د موضوعګانو سرپاڼه
وطن پال او نور ګټور شعرونه
غزل
Storay
16.07.2005
ستا په حسن و په جمال زما قسم دي
که بل چا کړي په ما دومره ستم دي
نيغ بڼو دي په زړګي سوري سوري کړي
نه پوهيږمه چه دا غشي که ملهم دي
تور د سترګو مي شوه سپين ستا عاشقۍ کي
کله وچ مي لا د سترګو ځنى نم دي
ما ويل چه عاشقۍ کي به مزي وي
خبر نه وم چه عاشق اخته په غم دي
زه يعقوب دي په زړګي غلبيل غلبيل کړم
نه پوهيږم ياره تا کړي کوم چل دي
عشقي
الهام
08.05.2006
ښکلى عشقي شعر دى