د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ګڼ ښمېر ټوکې

Anonymous
20.05.2003

خندا دي تل پر شونډو اوسه
* ملا نصرالدين ولسوال ته يوه سره کړې هيلۍ په سوغات کې وړله . په لاره کي وږئ شو او د هيلۍ يوه پښه ئې وخوړله . کله چي ولسوال ته ورسېد . ولسوال پوښتنه وکړه : د هيلۍ يوه پښه ولي نه شته ؟ هغه وويل : صاحبه ! ټولې هيلۍ يوه پښه لري . که باور نه کوې هلته د حوض پر غاړه هيليو ته وګوره . ولسوال چي وکتل هيلۍ ويدې وې او يوه پښه يې پورته نيولې وه ، رښتيا هم داسې ښکارېدل لکه يوه پښه چې لري . په دې وخت کې مزدور ډانګ په لاس راغی او هيلۍ يې کوډلو ته وشړلې . ولسوال په غوسه ملا ته وويل : ولې خدای دی خوار کړه . تا خو ويل هيلۍ يوه پښه لري ؟ ملا وويل : صاحبه ! هيلۍ خو پر دوو پښو منډې کړلې . که تا دا ډانګان خوړلي وای ، پر څلورو به دې منډې کړې وای .

* دوه نومونه ، په يوه ډول
يوه مسافر د يوه کور ور ټکاوه او نارې يې وهلې چې : احمده ! احمده ! د کور خاوند راووت او ورته ويې ويل چې ته څوک غواړې ؟ دا خو د غني کور دی . مسافر وويل : ستاسې نومونه خو يو بل ته دومره سره ورته دي ، چې هېڅ نه سره پېژندل کېږي .
*يو چا له ماشوم څخه پوښتنه وکړه ، دا سړک چېرې تللی دی ؟ هغه وويل : روغتون ته سړي وويل : څه ناروغ خو نه دی چې روغتون ته تللی دی .
*غوره وسيله
يوه سړی خپل ماشوم په غېږ کې نيولی او د سړک پر غاړه ولاړ و ، پر دې وخت له خلکو ډک سرويس راورسېد ، نو موړي سړي لاس ورکړ او ويې دراوه او موټروان ته يې وويل : ته خو يو څو هارنونه ووهه ، چې دغه کوچنی کرار شي .
*دوو نجونو مجلس سره کاوه ، لومړنۍ چې سارا نومېده د خپل کوژدن په اړه غږيده چې پرون يوه سمسور باغ ته تللي وو ، سره و ګرځېدو او ښه ډېره تفرېح مو وکړه ، بيا زما کوژدن زما غړې ته راس راوړ . پر دې مهال سارا په داسي حال کې چې پر خپله خاړه يې لاس ايښې و ، وار خطا له ځايه جګه شوه او ويې ويل اه زما د سرو زرو غاړګۍ .
*يوې سپين سرې په رېل ګاډې کې سفر کاوه ، تر څه مزله وروسته ناڅاپه له ځايه او چته شوه او د خطر زنګ يې وواهه ، پر دې وخت مګه درګه جوړه شوه ، پوليسانو راوځغستل او رېل ګاډی هم په بيړه ودرېد ، پوليسان راننوتل او پوښتنه يې وکړه ، څه کيسه ده ، چا د خطر زنګ وواهه ؟ ټولو وويل : دغې بوډۍ ، کله چې يې له بوډۍ څخه پوښتنه وکړه ، نو هغې وويل : زامنو ! ګاډی لږ کرار کرار چلوئ ، له ماسره څو هګۍ دي چې ماتی نه شي
*درې چرسيان سره ناست وو او د سرک پر غاړه يې اورسره بل کړی و ، په دې وخت کې يوه بل ته وويل ، ته ولاړ شه دغه اور مړ کړه چې د سرک اوبه اور وانه خلي ، دويم وويل که سرک اوبه اور واخلي ماهيان په چېرې ځي ؟ بل تن وويل ونو ته به خېژي ، په دې وخت کې بل چرسي نارې کړې : غويان خو نه دي چې ونو ته به خېژي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more