د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آيا د ښکيلاک ګرو دفاع څوک کوي او ولې يې کوي؟

Anonymous
07.07.2005

سلام
ښاغلی حليمي او نقاد صيب، تاسو ولې د ښکېلاکګرو طرفداري کوۍ؟ ايا ددو شتون په افغانستان کې اړين دی؟ د څه لپاره؟ د مضلوم ولس د سپکاوي او جنسي تجاوز لپاره؟
که د مرستې لپاره؟

کله چې روسان په افغانستان کې وه نو تاسو هم ډولکی غاړي ته اچولی وه او د جهاد نارې مو وهلې، خو نن چې د جهان 10-15 د کفري مملکتونو پوځيان په افغانستان کې دي، ايا اوس جهاد ندی روا؟
امريکايانو او غربيانو هغه کارونه په افغانستان کې وکړل چې په هېڅ وخت کې ندي شوي٠

پاتې شو ستاسو جهاد، ستاسو جهاد د الله لپاره نه وه بلکې د امريکايي ډالرو لپاره وه٠ نن چې امريکايي ډالر نشته نو جهاد او د خپل وطن نه دفا هم ترهګري ده، البته ستاسو په نظر، نه ځما

نقاد صيب تاسو هم ويلي چې ښکېلاکګر زمونږ د عقيدې سره کار نلري، خو ځما په فکر امريکا او غربيان اسلأ غواړي اسلام د منځه يوسي٠ د سوړ جنګ نه وروسته امريکا کوم بل جهاني قدرت نليده چې ددو مقابله دې وکړي، يواځې مسلمانا ن يې ځان ته يو ګواښ ګاڼه او دا خنډ اوس له منځه وړي٠
په عراق او افغانستان کې يې څه و نه کړل؟ د حضرت علي په روضه يې درته امريکايي ټانکونه ونه درول؟ ړنګ يې نکړ؟ په افغانستان کې يې چوماتونه بمبارد اد د خاورو سره سم نکړل؟
د خلکو ډک جوماتونه يې بمبارد کړل او د جومات نه يې ډليز قبر جوړ کړ

که دوی په ريښتيا د چا د عقيدې سره کار نه لرلای، نو ولې نن په ترکيه کې چې يو اسلامي هېواد دی د 2 ښځو کړل منعه دي؟ ولې د ترکيې پارلمان ته ښځه د څادر سره نشي ننوتلای؟ اسلامي هېواد حجاب درته منعه کړای دی، دا د چا تګلاره ده؟ دا د امريکا او غرب٠ هغه ورځ لرې نه ده چې په افغانستان کې به د لمونځ کول جرم وي

همت


Anonymous
07.07.2005

[quote:68e44ec651] د سوړ جنګ نه وروسته امريکا کوم بل جهاني قدرت نليده چې ددو مقابله دې وکړي، يواځې مسلمانا ن يې ځان ته يو ګواښ ګاڼه او دا خنډ اوس له منځه وړي٠ [/quote:68e44ec651]
همت خانه سلام٠
بيا داخو سوچه ستا خيلبافی ده٠
مسلمانان په شته شتمنۍ کی دخوراک ډوډۍ نلری ،نو امريکا به په څه وګواښوی؟؟؟؟
اوبيا:
[quote:68e44ec651]په عراق او افغانستان کې يې څه و نه کړل؟ د حضرت علي په روضه يې درته امريکايي ټانکونه ونه درول؟ ړنګ يې نکړ؟ په افغانستان کې يې چوماتونه بمبارد اد د خاورو سره سم نکړل؟
د خلکو ډک جوماتونه يې بمبارد کړل او د جومات نه يې ډليز قبر جوړ کړ [/quote:68e44ec651]

[quote:68e44ec651]که دوی په ريښتيا د چا د عقيدې سره کار نه لرلای، نو ولې نن په ترکيه کې چې يو اسلامي هېواد دی د 2 ښځو کړل منعه دي؟ [/quote:68e44ec651]

ايا دا بد کار دۍ؟؟؟؟؟؟
که يوی ښځی دوه دری مړونه کولۍ ،نو بيا به دنرانو څه حال وای؟؟؟؟؟؟
په درناوۍ ٠ کڅوال٠


Anonymous
07.07.2005

ايا داهم عقيده ده چه سوال کړي

که دوی په رښتيا د چا د عقيدې سره کار نه لرلای، نو ولې نن په ترکيه کې چې يو اسلامي هېواد دی د 2 ښځو کړل منع دي؟

دا د چا تګلاره ده؟

دهرچا چې ده اما انساني ده ٠

زما سوالونه
ښځې جنت او دوزخ لري ؟
هلته به څه کوي ؟
چه نرانو ته حورې وي نودا ښځی به څه کوي ؟
که دجنت اودوزخ حجاب وښاياست ډېربه خوښ شم.


