د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

شاعران او ليکوال تشوق کيږي ٠ او د اهل کسبه تشجيع (encouragement )نسته په پښتنو کښي !!!


ع کريم حليمي
15.07.2005

درو لوستونکو ته سلامونه !
مجلې او اخبارونه چه ګورم ٠ په پوره اندازه تشوق شروع دۍ په ليکوالو،او شاعرانو ٠ او تأثير ئې هم معلوميږي په پښتنو کښي ٠ چه شاعر ورځ په ورځ غوړيږي او ډېريږي ٠
هر ټولنه شاعران دعوت کوي او سټېج ته ئې پورته کوي ٠ او مدحيه ، ستايش
او تمجيد شروع وي ٠
او په مقابل کښي چه جامعه صنعتي ، زاعتي کوي هغه اهل کسبه دي ٠
چه کوچنۍ او لويي صنايع جوړه وي ٠ او ملک د سيال په قطار کښي دروي
نه مي په اخبار کښي ولوستل او نه مي واورېد چه فلان نجار،اهينګر ،مستري ،يا
چاقوساز ته يو تشويقي مجلس چوړسو ٠
په نړۍ کښي داسي علمي مؤسسه نسته چه شاعران جوړ کړي ٠ او يا مخترعين
دا استعدادونه پر سرک او بازارونو کښي پيداکيږي ٠
دغه اهل کسبه دي چه فزيسټانو او کېمسټانو ته کارونه پيداکوي
اول اوسپنه وه ٠ اهنګر پولاد ترې جوړ کړي ٠ نو نن ورځ کيمستان اخته دي چه ورځ په ورځ تر پرون نن ښه پولاد لرو ٠
او اکثره مخترعينو اول ډېر کوجنۍ اختراوي کړي ٠ چونچه جامعه ئې تشويق کوي
نو مسلسلي اخترا وي کوي ٠


Anonymous
15.07.2005

((چاقوساز ))

حليمي صاحب سلام !

هرڅه دی حقيقتا~ پرځای ليکلي خو ((چاقوساز )) :?

وولوپښتانه د چاقوانو او چړو په کارولو کی زده کړې ته ضرورت نه لري خو دتشويش خبره داده چه يواځې يې دخپلو خېټو د سوري کوولو لپاره استعمالوي ٠ زه خو په دې فکر کی يم چه دغه چاقو سازان څنګه قپې قپې کړم :lol: )) ويلو

اوڅومره چه د ارزه وونې ، قدر او فکرتعلق دې نو پښتانه خو به له خېلونو ، زيو او ټوپکونوسره پېژنې ؟ ښه نو تاندي ليدلي چه يو سپېره ګډبه ته هم په ((خان) ويلومجبورکېږې :oops:

په زر کرتي مې له ګډبو اورېدلي چه ( زماپلار نيکه اهنګري اوخټګري نه ده کړې زه يې څنګه وکړم :?: ) خوبياچه خبره غېرت ته ووځي نو راشه که يې ګورې :lol:

په پښتنو کی که دی چاته وويل چه د (جولازويه) عقوبت به يې څه وي ؟
خوجولا بېچاره کوم بد کار کړې ؟ أيا دا بد کاردې چه فن يې زده دې او ټوکران جوړوي چه دوچې خانان يې واغوندي ؟

