د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتو د اريايي ژبو د کورنۍ يو پراخه ژبه

شمشاد شينواری
10.08.2005

ادبيات د بشري ټولنې د مادي او معنوي ژوند څرګندونه کوي اوهغه ژبني هنر دی، چې په منثور، منظوم، شفاهي او ليکني ډول منځته راځي، چې ار ماده يې ژبه ده او ادب د ژبې په واسطه منځته راځي، که ژبه غني وي، نو ادبيات به يې غني وي.
بشر پوهاند په دې اند دي، چې ژبه اوثقافت د يوې سکې دوه مخونه دي، ژبه د غږونو او کليمو نښه ييز سيسټم دی، چې د ژبې زده کړه د سوکاله ژوند د لارښوونې لپاره د وسيلې په توګه ګټور او علمي کار دی.
پښتو ژبه چې د بشري ټولنو د ژبو په لړ کې يوه تارخي ژبه ده، ځان ته ځانګړی تاريخ لري، پښتو د پښتنو ژبه ده او پښتانه د اريايانو له نسله يو نامتو، ننګيالی او وياړلی ملت دی، چې دغه پښتانه اريايان لوموړی په بخدي کې اوسېدل او له هغه ځايه دوی د هغه ځای په نامه د (پخت، پکهت او پښت) له خپلې زړې ژبې سره له ١٠٠٠ څخه تر ١٤٠٠ ق.م پورې د اباسين له غاړو او دهېواد ختيزو غرونو ته لاړل، دوی خپل د (بخدي، پکهت او پښت) نوم له خپلې زړې ژبې سره يو ځای وساته او تر اوسه هم په دې نامه او ژبه مشهور دي. ژبپوهانو د اصلي اريايی ژبې عمر له ميلاد څخه د مخه (له ٢٥٠٠ تر ٣٠٠٠ ق. م کلونو پورې) اټکل کړی دی، چې ژبپوهانو پښتو د اريايي ژبو په وېشنه او د اريايي ژبو په لويه کورنۍ کې يوه ډېر تاريخي او پراخه ژبه ګڼلې ده، لکه څنګه چې پورته يادونه وشوه، د پکهت، پخت يا پښت کليمې د هغه مېړني ملت نوم و. چې د اريايانو له تاريخي نسله يو لوی ملت و، چې د دوی لوموړی ټاټوبی د اسيا په منځ کې د پامير لوړو برخو ته نژدې سيمې د (اريانه ويجه) يا (اريانا ورشه) په نامه يادې شوې دي، د دوی په تاريخی ژبه کې دا سيمه د اصلانو ځمکه يا د پاکلمنو ټاټوبی چې د دغه نسل په زيار سره لمر خاته، لمر لوېده، د اوسني بلخ (بخدي) په جنوبي او مرکزي برخو کې پسې خپاره او مېشته شول ژبه يې په پکهتو يا اوسني پښتو په نامه ياده شوې ده، کله چې معروف (واو) د ځينو قومونو د نامه په پای کې راشي، دهغه قوم د ژبې مانا لري، لکه چې پښتانه د هنديانو ژبه (هندکو) اوکه لږ څه سپک ادا شي، نو ( انکو) هم ورته وايي. البته دا يوه استثنايي ګرامري قاعده ده.
پښتو د پښت ټبر يوه تاريخي پراخه ژبه ده، چې نننې پښتانه ورباندې د غږيدو وياړ لري. سر بېره پر دې چې پښتو د دغه تاريخي، ننګيالي او پتمن ملت تاريخي، ننګيالي او پتمن ملت تاريخي ژبه ده، د دغې کليمې کلتوري او ثقافتی جاج هم د ننګ، غيرت، مېړانې، مېلمه پالنې، وفادارۍ، وطندوستۍ، عزت او مهربانۍ په مانا راغلی دی.
