د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

new

Anonymous
27.06.2005

[b:b6888bdece]نوې موضوع [/b:b6888bdece] پښتانه وطنپالنه او غيرت لري که نه اوکه لري يې نو دوی څه ته وطنپالنه او غېرت واېي؟


نوی موضوع

Anonymous
29.06.2005

ورونو او خويندو او ښاغلی وطنمل صاحب سلامونه وراندی کوم
هغه ليکنی چه دادب دچوکات څخه وتلی وی د مخنوی ولانديز کوم ځکه له يوی خوا د دی ښکلی پاني د بد نامي موجب ګرځی له بلی خوا څه ورڅخه زده کيږی نه بله دا چه هرهغه څوک چه نوی موضوع د بحث لپار وړاندی کوی زما له نظره وړاندی شوی موضوع د ه يو څو تکړه ليکوالو ته وليږل شي بده به نوی که دټول افغان چلونکي ليکوالان خپل نظرونه تاسوته دبحث کولو لپاره وړاندی کړی ډيره به ښه وی ورسته ستاسي خوښه چه نشر ته يي سپاري او که نه ٠ زه کوم ليکوال نه بلکه د دی پانی مينه وال او لوستونکی يم ٠
په مينه


Anonymous
29.06.2005

ځوانه د پښتنو وطن پالنه د امير کروړ ، بايزيد روښان ، ميرويس خان، شيرشاه سوري ، احمد شاه ، خوشالخان ، ايمل خان او دريا خان، وزير اکبرخان ، امان الله خان ، او داود خان ه کارنامو څخه نړيوالو ته څرګند شوي دي! بيا هم وطنپالنه دوه جزه لري : يو وطن ساتنه اوبل وطن ابادونه ده!
په لومړی جز يا د وطن د آزادۍ او خپلواکۍ په ګټنه کې پښتانه بي ساري دي او په همدې برخه کې يې غيرت همت نارينتوب او زړورتيا ته نړۍ ګوته په غاښ پاتې شوې ده. له ګټلو ورسته يې په ساتنه کې دومره بيداري نه لر ي ٠
خو په دوهمه برخه يعنې د وطن په ابادولو کې ډيرپاتې راغلي دي او کله کله يې حتی خپل کور په خپل ﻻس هم وران کړی دی ، خو دغه کار ته کله کله دوښمنانو د هغو ارزښتونو په تشه پلمه هم هڅولي دي او ددوی کور يې پرې وران کړی دی ، کوم ارزښتونه چې پښتنو ته تر وطنپالنې هم لوړ دي : د سپيڅلي اسلام دفاع او ساتنه ! د ساري په توګه پاکستان د خپل وطن د ګټو له پاره هر وخت له اسلام سره لوبې کړي دي، تراوسه پورې يې ايين او قانون انګريزی دی او د امريکايانو سره يې آن د طالبانو پلوی هم ونکړ ، خو افغانان طالبان او مجاهدين يې د خپل وطن ورانولو ته د اسلام په نامه وهڅول ، لومړېيې دافغانستان اردو ړنګه کړه او بيا يې پرې ټول وطن وران او ويجاړکړ. اودافغانستان بله برخه پښتونخوا خويې په همدې بهانو پلمو دامونو او جلونو تر خيټې تيره کړې ده او س غواړي ازاد قبايل هم هضم کړي . دا د استعمار بچی هغه ښامار دی چې يوه ورځ به يې سر ټکيږي او خيټه به يې شکيږي ، څو د سيمرغانو پښتنوځاله پښتونستان ترې له خپلو لرو پښتنو بچو سره راوباسي . والسلام !



ع کريم حليمي
30.06.2005

A محترمه مېلمه او توريالی صاحب سلام
په نړۍ کښي ملکونه ،دولتونه جوړ سوه ٠ او په اوسني افغانسان کښي هم حکومتونه چوړ سوه ٠
دنړۍ ملکنو ملي کټي وه پېږندلې٠ اما افغان ملي ګټي تر نن ورځي ونه پېږندلې
اراضي ، سرحدات په ساتنه نه پوهېدل په تاريخ کښي د اول وار له پاره د جغرافيې
کتاب د امير جبيب الله خان په وخت کښي وليکل سوو او اجباري سووچه د ماښام
ترلمانځه ورسته به ملا دجغرافيې کتاب خلکوته اوروي ٠ او هم ئې د اسلامي درس په نساب کښي داخل کړي ٠ نوترغه ورسته ملايان پوه سوه چه د خاوري ساتل هم يو شرعي او قانوني حق دۍ ٠
دغه علت دۍ چه خاوره ساتلې سوو او اباده ولې ئې نسو ولي چه هيڅ دولت يا ملا پر ابادۍ څه ندي لوستي ،ليکلي
هو ملايانو همېشه داويلي ، چه همداسي هم ده چه: د مال ساتل فرض دي ٠
خو هيڅ ملا اوحکومت د ملي منافعو په ساتلو ندي امر کړي ٠
خوحکومتونو يوازي د استقلال د ساتلو نارې وهلي ٠ يعني چه پاچاهي٠٠٠٠ ساتل ٠
نو دغه سبب دۍ چه تر ملي منافعو مود شخصي کټو ساتنه کوو ٠

خبره تاسو د غيرت کړې ٠ غيرتي په معنا د دين او ناموس ساتونکي ، چه غيرتي ورته ويل کيږي ٠ دسلام دين يو اجتماعي دين دۍ ٠ که هر فرد شخصأ دين وساتي
نو په اجتماع کښي دين وساتل سو،اوحکومتونه به حد جاري ساتي (قصاص،لاس پريکېدل، سنګسار ٠ بس
او نواميس ډير دي ، ښځه،وطن ،٠٠٠٠٠٠٠٠ او ماناهم ده
اول ناموس ٠ مخصوصه ابروپرمخ ٠
دوهم ناموس ښځه
دريم ناموس ازادي
څلورم ناموس خاوره
نوټ ٠ ناموس فرق کوي تر فرد پوري ٠ چاته حکومت کول ناموس وي
غيرتي هغه چاته ويل کيږي ٠ چه د ټولوناميسو ساتنهئې لړې وي ٠
د يوه ناموس ساتنه يعني د ښځي ساتل په فردي ډول کيږي
او د نورو نواميسو ساتل په اجتماعي ډول کيږي ٠ په شورا
که کومه جامعه شورايي انتخابي نه لري ٠ نو پوره غيرتي ټولنه به نه لري ؟؟؟


