د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

مرکې

شمشاد شينواری
10.08.2005

په ړندو کې د يوې سترګې والا باچا وي
درنو او ويدو لوستونکو!
دا ځل مو د د.ا.و. اينجو رئيس پوښتلی چې تاسې يې د مرکې لوستوته رابولو
________________________________________
پوښتنه : لومړی که دې د نوم، تعليم او دندې په اړه خوله چينګه کړې، بده به نه وي؟
ځواب : راغليه! نوم مې ميربړستن شرم مل د د.ا.و.اينجورئيس او د تعليم په اړه به فقت دومره درته ووايم چې خدای (ج) فضل دی امپړ يم.
پوښتنه : پدې امپړ ممپړ دې پوه نشوم دا څه مانا؟
ځواب : امپړمانا ....... او را ياد مې شو ستاسې په ژبه کې ورته بې تعليمه وايي يانې تعليم مې نه دی کړی.
پوښتنه : شرم مل صيب نو دا دومره اداره څنګه چلوې؟
ځواب : د خدای ظالمه! څه شانزده بيست خو نه دی چې چلول يې سخت دي تا نه دي اورېدلي چې په ړندو کي د يوې سترګې والا باچا وي باچا پوه شوې نن سبا خو ټول کشوپش دانګلېسي دی او ما هم لږ څه ماته ګوډه انګلېسي مينګلېسي زده کړې نو ځکه يې چلول راته سخت نه ښکاري.
پوښتنه : ښاغلی مير بړستن تاسې خو مخکې وويل چې زه....؟
ځواب : بس.......... بس پوه شوم کېږده نو اوس غوږ دې کهاني ته.
پوښتنه : کهاني؟
ځواب : هو کهاني يانې لوبه يانې کيسه، هغه دا وه چې ما ته به مې پلار هر وخت ويل چې زويه له تا نه به ډاکټر جوړوم خو يوه ورځ موږ په همدې خبرو کې وو چې ماما مې راغی. يره چې هر ځای کې وي خدای دې خېټه غوړه او پښې په کلو شو پټې لری ماته يې وويل چې خوريه دې ډاکټرۍ ما کټرۍ نه څه نه جوړېږي انګلېسي زده کړه چې کومې اينجو مينجو کې دې مقرر کړم چې د ډالرو سره د شپې ويده شې نو همغه و چې انګلېسي مې زده کړه.
پوښتنه : ښه ده بس له دې ببو لالو نه تېرېږو که د دې خپلې اينجو د تورو مانا راته وکړې چې څه مانا لري ښه به وي؟
ځواب: : پوهېږم چې ته هم هغه ځای پسې ګرځې چې خارښ نه کوي خو ته به اوس ځواب راکوې چې حقيقت درته ووايم که نه دعوامو په شان دې سترګو کې خاورې واچوم؟
پوښتنه : نه؟ حقيقت راته ووايه چې څه مانا لري؟
ځواب : حقيقت دا دی چې دال مانا د، الف مانا افغانستان او و مانا ورانول، يانې د افغانستان د بياورانولو پر مختيايي موسسه.
پوښتنه : د بيا ورانولو که د بيا ودانولو موسسه؟
ځواب : د بيا ورانولو ځکه چې موږ ټول د انجو ګانو رئيسان هغه کار چې په يوه روپۍ کېږي د حکومت او نورو موسسو سره يې په لس روپۍ قرا داد کوو نو دا بيا ودانول شول که بيا ورانول؟
پوښتنه : نو بيا ولې داسې کار کوئ چې هغه غلط وي؟
ځواب : يره .. داسې پوښتنه دې وکړه چې زما دا دماغ دې په بله واړوو.
پوښتنه : وبښه په قهر کيږه مه وروستۍ پوښتنه مې داده چې تر اوسه څومره پيسې په کې پيدا کړي؟
ځواب :دغسې خبرې دې لنډوه چې زه هم ډېر وخت نه لرم. خو د پيسو په اړه به يو مثال درکړم فرضاً موږ يو مکتب جوړوو د هغې ټول مصارف کيږي ١٣ زره ډالر خو موږ چې قرار داد امضاء کووهغه يا د ٩٠ زره يا د يولک ډالرو وي نو اوس ته خپله چې ولاړ يې سوچ پرې وکړه چې ما به د شپږ اووه کالو راهيسې څومره پيسې پيدا کړي وي؟
پوښتنه : ستا د دې سپينې وينا نه ډېر مننه د خدای په امان
ځواب : مننه خو به رانه خود کوې همدا دې غوښتل چې درته ومې ويلې.

