د موضوعګانو سرپاڼه
  
    
  
    
      
    وطن پال او نور ګټور شعرونه
غزل
      Storay
      16.07.2005
    
[color=darkred:a81dda466d][size=18:a81dda466d][b:a81dda466d]
شاعر:
عبدالهادي حيران 
 
ستا له نوم نه مې اغاز د ژوندانۀ دى
زما څۀ ښکلى انداز د ژوندانۀ دى
ستا نظر کۀ تاله هيڅ نۀ دى نو نۀ دى
ولې ماله خو اعزاز د ژوندانۀ دى
بندګي د خپل جانان د وجود کړمه
دا مې ژوند دى دا مې راز د ژوندانۀ دى
د انسان غمونه هر ځاي چې دي خوري مې
زما دغه سوز و ساز د ژوندانۀ دى
ستا "کتاب" کې چې د مينې ټکى نشته
مُلا تاله څۀ جواز د ژوندانۀ دى!
چا ويل څۀ ته شاعري کوې حيرانه
ما ويل دا هم يو اواز د ژوندانۀ دى[/b:a81dda466d][/size:a81dda466d][/color:a81dda466d]
شعر
      الهام
      08.05.2006
    
ستاکتاب کې چې دمينې ټکى نشته 
ملاتاله څه جواز دژوندانه دى
ډېر ښکلى بيت