د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جنرال اختر CIA ته درس ورکاوه ، نن هم ممکنISI و CIA ته بازي ورکولي سي !


ع کريم حليمي
12.08.2005

درنو لوستونکو ته سلام ! CIA او ISI او جنرال اختر، په نړۍ کښي اوله درجه مؤسسه (ISI )
پټه خوله عسکر
د افعان جهاد ته ، د پردې تر شا
[u:17fec297a3]جهاد [/u:17fec297a3]

جنرال اختر يو ډير لوړ معيار ځانته ايښۍ وو . ګويا دومره لوړ چه دئ په خپل عملياتونه قانع کېدۍ ٠ او اکثره به اختر فکر کاوه چه دی به خپل معيار ته ونه رسيږي ده ډير سخت ، ساعتونه کار کاوه چه خپل مقصد ته ورسيږي اته کاله له تصوره وتلي عهد ،نه چه يوازي عسکري جنګ وو ، په حکومت کښي هم سياسي مخالفتونه ،شخصي تضادونه هم په وطن کښي ورته وه نو په اخيره کښي خپل ټوله مقصدونه ده دسره کړه بېله د بنسټپالو له حکومته يعني ('Islamic Republic of Afghanistan')
په 1980 کښي اختر واقعأد صفر څه شروع وکړه ٠ اوپه 1983 کښي نه چه يوازي ئې مساعده ،سپلای کاوه بلکي موسسه ئې جوړه کړه چه مجاهدين جوړ (جنګي تعليم )
اوهم ئې استشاري ،نصحي ، تحذيري خلګ استول چه جنګ څرنګه وکړي يعني د isi پاکستاني عسکر استول افغانستان ته ٠چه څنګه جنګ تعريض ،توسيع کړي
يعني څنګه ئې اوږد کړي ٠ دلته نو isi غټيږي او غيري نظامي جنګ guerrillaتوسعه ،سرعت اخلي ٠ او isi ته متصل تحول راځي يوه عظيمه موسسه ترې جوړيږي٠ پټ خولۍ عسکر وايي چه واقعه داسي ده چه زما دڅلوروکالوپه جريان کښي دisi تشکل دوه ځلي تقويه سوو ٠په طول کښي د 1984 کله چه د sia رئيس William Casey زيارت وکړي يعني چه د isi دمؤسسې ديدار ئې وکړي ٠ او شخصأئې و اختر ته تبرکي وويل ٠ په خاطرد شاهکارۍ يعني مهمات لازمه دي جنګ ته رسولي او د جنګياليو لپاره نظامي تعليمات ،تعليمي مؤسسه جوړه يا جوړي کړي ٠ نو دغه ديدار ووچه Mr. Casey بيان داخبر واخستۍ او su مستقيمأ د جنګ مصرف دوه چنده کړۍ ٠ يعني عسکري بودجه د مجاهدينو د جنګ لپاره . اختر ثابته کړه چه مجاهدين ټنګېدای سي نو په کال 1985 دا معلومه سوه چه کامياب ممکنه ده
نو Mr. Casey وويل چه څوک به تقدير کړي د اختر با کفايتي ،چه دئ په مخ کښي شايدچه مشکلات د امريکا،sia سره هم ولري ٠ ممکن چه پوهيږو ٠
su احساس وکړي چه نور سازنده ، نور اتباعو کومکونه په کار دي . دپټي خولې عسکر وايي په بل عبارت د su د لوړو وظيفوخاوندانو
،مشرانو او sia زه يعني پټي خولې عسکر او اختر منحصر او پشار لاندي کړو
چه چاته اسلحه ورکول سي ،کوم هدفونه ووهل سي او کوم هدفونه بايد مجاهدين و وهي او تقاضا ئې وکړه چه مجاهدين بايد په امريکايي عسکري ښوونکو تربيه سي ٠ دغه فشار هيڅ پايده ونکړه ٠ چه اختر رئيس وو ٠ خو داسي وسوه چه سوفسطايي اوsophisticated اسلحه راغله چه سټنګر طياره وشتونکې وه چه کال 1986 وو
چه د US عسکري معلمينو پاکستاني عسکر تربيه کړه ٠ يعني د سټنګر زده کړه ئې ورکړه او افغاني مجاهدين هيڅ امريکايانو ندي روزلي ٠
دلته دوه بنيادي سببه وه ٠ ولي اختر نه غوښته چه مجاهدين مستقيمأ دامريکايي عسکر له خوا تربيه سي ٠ يا امريکايان مورد بحث سي په جهاد کښي،involved
اول - چه روس ته د پروپاګنډې فکر ور پيدا نسي ٠ ولي چه جنګ بيا جهاد نسوو يا جهاد نه بلل کيږي ٠ او بله توسعه داوه ٠ چه د us خارجي پاليسي ، د دوو ابرقدرتو د پاره افغانان جنګيږي داسي پېښه نه شي ٠ اويا افغانان د امريکا په پالسي جنګيږي ٠ او دغه جهاد يوازي قوه وه چه مجاهدين جنګيالي ئې په لړزانک اتحاد کي ساتلي وه ٠ که دغه موضعکاني نوای تحليل سوي نو د مجاهدي دا لړزانک اتحاد سقوط کېدۍ او اداره له منځ څخه تله ٠ او جهاد فاسد کېدۍ او په جنګ بدل کېدۍ ٠ نو که امريکا تر اذوقې اوsupply ،پيسو،اسلحه رانيول ،او نورژور اخته سوي دننه په پاکستان جنګ قانوني تعقيب سوی وای نو خطر وو چه اتحاد له منځ څه تللي ٠
خو اختر هيڅ وخت دغه ديد ګاه د لاسه ورنګړه ، او امريکا فوري او ضروري غوښته چه نور په جنګي مداخله ولري ٠ او اختر کلک ولاړ وو جه نه
دوهم -