Anonymous
07.07.2005

کڅوال ګله سلامونه او ښې چارې

ريښتيا هم چې د افغانستان ټول مسلمانان د جهاد وس نلري، خو هغوی چې د جها وس لري او جهاد کوي ولې ترهګر ورته ويل کيږي٠ د امريکايانو د ګوډګيانو مرک هم روا بولم ځکه دوی غوا ړي ملياردران شي٠ د لوږې خو نه مړه کيږي، که د لوږې مړه کېدای نو د 2002 کال پورې څنګه ژوندي پاتې وو؟

[quote:20e1cac529]ايا دا بد کار دۍ؟؟؟؟؟؟
که يوی ښځی دوه دری مړونه کولۍ ،نو بيا به دنرانو څه حال وای؟؟؟؟؟؟[/quote:20e1cac529]
ګرانه ، شريعت يوه نارينه له حق ورکړای دی چې د اړتيا په صورت کې د 4 ښځو سره نکاح تړلی شي، ا و ښځينه دا حق نلري٠ نو له اسلامي اړخه ويلای شم چې، هو، د 2 ښځو سره د اړتياپه وخت کې د نکاح منعه کول د شريعت سره ټکر خوري ( هيله کوم سزا يې ښاغلی طالب خان يا بل څوک د اسلام په چوکات کې وڅېړي)

وسلام

همت



ع کريم حليمي
07.07.2005

محترم همت صاحب
وعليکم ! او زما له خوا هم سلام ومنه
کومي پښتي چه تاسو کړي ٠ سرليکي دليکني پر جامع دۍ ٠ او هم د سواليه علامه هم لري ٠ تاسو پښتۍ چه : آيا د ښکيلاک ګرو دفاع څوک کوي او ولې يې کوي؟
وروره ! زه هيځ وخت د ښکيلاک ګرو ،غلو، فاسيقانو ٠٠٠٠٠٠٠ دفاع نه کوم !
اما که زماڅخه پښتنه وسي ٠ چه فلان سړی ،ښځه،ملک ښکيلاک ګر دي که يا
نو زه قضاوت کوم ٠ نه دفاع ٠ چون زه خوشبخته يم چه مسلمان يم ،افغان يم او بيا
afghan american هم يم ٠ ماته لازمه ده ٠ چه ښه قاضي با انصافه و اوسم ٠
وروره ! قضاوت علم ته ضرورت نه لري ٠ ښه قاضي هغه څوک وي چه مفتي ئې څنګ ته ناست وي او په زړه کښي انصاف و لري ٠
اوس نو راسه ته ئې قاضي او انصاف ئې ستاسو په لاس !
که يو ملک و بل ملک ته د جنګ اعلان وکړي (بن لادن اعلان کړي وو د جنګ و امريکاته ) او اعلانکونکۍ اول حمله وکړي ٠ او په يوه حمله 3000 نفره مړه کړي
او درې زره مليونه ډالرونه تاوان ورسوي ٠
نو خساره من نارې کړي ٠ چه طالبانو جنانانو ژير کوۍ سړی په لاس راکړه ٠
که سړی په لاس رانکړي نو حمله کوو ٠ او دمځکي پرمخ ټوله ملکونه ئې هم په طرفداري کښي و درېده ٠ د مکې تر متولي پوري ، د مکې شريفي د ښار قاضي
پوري ٠
نو امريکا حمله وکړه ٠ په بمانو چه شروع وسوه ٠ پرعربو اوپه عيني وخت کښي پر طالبانو په کابل کښي د ډالرو باران شروع سوو ٠ نو دکابله په شپه کښي طالبان وزي
سهار چه کابوليان د خوبه راکښېني ځای وو او جولا نه وو ٠
نن د کويټې ښار په طالبانوډک دۍ ٠ او ملا صاحب او څو د سر خلګ يئ تور دي ٠
او تور سوه ٠
اوس نو خبره داده چه
څوک چه ډالرونه واخلي او جنک هم بايلوي ٠ نو غالب بايد د مغلوب سره څه وکړي
ته ئې قاضي ٠ پياد ئې لره چه 3000 نفره او درې زره مليونه خساره
هوښ کوه چه بې اصافي ونه کړي ٠ چه ستاسو قضاوت ولولم ٠ نو بيا به زه ستاسو پر قضاوت ٠ قضاوت وليکم ٠ د قانون ،اخلاقو تر نظارت لاندي ٠
و قاضي ته د قضاوت په وخت کښي کافر او مسلمان نه وي مطرح
‏[color=cyan:e99ecbe467]{‏ولا تشتروا بآياتي ثمنا قليلا‏}‏ ثم قرأ ‏{‏يا داود إنا جعلناك خليفة في الأرض فاحكم بين الناس بالحق ولا تتبع الهوى فيضلك عن سبيل الله إن الذين يضلون عن سبيل الله لهم عذاب شديد بما نسوا يوم الحساب‏}[/color:e99ecbe467]


