د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ژوندانه هدف څشی دی ؟

نقاد
18.05.2003

دا يوه اړينه او جالبه پوښتنه ده او هر سړی يې د ځان او بل سره مطرح کوي ، چې اخر له ژوند څخه مطلب دی
څه ؟ او مونږ انسانان د څه لپاره ژوند ته خوشحاليږو او له مرګ ا و مرګي له ګواښ او راتګ ( ناروغيو) څخه ولې تښتو ؟. له ديني پلوه خو الله تعالی په خپل کريم قران کې فرمايلي دي:
[color=blue:d9c2ce3a1a][size=24:d9c2ce3a1a]........................... و ما خلقت الجن و لانس اﻻ ليعبدو ن ـ [/size:d9c2ce3a1a][/color:d9c2ce3a1a]
خو دا هم بايد جوته شي چې له يعبدون اوعبادت څخه ا صلي مطلب او معنی څشی ده ؟


خاټول
18.05.2003

محترمه وروره پاڅون صيب
ريشتيا هم چي تاسي خورا مهمه موضوع مطرح كړيده خو متاسفانه چي دآيت كريمه عبارت درنه غلط شويدي.سم او صحيح عبارت دادي
[color=blue:3dd973b054]وماخلقت الجن والانس الا ليعبدون[/color:3dd973b054]
له وطنمل صيب نه مي هم هيله ده چي تصحيح ئي وكري


نقاد
18.05.2003

له محترمې خاټول خور څخه دسلامونو او درناوي له وړاندې کولو وروسته ډېره مننه کوم چې ماته يې زما تصادفي تيروتنه را په ياد کړه . که دليکلو په وخت کې پرې ما د لږ ځنډ او تأمل نه کار اخيستی وای ، نوهم به ټيک شکل را په ياد شوی او هم به مې لکه اوس په تيريزه او راتليزه صيغه کې د ( ما ) د ( حرف ) په جلا معنی کارولو ته پام شوی وای . اوس چې تصحيح شو ، هيلمن يم چې د عزتمنې خاټول خور په شمول به درانه لوستونکي د ا صلي سکالو په اړه دخپل اند ـ اندنې څر ګندونه له ټول افغان څخه ونه سپموي .
په تيره بيا هغه برخه وال چې ډير معلومات لري، دا روښانه کړي چې ايا د ژوند هدف عبادت دی، او که عبادت وي ،ايا د عبادت معنی بندګي يا اطاعت دی او که لمانځنه او پرستش ؟
په در نښت


Ebathat


ع کريم حليمي
12.01.2004

ګرانو وړونو سلامونه ومني!
په هر شي کي چه روح وي هغته ژوندې ويل کيږي (انسان د روح تعرف نسي کولای)
انس ،جن دواړه خدای عبادت داره پيدا کړي دی ٠ خالق چه و مخلق د څه امر ،نهي وکي چه مخلق عمل په وکی دغه ته عبادت ويل کيږي ٠ عبادت په دغه موضع ٢قسمه دی چه ١ قلبی ٢ جسمانی
عبد وغلام ته ويل کيږي ٠٠٠ انسان (حافظه يواري يواري کار ونکی ) نفس (نفيس دی ښايسته نازک دي)
هرڅوک دخدا اوامير پر ځاي کی هغه عبادت دي (ښه عبد دي) هر هغه امر چه قدرت نلري نه ئی سی کولاي بيا هم ښه عبد دی يو فرض عين دي هغه پر انسان هر په هر حال لازم دي ٠ داډيره اږده موضع ده دغه ئی لنډ جواب دی
انسان بايد د مرګه ونه بيريږې ٠ ولی چه علاج نه لری دهغه څه موږ بيره وکو چه علاج ولري لکه (بيعلمی چه چاره لری ) اوځني خلګ ئی علاج نکوي ع٠ک٠حليمي


Re: Ebathat

نقاد
13.01.2004

[quote:c053c8bf78="abdul karim"]ګرانو وړونو سلامونه ومني!
په هر شي کي چه روح وي هغته ژوندې ويل کيږي (انسان د روح تعرف نسي کولای)
انس ،جن دواړه خدای عبادت داره پيدا کړي دی ٠ خالق چه و مخلق د څه امر ،نهي وکي چه مخلق عمل په وکی دغه ته عبادت ويل کيږي ٠ عبادت په دغه موضع ٢قسمه دی چه ١ قلبی ٢ جسمانی
عبد وغلام ته ويل کيږي ٠٠٠ انسان (حافظه يواري يواري کار ونکی ) نفس (نفيس دی ښايسته نازک دي)
هرڅوک دخدا اوامير پر ځاي کی هغه عبادت دي (ښه عبد دي) هر هغه امر چه قدرت نلري نه ئی سی کولاي بيا هم ښه عبد دی يو فرض عين دي هغه پر انسان هر په هر حال لازم دي ٠ داډيره اږده موضع ده دغه ئی لنډ جواب دی
انسان بايد د مرګه ونه بيريږې ٠ ولی چه علاج نه لری دهغه څه موږ بيره وکو چه علاج ولري لکه (بيعلمی چه چاره لری ) اوځني خلګ ئی علاج نکوي ع٠ک٠حليمي[/quote:c053c8bf78]

