نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ایران ته د امریکا ګواښ دا ګواښونه د جنګ پیلامه و ګڼو که هسی تبلیغاتی ډرامه؟؟؟
شریف احمد شاهد
12.07.2005
بسم الله الرحمن الرحیم
ایران ته د امریکا گواښونه
دا گواښونه د جنگ پیلامه وگڼو کنه که هسی تبلیغاتی ډرامه؟؟؟؟
دایران او امریکا تر منځ تاو تریخوالی او یو د بل په ضد تبلیغات يي کله کله هو مره توند او تیز شی چی سړی گومان کوی نن سبا په ایران برید کیږی.که د عراق او افغانستان په څیر هلته فوځونه ونه لیری نو کیدی شی یواځی په هوايي بریدونو اکتفاء وکری او د ایران اتمی تاسیسات تخریب کړی که امریکا په خپله برید و نکړی او په افغانستان او عراق کی يي شدید مصروفیات دی ته پری نږدی نو د اسرايلو په لاس او د دوی جهازونو په واسطه به دا ابرید ترسره ګیږی!! یوځل خو د ایران له یوه اتومی مرکز څخه نزدی سل کیلومتره لیری د یوی چاودنی غږ واوریدی شو سبا ته په ډیرو خبری رسنیو کی دا چاودنه دبرید په نامه منعکس شوه او د ایرانی
چارواکی دی ته اړ شول چی دبرید خبر تکذیب کړی !! دا انگیرنی اوگومانونه هم هسی اټکلونه نه وی بلکه تل ابیب او واشنگتن د مسؤلینو په ویناوو ولاړ اټکلونه وی!!
خو له دغو توندو او تر یخو خبرو او اظها راتو نه به لا څو ورځی نه وی تیری شوی چی له واشنګټن او تل ابیب نه به د دی برعکس داسی اظهارات اوریدل کیږی چی ایران سره ئی ښی اړیکی په گوته کوی!! دا ضد او نقیض دریځونه د ډیرو له نظره د فهم وړ نه بریښی، خو په سیاست که داهرڅه ممکن دی، په ظاهر کی دښمنی او په پټه دوستی دننی نړی د عام او مروج سیاست یوه ځانګړه تیا ده.
اوس دا عجیبه مه ګڼی چی کله خبره توده شی او ډیر خلک داسی ګومان و کړی چی پر ایران حمله نږدی ده، او ورپسی بیا واوری چی له یوی خوا سپینه ماڼی اعلان وکړی چی له اېران سره مشکلات د خبرو اترو له لېارې او اوروو، د عراق د بېا ودانول په مجوزه غونډۍ کی د ایران له شمولیت سره مخالفت نلرو ، د تجارت په نړیوالی موسیسی کی د ایران له شمولیت سره موافق یو، دی ته تیاریو چی ایران ته د امریکاېې جازونو پرزی ورکړو.
او له بل لوری ایران لوړ رتبه مقامات حتې دایران رهبروواېې !!
په ګاونډیو هیوادونو کی د امریکاېې ځواکونو شتون ایران ته ګواښ ندی دا اظهارات هسی تصادفی او تبلیغاتی خبری ندی ، بر عکس ژورپټ تفاهم او توافق او راکړی ورکړی نتایج دې، دا تفاهمات او توافقات اکثره دانګلستان په وساطت تر سره کیږی.
کله چی د بش اداره وغواړی کنګریس ته وړاندې شوی بودیجی لپاره ملاتړ تر لاسه کړی یا په انتخاباتو کی د امریکایانو راېې تر لاسه کړی نو د ایران په ضد تبلیغات تشدید شی خو چی د ایران په ضد دګواښ خبره تبلیغاتی ګټه و نلری نو بیا نه د امریکا له خوا د برید ګواښونه اورو او نه د اسراېېل له خوا د برید خبره.