Anonymous
08.07.2005

((د امريکايانو د ګوډاګيانو مرګ هم روا بولم ))

دغه پورته جمله په اسطلاح د فتوا شکل لري چه له هراړخه يې وڅېړئ دقناعت نتيجه به ترې وانخلئ ٠

دليلونه :

# غېرشرعي ده
# مجهوله ده
# تفکيک پکی نشته

غېر شرعي په دې ده چه نه د شرعي محکمې حکم ، نه مدعي او نه مدعي عليه څرګند دي ٠ شرعې ته خفيه شيان اعتبار نه لري بلکه ثبوت ٠ په پورتنۍ جمله کی بې له ثبوته الزام اوورسره بې له شرعي محاکمې دمرګ جزا هم ټاکل شوې څه چه د معلومې شرعي محکمې په صلاحيتونو کی راځي ٠

څه چه معلوم نه شي نوپه مجهولاتو کی حسابيږي اوترهغه وخته ورباندې قضاوت هم نشي کېدای تر څو چه معلوم شوي نه وي ٠ نوپه پورتنۍ جمله کی د ((امريکا ګوډاګيان )) معلوم نه دي ٠ داچه نه دي معلوم چه څوکسه ، چېرې ، په کومو نومو او ولی ورته ګوډاګيان واياست معلوم نه دي ٠ که مراد مو له افغانانو څخه وي نو د افغانستان ټول ښارونه د امريکا اونورو غربي هيوادونو مرستی ترلاسه کوي ، ايا هغوی په دومره تعداد ګوډاګيان دي ؟
ددغو ټولو قتل درته رواښکاري ؟

اوتاسو قتل حلال ګڼلې ، اوله جملې څخه مو داسی برداشت کيږي چه نه ستاسو سره اونه دامريکا سره وي بس ګوډاګې شو اوقتل يې روا دې ؟
تاسو قتل روا ګڼۍ خومونږ درته د ښه ژوند هيله کوو
يوڅوک


Anonymous
08.07.2005

ښاغلۍ همت خان سلامونه٠
[quote:21d74bc37c]خو هغوی چې د جها وس لري او جهاد کوي ولې ترهګر ورته ويل کيږي٠[/quote:21d74bc37c]
محترمه ته جهاد څه ته وايۍ اوداڅوک دی چی ته يی مجاهدين بولی؟؟؟؟که دغه ننی دهشتګر ته مجاهدين بولی نوستا په اندبيا ترهګر څوک دي؟؟؟دوی وکړه څه چی نوره تمه تری وکړو٠
اوبياکه دادکړی جهادکومی مثبتي نتيجي موږ ته راوښاياست مهربانی به مو وی٠
زه خو غير له ورانې ،درپه درې،جهالت،وروروژنی٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ بل څه نه وينم٠
دتير جهاد نه دراپاتی کوم يتيم په سر چالاس راکاږه او يا يی يوه مړۍ ډوډۍپه ﻻس کښی ورکړه؟؟؟ اخير ددوی پلرونوخو په جهادکښی سرونه قربان ګړي وو ٠ او بيادکومی کم بختی کونډی دعذت دخوندی کولوغم چا کړۍ؟؟؟
هيڅ چا هم نه٠ هيڅ چا نه او بياهم هيڅ چا نه٠ حتا څوک خيرات نه ورکوي او غير له ملنډوجنسی تيري هم پی کيږی٠ نو دادی شوه دکړی جهاد نتيجه٠
ښه فرض کړه يو جهاد بل هم ستاسی په فتوو، يواځی په موږ افغانانو را فرض شو،نو وروسته له جهاده به څه کوو؟؟؟کومه روښانه تګلاره لرې؟؟؟
او يا دا چی بيا به هماغه دوستميان ،پنجشيريان ،سيافان،ګلبدينيان،خالصيان،مزاريان،طالبان،پنجابيان٠٠٠٠٠ وی چی په خپلو کښی به بيا په مقام او څوکيو جهاد کوي؟؟؟ او ولس به مري؟؟؟
[quote:21d74bc37c]ګرانه ، شريعت يوه نارينه له حق ورکړای دی چې د اړتيا په صورت کې د 4 ښځو سره نکاح تړلی شي، ا و ښځينه دا حق نلري٠ نو له اسلامي اړخه ويلای شم چې، هو، د 2 ښځو سره د اړتياپه وخت کې د نکاح منعه کول د شريعت سره ټکر خوري ( هيله کوم سزا يې ښاغلی طالب خان يا بل څوک د اسلام په چوکات کې وڅېړي)[/quote:21d74bc37c]
ايا ستا او زما په وطن کښی په سلو کښی پنځو هم داړتيا په صورت کښی ودونه کړړي؟ هغه هم اوه او اته ودونه ؟؟؟
ديوه اويا کلن به څه اړتيا وی چی ديوی ١٤ کلنی ماشومی سره واده کوی؟
اباد اوسی٠
کڅوال