له سلام او درناوي وروسته مننه کوم چې بيا مو هم د ژوندانه ديني هدف د پورتني ايت کريمه په رڼا کې تشريح کړی دی ، او بالاخره مو د لمانځنې پر ځای مو د الله (ج) اطاعت اصلي عبادت بللی دی . او طاعت په قراني ايت ثابت شوي اوامر او نواهي مراعات کولو ته وايي، يعنې له حرامو څخه ځان ساتل او فرض عين پر ځای کول تر واجبوپورې . نو سنت او مستحب په فرعي چارو کې شميرل کيږي . پوښتنې دادي چې يو خو په پورتني ايت کريمه کې دوه ډوله حالتونه ليدل کيږي ، يو داچې انس او جن داسې پيدا شوي دي چې د الله تعالی اطاعت به کوي . په دې ډول ترجمه کې د (بايد ) او (له پاره) نشته ، خوبيا هم ليدل کيږي چې ډير انسانان (کفار) او تر هغوی زيات جن او پيريان اطاعت نه کوي ، نو داس بريښي چې دا ترجمه کفايت نه کوي او صحيح به نه وي . دوهم ډول ترجمه هماغه ده چې انس او جن د حدای د اطاعت له پاره پيدا شوي ، بايد دا هدف درک کړي او تل د الله تعالی اطاعت وکړي . اوس به راشو دې مسئلې ته چې د خدای (ج) کوم اوامر او نواهي د ژوندانه سره مستقيم تړاو لري ، کوم يې غير مستقيم يا تر نورو کم تړاو لري . په لومړي نظر داسې بريښي چې له اوامرو څخه نواهي د انسان د ژوندانه سره ډير او مستقيم تړاو لري . ځکه دروغ، غلا، زنا، زور زياتی ، مرګ او قتل هغه فسادونه دي چې د اجتماعي ژوند ته ګواښ او مستقيمه ضربه متوجه کوي او د ګډ ژوندانه امکان له منځه وړي . له واښ و تباهۍ څخه د ټولنيز ژوند ساتنه او حفاظت په نواهيو پورې اړه نيسي ،خود عمران او پرمختګ له پاره يې بيا اوامر راغلي دي : لکه د موراو پلار حقوق ، د مشر او کشر حقوق، دښځو او نارينه و حقوق، د ګاونډي ، داولس، د امر او واکمن حقوق ، ذکات (ماليه) اوداسې نور قراني امرونه . په ټولو نواهيو او اوامرو کې ليدل کيږي چې داطات عت يعنې عبادت موخه او هدف د ټولنيز ژوندانه ساتنه ، ټوليزه دفاع او پرمختګ له پاره منځته راغلي دي غو هيڅکله هم د ټولنيز ژوند د خير او ګټې له پنډ لورو (ابعادو) څخه وتلی نشي ! هغه اومر چې د ژوندانه سره يې تړاو ډير کلک او مستقيم نه ښکارې او زيات د الله تعالی پرستش اولمانځنه بريښي ، په هغوی کې هم په لږ سوچ سره د ژوندانه اړتيا او ضرورت جوت معلوميږي ، لکه په لمانځه ، حج او روژې کې. دمثال په توګه د جمعې په ګډ لمانځه کې د کلي او ناحيې د ټولنې غړي سره په منظم ډول سره راټوليږي ، يو بل سره ويني له حاله سره خبريږي او د ژوند په مسايلو کې سرهژر يو بل ته ﻻس وي ، مينه محبت او د يو بل په ښهاو بده کې سر ګډون کول د مسلمانانو په په ټولنه کې اړيکې يو د بل سره غښتلې کي او پالنه يې ښه تر سره کيږي ، نوره ((پوځي)) امادګي چې د اسلامي ټولنې ددفاع له پاره ضروري بريښيدله ، د جمعې په لمانځه کې لوړيدله . دغه راز د جمعې د ورځې لمونځ همدغه او نورې ګټې د پراخه سيمې له پاره ، د اختر لمونځ نور هم د پراخه سيمو له پاره وه، خو د حج ادا کول بيا داسلام د نړيوالې ټولنې د اتحاد او وحدت له پاره غټ رول لوبولې شي، که څه هم حج په په لومړي سر کې

