د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ايا يوه بشپړ پښتوژبي تېلوېزيوني چېنل ته اړتيا نه لرو؟

ahmad zahir wahdat
13.08.2005

د ټول افغان درنو لوستوونکيو او دقلم خاوندانو ! سلامونه او ښې چارې .
لکه څنګه چې توره او ټوپک د جګړې په ډګر کښې رغنده او ټاکوونکی رول لوبوي ، د ژبې او قلم جګړه هم غوڅه او پرېکنده توده معرکه پر مخ بيايي ، ددغې ډول جګړې د اور لمبې او لوګي څوک وينې نه اما عميق او ژور ټپونه پر ځای پرېږدي ، دغه جګړه ده چې ددښمن دعمق څخه موخبروي ، دغه جګړه ددښمن د جنګياليو سپېني تښتوي ، لکه څنګه چې د نړۍ د پخوانيو جګړو يوه جنګي امپراطور ويلي دي چې ( زه د دښمن د لکونو جنګياليو سره جنګ کولای شم خو د دوو مخالفو ورځپاڼو سره نه شم جنګېدای ).
اوسنۍ مېډيا د نړۍ په پر مختګ کښې غوښين کار پر مخ بيا يي ، د نوې ټکنالوژۍ او ساينسي پر مختيا وو مو خبروي . د نړۍ د يوې سيمې د وګړو په علمي ، سياسي ، اقتصادي ، کلتوري ، اجتماعي او اخلاقي برخو کښې خوځنده رول لري .
پوښتنه داده چې په اوس مهال کښې موږ يوه پښتو ژبي تېلوېزيونې کانال ته اړتيا لرو که نه ؟
که چېرې اړتيا وي په کوم ډول بايد دغه کار تر سره شي؟
ايا داسې ملي سوداګر او روڼاندي به و ميندل شي چې دخپلې ډېرې کوچنۍ مرستې له لارې دومره لوی او تاريخي کار وکړي؟
ايا تاسو خپله دې ډول مرستې ته تيار ياست چې د خپلې تنخواه په سلو کښې درې يا دوه ورکړۍ ؟
که چېرې دغه کار شونی نه وي او ستونځمن وي دا کومې ستونځې دي چې ددې کار په تر سره کيدو کښې خنډ دي؟
هيله ده چې خپلې نظريې او وړانديزونه وليکۍ .

په پښتنه مينه .
احمد ظاهر ( وحدت ) دوبۍ .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more