Anonymous
08.07.2005

د قدر وړ حليمي صيب وعليکم اسلام

[quote:3da5cad1c0]که يو ملک و بل ملک ته د جنګ اعلان وکړي (بن لادن اعلان کړي وو د جنګ و امريکاته ) او اعلانکونکۍ اول حمله وکړي ٠ او په يوه حمله 3000 نفره مړه کړي
او درې زره مليونه ډالرونه تاوان ورسوي [/quote:3da5cad1c0]

حليمي صيب، بن لادن ته خو شخصأ زه مسلمان نشم ويلای٠ همدا مريکا وه چې بن لادن يې راپيدا کړ، ډالر يې پسې سم کړل او روس ته يې ماتې پې ورکړه٠ ډېر سندونه شته کوم چې د بوش او بن لادن دوستي څرګندوي، او زه مطمن يم چې په دې باره کې تاسو ځما نه ډېر معلومات لرۍ٠
بن لادن د CIA اجنت دی ، دده له لاسه افغانستان د ښکېلاکګرو لاس ته ورغی، او خدای خبر چې نور به څه څه کارونه پې کوي٠

يو فرانسوي ژورنالېست (نوم يې راته په ياد ندی پاتې) د World Trade Centre و حملې په باره کې څېړنې کړي وې او بيا يې يو کتاب وليکه٠ نوموړی ژورنالېست ورک شو او د مړي او ژوندي پته يې ونلګيده، کتاب يې تری تم شو او هغه انترنتي پاڼې چې دغه کتاب پکې وه، OFFLINE کړل شوې، دا ټول د CIA کار وه٠
خو په هر صورت هر څنګه چې وه سړی ورک شو ، اوس به د نوموړي ژورنالېست ليکنې ته راشو٠
ده څو غټ سببونه د World Trade Centre د ړنګېدو لامل ګڼل
1) د کارپوهانو په وينا دواړه ماڼۍ په 2005 کال کې ړنکېدلې ځکه ددوی اول منزل لا پخوا په ځمکه کې ننوتی وه
2) د دواړو ماڼيو لاندې څو سوه ټنه سره زر وه او دا د ملګرو ملتونو وه چې د ماڼيو په ړنګېدو سره ورک شول
3)په هغه وخت چې World Trade Centre ووهل شو، د امريکا د دفاع سيستم د 1 دقيقې لپاره خراب وه، دا څنګه امکان لري؟
او بله دا پوښتنه ده چې دا ولې د سهار په 9 بجو وشو؟ که دا کار د مثال په توګه د مازديګر په 4 بچو شوای وای څو لکه خلک پکې مړه کېدل٠

[quote:3da5cad1c0]څوک چه ډالرونه واخلي او جنک هم بايلوي ٠ نو غالب بايد د مغلوب سره څه وکړي[/quote:3da5cad1c0]
ايا مغلوب په بشري او اسلامي قوانينو کې هيڅ حق نلري؟ ايل غالب چې هر څه وغواړي کوي دی ؟ اسلامي او بشري قوانين دا حق ورکوي؟

په ايران کې څو کاله پخوا يو سړی په زنا نيول شوی وه اعدام شه ، غﻻبي مډيا يې تر نن پوري هم يادوي او د ايران دولت غندي، خو کله چې امريکايانو کانتينر د انسانانو ډک کړل، ويې ويشتل او بيا يې مړي په دښته کې وغورځول ، هېچا دا کار بد ونګاڼه، د امريکا په سرتېرو يې افرين وايه٠

کڅوال صيب دوخت که کمښت څخه نشم کولا ی اوس جواب درته وليکم، يو څو ساعته وروسته يې درته ليکم

