د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دوه ټوکې


هيواد شېرزاد
27.07.2005

يو سړی يو کلي ته تللی و، د کلي سپو پسې راواخستو. سړی مخکې دی او سپي ورپسې دي، سړي يوې ډبرې ته لاس کړ، ګوري چې ډبره په ځمکه کې کلکه وه، نو يې بلې ډبرې ته لاس کړ... هغه هم کلکه وه. اخر يې د خولې نه چيغه ووتله: ظالمانو! دا څنګه سرچپه خلک ياست، سپي مو راخوشې کړي او ډبرې مو کلکې تړلي دي.
.....................................
يو سړی چې ډېره لويه ګېډه (خېټه) يې درلودله يو بانک ته په کتار کې ولاړ و. يو بل سړي ، چې دده نه مخکې ولاړ و، مخ ورته راواړه : وروه ډيکې مه وهه! ده ورته وويل : وروه ډيکې مې چېرته وهلي، زه خو فقط سا اخلم.


Great,Hewad sherzad

کټوازی
11.08.2005

ګران ورور ،هيواد شېرزاد ،
پۀ پښتنه مينه ،
خپل دمينې تاودۀ سلامونه او نيکې پيرزوينې در ته وړاندې کوم ,
ډيرې ښې او خندوونکې ټوکې مو ليکلې وې خدای شته چې ډېر مو وخندولم اوس دعا راته کوئ چې ونه ژړېږم ځکه چې پښتانۀ وايې پۀ خندا پسې ژړا وي
راځئ چې پۀ يوه ټوکه مو زۀ هم ولمانځم
پۀ يوۀ کور کې دښځې او ميړۀ تر منځ پۀ څۀ خبره باندې جګړه رامنځته سوه ،سړی له صورته ډېر ډنګر ، او ښځه يې خورا ډېره چاغه وه او لکه دغه سړی درې سړي ځنې جوړېدای سوای دشور پۀ اورېدا يې څنګلوری (ګاونډي ) منځ ته راغی دواړو يې کرار کړل ،پۀ تګ ،تګ کې يې ورته وويل چې ښځه او ميړۀ ديوۀ ګاډي د دوو پايو ( ټېرونو ) مثال لري يوله بل سره بايد مرسته وکړي ترچو دژوند ګاډی پۀ خوښۍ سره روان وي
سړی چې ښځې يې خورا ډېر وهلی وۀ ،پۀ ژړغوني ډول يې دغه منځګړي (ګاونډي ) ته وويل ،دژوند هغه ګاډی به پۀ رښتيا هم ښۀ روان وي چې يوه پايه يې د تراکتور او بله يې د رېړۍ ( کراچۍ ، پر غوم يا لاس ګاډی ) وي ,
پۀ خورا بې کچه مينه ، ستاسې صميم ، اسدالله صميم کټوازی

داخپلې اوښکې که پۀ مينه کې نصيب مې شي هم
څښم پۀ وياړ به يې د سرو شونډو جامونو پر ځا ی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more