نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
محترم ښاغلۍ اکادمیسن اعظم سیستانی څه وايي!
م ن غروال
30.06.2005
محترمو وروڼو سلامونه ومنئ!
د محترم سسیستاني لیکنه د مقالو په برخه کي خپره شوې او په ځاي کي داسي اندېښنه کوي او ليکي :
[quote:99de50fea0]اگر همين فردا امريکاو نيروهای بين المللی ناتو ازکشور خارج شوند، پاکستان با گسيل مليشه های طالبان وبا حمايت مستقيم سازمان استخبارات نظامی آن کشور حکومت کابل را باسقوط مواجه ميکند و دوباره طالبان را برکرسی قدرت کابل مستقرميکند وآنگاه نشانی از آقايان قانونی ودوستم وربانی وسياف وفهيم واسماعيل خان ومحقق وغيره رهبران تنظيمهای جهادی وسياسی درکابل چی که حتی درافغانستان نخواهند ماند.[/quote:99de50fea0]
د هغه ليکنې ما لوستي دي ډير ښایسته مرام لري او د ملي يووالي هم زيات غوښتونکۍ دی اما دلته زه دپورتنۍ جملې په اړه داسي خپل په عرض رسوم چې قانوني او وغيره ډله به يې د هېواد په ستره محکمه کي دخپلو کړو ځواب وايي که اولسواکي انشأالله د بريو پولو ته ورسيده٠ (دغه کسان وؤ چې په کورنۍ جګړې کي يې له هيڅه هم سپما نده کړې٠ ) نو د هغوئ د ورکيدو اندېښنه چندانې ښکلۍ کلام ندي٠ او که دهغوئ پرځاي د ښاغليو کرزي، رفيع، جلالي، هېوادمل ، احدي، ولسمل، ګيلاني،احمدزي او نورو د دغه شان صاحبانو په هکله،او د اوسني نظام تګلارې رانسکوريدو په وړاندې انديښنه کړې وای، چې د سمون او اولسواکۍ لار پلې کوي، هدف د ليکنې به يې د ټولنې په واقعيتنو اتکأ درلودای٠
که نه دې کي شک نشته چې نه يوازې پاکستان به بلکه د ايران لاس وهنې به هم د تېرو څو لسيزو په شان د هېواد کورنۍ جګړې او افغان ورور وژنې کي تر خپل حد اعظم تر وسه هر څه وکړي٠
ستاسو وروڼو څه نظر دي؟
په درناوې
م ن غروال
12.09.2005
ميلمه چې ليکي : [quote:47dbf3907e]د هغوی څخه یو یی هم په خپله غروال دی ٠[/quote:47dbf3907e]زه به دومره درته وليکم چې ککرۍ کي مې يوازې له خپل پوره څښتن لوي الله جل جلاله څخه ډار الحمدالله ځاي لري او بس!
پښتون ميړه په ډګر کي توره کوي نه د پوړنې يا ټکري لاندې د ميلمه په نوم!
[color=blue:47dbf3907e]زه خوشحال کمزورۍ نه يم چې به ډارکړم
......................................................په ښکاره نارې وهم چې خائينان يئ[/color:47dbf3907e]
محمد نادر غروال هامبورګ جرمني