ښايې صرف د جزيرت العرب د متحد کولو له پاره اغيزمن او ضروري شميرل شوی وي . دغسې د ټولنيز ګډون او ورورولۍ احساس ډير ضروري دی سر بيره پر دي لمونځ ځانله وي او که پر جمع ، مسلمان د فرد په توګه د الله
تعالی حضور ته رجوع کوي
او په فردي توګه مسوليت ته غاړه ږدي ، هوډ کوي ، له بدو پښيماني ښکاره کوي او د اخلاقو د لوړ ځواک سره ټولنې ته ستنيږي څو په ﻻ ښه ټولنيز مسوليت سره د ټولنيز ژوندانه په چارو کې برخه واخلي او دفر او ټولنې ترمنځ په راکړه ورکړه دواړه خواوې ﻻ غني او ددواړو د پرمختګ او بشپړيا سبب وګرځي . مونږ وينو چې ديني
اوامر او نواهي ټول لکه د ټولنې د اساسي قانون په توګه د فرد او ټولنې د سوله ييز پرمختګ او بشپړتيا له پاره رامنځته شوي دي او هيڅکله يې د ټولنيز پر مختګ مخنيوی هدف نه دی ګرځېدلی ، بلکې برعکس کله چې يو دين د ټولنې غوښتنو او د پرمختګ ايجاباتو ته نور مثبت جواب نشو ويلی نو هغه منسوخ کيده ا و پر ځای يې نوی اسماني دين منځته راتلو . دې لړۍ تر هغې پورې دوام وموند چې نور بشر پر خپلو ښپو ودريده او کولای يې شول چې د خپل جمعي تفکر اند او اندنې په مټ د ټولنې د اساسي قوانينو په رامنځته کولو کې کار واخلي ، کوم چې سوله يز ژوند اورمختګ تضمينولی شي . هله د نورو اديانو راتګ هم په ټپه ودريد اود وروستي دين په توګه مونږ ته تر ټولو بشپړ دين چې د اسلام مبارک دين دی ، د پاخه بشري اند او فکر د وسلې سره زمونږ د ﻻرې مشعل پاتې شو . نو د سوليز ژوند او پرمختګ خوندي کول چې تل د هر اسماني دين يو هدف ؤ، نو ضرور به د انسان د ژوندانه په هدف کې هم رول لوبوي. د ډېر غور او دقت وړ بريښي چې دا دواړه ټکي ، سوله ييز ژوند او پرمختګ يوله بله پرته امکان هم نه لري ، ځکه له تغير ، بدلون اوپرمختګ پرته ټولنيزه سوله نشي ساتل کيدای ، اوبر عکس له سولې پرته هيڅډول پر مختګ هم منځته نشي راتلای . که څه هم سوله يا سوله ييز ژوند پخپله يوارزښتمن عامل دی ،خو دپرمختګ له پاره ﻻينفک شرط او له د ې زاويې څخه يې وزن او اهميت ﻻ زيات او حياتي بريښي . پرمختګ د ټونيز ژوندانه د ﻻښه کولو ، غوړيدلو اوبشپړ تيا بهيرته وايي چې هر موج ، هره څپه ، هر پړاو او هره پوړۍ يې د د ټولنې د غړو د اکثريت له پاره نيکمرغي او اسوده ګي منځته راوړي . او همدغه د انسان د ژودانه هدف بريښي . والسلام .



ع کريم حليمي
31.01.2004

پاڅونوال صيب سلام ٠ خدای مو جوړ او روغ لره ٠ ستاسو ډيرښايسته ليکه ده (وساعت ) لری
ديوی ټولنی خلګ په داسی شکل ښه اعمال وکړی چې (رقابت موجود وي) لکه څنګه چی الله فرمايی
بسمه تعالی ٠ الذی خلق الموت والحيوه ليبلوکم ايکم احسن عملا سورت الملک
ترجمه ٠ هغه الله چه پيدا کړی ئی دی مرګ او ژوند لپاره د دی چه وازموئی تاسی چې کوم يو له تاسی ښه دی
چه درکی تاسوته جزا د اعمالو ٠
خدای دی وکړی چه زموږ قوم ته د ښو اعمالو الهام وسی ٠ او د خپل قوم په خدمت کی يو تر بل بهتر سی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more