درناوې

امبارکوه



ع کريم حليمي
16.07.2005

امبارکوه ځوانه سلام !
[quote:e795371f30]په زر کرتي مې له ګډبو اورېدلي چه ( زماپلار نيکه اهنګري اوخټګري نه ده کړې زه يې څنګه وکړم ) خوبياچه خبره غېرت ته ووځي نو راشه که يې ګورې [/quote:e795371f30]
که غيرت دا وي چه خټګري او اهينګري (پښ )نه کوو ٠ نه پوهېږم چه څه ته غيرت ويل کيږي ؟؟؟
زما پياديږي چه :- مشرانو چه به په مېلو او بانډارنو کښي خدمت ته يو څوک په کار وو ٠ نو به ئې يو ساده ځوان ته ويل چه ځوان په خدمت ښايسته وي ٠ او قربان تر خدمتي ځوان سم ٠ نوساده ځوان به ځان داسي دوه ټوکره کړي په خدمت کښي
انګريز هم ډير ښه تکيه کلام جوړ کړي ٠ وپښتنو ته چه پښتانه د غېرت ټوټې دي
نو پښتون داسي غيرتي سو چه د کسب څخه ئې هم لاس واخستۍ ٠ او ځيري ګرېوان
ګرځي ٠ انګريز ته ضرور ده چه پښتانه بيده وساتي ٠
اما څه سوه پښتانه ليکوال او متفکرين چه پښتنو ته دا فهم ورکړي ٠ چه کاسب
حبيب الله !
او ولي سمنارونه دا متفکر خلګ نه جوړه وي ٠چه د اهينګر ،زرګر ،په باب پښتانه تشويق کړي ٠ داڅرنګه غيرت دي ٠ چه يوه دانه پېچ کش نه سې جوړه ولې ٠ يو ګز کپړه يا سان
داسي نه ده چه پښتانه به خامخا مخترعين کيږي ٠ نن پښتنو ته لازيمه ده ٠ چه تخنيک کافي کړي ٠ او کافي ډير ساده او سانه کار دۍ

څرنګه کيدای سي چه ملک ته تخنيک راسي ٠ ؟؟؟
ليکوال بايد ليکني پروکړي ٠ مثلأ يو bridge (پول ) په درو اهلي کسبه وو جوړيږي
يونجار چه قالب جوړه وي او بل اهينګر چه اوسپه يا بيمز وتړي اوبل بنا چه سمينټ
،خښتو کار پر مخه ووهي ٠
او تاجران ټېکه داران سي ٠ او د خپل ملکbridge په ټېکه واخلي ٠
او د انجنرۍ فارغان هم په کار واچوي ٠ چه مقاومتونه د اوسپنو او سيمېټو محاسبه
وکړي چه څومره سيمنټ يا کوم سيمينټ دي چه يو سکوير انچ ( انچ مربع ) مقاومت
و نجار ،اهيګر ،بنا ته وښو وي ٠
داچه زموږ محصلين د فاکولتوراوځي او دمېز شاته ناست وي او ساحې ته وتلې نه وي دابه څرنکه زموږ ملک تخيکي سي ؟؟؟
ايا تاسو فکر کوۍ چه افغانستان به يو ازاد ملک سي ٠ بيله تخنيکه ؟؟؟؟؟


Anonymous
16.07.2005

((ايا تاسو فکر کوۍ چه افغانستان به يو ازاد ملک سي ٠ بيله تخنيکه ؟؟؟؟؟))

حليمي صاحب تشکر!

زه خو فکر کووم چه بېله تخنيکه به ان مذهب لا د ستونځو سره مخامخ وي ٠

تاسوبه وپوښتۍ چه دانو څنګه ٠

نولومړې مثال به می داوي چه که خدای مه کړه تخنيک نه وي تکنالوژي به له کومه شي چه ديني کتابونه اوتبليغي نشريات چاپ کړي ؟
اوچه خټګر نه وي مسجد به څنګه جوړشي ؟ اوچه مسجد نه وي نوملا امام به له کومه شي ؟ اوچه ملا امام نه وي نومقتديان به څه کوي ؟
دامی دمذهب سره ځکه ونښلاوه چه افغانانو ته که هرڅه په شرعه برابر نه کړې سر يې پرې نه خلاصيږي ٠

اوس نو يې ورته په اصطلاح د غېرت په نورمونوبرابروم٠

پوهېږم چه بيا وايې چه څنګه ٠

نوهغه داسې چه د تخنيک په ذريعه خپل اودکورنۍ لپاره حلال اوجائز رزق ګټل کيږي نوکله چه دمشروع لارې نه رزق پيدا شو اودکورنيو احتيا جات پوره شول نوڅوک به لېونې وي چه غلاوکړي يا دخور اولور په سر پيسې واخلي او يا نورو بدو اوغېر اخلاقي کارونو ته مجبورشي ٠

