د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتانه ناوړو رقابتونو خوړلي

Farhad zaheer
13.08.2005

[color=red:1e54700707] پښتانه ناوړو رقابتونو خوړلي[/color:1e54700707]...
زرخان څارن
ګران افغانستان چې د سياسي څيرو ، ويښو ذهنونو ، ملي ارزښتونو لرونکی ، د کفر او الحاد نړونکو او استعمار صده خلکو کور دی . وګرو يې د تل لپاره په مېړانه او زړور تيا سره د ملي بيرغ ستاينه کړې او د امکان تر حده يې دګران هيواد د پت ، عزت او ناموس د ساتلو په خاطر د خپلو وينو ، مال او مرستې دريغ نه دی کړی. په افغانستان کې د شاهي ، موقتي ، سياسي بدلونو نو ، اقتصادي ، ټولنيزو ، عفېدوي او کلتوري توپيرونو، قومي شخړو او لا نجو کې خپله افغانستان خلکو په پوره فعاليت سره برخه اخيستې .
په دې ټولو پورتنيو ټکو کې د افغانستان خلکو ونډه اخېستې ، خو د سرحدي او څنډو سيمو خلکو ونډه په کې ډېره د يادولو وړ ده . په کې پوره پوره برخه اخيستې ده دا چې افغانستان ته بيګانه او نا اشنا خلک راننو ځي ، د همدې سرحدي خلکو په سلا او مشوره هيواد ته داخليږي دا ځکه که چيرې دوی ونه غواړي نو هېڅکله به بېګانه ډله هيواد ته داخله نه شي .
که چېرې عقيدوي ، کلتوري ، ژبني ، قومي ، ښې او بدې کړنلارې تطبېقېږي ، نو اول په دوی او بيا د نورو سيمو په خلکو اغېز کولای شي.
د سرحدي سيمو خلکو دوی داسې يو چاپيريال ته زمينه مساعده کړې چې په هغې کې ددوی ټولنز شعور ، پوهې او دعلميت معيار ډېر ټيټ حالت کې قرار لري زه دا خبرې ددې لپاره ليکم تر څو ټولنيزه اصلاح را منځ ته شي او پښتانه د جهالت له لمبو خلاص شي .
ټولنيز شعور پوهې او دعلميت کمزوري ، خو يې ځکه کمزورې بولم چې ددوی په تولنه او څاپېريال کې ډېر نا سالم او بې ؛ټې سيالي او رقابت روان دی چې دغه رقابت زه ددوی د وروسته والي او درمختګ پر ځای د شاتګ لا ملونه بولم.
ددوی د سيمو يو ډېر نا سالم رقابت دا دی چې دوی د ښمني لري ددښمنيو رقابتونه او سيالۍ يې د خپلو ټولنيزو ، اقتصادي ، سياسي او د ژوند نور اړخونو ته پوره زيان رسولای نا پوهي ځکه بولم چې دادانسان قتل دی او انسان که دبل انسان ژوند قطع کوي ډېر يو لوی جهالت دی ، ځکه چې ما په خپلو سترګو وليدل په ډېرو سيمو کې چې کله يو کلي ته ځې او ديوکس ديره کې کېنې او له هغې څخه وروسته دهغې د تره د ځوی ، تر بور او يا ګاونډې دېرې ته ځي په هغوی دا کار بدلګي چې دا ددوی د مينې او الفت په نشتوالي دلالت تکوي ، ځکه چې په انسانانو کې مينه ، پوهه ، شعور ، خيال او علم شته ، ځکه يې له فردې ژوند څخه ټولنيز او اجتماعي ژوند غوره او ګټور بللی دی زما په اند دوی چې د خپل تره ځوی ،تربور او يا ګاونډيانو سره رقابت کوي او بيا يې دغه رقابت د مرګ او سختې دښمنۍ لامل ګرځي.علت او لامل يې دادې چې دوی سره په خپل منځو کې اتفاق او اتحاد نه لري کله چې دوی اتفاق او اتحاد نه لري دوی ملي ، قوي ، عقېدوي او ټولنيزه پوهه شخصيت نه شي را منځ ته کولای ، نو ځکه يې حقوق سلب اوله منځه ځي .
دا خبره ځکه کولای شم چې په شمالي سيمو کې خلک شعوري شوي دی ددوی، حق پېژندې ، اتفاق او اتحاد روحيه تازه ده ځکه په يوه مخه له کورونو څخه راووځي او نو ليکنه کوي ، په ټولټا کنو کې برخه اخلي او خپل مشر د خپلو کارتو نو او رايو په زور رامنځ ته کوي مګر زموږ د پښتنو په سيمو کې د کارت نوم ليکول او ټولټاکنو په وګړو او کار کوونکو ډزې کېږي ، دوی يې عزته کېږي ، نو دوی په څنګه زړه ښه کړي .