هر څوک پدی ښه پوهیږی چی پدی شرایطو کی امریکا یا اسراېېل په ایران د برید اراده یا مجال نلری ؟ په افغانستان یا عراق کی د امریکایانو شدید مصروفیت او هلته د مقاومت په ځپلو او د اوضاع په کنترولو کی د امریکاېې ځواکونو له ناکامی سره سره دا نه ممکن بریښی او نه معقول چی امریکا دی بله جبهه هم ځانته پرانیزی او پر ایران د هم برید وکړی؟
ددې برید ضرورت بیا مخصوصاً په اوسنیو شرایطو کی څه دی ؟
پداسی حال کی چی ایران دامریکا سره د کابل او بغداد په نیولو کی تر هر بل هیواد زیاته مرسته وکړه ایا کیدی شی له دی سره سره پر ایران برید وکړی؟ ایران اوس له کومه لحاظه امریکا ته عاجل خطر دی چی ناچارباید همدا اوس دا خطر له منځه یوسې ؟ ایران خو اوس دا سی دی چی له امریکا سره د عراق او افغانستان په نیولو کی ملګرتیا تر سعودی هم زیاته او امریکا ته په زړه پوری وه، له دی ملګرتیا سره سره به ولی او په کوم دلیل په ایران برید کوی.
ډیر ساده او بی خبره کسان به دا ګومان کوی چی دا افغانستان او عراق په اړه د ایران او دامریکا تر منځ سیاسی او نظامی ملګرتیا یو تصادف دی نه دیوه اوږد محاله تړون نتیجه که دا کار یواځی په افغانستان کی شوی وې کیدای شو هغه ته مو دتصادف نوم ورکړې وې او یا مو له طالبانو سره له دوی د مخالفتونو او د طالبانو په لاس دایرانی دیپلوماتانو د وژل کیدو سبب ګڼلی وی، خو دا چی ګورو په عراق کی هم ایران پلوه شیعه او د ایران په لاس روزول شوی او مسلح شوی عراقی ډلی امریکایانو ته تسلیمیږی او د امریکا تر قومندی لاندی د سنیانو په ضد جنګیږی، او هلته هم هغه کار کوی چی دلته ېې په افغانستان کی کوی، دا که په کوم څه دلالت کوی نو هغه یوازی دا خبره ده چی د ایران او امریکا ترمنځ په ظاهر کی یو څه او په خفا کی بل څه روان دی!! په ظاهر کی یو د بل په ضد تبلیغات او ګواښونه او په خفا کی موالات او ګډ سازشونه، هم د سپینی ماڼی واکداران داسی یوه سیاست ته اړ دی او هم د ایران واکمنان، که په افغانستان او عراق کی ملګرتیا یو ضرورت ګڼی او خپلی ګټی په کی لټوی، نو د خپلو ولسونو د اعتماد او باور تر لاسه کولو لپاره دغه تبلیغات هم یو ضرورت او د دواړو مجبوریت دی!!
که تاسو لږ دقت کړی وی نو دابه درته معلومه شوی وی چی د دواړو تر منځ تبلیغات په خاصو خاصو وختونو کی تشدید شی، بیا ورو ورو راکم شی، او بیا د اوږدی مو دی لپاره نه یوازی بند شی بلکی د منفی او دښمنانه تبلیغاتو ځای دوستانه څرګندونو ته خالی شی!! یو به وایی: مونږ پر ایران د حملی اراده نلرو، غواړو مشکلات د تفاهم له لاری حل کړو، بل به وایی: که په عراق او افغانستان کی د ایران مرسته او ملګرتیا نه وی نو امریکا په دومره اسانی او دومره ژر کابل او بغداد نشو نیولی!!
دا هم یو حقیقت دی چی ایران د شاه د اقتدار په وخت کی د امریکا لویه اډه وه، د ایران هر څه د امریکا په لاس کی وو، سیاسی نظام،فوځ، د تیلو په شمول ېې ټولی اقتصادی زیرمی د امریکایانو په واک کی وی، خو امریکایانو شاه او شاهی نظام داسی وموندو چی د اوضاع له اداری نه عاجز دی، دی نتیجی ته ورسیدل چی دا نظام حتماً ړنګیږی، له هغه نه د دفاع لپاره هغسی څه کول ورته ګټور نه دی چی د مصدق په خلاف ئي وکړل او تښتیدلی شاه ئي بیرته پر ایران مسلط کړ . د نظام نسکوریدل ورته حتمی بریښیدل خو غوښتل یی دا تبدیلی د روسانو په ګټه را منځ ته نشی، د هغه وخت حالت داسی وو چی ټول انقلابونه مخصوصاً د شاهی