په درناوي او مينه


Anonymous
08.07.2005

ښاغلی کڅوال صاحب سلامونه او ښې چارې٠

[quote:91cfb09fea]اوداڅوک دی چی ته يی مجاهدين بولی؟؟؟؟[/quote:91cfb09fea]
زه مجاهد هغه مسلمان ته وايم چې د کفارو په مقابل کې له خپل دين، خپلې خاورې او خپل ناموس څخه دفا کوي٠ او ډالر، جايداد اد پيسې يې مقصد نه وي٠
ترهګر هغه څوک دی چې د سياسي مقصد، پيسو او يو مرام لپاره په زرګونو نور خلک د اور لمنې ته ور غورځوي٠ پخپله هم قتل کوي او د نورو لپاره هم د قتل لاره هواروي٠

[quote:91cfb09fea]اوبياکه دادکړی جهادکومی مثبتي نتيجي موږ ته راوښاياست مهربانی به مو وی٠
زه خو غير له ورانې ،درپه درې،جهالت،وروروژنی٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ بل څه نه وينم٠ [/quote:91cfb09fea]

د وطن ازادي، د اسلام په چوکات کې حکومتي تګلاره ، خپل دين ساتنه، کلتور ساتنه او د کمونېزم د منځه وړل د جهاد د بعضو مثبتو نتيجو څخه حسابيږي٠
، جهاد د وروروژنې امر نه دی ورکړی، بلکې له کبيره ګناهونو څخه ګڼل کيږي٠ دا چې د روسانو په وتو سره افغانان متحد نشول ، خپل وطن يې نشو وساتلای، او د بيا جوړونې او پرمختګ په ځای يې کورنی جنک شروع کړ، د افغانانوپه ناپوهۍ باندې دلالت کوي، او انجام يې او تاسو وينۍ٠

په مينه او درناوي

همت


ملي ګټې څه وايي ؟

نقاد
08.07.2005

ښاغلي همت ته له سلام وروسته ،
وروره تاسو د حليمي صيب ځواب لاهم نه دی ويلي ، بلکې د ځواب پر ځای مو مقابلې پوښتنې پيل کړي او بس ، تاسو بايد لومړي ځواب ورکړئ او بيا پوښتنې وکړئ. زما په اند امريکا تيروتې وه چې د ايران په ضد يی پر افغانانو
باندې د طالب په نامه د پاکستان ﻻسپوڅی نا مشروع حکومت تحميل کړ.په دې تيروتنه او د طالبانو په حرام نمکۍ امريکا هغه وخت پوه شوه چې په سر يې وخوړه او اسامه د طالب له غيږې څخه د سوداګرۍ نړيوال مرکز په نښه کړ ! د طالب متحجر، نامشروع ، حرام نمکه ، تروريستي او د پاکستان لاسپوڅی رژيم د امريکا،سعود عرب او د پترو ډالر شيخانو له خوا پاکـستان ته ډالۍ شوی وه ! نو د امريکا ياري او دموکراسي صرف د خپلو ګټو له پاره ده، کومې چې په افغانستان کې نه، بلکې د منځنۍ اسيا په هيوادونو کې پرتې دي ـ افغاستان صرف ديوه چينجن غاښ ويستلو ته اړتيا لري او هغه د طالب او القاعدې ترهګری شتون دی او بس ! دې ته ټولو اسلامي هيوادونو چې د شوروي پر ضد دافغانانو پاڅون ته يې جهاد ويلي و،ترهګري وايي ، نه جهاد اود ملګرو ملتونو
د پريکړې سره سم يې امريکا او نور هيوادونه پر ضد مبارزه کوي. له ترهګرۍ ځخه اول جهاد جوړېدی نشي، او که جوړ شي بريالي کيدلی نشي ،او که بريالی شی ، د غلام له غلامۍ او منفي پايلو پرته هيڅ کومه مثبته نتيجه نه لري.
د طالب لاسپوڅ ماهيت اوس ل په ډاګه شو چې پاکستان په سرحدي سيمه کې د القاعده او طالب په پلمه د امريکايانو شتون اوږدول او ددې له پاره طالبان ورانکاريو ته ګوماري ، څو په آزادو قبايلو کې خپل پوځي شتون ته دوام ورکړي او په عين وخت کې يې د لګښت په نامه له امريکا څخه ډالر هم تر لاسه کړي. پاکستان په دې توګه هڅه کوي افغانستان سره د امريکا د دوستانه اړيکو او پوځي اډو د جوړولو مخنيوي وکړي او په دې ډول سره خپلو شومو آرمانونو ته مخه خلاصه پرېږدي ![color=blue:6050e29c97] خو که د امريکا پوځي اډې د ناتو په چوکاټ کې جوړې شي نو خوله به يې له حيرانتيا ځنې له اسلام اباد څخه تر کراچۍ پورې وشليږي او له ويرې به يې .... ته نور بړستن نه ټينګيږي ! د ډيورند منخوسه کرښه لکه د برلين ديوال له منځه تلل او د لر او بر افغان بيرته يوځای کيدل هم بيا ليرې نه دي [/color:6050e29c97] نو وروره مونږ نه امريکا غواړو، نه پاکستان او نه د پاکستان لاسپوڅي طالبان ، بلکې د خپل هيواد، ملت او خلکو سرلوړي او نيکمرغي غواړو، او دا يواځې او يواځې په اسلام ، ملي ګټو او ولسواکۍ کې، په ځانګړې توګه ددريواړو په وحدت کې لکه لعلونه نغښتي دي ! خو که پښتانه پرې پوه شي ! په درنښت !