دا يو څرګند حقيقت دی، چې زموږ د هېواد لرغونی نوم اريانا او خلک يې اريايان نومېدل. د اريايانو ځمکه يا د اصيلو، نجيبانو او پاکلمنو خلکو د هيواد په نامه چې تقريباً له ميلاد څخه يې څلور زره کاله پخوا ژوند کاوه.
د تاريخ په زرينو پانو کې په سترو وياړونو ياد شوي دي، اريايان هم لکه دنن په څېړ له قبيلو څخه تشکيل شوي وو، چې ګډ دودونه، فرهنګ او کلتور يې دلود، او لاتر اوسه يې لري. د اريايانو د استوګنې په اړه له مورخينو سره د اند يووالی نه شته، ځکه چې ځينې وايي، د تورې بحيرې د شمالي غاړې د اريايانو اصلي مرکز بولي، بله ډله وايي د اريايانو اصلي ټاټوبی پامير لوړې سطحې ته نژدې و، چې د بېلابيلو اقوامو د رواياتو اود اريايانود هجرت له لارې هم دغه سيمې ياديږی.
(پرس سايکس) نومی عالم ليکي: دا ځای داټو او (ايزوکلاس) تر منځ پروت و، چې دغه ځای پامير او بدخشان ته نژدې دی. دې لرغوني هيواد او ټاټوبي ته دوی په خپله لرغونې ژبه د ارياناويجه يا ويجو ويله. په اوستا کې چې شپاړس اريايي هېوادونه يادوي، (ارياناويجه) نوم يې ياد کړی دی.
نو په ښکاره ويلای شو چې اريايانو له لويديزې خوا په مهاجرت پيل کړی اوپه (بخدي) يا اوسنی بلخ يا باختر کې يې استوګنه غوره کړې، چې موږ يې له ارياناويجه څخه راوروسته د لرغوني تمدن زانګو بللای شو.
د اريايانو په اړه ليکلي اسناد د ويدي او اوستاله کتابونو څخه لاسته راغلی د ويدي کتاب چې (ويد) يا (ويدا) نوميږي، ټول اريايي څرګند سرودونه دي او څلور برخې لري، ريګويد، اترويد، سماويداو يجورويد چې په اصل کې د هغه وخت مذهبي تخيلات دي اود ښکلو، اهنګ لرونکو او موزونو الفاظو په قالب کې يې د شعر بڼه او شکل موندلی دی.
اريايان تقريباً له ميلاده څلورزره کاله مخکې د باختر ځمکواو دهندوکش په لمنو کې مېشت وو، تر ډېر وخت وروسته يې لويديځ او ختيځ لوريو ته هجرتونه وکړل. د شرق خوا ته تر اباسين تېر شول اوپه شمالي هندوستان کې يې خپل مدنيت خپور او جوړ کړ او هلته دوی په هغه ژبه چې له اصلي اريايي ژبې څخه جوړه شوې وه، يو کتاب وليکه چې (ويا) نومېږی. اوس يې هم څلور برخې موجود دي، دا اريايان چې د ويدا سندرې يې ويلې، له افغانستان څخه هلته تللي وو، نو په ويدا کې د افغانستان دځايونو، خلکو، قبيلو، غرونو او دريابونو نومونه راغلي دي، چې مطالعه يې د پښتو ژبې په ادبي تاريخ کې ډير اهميت لري.
دويمه ډله يې هغه اريايان دي چې د افغانستان غربي خوا ته يې تر استانبوله پورې خپل مدنيت جوړ کړ، چې له دوی څخه په دوو ژبو کې ځينې ليکنې پاتې دي، يو د اوستا کتاب دی، چې زردشت له بلخ څخه خپور کړ او په ټول ايران کې ومنل شو . په دې کتاب کې هم د ويدا په شان د افغانستان د ډېرو ځايونو د واکمنانو او خلکو نومونه راغلي او ډېر کليمات يې پښتو ژبې ته نژدې دي. دويمه ژبه پاړسو ده، چې پخوانيو اريايانو دافغانستان په غربي برخمه کې ويله، چې ځينې ليکنې يې پر ځينو ډبرو باندې موندل شوې دي.