ما چې له اکثرو او ډېرو پښتنو ورونو سره کتلي، دوی وايي موږ په ټولټاکنو کې يو پرهيز ګاره ، مسلمان او ملي خادم شخصيت کانديد ، ولسي جرګې او ولايتې جرګې لپاره غواړو مګر په ټولټا کنو کې خپله رايه نه ورکوی ، زه نه پوهېږم ! چې دا ډول خلک بې غوره او بې فکره دي او که څنګه ؟ په خوله نارې او چېغې وهي چې دا يوه مسلمانه اسلامې او پښتنه ټولنه ده بايد مسلمان مشر ولري، مګر مسلمان او پښتون
ته خپل ه رايه نو ورکوي او مقابل لور برې قوي او پياوړی کوي ، داسې کارونه چې رايه نه ورکوي او مسلمان پرهېزګاره شخصيت د قايد او مشر په ډول غواړي دا ډول کار يې غوري او جهالت دی.
دا منم چې د پښتون د لغت په هر ټکي کې پت ، عزت او برياليتوب ماناوې دي دا منم چې پښتانه مېلمه پاله دی ، مسلمان او حق ويونکې او حق باوريدومکي او ليدونکي دي ،دا منم چې دوی تل په خپله توره او مېړانه خپله ازادي او حق اوريدوکي او ليدوکي دي ، دا منم چې دوی تل په خپله توره او مېړانه خپله ازادي او خپلواکي اخېستې ، خو که ځينې ناوړه او خرابو دودونو يې بيا له پر مختګ څخه ايسار کړي چې دا کارونه او فعاليتونه پښتانه ګوري او وينې يې . بايد پښتانه دې ناوړو او خرابو سياليو او رقابتونو څخه تېر شي ، جرګې او مشورې وکړي ، د هرې ستونزې لپاره د حل لاره راوباسي ، تر څو د ترقۍ په لور قدمونه پورته کړي ، تر څو به موږ د جهالت دورې پلي کوو ، تر څو به دا ناوړه او خراب د ستورونه زموږ د وينو په تويولو کې برخه اخلي او تر څو به د ورور وينو ته ناست يو.
دا ټول ناوړه او غلط دستورونه زموږ د مشرانو بې غوري بلل کېږي زه يو ځای ته لاړم په يو کلي کې له يو ملک سره مېلمه وم ددوی ترمنځ يوه ستوونزه پيدا شوه ملک غوښتل چې د کلي ټول خلک را غونډکړي او مشوره ورسره وکړي ملک خپلو کسانو نه امر وکړو چې جومات ته راشي موسسې مواد راوړي چې تقسيم يې کړو ماله ملک څخه پوښتنه وکړه ولې حقيقت ورته نه وايې ؟ ځواب يې راکړ ، هر کله چې زه دوی ته ووايم چې د کلي کار دی مشوره پرې وکړو ، نو نه راځی کله چې ورته ووايم چې مو سسې مواد راوړی نو بيا ټول منډی راوهي زموږ پښتانه دومره بې غوره دي چې دوی د پرديو خلکو مرستو ته سترکې په لاره دي ، د يوې اسلامي ، ملي او ټولنيزي ستوونزې د حل په خاطر نه راټولېږي مګر دا پرې ښه لګي چې دوی ته دې له پرديو څخه مرستې راشي .
يوه بله ورځ زه د يو دوست کورته روان وم ، په لاره کې راسره يو بل ملګری مخ شو کلکه بلنه يې راته راکړه ، ويل يې چې نن به ما سره ايسارېږې زه ورسره لاړم خبرشوې چې پلانکی ما ما ښه دېره لري ، هغه ډېر تکړه پښتون دی....
ماته مې دا ملګری وايي چې هغه ستا دوست پښتون نه دی . ما ورته وويل ولې ؟
ځواب يې راکړ ړ ځکه چې هغه دېره نه لرېي ددې خبرې په اورېدو سره خپه شوم ، خو په ځواب کې مې ورته وويل پښتون هغه چاته نه ويل کېږي چې هغه اسلامي ، ملي او ټولنيزه روحيه او جذ به ولر ی مګر داسې نه چې وايې څوک دېره نه لری پښتون نه دی .
همداسې نورې ډېرې زياتې ستوونزې او بدروجونه شته دی چې زموږ پښتانه ورونه ورسره لاس او ګريوان دي لکه غلطی فيصلې کول ، په دښمنۍ کې د ښځو ورکول ، فرهنګي غلط دستورونه او داسې نور چې ددوی په شاتګ کې مهم رول لوبوي.
وايې اغيار چې د دوزځ ژبه ده
زه به جنت ته له پښتو سره ځم
دا مضمون د مينې مجلې تاسو ټولو پښتنو ته وړاندې کوم
وسلام په ټولو پښتنو مين فرهاد زهير.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more