نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په مسكو كې د افغانستان په سفارت كې څه تېريږي ؟
Anonymous
10.07.2005
ښاغلى كرزى ولې ځان نه خبروي؟
د پاسپورت د تمديدولو لپاره د روسيې د يوه لېرې ښار ولادېواستوك څخه مسكو وښار ته راغلم دا ځكه چې زمونږ د ګران هېواد سفارت دلته په مسكو كې دى، د ډېرو مشكلاتو وروسته مې د سفارت ادرس پيدا کړ ، د ورځې دولس بجې وې چې ورورسېدم هر كله چې ور دننه شوم يو اوږد كتار مې وليد چې يوې كوچنۍ كلكين ته ولاړ و ، يو څو تنو فورمې ډكولې ما هم د يو ځوانه څخه د خالي فورمې پوښتنه وكړه فورمه مې راواخيسته يو كونج كې ورته كېناستم او په ډكولو مې پيل وكړ. د ډكولو په وخت كې ډېر خفه شوم هغه دا چې فورمه يوازې په دري ژبه ليكل شوې وه او يوه كلمه مې هم په پښتو پكې ونه ليده خو خير ما چې يو څو ورځې په كابل كې وخت تېر كړى و او لږ څه په دري ژبه پوهېدم نو فورمه مې ډكه كړه ، زه لا ولاړ شوى نه وم چې يو ځوان چې درې تنه ښځينه هم ورسره وې رانيږدې شو او هيله يې را څخه وكړه چې ګرانه وروره ډېره بخښنه غواړم زه په پاړسي ژبه نه پوهېږم كه يو څه مرسته راسره وكړې او دا څو فورمې راته ډكې كړې .
ما په ځواب كې ورته وويل: په دواړو لېمو به يې درته ډكې كړم خو نه پوهېږم چې فورمې ولې يوازې په پاړسي ژبه ليكل شوي دي په داسې حال كې چې سفارت يو دولتي ارګان دى نو سره له دې هم د ګران هېواد د اساسي قانون شپاړسمه ماده چې د ټولو ژبو (( پښتو، دري، ازبكي ، تركمني او داسې نورو ژبو)) څخه پښتو او دري ژبې د هېواد دولتي ژبې دي نه منل كيږي چې په خپل وار سره د اساسي قانون سپكاوى هم دى.
ما فورمې وار په وار څلور واړه چې يوه يې د ده وه او نورې درې يې د خويندو وې ورته ډكې كړې. دا خو لا څه كوې د سفارت ټول معلوماتي خبرونه، لوحې، ټاپې او ليكنې يوازې په پاړسي ژبه دي.
خپله فورمه مې راواخيسته په كتار كې ودرېدم د ډېر ځنډ وروسته مې نوبت راغى او پاسپورت مې د فورمې او شپږ سوو روبلو سره وركړل ، د ډېر ځنډ ورسته يې پاسپورت راوړ او راته يې د يو كال لپاره اوږد(تمديد) كړ.
