د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

پښتو

مرورپښتون
30.06.2005

ګرانووروڼو، ښې هېلې ومنئ٠٠
لمړۍ به يو شعر درته وليکم بيا که زماپه موخه پوه نشوی نو نورې خبرې به هم ور زياتې کړم،خو يوازينی هيله مې دا ده ،ځوابونه او خبرې به د منطق اوادب په چوکاټ کې کوؤ٠
زما په دواړو اوږو ناستو پريښتو وليکی
وليکی هرڅه چې ليکی خو په پښتو وليکئ
موخه مې دا وه چې راځئ چې پښتانه دسېالانو سره سېال کړو٠
زه دبل چا بدمرغي نه غواړم خو دپښتنودنېکمرغۍ سخت غوښتونکی يم٠
لطفأ پدې اړوند خپل خيالات اونظر څرګند کړئ، چې څنګه کوﻵی شو دې موخې ته ورسېږو
مننه،د پښتنو د نېکمرغۍ په هيله٠
مرور پښتون[color=red:7560870108][/color:7560870108]


مازدیګر
06.06.2006

زما دیار داسی خندا ده دلسو کالو مرور پخلا کوینه


Re: Pashton=Afghan=Pathan)PAP

أبوخليل
06.07.2006

[quote:e6293979e6="مرورپښتون"]ګرانووروڼو، ښې هېلې ومنئ٠٠
لمړۍ به يو شعر درته وليکم بيا که زماپه موخه پوه نشوی نو نورې خبرې به هم ور زياتې کړم،خو يوازينی هيله مې دا ده ،ځوابونه او خبرې به د منطق اوادب په چوکاټ کې کوؤ٠
زما په دواړو اوږو ناستو پريښتو وليکی
وليکی هرڅه چې ليکی خو په پښتو وليکئ
مرور پښتون[color=red:e6293979e6][/color:e6293979e6][/quote:e6293979e6]
اول خپل سلامونه در لېږم په دې هیله چي اوس به خوشاله یې
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : تاسي د ښو نومونو انتخاب کوۍ ځکه چي ستاسو په نومونو کي ستاسو د قسمت برخه شته په دې اساس اول خو ته باید مره ور ونه اوسې او باید خپل پېژندګلوي واړوې .
دوهمه به ستاسو طرح شوي موضوع ته راشو چي پښتو زمونږ او تاسي مورنۍ ژبه ده او مونږ پښتانه یو ، هم قام او هم ژبي ته د اسلامي اصولو په چوکاټ کي خدمت کول زمونږ دېني فریضه ده دا هم باید په نظر کي ونیسو که زمونږ ژبه او قام او یا هغې ته دعوت کول له مذهب ځخه تشه او معرّی شي نو د الله تعالی په وړاندي هیڅ ارزښت نلري مونږ پښتانه د یو مسلمان قوم په صفت هغه وخت د عزت مقام ته رسېدلای شو چي د اسلامي پوهي په رڼا کي خپل ټولنېز او انفرادي ژوند ته وده ورکړو .
دریمه خبره ستاسو د شعر په اړه ده چي هغه زما په خیال افراطي بڼه لري الله تعالی د ټولو کایناتو خالق او مالک چي څه کوي هغه بشپړ پوه او له هره عیبه ځخه پاک ذات دی او د هغه په انتخاب تنقید کول د مومن د عقېدې لپاره ستر زیان دی دا د هر مسلمان عقېده ده هغه چي کومه ژبه د کرام کاتبین فرښتو لپاره او د اخرت د ورځي د حساب او کتاب لپاره او په تېره بیا د جنت د خاوندانو لپاره ټاکلي او په کومه ژبه یې د انسانانو د لارښوني لپاره خپل پیغام را لېږلی هغه تر ټولو ژبو غوره او بهتره په دې اساس ده چي د الله تعالی انتخاب دی او مونږ د هغه په پرېکړه کاملاً راضي او خوښ یو او په دې وجه هغه تر پښتو غوره ګڼو خو دنورو ژبو په پرتله مو له پښتو سره بې له دې چي له نورو ژبو سره دښمني وساتو مینه ده همداراز له پښتنو لیکوالانو ځخه ټینګه هیله ده چي په پښتو ژبه کي ددین او قام لپاره هغسي لیکني وکړي چي تر هرڅه د مخه یې د الله تعالی رضا نصب العین وي ضمناً به پښتو ژبه هم وده وکړي او پوهنه به هم په ټولنه کي پراخه او تیته شي او زما په نظر پښتو صرف د پښتو او پښتونوالي لپاره له دې ځخه پرته بله څه ګټه نلري چي د قومیت په اساس مو د نورو قومونو په حسد ، بد بېني او بالاخره په دښمني اخته کړي او اسلام دا کار حرام بللی دی او ددې شعار داعیونو ته رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایې ( لیس منا من دعا الی العصبیة و لیس منا من قاتل علی العصبیة ) الحدیث
( ژباړه) د مسلمانانو له ډلي ځخه هغه څوک نه دی چي ملي ګرایې ته دعوت کوي او يا په قومیت باندي جنګېږي والسلام