نوی موضوع

Anonymous
01.07.2005

ډير محترم استاد شاغلي حليمي صاحب او محترم ميلمه A.
ستاسو ليکني نه يوازی داچه ديوی پوښتني ځواب دی بلکه د دښمنانو په زړونو لوی ګذار هم دی ٠ دير خوش يم او وياړم چه ستاسو په شان تکړه او با غيوره ليکوالان لرو ستاسو ليکني نه يوازی ماته بلکی ټولو لوستونکو ته يو درس هم دی . د ټول افغان پانه په رشتيا سره هم چه ډير تکړه او په وطن مين ليکوالان لری او تل يي د وطن دښمنانو ته نه يوازی خوله ماتونکې ځوابونه بلکه علمي ځوابونه يي ورکړی دي٠
تر کومه ځايه چه ماد تول افغان مينه والو څخه اوريدلي دی د محترمي او غيرتي خور الفت صاحبی ليکني چه پرما لکه خور ګرانه ده او د زړه نه ورته احترام لرم ، محترم استاد نقاد صاحب په رشتيا چه ډيری علمي او په زړه پوری ليکني يي کړی او هره ليکنه يي مونږ لپاره نه يوازی درس دۍ بلکه د وره ځني ږوند تګ ﻻره هم ده ، دمحترم استاد غروال صاحب ليکني چه نه حيرويدونکي ليکني يي کړي دی استاد غروال صاحب تير کال زه په کابل کي وم چه ستاسو يوه ډيره علمي ليکنه نشر سوله د افغانستان او ډيموکراسي تر عنوان ﻻندی چه د ډيرو افغانانو خوښه شوله او که دا ليکنه مو يو ځل بيا نشر ته وسپارۍ بده به نوی، او اوس به محترم استاد ازاد نظر صاحب يادکړم چه پر مونږه ډير ډير ګران دی او ډير وخت ګيږی چه دده ليکني مي ندي تر سترګو شوي الله د خير وکړي هيله من يم چه روغ او جوړ اوسي ستاسو ليکني زه په ډيره مينه لولم او تل مو د وطن اوازادۍ دښمنانو ته نه هيريدونکي ځوابونه ورکړی دی ٠ او تاسو خپله محترم استاد حليمي صاحب ستاسو اسلامي ليکني زمونږ لپاره غټ درس دی ،د دغه ټولو ليکوالانو ليکني ډيری په زړه پوري دی او په اکثره افغانانو ډير ګران دی ٠ اباد او تل خوشحاله اوسي ٠
ژوندي دی وی افغانستان زنده باد افغانستان



ع کريم حليمي
01.07.2005

ښاغلې تورياليه وروره او درنو لوستونکو ښې چاري له الله څخه درته غواړم !
تورياليه ! توريالی خو يي نو په خپل کاروبارکښي دي بريالی غواړم ٠
رشتيا چه علياخور الفت يوه پښتنه ليکواله او شاعره ،دلوړ فکر اومتفکره خور ده
داچه ډير وقت کيږي و ټول افغان ته ئې سر ندۍ راښکاره کړي ٠
تمنا لرم چه ليکني بياشروع کړي ٠ او زموږ ته سعادت ،برکت راپه نصيب کړي
او داچه ماته هم ګران دوستان دي ستايلي
محترم استاد نقاد صاحب په رشتيا چه ډيری علمي او په زړه پوری ليکني يي کړی او هره ليکنه يي مونږ لپاره نه يوازی درس دۍ بلکه د وره ځني ږوند تګ ﻻره هم ده ، دمحترم استاد غروال صاحب ليکني چه نه حيرويدونکي ليکني يي کړي دی استاد غروال صاحب تير کال زه په کابل کي وم چه ستاسو يوه ډيره علمي ليکنه نشر سوله د افغانستان او ډيموکراسي تر عنوان ﻻندی چه د ډيرو افغانانو خوښه شوله او که دا ليکنه مو يو ځل بيا نشر ته وسپارۍ بده به نوی، او اوس به محترم استاد ازاد نظر صاحب يادکړم چه پر مونږه ډير ډير ګران دی او ډير وخت ګيږی چه دده ليکني مي ندي تر سترګو شوي الله د خير وکړي هيله من يم چه روغ او جوړ اوسي ستاسو ليکني زه په ډيره مينه لولم او تل مو د وطن اوازادۍ دښمنانو ته نه هيريدونکي ځوابونه ورکړی دی ٠


Anonymous
01.07.2005

نو يوه نړۍ مننه ٠
حليمي


نقاد
02.07.2005

[color=cyan:beccf8add4]په ګردو ملايانو کې صرف يو ملا علمي دی .
..................................................استاد د استادانو مو استاد صيب حليمي دی

ژوندی دې وی ژوندی چې يوه پانګه د ملت ده
...............................................................حليم او سليم عقل دد ه، نښه د رحمت ده

خاونده طالبان زمونږ دده پسې روان کړې
................................................... څاروان او طالب جان دده د ﻻرې پيروان کړې

ملا د خدای رحمت دی يا افت په امتي دی
....................................................... ر حمت په حليمي چې د ملت په غم ستي دی ٠[/color:beccf8add4]