Anonymous
10.07.2005

نقاد صيب وعلېکم اسلام او ځما سلامونه هم ومنۍ٠

حليمي صيب خو 3000 نفرو مرګ او مالي زيان يادوي، خلک خو امريکايانو خپله مړه کړ، ( بن لادن مړه کړل او بن لادن د CIA يو اجنت دی) او همدا بن لادن وه چې امريکايانو ته يې د افغانستان د نيولو لاره هواره کړه٠ جرم څو کوي او سزا څو ويني٠

په درناوي او مينه

همت


Anonymous
10.07.2005

((جرم څو کوي او سزا څو ويني٠))
همت خانه وروره !

وام بېېېکل سيي وايې ٠

دتابيل استاذ په څېر قضا و ت چه په غوسه به پنډ اودل سييد ته وو اوپه چپلاخه به يې غونج شامامد وواهه ٠

څلورکاله وسول چه نه يې ملاعمر اخوند ګيرکۍ اونه يې زوم ٠
که زه وای ملا عمر می داولمپيک زغاستی ته استوۍ ځکه چه امريکايان ورپسی څلور کاله ځغلي ګير يې نه کۍ نو په دوه درېسوه ميترو کی به يی څوک ګيرکي ؟

کندوزوال


نقاد
10.07.2005

[quote:3d5eb8092c]نقاد صيب وعلېکم اسلام او ځما سلامونه هم ومنۍ٠

حليمي صيب خو 3000 نفرو مرګ او مالي زيان يادوي، خلک خو امريکايانو خپله مړه کړ، ( بن لادن مړه کړل او بن لادن د CIA يو اجنت دی) او همدا بن لادن وه چې امريکايانو ته يې د افغانستان د نيولو لاره هواره کړه٠ جرم څو کوي او سزا څو ويني٠ په درناوي او مينه
همت [/quote:3d5eb8092c]
عليکم سلام همت صيب ښې چارې!
اسامه د سعودي ، بيا امريکا ، بيا فلسطين لنډمهاله ايجنټ دي او بيا د ځان له پاره د يو اوږود مهاله اسلامي خلافت خليفه توب غواړي . ا صلأ خو پاس امريکا وه ، ورﻻندې سعودي ، د سعودي ﻻندې اسمه بن ﻻدن او دهغهﻻندې ملا عمر او طالبان دي.په داسې حال کې چې د امريکا او سعودي سره داسامه اړيکي شلېدلې دي،د پاکستان اوطالبانوسره غښتلې پاتې دي . بده داده چې د امريکا دغه جاسوس ولې تراوسه پورې د طالبانو مشر ﻻر ښود پاتې شوی دی ؟؟؟

والسلام


نقاد
10.07.2005

[quote:695ec86c8b]نقاد صيب وعلېکم اسلام او ځما سلامونه هم ومنۍ٠

حليمي صيب خو 3000 نفرو مرګ او مالي زيان يادوي، خلک خو امريکايانو خپله مړه کړ، ( بن لادن مړه کړل او بن لادن د CIA يو اجنت دی) او همدا بن لادن وه چې امريکايانو ته يې د افغانستان د نيولو لاره هواره کړه٠ جرم څو کوي او سزا څو ويني٠ په درناوي او مينه
همت [/quote:695ec86c8b]
عليکم سلام همت صيب ښې چارې!
اسامه د سعودي ، بيا امريکا ، بيا فلسطين لنډمهاله ايجنټ دي او بيا د ځان له پاره د يو اوږود مهاله اسلامي خلافت خليفه توب غواړي . ا صلأ خو پاس امريکا وه ، ورﻻندې سعودي ، د سعودي ﻻندې اسمه بن ﻻدن او دهغهﻻندې ملا عمر او طالبان دي.په داسې حال کې چې د امريکا او سعودي سره داسامه اړيکي شلېدلې دي،د پاکستان اوطالبانوسره غښتلې پاتې دي . بده داده چې د امريکا دغه جاسوس ولې تراوسه پورې د طالبانو مشر ﻻر ښود پاتې شوی دی ؟؟؟ آيا دا د طالبانو جرم نه دی
او سزايې د همدوی په غاړه نه ده ؟؟؟ که طالب خپل دغه ترهګرپلندر اوس هم امريکا وسپاري د هيڅ سياسي امتيازاتو څخه به ونه ويستل شي او ملي روغه جوړه به ورسره وشي !
والسلام


