د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په ايمانداري کښي کاميابي پېچلې ده ٠ چه ايمان نه وي کاميابي نسته !!
ع کريم حليمي
15.07.2005
زما عزتمنووړونو او خويندو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
کله چه د ايمان لفظ اورو نو اول مو فکرته( اسلام ،دين او خاصه اسلامي عاقده ) راګرځي ٠
اصلأ هر باورته ايمان ويل کيږي ٠ او هر باور ،ايمان بېله پوهي ښه ايمان يا قوي ايمان کېدای نسي ٠ او داسي هم بعضي علما وايي چه ايمان يو مرکب شئ دي ٠
چه پسله پوهي او عمل منځ ته راځي ٠ علما وايي که عمل نه وي د باور سره نو ايمان
ممکن نه دۍ چه وي به
دلته داسوال مطرح کوم چه باور مرکب دۍ که مفرد ٠ البته د شرعي له نظره ئې نه مطالعه کوو ٠ ؟؟؟
په اجتماعي ژوند کښي داسي معلوميږي ٠ که څوک پر يوه اصل باور ولري او عملي کار ورته ونکړي ٠ په ژوند کښي ناکامه وي ٠