاوت په كې راغلى وي.

په افغانستان كې د انرژۍ د اهميت ريښې ددغه هيواد په جغرافيه يي موقعيت كې نغښتي دي اوهمدارنګه د تيلو او طبيعي ګازو د صادراتو د ترانزيت لار چې نوموړي توكي د مركزي اسيا څخه د عربو بحيرې او جنوبي آسيا ته په ډيره آسانه او په لږ مصرف ليږدوي په فعلي شرايطو كي د اهميت وړدي چې دغه خاص موقعيت دافغانتسان له لاري د تيلو او ګازو د پايپ لاين د تيردو اړتيا د مركزي آسيا څخه د هند بحر ته برابره كړي ده او د انرژۍ د نړيوالو سوداګرو پام ړي ځانته راړولي دى. كه چيرته دغه پايپ لاين زمونږ له هيواد ه تير شي له يوې خوا به د ترانزيت د فيس اخستلو په نتيجه كې ملي اقتصاد پياوړي شي او همداراز به دګازو او تيلو په قيمت كې ژور ټيټوالي راشي چې په دغه صورت كې به زمونږ هيوادوال د مدرنې انرژۍ د استعمال توان پيدا كړي.

د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۵ كلونوپه اوږدو كې د روسانوپه مرسته د افغانستان په شمال كې تر پنځه لسو ۱۵ زياتې د تيلو او ګازو منابع په نښه شوې چې ددغو ډلې څخه يوازې دري د ګازو چينې، خواجه ګوجردك، دجرقودوق او ياتيمتاق، چې د شبرغان په شاوخوا كې چې ۱۲۰ كيلو متره د مزار شريف د ښار څخه واټن لري واقع دي توسعه وركړل شوه. د افغانستان د ګازو د توليد كچه د ۱۹۷۰ مې لسيزې په نيمائي كې په ورځ كې ۲۷۵ ميليون فت مكعب ته ورسيده. په ۱۹۷۸ كال كې د افغانستان د ګازو توليد خپلې لوړې كچې ته چې په ورځ كې ۳۸۵ مليون فت مكعبه ؤ ورسيد چې په كې تر ټولو غوښنه ونډه د دجرقودوق د زيرمتون وه د نوموړي رقم څخه يوازې ۱۰۰ مليون فت مكعب ګاز په سيمه كې د شبرغان او مزار شريف په ښارونو او دسرې په فابريكه كې چې د مزار شريف ښار ته نږدې موقعيت لري او په كال كې ۱۰۰۰۰۰ متريك ټن سره توليدوي په مصرف رسيدل او باقي پاتې بهر ته صادريدل. د ۱۹۶۰ لسيزي په آخر كې د تيلو يوې زيرمې ته وده وركړل شوه چې پرته د امتحانې توليداتو څخه يي په متناوب شكل توليدكاوه چې په اوسط ډول ئي د توليد كچه ۵۰۰ بيرله په ورځ كې وه.

د افغانستان په شمال كې شا وخوا پنځه تريليونه فت مكعب د طبيعي ګاز زيرمې شته، په نوموړې ساحه كې چې د آمو سيند په حوزه كې شامله ده د طبيعي ګازو كافي زيرمې موجودې دي په تيره بيا په هغو روسوبي طبقاتو كې چې د شورويانو په دور كې استخراج شوي.

د طبيعي ګازو او تيلو د ذخيرو سر بيره په نومړي هيواد كې د څه دپاسه ۷۳ ميليونه ټونه د ډبرو سكرو زيرمي هم شته چې د نوموړو زيرمو سلسله د هرات او بدخشان ولايتونه تر منځ موقعيت لري. دډبرو د سكرو كانونه د هندوكش د غره په شمالي څنډو كې چې د بغلان ولايت د كركر كان يي يوه ښه بيګه كڼل كيږي موقعيت لري. د افغانستان د ډبرو د سكرو توليد په ۱۹۹۰ لسيزه كې په كال كې ۱۰۰۰۰۰ يولك ټنه و چې دغه كچه بيا په ۱۹۹۹ كال كې يوازي ۱۰۰۰ زر ټنو ته راټيټه شوه.

په اوبو باندې د چليدونكي د بريښنا د توليد فابريكي چې پلازمينې كابل ته بريښنا وركوي د نغلو، ماهيپر او سروبي بندونه دي. دنغلو فابريكه د ۱۰۰ ميګا واټو په توليد سره په اوسني حالت كې د كابل ښار په سلو كې لس اړتيا پوره كوي، د ماهيپر فابريكه چې د توليد كچه يي ۶۶ ميګاواټۀ وه ا اوبو د نشتوالي له كبله توليد نلري او همدا شان د سروبي فابريكه د ۲۲ ميګا واټو بريښنا په توليد سره يوازې د سروبي د بريښنا ضرورت په نسبي ډول پوره كوي.

همدارنګه د هيواد په نورو سيمو كي د بريښنا د توليد د هغو فابريكو حالت د وږدې مودې جګړو او بې ثباتۍ له كبله په ډير خراب حالت كې دي او د خپل بخواني حالت په پرتله ډيره كمه بريښنا توليدوي، كه د نوموړو فابريكو بيا رغاونې ته پاملرنه وشي نو هيله ده چې تر يوه حده به د بريښنا د نشتوالي ستونزه هواره شي.

محمد حسن نواب


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more