د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خيبر تلويزيون يوکلن شو

Anonymous
16.07.2005

لومړنی اويوازنی پښتو تلويزيوني چينل (خيبر) يوکلن شو. دخير تېر يوکلن فعاليت او خپرونې څنګه ارزوئ؟ خپلې رايې ، نيوکې او وړانديزونه دلته وليکئ.
( پاملرنه: هيله کوم چې دقلم درناوي ته پوره پاملرنه وشي.)


Anonymous
16.07.2005

دپښتودوښمن که سل کلن شي زمونږ يې پرې څه ؟
دکوم مرض دوا شو ؟
په پښتو ژبه ملنډی وهل خوپه تېرکال کی دټولو پښتنو سردرد وو چه نوربه کوم وايرس راپيداکړي ؟


Anonymous
17.07.2005

اسلام عليکم!
ګرانو! زه نه دالخوريم اونه هم دپاکستان چمچه بلکې یو سوچه افغان يم.
زماپه اندخوپه خيبر ډېرې نیوکې بېزايه دي لومړی خوداچې دخيبر مشرپنجابی دی اوس يې هم کور ودان چې دومره کاريې وکړ په پاکستان کې ډېر داسې شتمن پښتانه شته چې دتلويزيون جوړول ورته (نسوار) هم نه دي؛ خوهغوی داکار ونه کړ.
بله داچې دپاکستانيانوپه ښوونځیوکې هيڅ پشتونشته نوڅکه هغوی سمه پښتو نشي ويلای.
دخيبر پروګرامونه که وکتل شي له پخوا ډېر ښه شوي ، بس دا يوه ستره تېروتنه يې وکړه چې زموږ په ملي ترانه يې منلډې ووهلې ؛ خو ماته مالومه ده چې دخيبر اداره دخالد په دغه کار ډېره خپه وه او هغوی غوښتل چې په رسمي توګه بښنه وغواړي خو ځينو ښاغلو ورته ويلي وچې په دې سره به خبره نوره هم توده شي.


دخيبر لومړۍ کاليزه

Anonymous
17.07.2005

سلام ټولو وروڼو ته !
پښتنو ته که څه زيان رسيږي نو هغه ددوې دخپلې بې اتفاقۍ ، بې علمۍ اوبې خبرۍ نتيجه ده او هر وخت چې په دوې کې دغه امراض کم شول نو ورسره تړلې ډيرې بدمرغۍ به هم انشاله ورکې شي . خيبر پښتو چينل دخپلو ډيرو نيمګړتياوو سره سره ډير مثبت ټکي هم درلودل چې سترګې پټول پرې منطقي او منصفانه خبره نده . که څوک خپه وي يا خوشاله خو خيبر کانال يواځينې کانال و چې زيات پښتانه ليدونکي يي هم په افغانستان ، هم پاکستان او هم دنړۍ په نورو هيوادونو کې ځانته رامات کړه او په نسبي توګه يي پرديو کلتورونو او ژبو ته دپښتنو ليدونکو دډيرې توجه مخه ونيوه . هغه پښتو سندرې چې ددې کانال له لوري ثبت او بازار ته راووتې ، دپښتو هنر تږو وګړو په زړه او ذهن کې يي لار وکړه او نن سبا په افغانستان او پاکستان کې دزرهاو خلکو په ژبه دي چې دا په خپل ذات يو لوي خدمت دی .
شخصا زما په نظر که دخيبر چينل چلونکي څو ټکو ته پام وکړي نو نه يواځې داچې يو ستر خدمت به يي پښتنو ته کړی وي بلکه تر ډيره ځايه به يي ځان د ځينو سخت دريځو پښتنو دنيوکو څخه هم خلاص کړ ی وي :
- په خبرو او ليکنو کې دسوچه او مروجې پښتو ژبې کارول
-دپښتنو اصلي او ستونزو ( لکه بي سوادي اوبې علمي ، سخت دريځي ،بې اتفاقي او خپلې ژبې ته د کمې پاملرنې ..........) ته دپښتنو پام اړول
-دپښتنو د کلتور ارزښتمنوبرخو ته تبارز ورکول او هم د دپښتنو دناوړه دودونو بربنډول او خلکو ته يي دزيانونو ورپه ګوته کول
-ددې کانال تړاو يواځې دپښتوژبې او پښتنو سره ساتل ، او دهغو پارونکو خبرو او مضامينو څخه ډډه چې پښتانه سره ويشي ، لکه هغه ترانه !!!! ( ښکلی پاکستان !!! دی ) ( توبه انعوذ بالله )
بيا هم تکراروم چې خيبر کانال دډيرو نيمګړتياو سره ډير دقدروړ کار هم کړی چې هيڅ په پښتو او پښتنو مين پښتون به سترګې پرې پټې نکړي او په دې يو کال کې دومره پرمختګ دپام وړ دی .
زه شخصا او دخپلو ډيرو دوستانو په استازيتوب سره بيا هم خيبر کانال ته مشوره ورکوم چې پورتنيو ټکو ته پوره پام وکړي تر څو نور هم دخلکو په زړه کې ځای ونيسي او همدارنګه د دې کانال لومړۍ کاليزې په وياړ دخيبر ټول کار کونکو او چلونکو ته دزړه له کومي او دزړه داخلاصه مبارکي وايم !
خدای (ج) دې دوې نور هم کامياب کړي ترڅو ددغه بد حالت څخه دپښتون قوم په ويستلو کې خپله ونډه واخلي !


Anonymous
18.07.2005

دپښتودوښمن که سل کلن شي زمونږ يې پرې څه ؟
دکوم مرض دوا شو ؟
په پښتو ژبه ملنډی وهل خوپه تېرکال کی دټولو پښتنو سردرد وو چه نوربه کوم وايرس راپيداکړي ؟


Anonymous
19.07.2005

salamoona
moong bayad da khyber la idari sara ariki waniso aw da neemgartyawoo da lari kawalo hasa wakro


Anonymous
19.07.2005

پاکستان آرام نه کښيني :
ـ په پښتو دخيبر د تلويزيوني چينل رامنځته کول .
ـ د آزادو قبايلو سيمې نيول
ـ په وروستيو کې د افغانستان له پښتنو سره په لوړ کچه د تمساح اوښکې ښودل
چې ګواکې جنرل مشرف بايد د پښتنو د حق پوښتنه وکړي (!)
ـ د شورا انتخابات ټکني کول او طالبان د بريدنو زياتوالي ته هڅول
ـ په افغاني ادارو کې آن د واليانو د کچې په شمول په پيسو اخيستل او په زرخريدو ايجنټانو اړول او د کونړ د سيند پر اوبو پر اففغنستان کېې ولکه قايمول او داسې نورې هڅې ټول ښيي چې په خيبر تلويزيون کې هم د افغانستان له ملي ترانې څخه د افغانستان نوم په پاکستان اړول يو تصادف او تير وتنه نه ، بلکې د يو پتيلي هدف نښه نښانه وه او د خيبر پښتو تلويزيون رامنځته کول هم د يوې سترې سياسي لوبې جز دی . د امريايانو هډو په افغانستان کې ، پاکستان ډير وارخطا کړی او د خپلو سياسي لوبو د نړيدلو د پيلامې په توګه يې انګيري .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more