وطن پال او نور ګټور شعرونه
زه ريس د اين جي او
      Pakhtunwal
      24.06.2005
    
څلوريځه
                                                          ځان لـــه جــوړه اين جې او کړه
                                                          بيا خـــوله بـــيرته د بوجـــو کړه
                                                         نغــدوجــنس دې واړه خپل دي
                                                         پــــورې  اور  په   پــــــروژو  کړه
                                                                        اين جي او
په موټر کې چه نن ګرځم د فجرو ٠٠٠ خلکو!يمه  زه  ريس د اين جي او
نــه مــــې کســــــــــب نه کمــــــــــــال و ٠٠٠  نا چاري  وه  بد مــــې حـــــــال و
هسي خوشي ګرځيدم به په حجرو ٠٠٠ خلکو!يمه  زه  ريس د اين جي او
نه مې کلـــي کې پــــلار کـــــــــور و ٠٠٠ دهر چا رابانـــــــدې پــــــــــورو
اوس خاوند د کورونو د بنګلو ٠٠٠ خلکو!يمه  زه  ريس د اين جي او
کــــورونه  مې اوس  ډيـــر دي ٠٠٠ هم  مـــوټري  مې  بې شمـــير دي
له برکــــته مرستـــنديو ډونرو ٠٠ خلــکو!يمه  زه  ريس د اين جي او
ټــــــول حســــــاب مې په ډالــــرو ٠٠٠ دسرو سپــــيــــــنو ملـــــــغلرو
خبره نه کړم په کلدارو افغانو ٠٠٠ خلکو!يمه  زه  ريس د اين جي او
دزړه هـــــــــــوا مـــې ده بـــــــــــــدله  ٠٠٠ هــــره  ادا مــــې ده  بـــــــــــله
ځکه يمه سر زه په چـــــړچــــو ٠٠٠ خلکو!يمه  زه  ريس د اين جي او
اوس لـــرم  زه  ډيــــر عـــــزت ٠٠٠ هر ســـــړی  مې کړې خدمـــــــت
هـــم ياد يږم زه  په خـــپلو اوپردو ٠٠٠ خلکو!يمه  زه  ريس د اين جي او
پــــــــروا  نـــه  لـــرم  د نـــــــــورو  ٠٠٠ زه   وږی  يــــم  تـــر  ټــــولـــــــو
چـــرته زه مــړيــــږم په پيـــسو ٠٠٠ خلکو!يمه  زه  ريس د اين جي او
خـــــــپله چه خــــــوشـــــحال يم ٠٠٠ په عيـــــــش د ټــول اعــــــيال يم
فکر کله کړم دنورو د سلګو ٠٠٠ خلکو!يمه  زه  ريس د اين جي او
دا  کمــــــــال  د اين  جــــي او ٠٠٠ چــــه  ياديــــــږم   په   قيــــــصو
نه ويريږم د ((پښتونوال) له شعرو٠٠ خلکو!يمه  زه  ريس د اين جي او