او چه کورنۍ اباده شوه نوکلې ورسره ابادشي ، کله چه کلي اباد وي ښارونه ورسره اباد شي اوچه ښارونه اباد وي نو د ټول هېواد نماينده ګي کوي٠
دغه ټوټې ټوټې اوانفرادي پانګې او صنعتونه سره يوځای شي او ملي اقتصاد جوړ کړي ٠ دغه ملي اقتصاد چه څومره قوي وي هغومره د ملي ضرورتونود پوره کوولو خپلواک طاقت لري اودولت نه مجبوريږي چه بهرنيو منابعو او سرمايه دارو هېوادو ته لاس اوږد کړي ٠ اوتاسو خو پوهېږۍ چه بهرنۍ مرستې دقيوداتو او شرطونو سره تړلي وي٠ کله چه شرطونه اوقيودات وي، ازادي به له کومه شي ؟

قضاوت په تاسو

په درناوي

امبارکوه

رڅه داسې وي


Anonymous
16.07.2005

په شعر اوشاعری يو هيواد مخ ته نه ځي اونه دوګړو بينيادي ستونزي حل کولای شي. خوزموږ په حکومتي واکمنۍ کې هروخت ليکوالان اوشاعران زيادنفوذ لري اوفکرکوي يواځې دوی کولای شي داوطن ګل اوګلزارکړي. دوی دساينس، اقتصاد، طب اوتخنيک په اهميت يا نه پوهيږي اويا خو ورته بې غوره دي. يوازې يودبل له پاره دستاينې سيمنارونه جوړ وي.
څه موده دمخه مې يوعلمي کتاب چاپ شويودوست ته مې چې دبي بي سي اوځني ويب سايتونو سره همکاري لري وويل چې داکتاب راته ددې خپرونو له لارې وطنوالوته وروپيژني خو هغه راته وويل هلته يواځې ادبي کتابونه معرفي کيږي.
که په رښتيا هم دبي بي سي پيلوزي ادبي پروګرام ته ځير شو هلته زيات دکيسو اوشعرونودکتابونو نومونه خپريږي. ولي؟ داځکه چې چلونکې يي ليکوالان دي . اوسره له دې چې ځينې دکيسو دغه کتابونه دومره بې مانا او ټيټه سويه دي چې افسوس دکاغذ په مصرف. کيسه بايد يو پيغام ولري ، يواصلاحي احساس راژوندی کړی ، خو ډيريې دايو هم نه لري. خو اکادييميک کتابونه حتي په نوم يادولو هم نه ارزوي سيمنارونه خو لا پريږده.
دحليمي صيب سره په بشپړ ډول موافق يم.


Anonymous
17.07.2005

سباوون صاحب ښه راغلاست !

دقدر وړ وروره ، داچې کتاب مو ليکلې د خوښۍ اوستاينې وړ کارموکړې٠ زه له خپله انده مبارکي درکووم اودعاکووم چه لوی رب نورتوفيق درکړي او لازيات ګټورکتابو تأليف کړۍ٠

ستاسو د ليکنې څخه دبحث وړ ټکي راخلم او خپل نظر پرې څرګندووم ٠ هيله ده چې ستاسو د تسکين وړشي ٠

تاسوفرمايلي :

[color=blue:3dd86dfb82][/color:3dd86dfb82][quote:3dd86dfb82]په شعر اوشاعری يو هيواد مخ ته نه ځي اونه دوګړو بينيادي ستونزي حل کولای شي.