نور بيا



ع کريم حليمي
13.08.2005

دوهم سبب چه امريکا ، امريکايي په جنګ داخل نه وي ٠ولي چه CIA بايد training او اذوقه،مهمات ،د جنګ سير ټوله په لاس اخستواي ،او مهمه داوه چه د غيري قانوني يا غيري نظامي جنګ (guerrillawar )دايره کښي CIA بې کفايته وه موږ
ته تجربه وه ،د CIA اوسطه درجه کاريګران اکثره متقاعد عسکر دي په ګرلايي جنګ کښي هيڅ تجربه نه درلوده ٠ چه څرنګه وجنګيږي ، د دوۍ طريقه به يوه احمقانه ،غيري واقعي او هم کاملأ به غيري فني ٠ دا دحيرانتيا خبري نه وې او بله خبره داوه چه د CIA افيسران وارد خلګ نه وه يعني افغانان ئې نه پيژندل په ګوزاره ، د څرنګه اصولو خلګ دي ، څرنګه سلوک ورسره وکړي ٠ يعني د هغه لړزانک اتحاد خطر وو ٠
اختر د تصوره وتلې همکاري وکړه ٠ چه زموږ امريکايان ئې د جنګه وساتلو او
د جنګ اوجهاد د ساحي څخه هره لحظه خبرهم وو٠
زه پر دې خبره فشار ، تاکيد کوم چه اختر يګانه سړی وو ٠ حتی رئيس جمهور تر ډير
مشقت ،فشار لاندي وو ٠ دا د اختر توانايي ،نيرو ، استقامت وو،د اختر شخصيت ووچه غالب سوو ٠

ولي د امريکا التفات،توجه و اسلامي بنيادګرو ته سوه !