لازمه ده چې داريايي لرغونې ژبې ځينې کليمات چې لا تر اوسه په پښتو ژبه کې موجود دي، د نمونې په توګه تر نظر تېر کړو.
هغه ژبه چې تراريايي هجرت د مخه ويل کېده، د اريايي قومونه ژبه يوه وه، چې اريک نومېده، وروسته په نورو ژبو تبديله شوه، پوهان وايي چې د ٢٤٠٠ ق.م په شاوخوا کې دغې ژبې بدلون بياموند.
خو د ١٤٠٠ ق. م کال دځينو اريايي کليماتو له څېړنې داسې برېښي چې په پښتو کې تر اوسه پورې هم هغه پخوانۍ اريايي سوچه کليمې شته،
لکه اوسني مورخين د (اريا) کليمې مانا اصل، نجيب او زارع بولي، يو څېړونکی ډاکټر جيګ اکاني واي: اريا کليمه له (ار) څخه نيول شوې ده، چې په سانسګريت کې د اصل او بنياد په مانا ده.
د مکس مولر په نامه يو پوه وايي( ار) د کرنې مانا لري، نو له دې کبله (ارين) دکرونکي او بزګر په مانا دی، چې د ا دواړې ماناوې اوس هم په پښتو ژبه کې شته اوځينو شاعرانو او ليکوالو په خپلو شعرونو کې راوړي.لکه ملا الف هوتک چې وايي:
دی لـــــــه اره و ښــاغلی
څه کــــــه و په وير نتلی
يا:
شيخ متي چې خليلي و
دی له اره لوی ولــــــي و
او هم دکندهار د پښتنو په سيمو کې رواج لري، لکه : اره لور پر غاړه چې په دې ځای کې د کرنې مانا ورکو ياو دا ښکاره ده چې اريايانو له کرنې سره مينه درلوده او کرنه دهر شريف او نجيب سړي کار و. هغه وخت چې اريايي قبيلو له خپل اصل ځای څخه د باختر خوا ته هجرت نه و کړی، دوی خپل لرغوني ځای ارياينا ويجه باله، چې مانا يې د اريايانو ځمکه ده، د پښتو په ځينو سيموکې داسې استعماليږي. لکه بريالی خپل تربور د خدای پر ويجه هم نه پرېږدي،چې دلته هم ويجه د ځمکې مانا ور کوي، يو بل ژوندی مثال يې دا چې پخوانيو اريايانو کورنۍ او خاندان ته (کولا) وايه، چې دا کليمه اوس هم په پښتو ژبه کې د کاله او کهول په بڼه کارول کېږي. او مانا يې کورنۍ ده. همدا شان د (سستان) کليمه چې په سانسکريټ کې دځای او هېواد مانا لري، چې په پښتو ژبه کې اوس هم ژوندۍ ده، ښکارندوی غوري په خپل شعر کې په همدې مفهوم راوړې ده.
د الله د ديــن شهاب د نړۍ لمر دی
تور سستان يې کړ رڼا په جهادونه
په همدی ترتيب په سلګونو کليمې شته چې په ويدا او اوستا کې رغلي او د پښتنو ارياييتوب ترې څرګند ېدی شي. لکه دريګوېدا په کتاب کې د ١٤٠٠ ق.م په شاوخوا کې د پکهت قبيله راغلې ده، چې مورخينواو شرق پيژندونکو د پښت او پښتون له کليمو سره ارتباط ورکړی دی. همدارنګه ٤٠٠ ق.م کې يوناني مورخ (هيرودت) پکتين کليمه د پښتون لپاره د استعمال کړې او بطليموس پکتويس کليمه د پښتون لپاره استعمال کړي ده.
***
ليکوال پوهنيار پښتون اقا شېر زاد کابل (د ميوند مجله څخه)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more