Anonymous
02.07.2005

دټول افغان ويب پانه چى سوله راښكاره
به خوشحاله سوله ټوله بښتانه
پكښى دى عالمان چى پوهيږى په هر څه
دارنګه به بل نه وى لكه ليكونه دهغه ( حليمى )
عادل وطنمل مو يوه لويه بټه خزانه ده
څاروان ئى شاته ګورى چى هر كرښه بى څه نه ده
غزوال ته هلته ګورى به هيرت كى پريولى
ليكونه دهغه دښمنان دى شرمولى
دنقاد صاحب ليكونه مو هير نشى
هر يو ليك ئى ددسمن بر زره كزار شى
خالد هادى چى يوار راښكاره شى
دافغان ويب پا نه ټوله به ښائيسته شى
د بښتو دمينى بتنګ ته وكورى
به پښتوكى ئى بښتانه دى هيران كړى
د خور الف شعرونه كه ئى وګورى
مينه ئى كندهار دى جى ئى سوزى فرديسى

زه ابو محمود شاعر نه يم خفه راڅخه نشى
كه ئى تاسو كرى راسه ډيربه به تكليف نه شى


م ن غروال
02.07.2005

ښاغلۍ توریالۍ ورور سلامونه ومنئ!
پدي وسيله غواړم له تاسو د زړه له کومي مننه وکړم٠ دا چې د استاد خطاب مو راته کړۍ دي زمونږ له سويې ډير لوړ مقام دي٠ ستاسو نهايت لطف دي او مهرباني ده٠
تر کومه چې د هېواد دسولې ثبات او په ګران هېواد افغانستان کي د جګړې د ورکيدو لپاره په ککرۍ او قلم کي څه لرم هغه به د ايماني او افغاني احساس پر بنسټ ليکم٠
شته په ټول افغان کي داسي کسان چې د پښتونولې او اسلام نارې وهې او له دغه لار خلک د اور جګړو ته ورټيل وهي خو مونږ به يې په منطقي استدلال او د هېواد د روانو او تېرو چارو او پېښو په څېړلو او په نظر کي نيولو سره خپل ځوابونه درنو او معززو لوستونکو ته په عرض رسوؤ٠
د افغانستان او ديموکراسۍ تر عنوان لاندي ليکنه اوس هم په ټول افغان کي پرته ده که محترم وطنمل صاحب لازمه وبلله نو د مقالو په برخه کي به يې دا ځل خپره کړي ٠
[color=yellow:012ba01272]د ښاغلي سمسور پوښتنه به هم کم و زيات ځواب کړم :[/color:012ba01272]
[color=#444444:012ba01272]
ښاغلۍ سمسور ورور وروسته له سلامونو غواړم عرض وکړم چې پوښتنه مو د نيوکيزې بنسټ لري چې پښتانه ولې وطنپال ندي او ولې غيرت نلري؟
که داسي مو مطرح کړې وای چې پښتنو کي څوک وطنپال او څوک هم غيرتي کيدای شي وي نو ځواب به لږ خپل لور موندلاي وای٠
او دا هم غوره بولم چې ياده يې وکړم چې دلته بايد تاسو ته هماغه پښتانه چې ستاسو له نظره نه وطنپال دي او نه هم غيرتي، بايد په ډاګه او په روښانه ډول يې وليکئ، که نه طبيعتاً په هر قوم کي هم وطنپال موندل کيږي او هم وطن پلورنکي! هم غيرتي به پيدا کيږي او هم بې غيرته!
نو في الحال مو پوښتنه داسي ځواب لري:
هو! بې له شکه چې پښتانه له ټولو زيات د هر بل قوم په پرتله په وطن مين او خورا وطنپاله دي٠
غيرت؟ دا مو خورا بدرنګه کلمه کارولې ده غيرت د پښتنو يو د هغو کلتوريزو او فرهنګيزو له جملې څخه شميرل کيږي چې د پښتنو د کلتور يوه لويه پانګه او يو د وياړ بنسټ جوړوي٠
اما دا چې تاسو څه ته غيرت واياست او څه ته هم نه! څه ستاسو په وړاندې وطنپالنه ده او څه هم نه! دا اړه لري ستاسو په هغه اخيستنو چې له خپل پښتونولۍ او خپلې ټولنې مو اخيستي دي٠
په درناوې[/color:012ba01272]