د راوتلو په وخت كې مې يو ملګرى محصل وليد چې هغه هم د پاسپورت د تمديد ولو لپاره راغلى و ، دواړه فرهنګي شعبې ته ورغلو كله چې وردننه شو نو دغه محصل هيله وكړه چې پاسپورت ورته په وړيا شكل تمديد كړي (معمولا ټولو محصلينو ته په وړيا توګه تمديديږي)، ده لا خبرې خلاصې كړې نه وې چې د شعبې يوه غړي غږ پرې وكړ:
تو كي استي امي لهجه ات تاجكا واري است تو افغان استي يا تاجك؟
ده په ځواب كې ورته وويل: زه د ګران هېواد د پښتنو يو پښتون يم دا چې ما په بشپړه توګه پاړسي ژبه نه ده زده نو زه بيا په دې خبره تاجك شوم؟
دا خبره د سفارت يوه دولتي چارواكي وكړه . زه هم تم نشوم او ځيني ومې پوښتل :
ايا په ګران هيواد كې تاجكان ژوند نه كوي؟ په دغه كې يو بل كاركونكي په عاجل ډول د ده عريضه لاسليك كړه پاسپورت يې ورته تمديد كړ او په ګډه سره د كور په لور رهي شو، ما د راوتو په وخت كې دوې مجلې چې يوه يې مهر او بله يې انګيزه نوميده د ځانه سره راواخيستې،
كله چې كور ته راورسيدم لومړى مې مجلې راواخيستې چې د ګران هېواد په هكله به يو څه پكې ولولم نو د مهر مجلې څخه مې پيل وكړ ، يو څو پاړسي ليكنې او شعرونه مې په كې ولوستل نور مې پاڼه په پاڼه گرده مجله ولوسته او په خواشينۍ سره مې يوه كلمه هم په پښتو په كې ونه موندله ما داسې گومان وكړ چې ګوندې دا به په پاړسي ژبه او دا بله به په پښتو وي نو انګيزه مې راواخيسته لومړى مې د مجلې فهرست وكوت او د شعرونو برخه مې راواړوله نو يو شعر مې پكې په پښتو ژبه سره له دې چې ډېرې املايي غلطۍ په كې وې ولوست ډېر ورته خوښ سوم بيا مې يوه مقاله په كې ولوسته نور مې په کې هېڅ په پښتو ژبه ونه موندل.
بايد يادونه وكړم چې دا هغه خپرونې دي چې د ګران هېواد د سفارت له خوا په مسكو ښار كې خلكو ته وركول كيږي .
زه د ګران هېواد ټولو قومونو ، ژبو ، كلتور او عنعناتو ته احترام لرم د ليكنې د لوستونكو څخه دا هيله لرم چې زما د ليكنې څخه دا مانا وانخلي چې ما د هېواد د پاړسي ژبې پرضد ليكلې ده بلكې زه غواړم چې د هيواد هر وګړى، هره ژبه، هر قوم خپل حق په بشپړه توګه ولري او يوازې د پاڼې پر مخ نه وي چاپ شوي او مساوات پكې وي.
پاسينيو ناخوالو زمونږ ګران هېواد ټوكر ټوكر كړى دى او د يووالي يو موټي كيدو مخه يې نيولې ده .
د دولت مشران چې اساسي قانون نه مراعاتوي نو د عادي خلكو څخه نو څه ګيله؟
يوه موده خو پښتو ژبه په كمپيوټرونوكې پوره نه ليكل كېده اوس خو نو په كمپيوتر كې پښتو ليكل خو نو څه ستونزه نه ده، كه څوك وغواړي ليكل پرې كولاى شي ،څرنگه چې د دغو دوو مجلو څخه ښكاري ، ډير مطالب يې په انتر نت سايتونوكې شته يعنې له سايتونو څخه يې رااخلي او چاپوي يې نو ايا دوی نه شو كولاى چې له افغاني سايتونو څخه پښتو مقالې او مطالب را واخلي او چاپ يې كړي ؟
ايا دا مشكل كار و چې په فورمه كې يې دواړه ژبې ځاى په ځاى كړي واى ؟
[color=white:09c6dbc335]نوم/اسم
د پلار نوم/ولد
د زېږېدو ځاى / محل تولد[/color:09c6dbc335]
او داسې نور.
په پاى كې يو ځل بيا غواړم يادونه وكړم چې پورتنۍ ناخوالې يا خو پر اساسي قانون سترګې پټول دي او يا په لوى لاس د دوی پسخند وهل دي .
د دغه حقيقت په نظر كې لرلو سره د هېواد مشران دنده لري چې د خلكو له خيانته ځان خبر كړي او د اساسي قانون په تطبيق كې خپل مسئوليت ته متوجه شي. افغانان هر چېرې چې وي د دوی څخه كم له كمه دغسې توقع لري .
په احترام
د روسيې فدراتيف جمهوريت د ولايدواستوك ښاره څخه
روښان سيديخيل
Anonymous
10.07.2005
وروره,دا ېوازی د مسکو په سفارت کی پشتو سپکه او ورکه نه ده.د خارجه چارو وزارټ خو داسې بريښی چه پشتو لا دې حد ته نه ده رسېدلی چه په دغه وزارت کی چوک ورباندې لېکل او خبری وکړی.
