د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دمکتبونو ورانول کړۍ نوربس

Anonymous
20.06.2005

ګرانو هېوادوالو!

تاسو به هم خبر شوي ياست چه دتيرو څوورځو راهيسې دوردګوولايت په سيداباد او شيخ اباد په سيمو کی دعلم انسانيت او پښتون نسل دوښمنانو هغه ښوونځۍ دشپې په تياره کی سوي چه په خيراتي پيسو اعمار شوې وې ٠ دغو وحشي پلورل شووغلامانودهغه ځای بچي چه د سبا ورځې د تعليم يافته پلرونواوميندوهيله ترې کېده د تعليم له نعمته محروم کړي ٠ دغه بې دينه کافران چې ديوې خښتې دجوړولو لياقت اوغېرت نه لري ، دپښتنو په بچو يې پردې خېرات هم نه لوريږي ٠ زه ددغو سيمو صلحه دوستو خلکو ته يادوونه کووم چه که داسلام پېشوايانو د علم حصول چه په ښځه اونارينه فرض دې ، که په چين کی وي هم روا بللې نوستاسو په کور اوکلي کی يې ستاسو دوښمنان ولی ناروا ګڼي ؟
خوحقيقت دادې چه ستاسو دنسل دوښمنان اوبې رحمه وحشيان نه غواړي چه ستاسو په هيواد کی صلح اوترقي وي ، هغوی نه غواړي چه پښتون تعليم يافته شي اودپردو سره سيال شي ، هغوی نه غواړي چه پښتون دی هوښيار اومهذب تربيه شي اوددې جوګه دی شي چه خپل اودبل حق وپيژني ٠ په دې هکله ستاسو مسؤليت دې چه دخپل ځان ، کورنۍ اوبچو تحفظ وکړۍ او د بې رحمو ورانکارو منحوثې څېرې افشأ کړۍ اودخپل نسل اينده مسؤنه کړۍ ٠ ځکه چه دهيواد د سبا چارې ستاسودبچوپه غاړه دي ٠ فيصله ستاسوده چه ډاکټر ، انجينير ، معلم ، سياست دان ، پوليس ، منصبدار ، قاضي ، اولسوال ، والي ، وزير او جمهوررئيس ستاسو له کتاره راووځي ښه به وي او که پردي خلک په دغو عهدو خوښوۍ ځکه چه سياست اواداره خو تعليم يافته او تربيه شوو اشخاصو ته ضرورت لري او هغوی يوازې په مکتب کی تربيه کيږي ٠ نوچه مکتب ، معلم اوکتاب نه وي ، دغه کدرونه به له کوم ځای راپيدا کيږي ؟


Anonymous
20.06.2005

کدرونه؟ لکه چه چپۍ مپۍ يي که څنګه؟ بس کمونستانو تاسو قلاري کينئ که مه خپه کيږۍ


Anonymous
20.06.2005

((چپۍ مپۍ ))؟

کاکو ، ترکاڼي دبيزو کا ر نه دې !
دمکتبونو ورانول ، قتل او غارت که جهاد وي اوته ددغه نجسې مفکورې مجاهد يې نو زه دی دوښمن يم ٠ ا وس ستا خوښه چه هرنوم راته اخې !

دکدرونو په معنا که نپوهېږې زده يې کړه !


Anonymous
20.06.2005

ميلمه وروره تڼۍ دی خلاصی کړه
له ځناورو ګيله مکوه ٠
يوبل ميلمه


Anonymous
20.06.2005

[quote:8853bc25b0="مجاهد"]کدرونه؟ لکه چه چپۍ مپۍ يي که څنګه؟ بس کمونستانو تاسو قلاري کينئ که مه خپه کيږۍ[/quote:8853bc25b0]
ستا د دې قصيدې په هکله پښتو کې داسې متل دۍ: ((کارغۍ ---- خوري، مښوکه څټي)) وګوره چې ستا ېار بېا په دې باب څنګه غاړې اچولي،

د ګلبدين حکمتيار له خوا شبنامه خپور شوى دى

ANSO: ددې دفتر له خوا نن راپور راغى چې د خوږياڼو په ولسوالۍ کې تېره شپه دګلبدين حکمتيار په نوم يوه شبنامه خپره شوې او پکې ليکلي:

زما د اسلام ورونو او مسلمانانو!

په تېرو مظاهرو کې تاسې خپل شهامت او غيرت وښود او ټوله نړۍ مو حيرانه کړه او دا د مسلمانانو لپاره د افتخار ځاى دى، ستاسې وينې به بې ځايه لاړې نه شي، د شهيدانو وينې به بې ځايه لاړې نه شي تاسې د حق د لارې مجاهدين ياست.

زمونږ دولت زموږ دښمن دى ځکه د اسلام دښمنانانو ته يې ځاى ورکړى، د هغوى بيرغ زمونږ پر خاوره رپېږي، زمونږ کورونه هره ورځ تالاشي کېږي او زمونږ خلک بې ګناه وژل کېږي.

حکمتيار

د يادونې وړه ده چې شبنامه ډېره اوږده ده او مهمې ټکې يې همدا دي.


Anonymous
25.06.2005

١ ؛ زما په اند د هر تروريستي پېښې تر شا بايد د پاکستان مستقيمه لاس وهنه ځکه وي چې پدغه کار کي پاکستان ته اقتصادي او سياسي ګټې پرتې دي٠ کنه جګړه نن هيڅ افغان هم نه غواړي٠ له دغو خلکو سره وسله واله او شتمنيزه مرسته پرته له پاکستانه نور نه هم څوک کولائ شي او نه يې هم څوک کوي٠
٢ ؛ خپله افغانستان له بده مرغه د ملي اردو او پوليسو نه درلودلو له امله به عملا هيڅ هم له لاسه پوره نه وي٠ يواځنۍ شۍ چې هغه هم که چا يې خبره د منلو تر پولې واورېده هغه دا دي چې د متحده ايلاتو سياستوال او نظامي مربوط مسئولين دې ته اړ باسي چې پاکستان له لاس وهنو څخه په منع کيدو مجبوره کړي٠ ځکه هيڅ حرکت د پاکستان به د متحده ايالاتو ناراضيتوب ونه غواړي٠ او تر هغو چې افغان اردو او سرحدي قواوې په پښو دريږي د هېواد سره د پښتونستان کرغېړن سرحدي امنيت مسقيما پخپله د متحده ايلاتو پوځيان په غاړه واخلي٠ دوئ به په خپل مدرن تخنيک له دغو وژنو ويشتلو په پوره اندازه مخ نيوۍ وکړي٠
او هغه څه چې ښې پايلې به ونلري د کلو او بانډو بمباري کول دي او همدا ډول د خلکو په کورو ورننوتل او پښتنې تلاشي کول او ايله په جزوي حرکت د خلکو وژل دي٠ دا به کرکې ته نوره هم وده ورکړي او ترهګرو ته هم د جګړې د تبليغ يوه بله مناسبه وسيله شي،او البته تاو تريخوالۍ به تر ډيرې مودې پاتي شي٠


Anonymous
25.06.2005

دافغانستان او پاکستان ترمنځ دمځکې په سر لانجه پرته ده. ترڅو چې دپښتونستان مسله حل شوې نه وي، پاکستان به هيڅکله د ورانکاري عملياتو څخه لاس وانه خلي. پاکستان غواړي افغانستان تل کمزوری ، نارام او وروسته پاتي وساتي دډيروپه تش نوم مجاهدينو اوطالبانو په څيراورپکي نوکران وروزي، وژنې او ترور وکړي او ګران افغانستان له داخل څخه په مکروبونو ککړ وساتي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more