د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

موږ دپښتنې ليکوالې او ولسپالې خور وږمه سبا سره د څرک مجلې غير اسلامي .......

Anonymous
19.06.2005

پېښور:: د بېنوا خبرياله
د غبرګولي ۲۹ مه ۱۳۸۴کال

پېښورښارکې دالقاعده اوحزب اسلامي له خوا يولړ مجلې چاپ ته رسيږي چې ددې مجلو چلوونکي دافغانستان دهيواد دنامتو اوملت ته دپېژندل شووليکوالو شاعرانواوژورنالستانو دنومونو په استفادې سره خپل له مضغرفاتو ډک مستعاري ليکنې چاپ ته رسوي او غواړي دافغانستان خواراولس يوځل بيا وغولوي ـ په دې وروستيوکې دافغانستان اسلامي ادبي ټولنې له خوا دڅرک مجله چاپ ته رسيدلې چې ددې مجلې په ۴۴مخ کې يوه مستعاري ليکنه د((نوی توکم دفرهنګي استعمار ))په نوم چاپ ته رسيدلې او ددې مجلې چلوونکي لطف الله مومند داليکنه دهيوادد ليکوالې ،شاعرې او خبريالې وږمه سبا په نوم خپره کړې ـ خو وږمه سبا وايي چې دا ليکنه چې ټوله د ملت او د هيوادپر ضد ليکل شوې دې نه بلکه کوم وطن دښمنه به ليکلې وي ـ په دې اړوند نوموړې ليکوالې بېنوا ته وويل (( زه نه پوهيږم چې داکوم تورلاسونه په ماپسې لګيدلي دي خوزه دافغانستان دښځو دټولنې اودښځو دنړيوالې ټولنې څخه هيله کوم چې زما دحقوقوڅخه دفاع وکړي زه دهيڅ يوسازمان اويا سياسي ګوند سره تړاونه لرم زما يوازې ددرېو لاروسره اړيکې دي چې ليکوالي ، شاعري او ازاده خبريالي ده )) هغې وړاندې وويل دادوهم ځل دی چې ددې سياسي ګوندونودشومودسيسو ښکارګرځي ـ په ۱۳۷۷کال کې د((راوا))دسازمان مجلې چې پيام زن په نوم ياديږي مستعاري ليکنې خپرې کړې چې ورسره دا دهيواد په پريښودومجبوره او کور يې هاغه مهال د طالبانو له خوا ضبط شو ـ پېښورکې دافغانستان ديپلوماتيک چارواکي دداسې مجلو ددې ډول کارونو او خپرونوغندنه کوي په دې اړه دافغان قونصلګرۍ دفرهنګتون ريس ظاهرجان بابري بېنوا ته وويل ((دافغانستان دملت دښمنان غواړي نوې ټپه راواوروي اودامظلوم ولس په دې ډول وغولوي دڅرک دمجلې داکارمونږپه کلکه غندو چې دوی خپلې تورې اوناوړې ليکنې زمونږ دهيواد په نامتو ليکوالانو اوژورنالستانو په نومونو خپروي اوغواړي چې ددې سپيڅلو نومونوپه اخيستو سره دملت په سترګوکې خاورې واچوي ))هغه زياته کړه چې دوی به زرترزره دافغانستان ددولت دلارې دپاکستان ددولت سره په تماس کې شي چې پاکستان دولت دې جدا ددهشتګردۍ دمخنوي ترڅنګ ددې خپرونودچاپ او په ازاده دخرڅلاومخه ونيسي اوداسې يومعياردې وټاکي چې که دچاسره داډول خپرونه وليدل شوه نوسزابه ومومي ـ دنيوزويک داونيزې خبريال سميع يوسفزی داکاردژورناليزم دقوانينوپه اساس يوناوړه عمل بولي نوموړي بېنواته وويل (( داډول تورې ليکنې اوپه پيژندل شويو ژورنالستانو باندې تپل په ڼريواله ټولنه کې لوی جرم ګنل کيږي بايد ددې عاملين محاکمه شي ـ که خبره دديموکراسي وي نوداخوديموکراسي نه امپراطوري شوه چې يوه توره ليکنه راواخلي اوديوسپيځلي ژورنالست په تندي
وروتپي )) پېښورکې په پښتوژبه دخبرونودخپرونې دخبريالانودشعبې مشر وتلی ژورنالست نثارمحمدخان بېنوا ته وويل ((زه ډېرخپه شوم مونږ ته په کارده چې ددې خپرونې ددې ناشوني کارپه مقابل بغاوت وکړو ولې نن دافغانستان يوازنۍ ليکواله چې په انګريزۍ اونوروژبوکې ددې ليکنې ژباړل کيږي دپاکستان ملت دافغانستان ټولنه اوبلاخره دنيا يي په ښه نوم پيژني ددې ده ښه موقف څخه دې فايده وچته شي ))نوموړي زياته کړه چې دوی په دې اړه دپاکستان داطلاعاتو اوکلتور دوزارت سره په دې
اړه خبرې وکړي ولې چې راتلوونکي کې دنوروژورنالستانودښکارمخه ونيول شي -
په پېښور کې دازادۍ راډيو خبريال نجيب عامر دڅرک مجلې ددې کار په اړه بېنوا ته وويل (( دوی پخپله له ډاره خپل نومونه په مجله کې نه خپروي ـ له مسول مدير نه نيولې تر کتنپلاووپورې ټول نومونه مستعار دي ،ولې بل پلو يوه توره ليکنه را اخلي او د يوې پېژندل شوې خبريالې نوم پرې ليکي )) د نجيب عامر په وينا داچې اولس ته دغه خلک د زغملو وړ نه دي نو دوی په قاچاقي ډول خپله مفکوره اولس ته رسول غواړي ـ
دڅرک مجلې وروستۍ ګڼه چې د جوزا۱۳۸۴ يا می ۲۰۰۵ ګڼه پرې ليکل شوي د ۵۹ و صفحو سره دپېښور په بازارونو کې د خرڅلاو د پاره اېښودل شوې ـ