همدا سې خه ده چه کرزی جان پنجشېری پسی تللې همداسی ښه ېاست.
اوس خو لا اورم چه مېرمن زېنت کرزی د اولاد نه د محرومې لا امله کرزی غواړی د پنجشېر زوم شې .
Anonymous
10.07.2005
ګران ورور ښاغلي روښان سيديخېل ته سلامونه اوله پېرزوينو ډکې هيلې !
ستاسو څارنه پرځای ده او پښتانه بايد د خپل ملي هويت او نړوالې پېژندګلو لپاره حتا د مذهب اوکوم قانون په وړاندې هم په (( پروانه لري )) هرڅه ونه بايلي ٠ خو خدای خبر چه دوی ته به له پېړيو راهيسې معلومه شوې وي کنه چه دپښتو په سر ټکول کيږي اودمذهب په خاطرهم نه بخښل کيږي ٠ زما په اند ، پښتانه به هله د سيالۍ جوګه شي چه لومړۍ دسيالۍ وسايل ولټوي ، تر لاسه يې کړي ، ويې کاروي اوويې ساتي ٠
ښکاره خبره ده چه په دغووسايلو کی ټوپک نه پکاريږي بلکه يو ټولنيز فکر اونووښتونو ته هرکلې ٠ پدغه نووښتونو پورې د نجونو تعليم اوتربيه ، دښځو اونارينو د حقوقو پېژندنه ، دښځواونرو صنعتي ونډه ، روغتيايي تدابيراوټولنپوهه تړلي دي ٠ پښتانه چې نووښتونو ته غاړه نه ږدي ، حقوقو ته غاړه نه ږدي ، دښواوبدو فرق نه شي کوولای ، ذهنونه يې تکامل نه مني بس دغېرت اوپښتونولۍ نه افراطي تنګنظره برداشت دوی په پېړيو کندو ته غورځولي او ملا ګانې يې ورماتی کړي ٠ دپښتنوغيرت او پښتونولي يواځې په ښځه پورې تړلي نوره هيڅ معنا نه لري ٠ بايد وويل شي چه ترڅوددغه جاهلې اوافراطي عقيدې ځای انساني فکرونو نه وي نيولای پښتانه نشي کولای د نورو سره سيالي وکړي ٠ نوکله چه پښتانه د خپلو بدبختيو مسؤلين دي ، له بله څه ګيله ؟
تاسوکوم فارسيوان ليدلې چه دپښتنو په کومه سيمه کی يې دپښتنو نجونو مکتب ړنګ کړې وي يايې سوې وي ؟
مګر دغه کار پښتنو جاهلانو کړې اوکوي يې ځکه چه دغو افراطي جاهلانوته د نجونوښونځۍ ننګ اوعارښکاري ،دښځو تعليم او تربيه ورته بېغېرتي ښکاري ، د ښځوکار ورته کفر ښکاري ٠ خو که خوراولور يې په بدو کی ترلاسه کړه نو غېرت اوپښتونولي يې وساتل شول ٠
ګرانه وروره !
په سلوکی شل پښتنانه نارينه ليک لوست کوولای شي چه په دغه شلو کی پنځلس په فارسي ګوزاره کوي ٠ د پښتنوښځې په سلوکی٩٩ سواداواختيارنه لري ٠ پښتنې ښځې غريبانانې خودخپل ژوند واک نه لري نوپه څه کی به يې حساب کړې ؟ نو زه اوته به دکوم مرض دواشو ؟
نوکله چه پښتنو پخپلو فکرونو داسې حالت جوړ کړېوي ، له بله ګيله کول پرځای نه ده او کله چه دليک لوست څوک نه وي ، اخبارونه اوکتابونه به څه معنا ولري ؟
اوچې اخبارونه اوکتابونه بې معناشي نو بيا دپښتو ژبې ليک څه په درد خوري ؟
که دپښتنو څخه دنني عصر د تقاضو برابره سيالي غواړې نوهسې به خپل ځان خوارکړې ٠
وايي پښتون دجنتي په ژبه
چې ځي دوزخ ته له پيسوسره
په مينه اودرناوي
يوپښتون دأمو له غاړې