ډالـــــــــــــــر اينجـــــــــو والا ســــــــــــــره دي
ما سره څه دي چې شکوې را نه جېبونه
(د ښاخۍ مجلۍ څخه)
________________________________________
زه مو و شرمولم
يره اچين شينواری بلا سړی دی دا ځل يې کوکنار سره مرکه کړې، دا چې څه يې ترې پوښتلي اوهغه څه ورته ويلي پاڼې ولولئ:
________________________________________
پوښتنه : سره د دې چې تاسې نړيوال شهرت لرئ پېژندل شوی شخصيت ياست خو بيا هم که د ساحی غاښونو ته ځان وروپېژنې؟
ځواب : ستاسې د دود سره سم به همدومره ووايم چې کوکنار يم کوکنار.
پوښتنه : تاسو خو پخوا نه دلته وئ چا دومر د روا او ناروا چغې نه وهلې اوس ولې د بدلې سرشوئ؟
ځواب : ستا خبره دې په ګل بدله وي خو پخوا په اوړو کې مالګه وم، او اوس خپله همدغه غربيانو شهرت را کړو او د خپلو مقصدونو لپاره يې لکه واسلين استعمال کړم کله رانه د بشريت دښمن جوړ کړي کله راته د قانوني خرڅلاو لارې ګوري.
پوښتنه :په دې روا او ناروا دې هېڅ رڼا وانه چوله؟
ځواب : ته هم دهاتي غوږ کې اوده يې دا پوښتنه مې مخکې ځواب کړه نور تېر شه دې خبرو نه تاسو خو ... نه لرئ زه مو و شرمولم.
پوښتنه : ته غوصه مه کوه مړه څنګه مو .... او ته مو هم وشرمولې؟
ځواب :دا د پېټه کدو غوندې سره وخورې تاسو او دې غربيانو هغو خلکو ته چې د راز نه خبر نه دي دښمن معرفي کړم اوس نو چا راته په ګل کې ډانګي نيولي وي او چا راته په غوټۍ کې او ستا خو دې ... ته نرخو کور پرېږدې او په کور دې.... اوف نور مې مه غږوه.
پوښتنه : کوکنار جانه! وطن للمې دی خلک څه وکړي؟
ځواب : رښتيا هم دا خواران بزګران ګرم نه دي د دوی په حق سترګې پټول هم ناځواني ده، زما دې پوډر يانو ته زړه خوټېږي دوی دې خدای د پاچا په توپ والوزوي. او رښتيا هم دې خوارو انسانانو ته بايد د مار په سترګه ونه کتل شي.
پوښتنه : که څه پيغام لرې؟
ځواب :هو لرم يې هغو مړو هيوادونو ته وايم چې زه خو د بشريت دښمن يم، او پر تاسو بشريت ډې ګران دی، نو مهرباني وکړئ د دښمن مقابله کې خپل بشريت يا دغه انسانان مه چتوئ. (خاښۍ مجلې څخه)
________________________________________
ماسره د خېټې غم دی بل غم نه لرم
پوښتنه : غر غشتو جانه قدو قامت خو دې لوړ دی خو دا راته ووايه چې خېټه دې ولې لکه ډول دومره پړسېدلې ده؟
ځواب : خدای دې خوار نکه چا ته چې بې تاوان او توپان پلوچلو، قابلي سره کړي او کباب شوي چرګان سره د مالټو، مڼو او کېلو په غرمه او شپه ور رسېږي او سبا يې شو دې، مربا، کوچ، کشميری کيک او کلچې ور رسېږي خود به يې خېټه غټېږي.
پوښتنه : لکه چې وايي چې خورې په خندا وخوره او دا راته ووايه چې په انګرېزي پوهېږي که نه؟
ځواب : اوکم عقله دومره پوهېږم چې برک فاست، ډينر او لانچ دغه درې وخته ډوډۍ ته وايي ځکه چې ما سره دخېټې غم دی بل غم نه لرم او تل نفسي نفسي وايم يانې دنيا او پيسې پيدا کړه که نه نر يې.
