د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

زما د خوښې شا عر (عبدالر حمان بابا)

جاويدشينوارى
03.08.2005

زما د خوښې شا عر (عبدالر حمان بابا)
دامير کر وړ نه وا خله تر ننه پورې په پښتو کښې بې شمــــــــــــــــــېره
شاعران تېر شوي دي او موجود دي چې د پښتو شعرادب او لمن ته
ېءدخپــل فــکر قســمـاقــسم ملـغــلرې ور اچــولې دي. په دې ټـولــــــو
شاعرانو کښې د اولېت سهره د امير کروړ بابا په سرده ،عــــــــــلميت
او قابمليت فخر خشحال خان بابا ي ته حاصل دی خو په مقـبولـــــيت
کښې د رحمان بابامـــقابل هيـــــڅ څوک هم نۀ شې کـــــــــولې .کــــــــــوم
مقبو ليت چی دحاصل دی هغه نۀ د دۀ مخکپښې چت ته نــــصيــــــــب
شـــوی دی او نـــــه د هغۀ نه ورو ستو تر اوسه بل چا حاصــــــــړو . د دي
ډيری وجې کېدې خو د رحمان با با دکــــــلام سا د ګې او د جـــــــذبا تــــو
خـــلوص د هغه د مــــقبو لـــيت غټه وجه ده. هم له دی کبله د پښــــــــتو په
شــــا عرانو کښـــې زما د ټولو نه زيات خوښ شاعــــــر عبدالرحمـان با با
دی.
درحمان با با پوره نوم عبدالـــــرحــــمـــــــان دی. د پيښور ســــــــــــره
نږدې په بهادر کلې کښې د عبدســـــتار خان کـــــره په کــــــال ١٠٤٢ هـــ
خوا شا کښې زېږدلی وو. په قـــــام سربن غورياخيـــل (مـــــومند ) وو. د
عمر زياته حصه ېء پخپل کلي کـــــــښې وه او په اخــــــــر عــــــــــــــــــــــــمـــــر
هزار خـــــــانۍ ته راغی او هــــــم هغلته و فــــــــا ت شوقبر ېء د هزار کښې
خانـــــــۍ په لويه هديره کـــــــښې دی.ا وس پرې يو عاليشـــــــــان ګڼبد جوړ
دی.په مزار ېء هر کــــــــال کليزه نمانځلې شې .چې د نزدې اولـــــــــــــــــــــرې
ځايونو نه راغلي سوؤنه شاعران او اديبان پکـــــښې برخه اخـــــــــلي .او په
نــــظم نثر کـــــــښې د رحمان بابا دشاعرۍ په هر اړخ رڼا اچــــــــــــــــــوي او د
عقيدت پېروزنې ور ته وړاندې کوي .
عبدرحمان بابا ته پښتنو دډېرې مــــــــينې ، احترام او عقيـــــــــــدت نه د
بابا لقب ور ګړی دی .دې د پښتو هغه واحد شاعر دی چې کــــــــلام ېء
په کور، حجره اوجماعــــــــت کښې يو شان لوستی شي. ځکه چې ددۀ په
شاعری کښې هر چا د خوښې شــــــــعرو نه موندی شي. کـــــــــــلام ېء ډېر
ساده ،عام فهــــــــــــــم او زړه راښکونکی دی چې هر څوک پرې پوهيږي
او خوند ترې اخلي. په دې حقله ستر پوهاند ښاغلي افضــــــــــــــــل رضا
ليکي چي.
ٌ درحمان بابا کــــــــــــلام د بې شمېره لفظي او معنــــــــــــوي خوبيو نه ډک
دی دهغه په ديوان کښې دصوفياؤ دپاره صو فيانه رموز شــــــــــــته، په
حجره کښې ناستو عامو خلقو د پاره زړۀ راښکونکي شعرونه شته ،په
منبر نا ستو عـــــــالمانو دپاره د وعظ و نصيحت ښکې ملغلرې شته په
پټې کښې يوې کونـــــــــــکي زميدار د پاره اثر ناک مواد شتــــــــــــه . په
يونيورسټۍ کښې سبق ښودنکو او ويونکو فاسفياتو دپاره پکښې د
ژورې فلسفې مضامين شته. دعشـــــــــق حقيــــــــــقي ، مجازي،دنيا او
اخرت ،نېک عمل او ګڼو اخلاقي تعليماتو خلاصه و هغه په کــــــــــلام
کښې شته.ځــــکه د هغه کلام په هره طبقـه کښې مقــبول دی.
اوس به د رحمان بابا څو شعرونه د نمونې وګــــــــــورو چــــــــــــــــــې
دژوند مختلفو اړخونو سره تعلق لري .
د رحمان با با کلام کښې خواږۀ خواږۀ نصيحـــــــتو نه موندی شي
لکه چې وائي.
١. ورځ دې تېره په شومۍ کړه شپه له خوابه
خـــــــداېء به کلــــــــــــــــه يادو ې خانه خرابه

٢. چې مدام د بل و عېب و ته نـــــــــــــظر کړې
خداېء له خپله عېبه ولې ناخــــــــــــــــــبر کړې

دخدائې پاک حمد ثنا کښې داسې وائې ….....
هسې رنګ پرور دګادر دی رب زمـــــــــا
چې صاحب د ګل اختيار دی رب زمـــــــــا
همــکي بزرګواران چې ځوک ېء وائـــــــې
تر همه ؤ بزرګــــــــــــــــواردی رب زمــــــــــــا
د رسول مينه کښې وا ئې…....
زه رحمــــــــــــــــان د محمد د در خاکروب يم
کۀ مې نه که خــــــــــــــــــدائې له دې دره جدا
دغزل يو دوه عشقيه شعرونه ېء څه داسې دي……
دسرو شـــــــــــونډو په اتش اوپه اب خوښ يم
په دا اور کښې بې طاقت اوبې تاب خوښ يم
دطوبـــــــــــــــــي دونې سوری مې خوښ نۀ دی
ستا دو مخ په لــــــــــلمبو سوی کباب خوښ يم
دا صــــــــوفي شاعر د کال ١١٢٣ هــ خوا شا پورې ژونـــــــــدی وو او
زيات و کم اتيا کاله ژوند تېرولو نه پس وفات شو خو د خپلو خوږو
او خوندورو شعرونو له بر کته نن هم د خلکو په زړونو کښې ژوندی
دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more