رژیمونو په ضد د مسکو په اشاره او مرسته تر سره کیدل . د مجاهدین خلق په نامه ډلی چی د شاهی نظام دنسکورولو لپاره لګیاوو ، پوره زور موندلی وو، په ځوانانو او فوځ کی ېې نفوذ ورځ په ورځ زیاتیدو ،دې ډلې چۍ په پاریس کۍ ئی فعال د فتر درلود ،له امریکایانو سره د خپلو تماسونو په ترڅ کې هغوی ته ډاډ ورکړچی کمونست نه یو او له مسکو سره ارتباط نلرو،په ایران کی د زوړ شاهې نظام په ځاۍیو نوۍ دیموکراتیک نظام راوستل غواړو او تاسوته تر شاه غوره یو،دوۍ ورسره موافقه وکړه،پرافغانستان د روسانو برید دوۍ له دې نه سخت ویرولې وو چې که کوم موثر اقدام ونکړې نو ایران به هم دافغانستان په څیر د روسانو په لاس کې پرېوځې،دائې ځان ته غوره وګڼله چې پرېږې شاهې نظام د حزب توده په ځاۍ د مجاهدېن خلق په لاس نسکور شې.دشاه په ضد مقاومت زور واخېست مجاهدېن خلق په دې هم وتوانېدل چې د اېران ځېنې مذهبې مشران له ځان سره ملګرې کړې ،خمېنې چې هغه وخت په نجف کې اوسېدو او د امام لقب لا نه وو ور کړ ی شوۍ،له دوی سره موافقه وکړه،او د دوی په وینا له نجف نه پاریس ته ولاړ ،دا هغه وخت وو چه د شاه په ضد مقاومت دی مرحلی ته نږدۍ شوۍ وو چۍ په عمومۍ پاڅون بدل شې،روسان په افغا نستان کی مصروف وو او امریکایان د شاه نه مایوس شوې وو، د انقلابیونو لپاره په زړه پوری شرایط برابر شوی وو، انقلاب پیل شو
لا څو اونی نه وی تیری شوی چی فوځ او پولیس له انقلابیونو سر یو ځاۍ شول،شاه اوتښتیدو،نظام نسکور شو او ایرانې انقلابیونو بریالې شول،امریکایانو نه د انقلاب په دوران کې مداخله وکړه اونه ئي دشاه له تښتیدو وروسته دهغه مرسته وکړه، انتظاریې دا وو چې اېران او زېرمې به یې د دوې له ولکې څخه نه وځې، خو له انقلاب نه وروسته هرڅه هغسې ونشول چې دوې ته دځېنو اېرانېانو له لورې وېل شوې وو، اودوې یې دانقلاب له برېا نه وروسته په انتظار کې ول ،په داخل کې هم دمجاهد ېن خلق او مذهبې ډ لو شخصېتونو ترمنځ هغه دوستانه روابط په خپل حال پاتې نشول،د اقتدار د وېش په سر هم او د سېاستونو په سر هم په دوی کې ژور او نه پخلا کیدونکې اختلافات راولاړ شول،له دې نه مخکې مذهبې مشرانو خاص تنظیم او ډله نه درلوده، خو له هغه وروسته چې خمینې د امام او رهبر په حیث ومنلی شو،دوی ته دا موقع په لاس ورغله چې د امام خمینې پر محور راغونډ شې،دبهشتې په څېر د دوۍ ځینې حساس شخصیتونه دۍ ته متوجه شول چې له ګواښونو سره د مقابلې لپاره یوه مطمئن مسلح ځواک ته ضرورت لرۍ،په،فوځ،پولیس،استخباراتو اعتماد نشي کیدۍ،د سپاه پاسداران انقلاب د جوړولو طرحه ئې،موافقه او امکانات ئې تر لاسه کړل او دجوړولو کارئې پیل کړ،حقیقت دادۍ چې که دغه کار نوۍ شوۍ نو د هغو ټولو داخلي او خارجي ګواښونو په وړاندې مقاومت کول ورته ممکن نه وو.
مذهبۍ مشرانو ته له مجاهدین خلق سره اختلاف په ډیره ګرانه بیه تمام شو،دبهشتۍ او مظهري په څیر اکثر مؤثر شخصیتونه ئي ترور شول،د ترورونو په لړ کې یو ځل جمهور ریئس،لومړی وزیر،د پارلمان د۷۲ غړو په شمول پارلمان په غونډۍ کې په لوئي چاودنه کې ووژل شول،بني صدر د دوۍ بل جمهورریس له مجاهدین خلق سره ملګرۍ شو،او د دې ډلۍ له مشر مسعود رجوي سره یو ځاۍ د تهران د هوائي میدان له لارې او په ایراني الوتکې کې پاریس ته وتښتیدل،د غر اقداماتو په څر ګنده ښودله چې دوۍ څومره په نظام کې نفوذ درلودبل طرف ته دمذهبي مشرانو پلوي ځواکونو د مجاهدین خلق په لسهاوو زره کسان ورته ووژل.