[color=blue:297b522eea]ګرانو وړونو او خوندو ايا دا کار پښتونولي او افغانيت مني ؟
ايا د يو ښځي نوم بدول په داسي يو ډول په کوم اسلام کي رواه بلل شوي دي؟ چي د څرک اسلامي مجله ئې چي ځانونه د اسلام ټيکه داران بولي ترسره کوي
زه نه پوهيږم چي دا کوم ننګ دې چي دا بې ننګه ئې نن دعوه کوي [/color:297b522eea]


Anonymous
19.06.2005

سلام ،
زه دټول افغان لهﻻری له نوموړې خورسره خپله خواخوږی اعلانوم اودڅرک ترقی دښمنه او سوله دښمنه مجله اودهغې بنسټپاله چلوونکی په کلکه غندم .
کچيری هلته عدل اوانصاف وی نو نوموړې خورته پکار دی چې زرترزره هلته تشريف يوسی اودنوموړی مجلې په چلونکو باندې رسمی عرض وکړی
څرک بايدد دروند تاوان په ورکولو سره له نوموړې خورڅخه بخښنه وغواړی ترڅو دنوموړې نوم اوشخصيت ته رسيدلۍ زيان جبران اوپه راتلونکی کې مجله دداسې له شرمه ډکو کارونو څخه ﻻس واخلی .
بل داچې ځينی بنسټپال دلته په ټول افغان کې هم دڅرک مجلې مضامين خپروی اودهغې لپاره اعلانات کوی . ددې مخه هم بايدونيول شی .
په درنښت
نابللۍميلمه


Anonymous
19.06.2005

زه ولاکه يا پنډاليست يم او يا به د پنډا منتالست په ما نا پو هيږم خړ پښتون يم مسلمان ، مسجد ته ځم ، ډول او اتڼ مې ډير خو ښيږي چې چيرې د ډول غږ وې زه وچ وچ ورته اوړم ٠ تورې پګړۍ ، تور اوربوزونه ، غټې ګيرې مي خوښيږي ، دحجرې مجلسونه مې هميشه په سر کې را تا ويږې ، بي علمه هم نه يمه پښتو ( honour code of ) د پښتنو زما د ژوند لاره ده ولاکه ترې واوړم ٠
[color=brown:94f6271b24]ولاکه يا طالب ومنم او يا کرزی[/color:94f6271b24] .
خو وروره يوه پوښتنه در څخه کوم سبا جانه ګمان کوم په لندن کې اوسي او څو کاله مخ کې هم داسې يو پرابلم يې لاره٠ نو وروڼو تاسو دومره ليکنې داد او فرياد پرې کوۍ ، چې دسبا جانې په نوم چا يو مضمون غلت ليکلې دې نو وروره داڅه انسانيت
او پښتو ده چې امريکايې عسکر پښتنې ښڅې او کو چيانې تلا شي کوي اوتاسو پټه خوله ناست ياست ، نو ته ماته دا ووايه چې پښتنو په تاريخ کې څه وخت په داخل او يا خارج کي ترورکړې دی ؟؟
مست ميلمه


