ادبي ټوکې ټکالې
غزل
شمشاد شينواری
10.08.2005
غزل
خلکه کله د کتو دی زما سر
خالی شوی د ويښتو دی زما سر
د بازار له حاکيمانو می زړه تور دی
نور ډير ستړی په دارو دی زما سر
تيره ورځ د ښاپيرو کوڅه کې تلمه
دوۍ ويشتلی په مڼو دی زما سر
زما سر غوندی بل سر دنيا کی نشته
يار خوښ کړی په داغو دی زما سر
هير سړی چې ورته ګوری ورته خاندی
خوښ کوڅه کې د وړو دی زما سر
ګلی راشه يو شپږ ووه څپيړۍ ورکړه
ما شمبولی په پودودی زما سر
د دنيا له بدو سترګو نه يې ساتی
نيا تړلی په ټوټو دی زما سر
کله خړ او کله شين او کله تور شی
رنګا رنګ په بديدودی زما سر
دواړو خواو ته پپړ پپړ پراته وی
بی اخيتاره ښکته پورته رانه غوځی
ډير شوکی د ډول تبلو دی زما سر
نه د دين نه د د نيا په کار کی راغلی
نور پروازه د ويشتو دی زما سر
Re: غزل
شمشاد شينواری
10.08.2005
[quote:d6c8e7acc3="شمشاد شينواری"]غزل
خلکه کله د کتو دی زما سر
خالی شوی د ويښتو دی زما سر
د بازار له حاکيمانو می زړه تور دی
نور ډير ستړی په دارو دی زما سر
تيره ورځ د ښاپيرو کوڅه کې تلمه
دوۍ ويشتلی په مڼو دی زما سر
زما سر غوندی بل سر دنيا کی نشته
يار خوښ کړی په داغو دی زما سر
هير سړی چې ورته ګوری ورته خاندی
خوښ کوڅه کې د وړو دی زما سر
ګلی راشه يو شپږ ووه څپيړۍ ورکړه
ما شمبولی په پودودی زما سر
د دنيا له بدو سترګو نه يې ساتی
نيا تړلی په ټوټو دی زما سر
کله خړ او کله شين او کله تور شی
رنګا رنګ په بديدودی زما سر
دواړو خواو ته پپړ پپړ پراته وی
بی اخيتاره ښکته پورته رانه غوځی
ډير شوکی د ډول تبلو دی زما سر
نه د دين نه د د نيا په کار کی راغلی
نور پروازه د ويشتو دی زما سر[/quote:d6c8e7acc3]