په دغه دوران کې امریکایانو څو ځله د فوځ له لارې د کودتاهڅه و کړه خو دا هڅې شنډې شوې،فوځ تصفیه شو،په مقابل کی ئې سپاه پاسداران د یو پیاوړې ځواک په حیث را منځ ته شو،د عراق او ایران په جګړې کې له عراق سره د امریکا مرستو هم دا نتیجه ورنکړه چې په ایران کې د امریکا د خوښې تبدیلي راشي .دا طبیعي ده چې امریکا به تل دا هیله لري دا هڅه به کوي چې ایران یو ځل بیا د دوی په لا س کې پر یو ځي ،هیڅکله هغه حا لت نشې هیرولې چې ایران دا د سیمې مهم هیواد او د تیلواو ګازو پراخې زیرمې ئې د دوی په لا س کې وې.
اوس چې شوروي اتحاد ختم شوۍ اوامریکاځان دنړۍیوازنۍ زبر ځواک ګڼي، اوپرټولې نړۍدسلطې هڅه کوي،طبیعی ده چی د ایران په څیر هیواد هیر نکړی، په ایران کی هم ځینی حلقی دا نظر لری چی له امریکا سره دوستی د دوی په ګټه ده، مخالفت ېې په ګرانه بیه ورته تمامیږی، همدغه ذهنیت خاتمی قدرت ته ورساوو، خو هغه په دی کی پاتی راغی چی په ایران کی د امریکا د خوښی تغییرات راولی د کابل او بغداد په نیولو کی له امریکا سره د تهران ملګرتیا هم له دغه ذهنیت نه خړوبه کیږی
د دی احتمال ډیر ضعیف بریښی چی ایران به د اتمی انرژی په سر له امریکا سره داسی اختلاف ته ملا وتړی او داسی څه کولو ته به زړه ښه کړی چی په برید منتهی شی، ایران به په دی ډګر کی هم هغه څه کوی چی امریکاېې غواړی، دلته به هم د واشنګټن شرایطو ته غاړه ږدی، دوی په افغانستان، عراق او لبنان کی ټول هغه څه وکړل چی امریکایانو غوښتل، له دی نه هر څوک په اسانی سره دا نتیجه اخیستی شی چی تهران به د اتمی انرژی په هکله هم دی ته ورته روغه جوړه کوی!! د لبنان له پیښونه هم معلومیږی چی هلته هم د سپینی ماڼی ټول شرایط منل شوی، د سورېې د فوځونو له وتلو وروسته به حزب الله هم خپلی وسلی داسی تسلیموی لکه چی په افغانستان او عراق کی ایران پلوو ډلو وسپارلی . که امریکا په عراق کی مستقر د مجاهدین خلق ۲۵۰۰۰
کسیز مجهز فوځ د ایران په ګټه منحل کړ، او که ایران د عراقی شیعه وو هغه ۱۵۰۰۰ کسیز سپاه بدر چی ایران روزلی او مجهز کړی وو، دی ته ا ړ کړ چی خپلی وسلی امریکایانو ته وسپاری، او دا دواړه د یوه توافق له مخی ترسره شول نو طبیعی ده چی حزب الله به هم خپلی وسلی سپاری.
انګریزان او امریکایان دی نتیجی ته رسیدلی چی په اسلامی نړی کی د شیعه او سنی اختلاف ته لمن ووهی او له دی نه د مسلمانانو د مزید ځپلو په لار کی استفاده وکړی دوی داسی انګیری چی اوس په هر ځای کی سنیان د دوی مقابله کوی، په هیڅ ځای کی د شیعه وو کوم د پام وړ مسلح مخالف غورځنګ نشته ، ټول جنګیالی مسلح ځواکونه له سنیانو راوړل شوی ، غواړی د دغو غورځنګونو د ماتولو لپاره د شیعه وو ملګرتیا تر لاسه کړی، د
افغانستان ، عراق او ګڼ شمیر نور سیمو پیښی دغه حقیقت په ګوته کوی.
دغو ټولو حقایقو ته په پام سره و ېلو شو چی پر ایران د امریکا د برید خبره هسی یوه ډرامه ده چی د تبلیغاتی مقاصدو لپاره مطبوعاتو ته ورکول کیږی.
شریف احمد شاهد