new

Anonymous
06.07.2005

[quote:cffb651cc2="غروال"]ښاغلۍ توریالۍ ورور سلامونه ومنئ!
پدي وسيله غواړم له تاسو د زړه له کومي مننه وکړم٠ دا چې د استاد خطاب مو راته کړۍ دي زمونږ له سويې ډير لوړ مقام دي٠ ستاسو نهايت لطف دي او مهرباني ده٠
تر کومه چې د هېواد دسولې ثبات او په ګران هېواد افغانستان کي د جګړې د ورکيدو لپاره په ککرۍ او قلم کي څه لرم هغه به د ايماني او افغاني احساس پر بنسټ ليکم٠
شته په ټول افغان کي داسي کسان چې د پښتونولې او اسلام نارې وهې او له دغه لار خلک د اور جګړو ته ورټيل وهي خو مونږ به يې په منطقي استدلال او د هېواد د روانو او تېرو چارو او پېښو په څېړلو او په نظر کي نيولو سره خپل ځوابونه درنو او معززو لوستونکو ته په عرض رسوؤ٠
د افغانستان او ديموکراسۍ تر عنوان لاندي ليکنه اوس هم په ټول افغان کي پرته ده که محترم وطنمل صاحب لازمه وبلله نو د مقالو په برخه کي به يې دا ځل خپره کړي ٠
[color=yellow:cffb651cc2]د ښاغلي سمسور پوښتنه به هم کم و زيات ځواب کړم :[/color:cffb651cc2]
[color=#444444:cffb651cc2]
ښاغلۍ سمسور ورور وروسته له سلامونو غواړم عرض وکړم چې پوښتنه مو د نيوکيزې بنسټ لري چې پښتانه ولې وطنپال ندي او ولې غيرت نلري؟
که داسي مو مطرح کړې وای چې پښتنو کي څوک وطنپال او څوک هم غيرتي کيدای شي وي نو ځواب به لږ خپل لور موندلاي وای٠
او دا هم غوره بولم چې ياده يې وکړم چې دلته بايد تاسو ته هماغه پښتانه چې ستاسو له نظره نه وطنپال دي او نه هم غيرتي، بايد په ډاګه او په روښانه ډول يې وليکئ، که نه طبيعتاً په هر قوم کي هم وطنپال موندل کيږي او هم وطن پلورنکي! هم غيرتي به پيدا کيږي او هم بې غيرته!
نو في الحال مو پوښتنه داسي ځواب لري:
هو! بې له شکه چې پښتانه له ټولو زيات د هر بل قوم په پرتله په وطن مين او خورا وطنپاله دي٠
غيرت؟ دا مو خورا بدرنګه کلمه کارولې ده غيرت د پښتنو يو د هغو کلتوريزو او فرهنګيزو له جملې څخه شميرل کيږي چې د پښتنو د کلتور يوه لويه پانګه او يو د وياړ بنسټ جوړوي٠
اما دا چې تاسو څه ته غيرت واياست او څه ته هم نه! څه ستاسو په وړاندې وطنپالنه ده او څه هم نه! دا اړه لري ستاسو په هغه اخيستنو چې له خپل پښتونولۍ او خپلې ټولنې مو اخيستي دي٠
په درناوې[/color:cffb651cc2][/quote:cffb651cc2]
غروال صاحب ,
زما په اند غیرت د خپل حق نه ننگه اودبل دحق درناوی دی .نه داچې دیوی چرگی په سر ,یا دیوی لویشتی ځمکی په سر انسان ووژنی یا دا چی دوطن دخپلواکی , دولس دنیکمرغی اویا اسلام په نومونو دخپلووطنوالو, خپلومسلمانو وروڼوپه ستونی چاړه راتیره کړی اوځان غیرتی وبولی .
زه غيرت دابولم چي زما لباس دي تربله پاك اوشاييسته وي,كورمي دي تربله ښكلي وي ,كوڅه مي دي پاكه وي ,وطن مي دي اباداوسمسوروي, پرخبله ژبه په خبروكولوسره دي تهديد نه شم , دافغان غول به نوم دي يادنه شم ,او......
زما به نظر دهاتي سره زوروهل غيرت نه بلكه دبې عقلي ده,داغيرت ندي جي دوطن اوولس دوژل کيدو او تباهۍ سبب وګرځو ،ماشومان ووژنو،له بله پلوه زه ځکه پکر کوم چی موږدغیرت په مانا نه پوهیږو چی نن ورځ موږنشوكولاي چي په خپله خاوره ,خپل ټاټوبی اودپلارنیکه په کورکی له خپلوحقونو نه ننگه وکړو.پارسیبا ن چی 15 په سلو کی دی اوموږ 65په سلو کی , زموږټول حقوق یی ترپښولاندی کړی دی ,له بله پلوه تاسو وګوري ترنن ورځي پوري ماديوه پارسيبان څخه ندي اوريدلي چي دايراني يادتاجكستاني بديي وييلي وي سره لدي چي ايران زموږ تاريخي دښمن دی،زموږ دخاورې،زموږ دژبې،زموږ دکلتوراوزموږ دوياړنو دښمن ،خوهغوی ځکه ورته بد نه وايي چې ددوی هم ژبي دي٠خو موږ غيرتي پښتنو ته وګوره،داسمه ده چې دپاکستان حکومت زموږ دښمن دی، لاکن دهغه ځای پښتنو زموږ سره دوروڼو په څېر سلوک کړی دی،موږ يي خپل ځان ګڼلي يو ،زموږ دپارسيبانو وروڼوپدې نده ورسره چې ګواکې پردوی افغانستان ډېر ګران دی بلکې بدي يي پدی ده ورسره چې هغوې پښتانه دي،زموږ هوښيار پښتانه پرته لدې چې پوه شي چې دلاندې پښتنو سره په دښمنۍ کولو سره موږ ددښمن پرژرنده اوبه ورخوشې کوو،دخپل ورور پسې سپکې سپورې واېو اوفارسيوان هلته خوشاله وﻻړ وي وايي چې افغان های غول در بين خود چنګاؤ استند٠
نو ګرانه وروره که وموږ ځانونه غيرتي بولو راځئ چې دپښتنو حقوق ترﻻسه کړو او
دعلم اوپرمختګ په ﻻره يي روان کړو هله به په رښتيا چې غيرتي يو٠

په درناوي٠


Anonymous
06.07.2005

سمسورخانه چه ته په همدې ټينګ يی چه وايی

((لاکن دهغه ځای پښتنو زموږ سره دوروڼو په څېر سلوک کړی دی،موږ يي خپل ځان ګڼلي يو))

نوماته وښيه چه کوم پښتون په پيښور کی کوم افغاني دخدای لپاره ساتلې ؟
ګاوخانې يی هم په کرايه ورکړی وې
او ګرانه د پښتون څخه دی د پارسيوان قدر زيات وو او د افغانستان کوم پښتون په پښتو ژبه څه کوولای شو ؟
اولسمل دپښتو په نوم بندي وو ، عبدالرحمن الفت او مجروح ولی قتل شول ؟

دخراسان کيمپ درڅخه هېر دې که هغه وخت نه وی زېږيدلې ؟

پوه اود فکر پښتانه په پيښور کی ترورکيدل کوم پښتون راجګ شوې وو چه ووايي چه دازموږ ورونه دي او ولی ؟


مرورپښتون
09.07.2005

[quote:037de14faa="Anonymous"]سمسورخانه چه ته په همدې ټينګ يی چه وايی

((لاکن دهغه ځای پښتنو زموږ سره دوروڼو په څېر سلوک کړی دی،موږ يي خپل ځان ګڼلي يو))

نوماته وښيه چه کوم پښتون په پيښور کی کوم افغاني دخدای لپاره ساتلې ؟
ګاوخانې يی هم په کرايه ورکړی وې
او ګرانه د پښتون څخه دی د پارسيوان قدر زيات وو او د افغانستان کوم پښتون په پښتو ژبه څه کوولای شو ؟
اولسمل دپښتو په نوم بندي وو ، عبدالرحمن الفت او مجروح ولی قتل شول ؟