Re: Pashton=Afghan=Pathan)PAP

مرورپښتون
07.07.2006

ابوخلیل وروره!
داسې کسان لکه تاسوچې په هرځای اوبې ځایه ،په هره موضوع کې اسلام ورګډوي یاهم ځان ډیرمسلمان ،مسلمان ښيي ،اکثراّ چې مالیدلي داسلام په اصولوبرابر عمل نه کوي بلکې دنوردخولې بندولواوخپلوناسموچارودخوندي کولولپاره د اسلام مبارک نوم یادوي .تاسوهم دلته بې ځایه لیکنه کړیده ځکه چې ژبه په مذهب پورې هیڅ اړه نه لري .دخدای په وړاندې ټولې ژبې بایدیوشان وي ،داچې دجنت ژبه پښتونده ماته به هرومروګیله دریږي ،لکن داچې خدای کومه ژبه غوره کوي ،هغه لوی اوپاک ذات خپل ښه پوهیږي .
نوتاسووروره مهرباني وکړی په هره موضوع کې ایت شریف اوحدیث شریف مه راوړی ځکه چې خدای مکړه دچالخوابه کومه بې احترامي شوې وي ،نوګناه یی ستاسوپه غاړه ده .
په درناوي


Re: Pashton=Afghan=Pathan)PAP

أبوخليل
08.07.2006

مروره وروره
یوځل بیا السلام علیکم
۱-ستا سو د لیک په هکله چا کومه لیکنه نه وه کړي ما ستاسو د حوصله افزایي په خاطر په هغه خپل اسلامي نظر بېله دې چي کومه بده خبره ولیکم څرګند کړ بښنه غواړم ماته ستا استر معلوم نه وو چي تاسو له کوم فکري مکتب سره تړلي یاست .
۲- تاسو کېداي شي په دې خبر یاست چي دا یواځي د اسلام ددین ځانګړتیا ده چي هغه د مسلمان په هرڅه کي ځان ور ګډوي ما نه دی ورګډ کړی زه او زما په شان بل څوک ددې حق نلري چي مذهب په یوڅه کي ګډ کړي او یایې وباسي .
۳- ستا سو په وینا هغه څوک چي له اسلام ځخه زیات ږغېږي او خپله زما په شان ور ځخه فاصله لري الله تعالی دد هغوی او اسلام تر مېنځ فاصلې ختمي کړي خو هغوی هم د نورو انسانانو په شان ملایکه نه دی او حتماً نواقص لري .
۴- الله تعالی نه یواځي د جنت ژبه پښتو نه ده ګرځولی بلکه قرانکریم هم په پښتو نه ده او د هغه غوره استاځی (ص) هم پښتون نه وو بلکه ټول اسماني کتابونه یو هم په پښتو نه وو او انبیاعلیهم السلام یو هم پښتون نه وو نور ستاخوښه که خوشالېږي او که نور هم [color=red:b17bcca551](مره ور)[/color:b17bcca551] پاته کېږي .
۵- زما دا ستا لپاره وروستنی لیک وو او نور به قضاوت لوستونکوته پرېږدو چي هغوی خپلي رایي وړاندي کړي .
په لوی الله تعالی دسپارم هغه دزمونږ ټولو زړونه او اعمال اصلاح کړي (امېن)

[color=green:b17bcca551]زما په دواړو اوږو ناستو فرښتو ولیکۍ
ولیکۍ صرف زما د نېکو او دښو ولیکۍ[/color:b17bcca551]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more