نقاد
20.06.2005

[quote:dacfab5e16]ولاکه يا طالب ومنم او يا کرزی . خو وروره يوه پوښتنه در څخه کوم ... وروره داڅه انسانيت او پښتو ده چې امريکايې عسکر پښتنې ښڅې او کو چيانې تلا شي کوي اوتاسو پټه خوله ناست ياست ، نو ته ماته دا ووايه چې پښتنو په تاريخ کې څه وخت په داخل او يا خارج کي ترورکړې دی ؟؟ [/quote:dacfab5e16]
بي نمرې ، بي A,B,C او بي نومه ميلمه ته سلام! څنګه چې پوښتنه مو ټولګړیې بڼه لري او پر يو ټاکلي وګړي پورې محدوده نه ده نو يو ځواب يې زه هم له تاسو سره ګرانو لوستونکو ته وړاندې کوم :
وروره هر څوک چې يې، په ليکنه کې دې حقيقت شته ، خو حقيقت ويل او حقيقت درک کول هم سره يوشی نه ښکاري ؛ آخر مونږ په دې اموخته شوي يو چې د ورځې پنځه ځلې لمونځ او په لسګونې وارې د فاتحې مبارک سورت لولو ، خو پر معنی يې نه پوهيږو چې څه مو ولوستل او معنی يې څه ده. مونږ ته په کار دي وپوهيږو چې امريکايان ولې په نا پښتنې سيمو کې ښځې نه تاﻻشي کوي؟
اـ دا امريکايان چا وطن ته راوستل او چا پرې وطن اشغال کړ ؟
[color=red:dacfab5e16]خو طالبانو راوستل! او دطالبانو له ﻻسه مو وطن اشغال شو [/color:dacfab5e16]

٢ـ اوس امريکايان ولې او د چا له ﻻسه د پښتنو په سيمو کې عمليات کوي او کوچيانې ښځې هم تالاشي کوي؟
[color=red:dacfab5e16]خو طبعأ دطالبانو له ﻻسه ! [/color:dacfab5e16]

٣ـ ـ د پاکسان اردو د چا له ﻻسه آزاد پښتونستان اشغال کړ او قبايل يې ښکيل کړل؟
[color=red:dacfab5e16]بيا هم طبعأ د طالبانو له ﻻسه![/color:dacfab5e16]
٤ـ زمونږ هيواد کله او د چا له ﻻسه په نړۍ کې ګوښه او بيا د ټولې نړۍ په دوښمن بدل شو؟
[color=red:dacfab5e16]خو طبعأ د طالبانو په وخت او طالبانو له ﻻسه! [/color:dacfab5e16]
٥ـ د پښتنو پخواني ، اصلي او دايمي دوښمن پاکستان د چا له ﻻسه او د چا په وسطه په افغانستان کې تر هر چا او هر وخت زياته ﻻسوهنه ، پښتنو ته يان اړونه اوخپل ځان ته ګټه کړه؟
[color=red:dacfab5e16]طبعأ دطالبانو ه وخت ګې ، د طابانو له لاسه او د طالبانو په مرسته ! [/color:dacfab5e16]
٦ـ همداوس د پاکتان په دستور او پټه مرسته څوک په فغانستان کې په ورانکارۍ وروروژنه جنګ او جګړه بوخت دی ؟
[color=red:dacfab5e16]طبعأ د پاکستان ګوډاګي طالبان ![/color:dacfab5e16]
٧ـ څوک د سولې ، ابادۍ او پرمختګ او ملي وحدت مخه نيسي او د پنجابي پاکستان په ملګرتوب په هره بهانه چې وي ان د اسلام په تشه بهانه هم د يو سرلوړي افغانستادافغانستان خلک ښاي نه دکرزی او نه د امريکا يانو قدرت غواړي ، خو هغه څه
چې هيڅکله يې بيخي نه غواړي هغه طالب او د طالبانو قدرت دی!ن د جوړولو په ﻻره کې خنډ ګرځي؟
[color=red:dacfab5e16]متأسفانه ، بيا هم طالبان [/color:dacfab5e16]
[color=cyan:dacfab5e16]نو اوس قضاوت پر تاسې چې ايا دوی محضې د جنګ جګړې جهالت او ورانکارۍ طالبان نه دي ؟؟؟

دافغانستان خلک ښاي نه دکرزی او نه د امريکا يانو قدرت غواړي ، خو هغه څه
چې هيڅکله يې بيخي نه غواړي هغه طالب او د طالبانو قدرت دی!؟
[/color:dacfab5e16]


Anonymous
20.06.2005

نقادصيب
ستاسوليکنه خوپه دي معنی ده چي :
[color=red:d2dcf4a2e4]روسان چا راواستل ؟؟؟
مجاهدينو،نه خلقيانواوياپرچميانو[/color:d2dcf4a2e4]


Anonymous
21.06.2005

سلام,سبا جانی,ماته خو دا ټولل ستا جوړ شوی پلان خکاری.
ته اوس له دی لاری غواړی غرب ته ورسوی او پناه واخی.د راوا مظمون دی هم پخپله لیکلی وه طالبانو لخوا ستا کور ....دا ټولی ستا خپلی درامی دې.
ما خو چیرته ستا نوم نه دی لوستلی.څرک نه القاعده د نه بل څوک.
دافغانانو د زړه اوازدی.دی ته داسی سپک قلم خوزول ستا پ خپلی ٠٠٠دﻻالت کوی.دی مظمون کی خو هیڅ داسی څه نشته چه ته ورباندی دومره مرچکی شی.
وسلام.غیرت احمدزی.