دخراسان کيمپ درڅخه هېر دې که هغه وخت نه وی زېږيدلې ؟

پوه اود فکر پښتانه په پيښور کی ترورکيدل کوم پښتون راجګ شوې وو چه ووايي چه دازموږ ورونه دي او ولی ؟[/quote:037de14faa]
مېلمه وروره ،قربان دي شم ولې نه غواړی چې ځان پوه کې ٠ته وايي چې هلته ته پخپلوپېسو اوسېږې دا درسته ده،خو په همدغو پيسوته اېران ته ﻻ ړشه هلته دې
ژوند کولو ته نه پرېږدي،خو که ته وايي چې پېسې دې هم درنه نه اخلي ،دا نو په کابل چې زموږ خپل وطن کله بې پيسو ؤ٠بله دا چې ما ډيره موده په نورو ځاېونو
کې هم مهاجرت کړی، چې په خپلو پيسو يي هم ځای نه راکوه او افغانانو ته يي دسپي په سترګه کتل٠موږ دپوليسو له ﻻسه له کوره نه شوو وتلی،په هر ګام به يي
توهينولو،خو په ١٩٩٨ کال کله چې زه پېښور ته راغلم،نو فکر مې وکړ چي په خپل کور او کلي کې يم ،نوګرانه وروره،هلته هم ښه خلک شته او بد خلک هم شته،موږ
هم ډېر ې نيمګړتياوي لرو٠ دا هرګز دا مانا نلري چې موږ دوی ټولوته بدووايو،بلکي
متل دی چې وايي ،که غوشايه دي د خپل غوايه دي٠
نووروره پښتون چې هر چېرې وي زموږ وروره دی ،که خراب انسان وي هڅه بايد وکړو چې پوه يي کړو،نه دا چي توهين يي کړو ،کنځل ورته وکړو يا بد رد ورته ووايو،تاسو پارسيوانو ته وګورئ چې دخپلو تاجکو خرو هم صفت کوي٠
خدای دې وکړې چې زما په هدف پوه شوي ياست٠
مننه وروره،په درناوي


Re: new

Anonymous
10.07.2005

[quote:a00e377a9c="samsor"][b:a00e377a9c]نوې موضوع [/b:a00e377a9c] پښتانه وطنپالنه او غيرت لري که نه اوکه لري يې نو دوی څه ته وطنپالنه او غېرت واېي؟[/quote:a00e377a9c]نوماته وښيه چه کوم پښتون په پيښور کی کوم افغاني دخدای لپاره ساتلې ؟


Re: new

Anonymous
10.07.2005

[quote:996cb2b0cf="Anonymous"][quote:996cb2b0cf="samsor"][b:996cb2b0cf]نوې موضوع [/b:996cb2b0cf] پښتانه وطنپالنه او غيرت لري که نه اوکه لري يې نو دوی څه ته وطنپالنه او غېرت واېي؟[/quote:996cb2b0cf]نوماته وښيه چه کوم پښتون په پيښور کی کوم افغاني دخدای لپاره ساتلې ؟[/quote:996cb2b0cf]
مېلمه وروره ته ټوکې کوې، ته ماته وښايه چې کوم پښتون په افغانستان چا دخدای لپاره ساتی دی، که په پېښور کې کور په ٥٠٠٠ نيسي تر هغه زرواره خراب کور په
لس زره هم په خپل وطن کي نه شي پيدا کولی،بله دا چې موږ مفت خوره عادت شوو،
هر څه په مفته غواړو، ولې مو د خدای لپاره وساتي٠ څه ګدايي ګر خو نه يو بيا موږ
څه داسې لوی کار ددوی لپاره کړی دی چي مفت مو وساتي دا دې هم خدای ښه ورسره وکړي چې له هغه ځايه مو پ لغتو نه باسي، ځکه چې موږ ددې په ځای چې ددی څخه مننه وکړو ،هغوی مو تل توهين کړي دي،وايي چې که سړی بل ته يوه ګوته
نيسي نوځانته څلور٠مخکې تر دې چې موږ له هغوې نه ګيله وکړو راځئ چې ځانته
وګورو چې موږ دهغوی په وړاندې څه کړي دي٠د هغوی سره دښمنې کول،دهغې څانګې غوڅول ي چې پرې ناست يو،ددوی بدمرغي او نيکمرغي زموږسره او زموږ
له دوی سره تړلې ده٠
ميلمه وروره خدای دی وکړي چې زما خبرې درباندې بدې نه وي ګېدلې٠يو ځل بيا
هم ښه پکر پرې وکړه زه ډاډه يم تاسو به زما سره دا خبره ومنئ٠
يوه نړۍ مننه٠



ع کريم حليمي
16.07.2005

مېلمه ورورته سلامونه
زه ستاسو د دغي ليکني سره پوره موافق نه يم ٠ ولي چه غيرت په لغت کښي د دين او ناموس ساتلو ته ويل کيږي ٠ اوپه اصطلاحاتو کښي لکه لبړ هرڅه ځيني جوړيږي
اړه ستاسو په منطق ،استدلال پوري پيداکوي ٠

مېلمه ليکلي دي چه :-[quote:9426f5771d]زما په اند غیرت د خپل حق نه ننگه اودبل دحق درناوی دی . دیوی چرگی په سر ,یا دیوی لویشتی زمکی په سر انسان ووژنی
یا دا چی دوطن دخپلواکی , دولس دنیکمرغی اویا اسلام په نومونو دخپلووطنوالو, خپلومسلمانو ورونوپه ستونی چاره راتیره کری اوچان غیرتی وبولی . زه غيرت دابولوجي زما لباس دي تربله باك اوشاييسته وي,كورمي دي
تربله شكلي وي ,كوڅه مي دي باكه وي ,وطن مي دي اباداوسمسوروي, برخبله زبه به خبروكولوسره دي تهديد نه شم , دافغان غول به نوم دي يادنه شم ,او......
زما به نظر دهاتي سره زوروهل غيرت نه بلكه د غقلي ده,داغيرت ندي جي دوطن اوولس له بله پلوه زه زکه پکر کوم چی موژدغیرت په مانا نه پوهیژو چی
نن ورچ موژنشوكولاي جي په خبله خاوره ,خپل تاتوبی اودپلارنیکه په کورکی له خپلوحقونو نه ننگه وکرو.پارسیبا ن چی 15 په سلو کی دی اوموژ 65په سلو کی , زموژتول حقوق یی ترپشولاندی کری دی ,له بله بلوه تاسو وكوري ترنن ورجي بوري ماديوه بارسيبان ججه ندي اوريدلي جي ايراني يادتاجكستاني بديي وييلي وي سره لدي جي [/quote:9426f5771d]
[quote:9426f5771d]زه زکه پکر کوم چی موژدغیرت په مانا نه پوهیژو [/quote:9426f5771d]
هو زه هم پوهيږم ٠ موژ نه تاسوبه دغيرت په مانا نه هيږي ؟؟؟