Anonymous
11.07.2005

لوستونكو څاروان صاحب يوځاي نقاد صاحب څخه داسي پوښتنه كړي:

[quote:11d8ec4322]نقاد صيب تاسي او ډله مو په دي فكر وي چه د صليبيانو نه به د لاس وچي كار واخلي نو هغه د حرام نمكي تور چه په طالبانو لږوي بيا به له دغه كار كولو څخه ورسته ستاسي د ضمير اواز تاسي ته څه وي؟[/quote:11d8ec4322]

د څاروان صاحب دغه پوښتني په مقصد لوستونكې دلته ښه پوهيږي نو ځكه مي دلته راكافي كړي خداي دي وكړي چي څاروان صاحب راباندي غوسه نه شي. زه چه تر كومه د څاروان صاحب په پوښتنه پوه شوي يم نو په هماغه انداز به يي شرحه كړم او له نقاد صاحب څخه هيله لرم چه بغير د احساساتي كيدو څخه ورته جواب وواي.

نقاد صاحب په خپله ليكنه كې طالبان د پاكستان په منځګړتوب د امريكا پيداوار ګڼلي او بيا په دي وجه ورته حرام نمكې ويلي چې په خپل بادار باندي يي د يولسم ستمبر ګزار كولو كې د القاعده ملاتړي وه.
او همدارنګه نقاد صاحب په هيواد كې د امريكايانو په مټ حكومت جوړول غواړي او چې كله حكومت په ځان كې زور وه ګوري نو امريكايانو ته به مخه ښه ووايو او په دي هم اقرار كوي چه مونږ امريكايان نه غواړو خو اوس ورته ضرورت لرو چې كله ضرورت ختم شي نو بيا به ورته خپله اصلي څهره وه ښه يو.
دلته څاروان صاحب خپله پوښتنه مطرح كړي چه نقاد صاحب طالبان ستاسي په نظر په غيري مباشره توګه د امريكايانو پيداوار وه او تاسي يي په متسقيم ډول پيداوار يي . كله چي طالبانو امريكايانو ته خپل اصلي شكل وه ښودلو تاسي پري د حرام نمكو نوم كيښودلو خو كله چه تاسي امريكايانو ته خپل اصلي شكل ور وه ښيي نو ستاسي ضمير به تاسي ته په كوم نوم اواز كوي؟ په كوم نوم به مو نوموي؟


Anonymous
11.07.2005

يوڅاروان اوبل نقاد ، هه :?
چه دا دتنبې شاته څوک دې ؟ :?


Hemat
11.07.2005

سلامونه او ښې چارې

[quote:560b2e6487]بده داده چې د امريکا دغه جاسوس ولې تراوسه پورې د طالبانو مشر ﻻر ښود پاتې شوی دی ؟؟؟ آيا دا د طالبانو جرم نه دی
او سزايې د همدوی په غاړه نه ده[/quote:560b2e6487]

نقاد صيب ټول طالبان مجرمان ندي، يواځې هغه طالبان مجرمان دي کوم چې د امريکا او بن لادن په سياسي لوبه کې شريک وه او يا په دا لوبه پوهېدل، لکه ملا عمر يا داسې نور څو محدود کسان

[quote:560b2e6487]که طالب خپل دغه ترهګرپلندر اوس هم امريکا وسپاري د هيڅ سياسي امتيازاتو څخه به ونه ويستل شي او ملي روغه جوړه به ورسره وشي ! [/quote:560b2e6487]

طالب بن لادن د کومه ورته پيدا کړي؟ بن لادن خو لا پخوا په سپينه ماڼۍ کې ناست دی، شراب او کباب ورته رسيږي٠
او بل دا چې په رسمي ډول يې امريکا هم نه غواړي، ځکه چې بن لادن د فلم هلک دی، کله چې د فلم هلک مړ يا ونيول شو نو فلم ختميږي٠ امريکا نه غواړي دا فلم دومره زر پای ته ورسوي!