قدرمنه ، که موداسې ليکلي وای چه (يوازې) په شعر اوشاعری يو هيواد مخ ته نه ځي نو د دادبياتوارزښت به له مطلقې نفې څخه په امن کی پاتی شوې وو٠ همدارنګه ستاسوهغه ګومان چه ګنې شعراوشاعري دوګړو بينيادي ستونزي نه شي حل کولای ، تر يو حده په څېړنه کی پاتې شوې وو ٠
زه خو فکر کووم چې شعرو شاعري هم په انفرادي اوهم په ټولنيزو فکرونو کی ژور بدلونونه رامنځ ته کوولای شي اوعمر اوتأثير يې ترتکنالوژۍ بې اندازې اوږد وي٠بل مهم ټکې سياست دې چه نېغ په نېغه ورسره اړيکي لري٠ داولسونو په زړونواوفکرونو کی د صلحې ، امنيت ، عدالت ، حقونو ، ازادۍ ، اتفاق او ورورګلوۍ جذبې او احساسات د ليکوالو په خلاقيت راپارول کيږي او ژوندي ساتل کيږي ٠
ترڅوچې ذهنونه ونه روزل شي ، په اضطراري حالاتو کی به نه ودانۍ اونه فابريکه چې په ميلونو روپيو ارزښت ولري ، په تحفظ کی پاتې شي ٠ لکه څنګه چې ليدل کيږي په خواريو يو ښوونځۍ اعمارشوې وي خوديوه بې حسه اوبې فکره شخص په بم په يوه ټس کی لولپه شي او بياځينې په دې تېروځي چې ګنې په دغه عمل ايمان پرځای پاتې شو٠ له دې او تېرو ترخو تجربو څخه څرګنديږي چې په بدو حالاتو کی ليکوال د معمار ، انجينير ، ښوونکي او ډاکټرداستازي حيثيت غور ه کوي اود مادي جوړښت لپاره لارې پاکوي٠ کله چې په ټولنه کی اړتياوې اود هغوی دپوره کوولو وسايل وڅېړل شي نوهرومرو به هرچاته جووته شي چې ادبيات ، ساينس اوتکنالوژي يودبل سره په جوښتو اوټينګو اړيکوکی وجود لري٠
يوهم له دوی نشي کولای بې له ژبنۍ مرستې ګام پورته کړي ٠

نوليکوال دې چې په دغو علمي دريابونو پلونه جوړوي او له يوه فرد ه نيولې تر ټولنې اودولته ټول ترې ګټه اخلي ٠ که تاسوفکر کوۍ چې
په حکومتي واکمنۍ کې هروخت ليکوالان اوشاعران بايد زيادنفوذ ونه لري نو دامو رښه کړې ٠ ستا سوغوندی پوه اودفکر خاوندان خوبايد هيڅ کينې و نه لري ٠ که دولت دوی ته زيات ارزښت ورکوي نو داخوددولت د ښه کيفيت بېګه څرګندوي اوولی بايد د اندېښنې وړوي٠ زه فکرکووم په افغان حکومت کی ډېر داسې شخصيتونه شته چې د ساينس، اقتصاد، طب اوتخنيک په اهميت ښه پوهيږي اود وخت د تقاضو سره عمل کوي ٠

قدرمن سباوون صاحب !

داچې څه موده دمخه مې يوعلمي کتاب چاپ شويوځل بيا دستاينې اوخوښۍ مراتب ومنۍ !
زه خووايم چې د خپل علمي اثرد شهرت او پېژندنې تکيه په لوستونکووکړۍ ٠

له دوستا نواو دبي بي سي اوځني ويب سايتونو څخه ګيله ځکه پکارنه ده چې کېدای شي دهغوی پاليسي يواځې ادبي کتابونه معرفي کول وي.

سباوون صاحب تاسوليکلي چې
که په رښتيا هم دبي بي سي پيلوزي ادبي پروګرام ته ځير شو هلته زيات دکيسو اوشعرونودکتابونو نومونه خپريږي. ولي؟ داځکه چې چلونکې يي ليکوالان دي . اوسره له دې چې ځينې دکيسو دغه کتابونه دومره بې مانا او ټيټه سويه دي چې افسوس دکاغذ په مصرف. کيسه بايد يو پيغام ولري ، يواصلاحي احساس راژوندی کړی ، خو ډيريې دايو هم نه لري. خو اکادييميک کتابونه حتي په نوم يادولو هم نه ارزوي سيمنارونه خو لا پريږده.

محترما ، خوتاسو دغه کاروکړۍ ، علمي نيوکې پرې وکړه ، ترهغو ښه اواکاديميک اثرونه وليکۍ که ستاسود ليکنو کيفيت اوعلميت تر هغو لوړوو نو په ډاډ ويلای شم چې هغو به هم تا سو ته مراجعه وکړي ٠

درناوې

امبارکوه [/quote:3dd86dfb82]