نور بيا


samander
27.02.2006

زړګيه سلامونه افغان ولس چه د کمونيزم پر ضد پاڅون وکړ هغه وخت له پاکستان او امريکا سره ولس مشوره نه وه کړي کله چه دمقاومت راپورونه دنړي مطبوعاتو نشر کړل امريکا زړه پيدا کړ مرستي ته را وړاندي شو د مجاهدينو او امريکا ,پاکستان تر منځ هيڅ شرط نه وه ايښودل شوي چه ل فتح وروسته به ددولت جوړښت څنګه وی؟امريکايان او پاکستانيان به اوس هرڅه ليکۍ خو دروسانودشکست افتخار زما د ولس پرته نه دچا دو سلو کيدایشی نه يې ددال خورو مامورينو په 1971د بنګال په جګړه کې 73000پاکستانې فوج دښمن ته سلامې شه امريکا په ويتنام کې دروس په وړاندې شرميدلې تاريخ لري ما او تاه داوسنې بابا ملت دلاسه غريب وه ملې فوځ چه زما اوستاپه حقو قو روزل شوي وه د ملت پر ضد دغليم په خوا کې ودريد ګرانه دپاکستانې فوج غيرت همدا اوس وزيرستان کې ووينه چه کله ماتې وخورې نو قومې جرګو ته مخه کړې زمو د ازادې افتخار دهغه چا ده چه دخپل زړه ټوټی يې دلاسه ورکړی ،زه او ته وسلام


samander
28.02.2006

ښاغليه جيمې کارتر دافغانستان دوره کله کړی ؤ؟ د ظاهرشاه او داؤد په دور کی حکمتيار د ځوانانوداسلامی نهضت لار ښو دنه کوله داود داقتدار په دور کی سلګونه عالمان بنديان ،اعدام ،او فرار شول ،نن ته په جرمنې کی ناست يې ايا دا يجنټ په حيث او که د مجبوريت په دوسيه کی به دی له کوره څومره زخميا ن او شهيدان ورکړی؟په طالب به دی خاوری اړولې که٠٠٠زه وايم دحکمتيار دقلم ،خولې تر اوسه يو لفظ څيړونکو نده پيدا کړی چه په امريکا ښه ويلې هغه مهال افغانستان کی دحزب اسلامی په نوم کوم حزب نه ؤ نو څنګه دامريکا دشين بيرغ دپاليسی خبره کوی؟که نن عراقيان،افغانان امريکاې عسکر وتلو ته اړباسې دی ته له فتح بلڅه ويل کيږی؟يو وخت به کمونستانو وېل مجاهدين د غرب نو کران دی خو نن همغه د لينن کاسه پاک غرب کی د سوسيال خيرات ته ناستدی ته فکر کوی فتح همدی ته واې؟تاه به هم جرمنی فتح کړی؟ويتناميانو دروسی فوځ په مرسته امريکا ته ماتې ور کړه خو د ٢٠لکه افغانانودشهادت،٦ميلونه مهاجرت،١٢لکه معيوبينو دثبوت سره سره کوم غيرتی با احساسه ويتنامی به داسی افتخار له افغان پرته بل چا ته ډالې کړی يو وخت امريکا کی ښځو پکولونه د موډ لپا ره په سر کول ولی يې دخپلو عسکرو يا خپل ملی لباس غورځولی ؤ؟که دغو پيغلو امريکايې وسلو کی همت ليدای نو له مسکو تر ويتنام به غزيدلی سره کرښه تار اومار کړیوه؟که افغانی کمونستانو دامنحوس عمل نواې کړی نن به افغانستان ولی دنظامی سترنج تخته ګر ځيده زه له ټولو مسلمانانو مننه کوم چه زمونږ د ولس مرسته کړی خو چا چه دافغانستان له تا بيعت ناوړه ګټه اخيستی محکوم يې ګڼم او هغه حکومتونه چه ورسره يې په شومو مؤخو کی مرسته کړی ولی دامريکا حکومت دافغانانو په وياړ هوا ته ليږديدونکې سياره چه دخپل ولس په بو ديجه جوړه وه ډالې کړه ؟له کوم افغان سره مشوره پری کړی وه؟هرهغه څوک چه هيواد ،ولس ،خپواکی پلوری زما له نظره محکومده که زما پلار هم وی،د موجوده جګړی پايلې به راتلونکې کی ووينې چه دا کومه جګړه اودکوم شعار تر نامه لاندی تيری او اوسنې جګړی ټولې تحميلی دی چا دبريتو قر بانۍ ورکړه چا د ږيرو همغه غداري سټې همغه غدار يرغلګر صرف شعا رونه بدل وسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more