زما په نظر امريکا يو څو مهم څيزه پکار دي( ډېر نور مرامونه به هم لري خو ځما ماغزه ورته نه رسيږي :P )

1) د خپل مصرف (چې په جنګ کې يې کړای دی) څو چنده بايد بېرته په لاس راوړي
2) په خپلو نظامي زده کوونکو باندې په ژوندو انسانانو تجربې کوي٠ مثلأ د طيارې څخه کلي او کورونه بمبارد وي٠ او داسې نور
3) کلتور او مذهب مو له منځه وړي٠ که امريکايان پاتي شي نو د وخت په تېرېدو سره به د افغانستان او امريکا کلتور يو شان وي٠ ( پښتو خو يې تقريبأ درته ورکه کړي ده، دروسانو هم د پښتو ورکول يو لوی ارمان وه ٠ )
4) د امريکايانو نظامې هډې په افغانستان کې په منځنی اسيا باندې کنترول دی٠ که په کوم مملکت باندې حمله کوي ، د افغانستا څخه به نږدي پسې ورځي او ډزوي به يې

د ګرامري غلطيو په کولو سره له تاسو نه مخکې له مخکې بښنه غواړم

په درناوي او مينه

همت


Anonymous
11.07.2005

د ميلمه په بڼه (( څرګند )) شوی ورور ته له سلام وروسته.که څاروان صاحب خپله پوښتنه مطرح كړي
چه [quote:843747267a] نقاد صاحب طالبان ستاسي په نظر په غيري مباشره توګه د امريكايانو پيداوار وه او تاسي يي په متسقيم ډول پيداوار يي . كله چي طالبانو امريكايانو ته خپل اصلي شكل وه ښودلو تاسي پري د حرام نمكو نوم كيښودلو خو كله چه تاسي امريكايانو ته خپل اصلي شكل ور وه ښيي نو ستاسي ضمير به تاسي ته په كوم نوم اواز كوي؟ په كوم نوم به مو نوموي؟[/quote:843747267a] نو ښايي يواځې قاضي ته تللی وي:
١ـ امريکايانو دموکراتان نه، بلکې شمالي اتلاف واکمنۍ ته ورساوه او يو کرزي يې ورته له قدرت پرته تش په سيمبوليکه توګه په رأس کې ور وټومبه له يو يا يو دوه تنو دموکراتانو سره ، چې شخصأ د کرزي غوندې دوی هم
نه پېژنم او نه ورسره کومې اړيکې لرم . نو که څوک ما او زما غوندې نور له قدرت او حکومتي څوکيو ليرې افغانان په دې ګناه چې د اولس خير په اولسواکۍ او ملتپالنې کې ويني او د سپڅلي اسلام سره يې په وحدت کې غواړي ، د امريکا پيداوار و ګڼي ، نو هسې پر ځان به خاندي.
٢ـ داچې امريکا يان د خپل امن له پاره القاعده او د طالب مقاومت له منځه وړي ، د افغانستان له دوښمنانو بغير يې هيڅ چاته کوم تاوان نشته، بلکې ګټې په کې ويني ، نو دا ټول خلک خو به د امريکا پيداوار نه وي کنه! آيا د نړۍ ټول اسلامي هيوادونه د امريکا پيداوار دي چې د متحجرو ترهګر پالونکو طالبانو پر ضد يې د ملګرو ملتونو د پوځي مداخلې ملاتړ وکړ؟
او څنګه چې ولسواک او ملتپال ځواکونه خپلواکي تر هرڅه لومړۍ او لوړه بولي، نو ځکه بايد د پاکستان د لاسپوڅي طالب مقاومت له منځه وړل او بيا د بهرنيو ځواکونو ويستل خپل رسالت بولي. هيڅ اولسواک هيواد د بل اولسواک هيواد له خوا نه دی مستعمره شوی او نه د بل ډول پردي ځواک مستعمره پاتې شوی دی، خو ډېر اسلامي او آن عربي هيوادونه شته چې مستعمره شوي وو، که څه هم اسلام د استعمار پر ضد تر تولو سختې او بريالۍ جګړې هم کړي دي،خوداچې په خپل هيوادکې يې د مسلمانانو ولسواکي نه لرله، نو ځکه يې داستعار چيانوپر وړاندې ددفاع توان نه درلود او له ماتې سره مخ کيد ل ـ

په افغانستان کې د زياتو امريکايي او ناتو د هيوادونو د پوځ د پاتې کيدلو پړه تر اوسه پورې د طالبانو پر مقاومت غورځول کيږي ـ ددوی هم خو همدا موخه ده او بس،

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more