Anonymous
18.07.2005

[quote:6515bfc210="عبدالکريم حليمي"]مېلمه ورورته سلامونه
زه ستاسو د دغي ليکني سره پوره موافق نه يم ٠ ولي چه غيرت په لغت کښي د دين او ناموس ساتلو ته ويل کيږي ٠ اوپه اصطلاحاتو کښي لکه لبړ هرڅه ځيني جوړيږي
اړه ستاسو په منطق ،استدلال پوري پيداکوي ٠

مېلمه ليکلي دي چه :-[quote:6515bfc210]زما په اند غیرت د خپل حق نه ننگه اودبل دحق درناوی دی . دیوی چرگی په سر ,یا دیوی لویشتی زمکی په سر انسان ووژنی
یا دا چی دوطن دخپلواکی , دولس دنیکمرغی اویا اسلام په نومونو دخپلووطنوالو, خپلومسلمانو ورونوپه ستونی چاره راتیره کری اوچان غیرتی وبولی . زه غيرت دابولوجي زما لباس دي تربله باك اوشاييسته وي,كورمي دي
تربله شكلي وي ,كوڅه مي دي باكه وي ,وطن مي دي اباداوسمسوروي, برخبله زبه به خبروكولوسره دي تهديد نه شم , دافغان غول به نوم دي يادنه شم ,او......
زما به نظر دهاتي سره زوروهل غيرت نه بلكه د غقلي ده,داغيرت ندي جي دوطن اوولس له بله پلوه زه زکه پکر کوم چی موژدغیرت په مانا نه پوهیژو چی
نن ورچ موژنشوكولاي جي په خبله خاوره ,خپل تاتوبی اودپلارنیکه په کورکی له خپلوحقونو نه ننگه وکرو.پارسیبا ن چی 15 په سلو کی دی اوموژ 65په سلو کی , زموژتول حقوق یی ترپشولاندی کری دی ,له بله بلوه تاسو وكوري ترنن ورجي بوري ماديوه بارسيبان ججه ندي اوريدلي جي ايراني يادتاجكستاني بديي وييلي وي سره لدي جي [/quote:6515bfc210]
[quote:6515bfc210]زه زکه پکر کوم چی موژدغیرت په مانا نه پوهیژو [/quote:6515bfc210]
هو زه هم پوهيږم ٠ موژ نه تاسوبه دغيرت په مانا نه هيږي ؟؟؟[/quote:6515bfc210]
حليمي صيب!!!!
لمړۍ خوداچې تاهلته ددووکسانوليکنې سره ګډې کړې دي ،چې دميلمه اوزما ياني
سمسورليکنې دي.دويم داچې تاسوله دين څخه هغه دورږى کيسه جوړه کړې ده ،چې
هره موضوع وي تاسودين پکې راغورځوئ. افغانانوتردې دمخه چې مسلمانان شي هم غيرت درلوده،هم يي ناموس درلوده ،زما په اندغيرت اوناموس په دين اومذهب پورې اړه نه لري.سړى کېداى شي چې لادينه وي لاکن غيرت ولري اوبرخلاف کيداي شي چې کلک مذهبي وي خوغيرت ونه لري چې ډيرداسې مثالونه يې هم شته.
نوزما هيله له تاسوڅخه داده چې په راتلونکي کې له دېني اړخ سربېره نور اړخونه هم په بحث کې له پامه ونه غورځوئ او بحث وکړئ .
منندوی به مو يم .



ع کريم حليمي
18.07.2005

مېلمه صيب !!!
[quote:678dec8ea4]خوخداى خبرچې څومره به عقيدي ته وفادارياست که نه؟؟؟؟؟؟؟!!!!!!!!!!!!! [/quote:678dec8ea4]
غنظ مه کوه ! او زه انشاالله غاضف حاله يم ګروم مه کوه او ته نور خلګ د غيظ حالت ته مه ټېله کوه ٠ او د ځان سره د هغه ميوه داري درختي چم مه که
لکه د غاف درخته ٠ او تا سو لکه فقوص لږ څه وخت ته مو ضرورت درلو دۍ او هر سړئ غياف نه دۍ ٠ او که يم نه مي وينې ٠ ګمان کوم چه فيس به ياست
په غياث اللغات کښي وګورۍ بيا په منتخب اللغات کښي هلته د غيرت او نورو لغاتو معناوي سته ٠
نوټ ٠ د فسفاس څه خوابدۍ نه زه کوم او مه ئې تاسو کوۍ ٠


Anonymous
18.07.2005

تاسو ته چه اسلام نه وو راغلۍ او عربي ژبه مو هم نه وه زده ٠ د سانسيګرټ لغتونه
مو کار ول ٠ په پښتو کښي کله د غيور لغت چه صفت دي ٠ چيري وو
غيرت چه مصدر دۍ چيري وو ٠
په دا داسي غښتلې انکريزي کښي ئې والله که لري ٠ دغيرت لغت
غيرت خوانګريز داسي ترجمه کوي چه : چه نه ئې پېږني او نه ئې لري چه نه پېژني نو د کومه به ئې کړي ٠ ٠zeal, enthusiasm, jealousy, emulation
zeal معنا شوق ، زوق ،ګرمي ،متعصب ، خير خواهي ٠٠٠٠٠
enthusiasm معنا اشتياق ، جديت ،ذوق (sense of taste )
jealousy معنا حسادت
غيور په عربي کښي كثيرالغيرة ويل کيږي
لس کاله درته جواز دي که دي بله معني وکړه ٠ بيله دين او ناموس ساتني (غيرتي )