نقاد
18.07.2005

له کسب او کار څخه کار په پښتنو کې شته، پر زراعت او مالدارۍ د لﻻغونو اريايانو راهيسې لا تر اوسه پورې پاتې شوي دي . کسبګري چې د تخنيکي پرمختګ لومړي ګام دی ، له ځينو استثناو پرته په پښتنو کې نشته .
احمد شاه ښاري کندهاريان له دوکاندارۍ او پراچه توب سره روږدي کړل، چې يو مثبت
اغيز يې په ټولو دا کړی چې اوس په هره خبره کې چنې وهي ، خو متأسفانه چې نورو کسبګريو په کې چندان وده ونه موندله. دغه حال دپيښوريانوهم دی، خو په يو مثبت او يو منفي توپير سره :
مثبت داچې کسبګرۍ په کې پوره وده وکړه،کندهار څه چې تر کابل هم مخکې تللی دی ړ خو منفي اړخ يې د پښتو ژبې او پښتونولۍ دواړو ورکيدل دي ، چې ښايي د پنجابي کلتور او سياست واکمني يې تاريخي لامل وي .
له دې نه چې تير شو، کسبګري او صنعت د انسان د ماهيتي ځواکونو او کلتور اوڅارنه ده : د مولدو ځواکونو وده او پرمختګ دی، د طبيعت او ټولني د بدلون بنسټيز توکی دي او د پرمختګ هڅانده او بسانده ځواک بلل کيږي ، چې د بشرد تاريخي پرمختګ اصله شمزۍ او سکليټ جوړوي.
يو کسبګر دپښتون سيد جمال الدين افغاي په وينا د خپل ﻻسي کار د محصول يا توليد د کليت اوکيفيت رامنځته کونکی اوپه دې ډول په ارګانيزم کې د ژونداو روح او په امت کې دعقيدوي ځواک او وحدت پيدا کونکی پيغمبر ته ورته دی. والسلام



ع کريم حليمي
18.07.2005

درنو لوستونکوته سلام
او خصوصأ نقاد صاحب
نن يوار بيا زما په نظر د هفتې ليکوال سواست ٠ [color=cyan:9af10de834]Announcement [/color:9af10de834]
نقاد صاحب ليکلي چه :-يو کسبګر دپښتون سيد جمال الدين افغاي په وينا د خپل ﻻسي کار د محصول يا توليد د کليت اوکيفيت رامنځته کونکی اوپه دې ډول په ارګانيزم کې د ژونداو روح او په امت کې دعقيدوي ځواک او وحدت پيدا کونکی پيغمبر ته ورته دی

تاسو پښتانه زراعتي او مالدار ښولي دي ٠چه شک نسته په دې کښي
زه يوې خبري ته غواړم چه اشاره وکړم ٠

تر هر څه دمخه جامعه تمدون ته ضرورت لري ٠ چه تمدون زه داسي پېږنم
لکه د اجتماعي ژوند چه په اخلاقو چوړيږي ٠
تمدون د اوبوپه تقسيم سره منځ ته راځي ٠ هيځ وخت به جامعه متمدينه نسي
ترڅوچه د اوبو تقسيممات ئې نه وي پيداکړي ٠ چه پښتانه ئې ابباتي بولي
اېټاليا چه يو زوړ تمدون لري ٠ د دوۍ د تمدون علامه د اوبو تقسيم وو
هو پښتانه د تمدون دعوا لري خو د اوبو تقسيم ئې هيځ وخت نه در لودۍ ٠
بيله ويالو چه چابه من ،نيمن،چارياک اوبه درلودي ٠ خو مطلب تقسيم د اوبو
دانه چه يوازي د زراعت له پاره ٠ هر کورته د چښلو اوبه تقسيمه ول ٠ تمدون دۍ
چه تقسيم د اوبو بيله صنعته هم امکان نه لري ٠
په اولسواکي ملکو کښي حکومت حق نه لري چه عايداتي مؤسسې په لاس کښي اخلي ٠ دا دملت خپل کاردۍ
زموږ ملک په تاجرانو متمدين کېداسي ٠
موږ امو،هلمند، ارغنداب ٠٠٠٠٠ لرو او لتندي مرو
يايدچهتاجران سره يوځای سي اوابيارۍ شرکتونه جوړ کړي ٠ او اوبه د زراعت او چښلو د پاره داسي خرڅي کړي لکه برق چه خرځېږي ٠
چه هم صناعت پر بنا او هم زاعت او ملک ته متمدين بيا ويلای شو
تاجران دي نور خپلي پيسې د خارج په بانکونو کښي نه زخيره کوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more