پوښتنه : غر غشو دا دې راته ونه ويل چې مازيګر څه شی خورې؟
ځواب : که رښتيا را باندې وايې شو دې د لاچي سره کله، کله جوس او د قوت شربتونه څکم چې ډنګر نشم او که چا ته ووايم چې چپلي کباب ته مې زړه شوی دی څو پورې چې زه په هنر جېب ته لاس اوږدوم هغه واينه، نه،نه، صيبه! ما سره پيسې شته او فوراً چپلي کباب د دوه ترشي نارنجانو سره راته راوړي.
پوښتنه : ناشتا ماشتا پېژنې؟
ځواب :هو ولې نه يانې شات او هګۍ ته وايي ځکه چې داسې خوند کوي او زه داسې شخوند وهم لکه چې څوک د غره نه را کوز شوی وي نوشي، نوشي، نوشي، نوشي خرابي نه لري.
پوښتنه : غرغشتو جانه څه کار کوې؟
ځواب : خدای دې خوار نکه زه غټ سړی يم غټې غټې څوکۍ لرم ټول خلک زما دروازه ټکوي کم عقله، کم عقله پوښتنه مه کوه.
پوښتنه : غرغشتو دا راته وايه چې دا پورتني خوراکونه خورې د نورو خلکو چې غريب دي او ډوډۍ نه لري څه فکر کوې؟
ځواب : ما درته مخکې وويل چې ما سره صرف د خېټي غم دی غريب دې ومري بلا مې ورپسې. چې ډوډۍ لري که نه يې لري څه دخوار و غريب پوښتنه رانه کوې وايي مه مير جهان مير زه خپله خېټه غټوم.
پوښتنه : غرغشتو! دا راته وايه چې قاچاقو سره څنګه يې؟
ځواب : خبرې مه کوه چې زه خپله کله کله اپين اخلم او خرڅوم يې يا يې بېرته لېږم قاچاقبران ما سره لاره لري ځکه چې پيسې پکې ډېرې دي ياره! نوشي جان دې شه.
پوښتنه : غرغشتو که دا څوکۍ درنه څوک په زوره يا په رشوت تر لاسه کړي بيا څنګه کوې؟
ځواب : څه ساده، ساده سړی يې زه د څوکۍ پروانه لرم دومره مې ګټلي چې تر قيامته نه خلاصيږي پيسې وګټه پيسې.
پوښتنه : د چارتراشو قاچاق دې کړی دی؟
ځواب : څنګه ساده مې وليدې ولا چې پيسې راته څوک رانکي که لکړه رانه څوک خرڅه کړي او که را سره لاره ونه نيسي يو شی محصول او اصول کوی نشي داسې نور پيدا ګيري لرم چې څوک راباندی هېڅ نه پوهېږي.
پوښتنه : غرغشتو مرګ لرې که نه؟
ځواب : خوار نشې د فل ال غم کوه د مرګ مرګ غم مه کوه انکر منکر رپ رانه نشي وهلی؟
پوښتنه : قيامت کې څه ځواب ور کوې؟
ځواب : لېونيه! زه پوهېږم چې ډارک جنت ته داخلېږم.
پوښتنه : غرغشتو په ګډوډۍ خوشالي کوې؟
ځواب : کم عقله ګډوډي ښه ده چې د پوښتنې خاوند مړوي اوبه خړې که کبان ونيسه که نر يې ځان موړ که دوه ورځې دنيا ده تر قيامته سړی ژوندی نه وي زوروري تر يوه وخته پورې وي
پوښتنه : غرغشتو په اخر کې دا راته وايه چې د نلونو د اوبو محصول ٢٤٠ افغانۍ وو سږ کال ولې ١٩٢٠ ته ورجګ شو ځکه دا محصول نه په امريکا کې دی نه اروپا کې دا ظلم نه دی؟
ځواب : ته عجب، عجب خبرې او پوښتنه کوې دا پوښتنه د والي او کرزي نه وکړه چې خلکو مورته اوټونه واچول دېته وايې ديم او کراسي.
(د ښاخۍ مجلې څخه)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more