ع کريم حليمي
18.07.2005

تاسو ته چه اسلام نه وو راغلۍ او عربي ژبه مو هم نه وه زده ٠ د سانسيګرټ لغتونه
مو کار ول ٠ په پښتو کښي کله د غيور لغت چه صفت دي ٠ چيري وو
غيرت چه مصدر دۍ چيري وو ٠
په دا داسي غښتلې انکريزي کښي ئې والله که لري ٠ دغيرت لغت
غيرت خوانګريز داسي ترجمه کوي چه : چه نه ئې پېږني او نه ئې لري چه نه پېژني نو د کومه به ئې کړي ٠ ٠zeal, enthusiasm, jealousy, emulation
zeal معنا شوق ، ذوق ،ګرمي ،تعصب ، خير خواهي ٠٠٠٠٠
enthusiasm معنا اشتياق ، جديت ،ذوق (sense of taste )
jealousy معنا حسادت
غيور په عربي کښي كثيرالغيرة ويل کيږي
لس کاله درته جواز دي که دي بله معني وکړه ٠ بيله دين او ناموس ساتني (غيرتي )
همت هر قوم لري ٠ که عقيده لري که ئې نه لري (goodofficess ) لکه خلقيانو چه در لودۍ ٠ کابل ئې تر اخيره وساتلۍ لکه ناوکۍ ٠ غيرت والا غيرت وشرماوه


غيرت

Anonymous
23.07.2005

[quote:eb3ea55b51="Anonymous"]تاسو ته چه اسلام نه وو راغلۍ او عربي ژبه مو هم نه وه زده ٠ د سانسيګرټ لغتونه
مو کار ول ٠ په پښتو کښي کله د غيور لغت چه صفت دي ٠ چيري وو
غيرت چه مصدر دۍ چيري وو ٠
په دا داسي غښتلې انکريزي کښي ئې والله که لري ٠ دغيرت لغت
غيرت خوانګريز داسي ترجمه کوي چه : چه نه ئې پېږني او نه ئې لري چه نه پېژني نو د کومه به ئې کړي ٠ ٠zeal, enthusiasm, jealousy, emulation
zeal معنا شوق ، زوق ،ګرمي ،متعصب ، خير خواهي ٠٠٠٠٠
enthusiasm معنا اشتياق ، جديت ،ذوق (sense of taste )
jealousy معنا حسادت
غيور په عربي کښي كثيرالغيرة ويل کيږي
لس کاله درته جواز دي که دي بله معني وکړه ٠ بيله دين او ناموس ساتني (غيرتي )[/quote:eb3ea55b51]
ګرانه اودرنده وره ميلمه !!!
دادرسته ده چې په ځينوژبوکې به دغيرت لپاره لغت نه وي اوياخوبه دوى غيرت بل
شي ته وايي لاکن داددې دليل نه شي کيداى چې لغت ونه لري نوغيرت هم نه لري .
له بله پلوه دتاسو دويلوله مخې داسې څذګنديږي چې افغانانوتر اسلام دمخه غيرت
نه درلوده .عربان به دغيرت لپاره لغت ولري خوغيرت نه لري نودامانا دانه شوه چې څوک دغيرت لپاره لغت ولري نوغيرت به هم هرومرولري ،دوى دغه لغت دنورووګړو
لپاره چې غيرت ولري کاروي ،نه دځان لپاره .
سمسور



ع کريم حليمي
23.07.2005

ګرانه اودرنده وره سمسور صيب سلام !
زماخبره بنا پردې ده چه له ځانه غياث اللغات نه ليکي ٠ ولي چه د لغاتونو له پاره
غياث اللغات ليکل سويدي ٠ عربي ژبه ډيره نوې ژبه ده ډير اوږد تاريخ نه لري
تر مبارک 700 وه کاله زړه ده ٠ چه و پښتوژبي ته ډيره ځوانه ده ٠
خو عزت ،غيرت ،همت ٠ عزتمن ،غيرتي ،همتي ٠ خپلي ژبي ته رااړولي دي ٠
اوهم مو د محکمې الفاظ لکه عدالت ،مساوات ،غل،٠٠٠٠٠ ځيني اخستي دي
نه چه پښتنو بلکي انګريزانو مثلأ thug له عربو اخستۍ دۍ ٠ داسي نه ده چه عربي
يوازي يوه اخلاقي او طبي ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ زخيره لري بلکي thugs خلګو د زبي زخيره هم لري ٠ او پښتانه ئې نه لري مثلأ رزيل ، فاحش ،ارزل ، خباست، خناس چه صيغه مبالغه ده (وسواس چه زړه ته اچوي )
هره ژبه چه لوړ ادبيات لري په مقابل کښي ډېر قبح ،شنع لغاتونه هم لري
چه پښتوترې خلاصه ده ٠ د ښکنځلو
په پښتنو کښي ممکن ده چه رزيل ، رزالت هم وي ٠ الفاظ ئې نه لري ٠ د نور ژبوڅه کار اخلي ٠ تر دې اندازې چه صورتي موئنث نوم نه لرو يوازي د نر وهغې ته نوم لرو
چه واضح ده چه (ڼ)
هو دوه زره کاله د مخه زه دا قضاوت نه سم کولې چه پښتنو غيرت درلودۍ که يا
او ځان ته به اجازه ورنکړم چه پر بې غيرتۍئې قلم وښورم ٠ زما د پاره عيب دۍ


Anonymous
24.07.2005

حليمي جانه د وه خبرو سره يوځاي كولو څخه ورسته دي ځان ځواكمن وليده نو ځكه دي د ميلمه په نوم ورور ته داسي چيلنج وركړو
[quote:70ec75a3f9]غيور په عربي کښي كثيرالغيرة ويل کيږي
لس کاله درته جواز دي که دي بله معني وکړه ٠ بيله دين او ناموس ساتني (غيرتي )[/quote:70ec75a3f9]
خو ګوره ياد لره چه ستا هرچيلنج تر اوسه ستا په ناكامي سر ته رسيدلي.
اوس وه ګوره [color=white:70ec75a3f9]د الغيرة په اړوند دوه خبري دي:[/color:70ec75a3f9]
1. د الغيرة او يا غيرت معنى، چه عربي كې څه معنى لري؟
2. هغه كوم شيان دي چه خلك پري غيرت كوي؟

بښنه غواړم حليمي جانه ته په خپله د الغيرة په معنى نه پوهيږي نو ځكه دي له هغه شيانو څخه چه خلك پري غيرت كوي فقط دين او ناموس د الغيرة يا غيرت په معنى ذكر كړي. [color=white:70ec75a3f9]د الغيرة د معنى لپاره د لسان العرب كتاب پنځم ټوك يوڅلويښتمه صفحه كې وه ګوره [/color:70ec75a3f9]چه د الغيرة معنى يي داسي كړي [color=white:70ec75a3f9]الغَيْرة وهي الـحَمِيّة والأَنَفَة.[/color:70ec75a3f9]
هغه شيان چه خلك پري غيرت كوي يواځي دين او ناموس نه دي.خو دا بيا بيله خبره كيداي شي چه ستا په ډيكشنري كې دين او ناموس كومه بله معنى ولري. ليكن په كومه معنى چه ته ناموس تشريح كوي تر اوسه په كومه ډيكشنري كې زمونږ تر سترګو شوي نه دي.

هيلمند يم چه په ليكنه به مي خفه شوي نه يي.[color=white:70ec75a3f9] د مشوري په توګه درته عرض كوم چه چيلنج وركولو څخه لاس په سر شه ځكه دا كار ستا غوندي شخصيت سره نه ښاي.[/color:70ec75a3f9]

بدر



ع کريم حليمي
24.07.2005

د بدر يا بدره وروره سلام !
[quote:7788f4b82b]ځان ځواكمن وليده نو ځكه دي د ميلمه په نوم ورور ته داسي چيلنج وركړو [/quote:7788f4b82b]
چه :[quote:7788f4b82b]غيور په عربي کښي كثيرالغيرة ويل کيږي
لس کاله درته جواز دي که دي بله معني وکړه ٠ بيله دين او ناموس ساتني (غيرتي )[/quote:7788f4b82b]
يا بدر وروره ! د ميلمه په نامه مي چيلنج نه دۍ ورکړۍ ٠ خپل په نامه مي ليکنه کړې
اشتباه دي کړې ٠ دغه اشتباه چه تاسو وکړه ٠ دا ځل ئې درباندي ٠ بدګمانه سوم

[quote:7788f4b82b]هغه شيان چه خلك پري غيرت كوي يواځي دين او ناموس نه دي.خو دا بيا بيله خبره كيداي شي چه ستا په ډيكشنري كې دين او ناموس كومه بله معنى ولري. ليكن په كومه معنى چه ته ناموس تشريح كوي تر اوسه په كومه ډيكشنري كې زمونږ تر سترګو شوي نه دي. [/quote:7788f4b82b]
ناموس اصلأ Code يا دستور دۍ ٠ خو وماته اول دستور ،ناموس ٠ د انسان پرمخ
هغهم خصوصي ابرو ته وايم ٠چه په ځينو بداخلاقيو څيريږي ٠
او بله يوه پرده چه د حيا پرده ده د انسان پر مخ سته هم څيريږي ٠ په بد اخلاقيو
چه دا دوې پردې د مانا پردې دي ٠ چه ډير وخت داسي پېښېږي ٠ ياهرو خت داسي
ده ٠ چه که د X نفر ښځه کمه بد اخلاقي وکړي نو دx نفر چه مېړه ئې دۍ د مخ ابروته تاوان رسيږي ٠ اوهم ئې په خاصو حالاتو کي د قوم ابرو توئيږي يا بې ابرو سي
خپلي ابروته ٠ او بغضي وخت ئې و قوم ته هم (يعني د قوم ابروئې هم
[quote:7788f4b82b] الغَيْرة وهي الـحَمِيّة والأَنَفَة[/quote:7788f4b82b]
ډير ئې ښه ليکلي دي چه : الغَيْرة وهي غيرت چه دۍ
الـحَمِيّة چه اسم حِمْيَة دۍ او مصدر ئې حَمِيَّة دۍ او په معنا د نظام غذائ
چه غيرت تغذيه کوي د بعضي صفتونو څخه ٠ او الأَنَفَة چه مصدر ئې أَنَفَة دۍ او په
معنا د كِبْرِياء چه دلته په جلال ترجمه کېدای سي
که ورته وه ګورې ٠ زما خبري نه غلطه وي
او تاسو دغه (الغَيْرة وهي الـحَمِيّة والأَنَفَة) يوه جمله راخستې ده ٠ که ټول موضع په
په تفصل رانقل کړي اوږده ليکنه ده او نور ښه تفصل ئې تاسو ولي نه رانقل کاوه
پر موږ دي نه وه پېرزه ؟
او ما داسي هم تاسوته ليکلي وه چه : ٠ اوپه اصطلاحاتو کښي لکه لبړ هرڅه ځيني جوړيږي
اړه ستاسو په منطق ،استدلال پوري پيداکوي ٠
هيله مند يم چه زما ناپوهۍ راته په ګوته کړۍ ٠ ولي تاسو طالب ياست ٠ زه هم طلب
د زده کړي کوم ٠


Anonymous
24.07.2005

بدره ، خلک دلته دقلم په نوکو خبرې کوي ته د خپل نيکه پر ځای يو لوی ديني عالم شخصيت ته هم جان وايي؟
نور غلۍ شه او پر غيرت نور تبصرې ته اړتيا نشته . پوه شوې قربان ؟.
تندر د بدر لېور


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more