نقاد
21.06.2005

قدرمن ميلمه ته سلام !
[quote:4acb21d803]نقادصيب ستاسوليکنه خوپه دي معنی ده چي : روسان چا راواستل ؟؟؟
مجاهدينو،نه خلقيانواوياپرچميانو[/quote:4acb21d803]

وروره ، کله چې يوه ډله سياسي قدرت ته و رسيږي يا رسيدلې وي ، نوهغه وخت يې د ناخوالو سياسي پړه هم پر اوږو باريږي . که څه هم تر قدرت مخکې ناخوالې هم ارزول کيږي خو که اړونده ډله قدرت ته ونه رسيږي سياسي پړه ورته نه ويل کيږي او د يوه اخلال په توګه ياديږي او هيريږي پسې. هيڅوک نشي کولی د خپل سياسي قدرت ټينګار له مخالفينو څخه وغواړي او يا د خپلو نيمګړتياو پړه پر دوښمنانو وغورځوي .
خلق او پرچم هم ددېموکراسۍ له ﻻرې د اولس پر رايو او ملاتړ سره په سوله ييزه توګه واکمنۍ ته نه و رسيدلي، بلکې د يوې سختې خونړۍ کودتا له ﻻرې يې قدرت ﻻسته راوړی و . له دې امله يې د واکمنۍ په بهير کې هم يو اولسواکۍ ته ﻻره پرانه نيستله او له سختې ژو صفته زورواکۍ څخه يې کار واخيست . تره کي
د پرچميانو پر فشار د قدرت پر اومه مياشت د ١٩٧٨ کال د لړم په مياشت کې مسکو ته ﻻړ او د وروي سره يې هغه تړون ﻻسليک کړ چې پر افغانستان يې د شوروي يرغل ته ﻻره هواره کړه . دتړون ﻻندې امين له ﻻسليک څخه ځان په ماهرانه توګه وساته او هيواد ته د راستنيدو په وخت کې هم له هوايي ډګر څخهد (( د خلکو تر کور)) پورې له تره کي سره يوځای څرګند نشو. داسې يې ښودله چې ددې تړون وياړ او مسوليت دواړه يې يې يواځې پر تره کي لورولی او ددې تړون د غوښتلو او فشار پړه يې هم پر پرچميانو اچوله .
په هر صورت د انقلاب کول په مرموزه توګه د ماماګانو او له ساتلو سره يې ښکاره مرسته کول ﻻ له ډير پخوا څخه تره کي د شوروي کار باله .
کمونستي رژيم د افغان ولس سپکاوی و او راپرځول يې د هر افغان حق او دنده وه .
داچې شورويان دامين پر ضد د افغانستان پر اشغالولو پيل وکړ، د امين پر ﻻس د ثور د خونړۍ کودتا د تر سره کيدلو جرم له نوموړي ځخه نه کموي . دغه راز د امريکا له خوا د جهاد په نامه مقاومت رامنځته کول، څو شورويان پر افغانستان باندې يرغل ته وهڅوي( وګورئ د جيمي کاتر د سلاکار بريژينسکي يادونې ) دغه کار نه د شوروي تجاوز او نه دهغه د ﻻسپوڅو پرچميانو او خلقيانو جرم تبرئه کوﻻی شي . برعکس هر ډول جنايات چې پاکستان د مجاهدينو او طالبانو په وخت کې ددوی په مرسته او د خلق و پرچم په وخت کې د شوروي له خوا تر سره شوي دي، پړه او مسوليت يې ټول د خلق او پرچم، مجاهد او طالب پر غاړه پروت دی . داچې پاکستان هيڅکله دافغانستان خير نشي غوښتلای، ﻻسپوڅي طالبان يې هم هيڅکله له شر او فساد پرته د بل شی زيری نشي راوړی . په درنښت .


Anonymous
21.06.2005

نقادصيب
ستاپورته قضاوتي ليکنه پسي درحمان بابالاندي بيت را يادشو،

[color=red:9370389a9d]
که څوک تله دانصاف په لاس کښي درکړي
.................................................. خپل ټټو ا و د بل ا س به بر ا بر کړ ي
[/color:9370389a9d]

اوس که دروسانوراتګ ذمه وار تراکيان اوکارمليان وي نوپرته له شکه دامريکايانويرغل ذمه واربه کرزيان اودهغه ملګري وي ٠


نقاد
21.06.2005

--------------------------------------------------------------------------------

[quote:32db109b95]اوس که دروسانوراتګ ذمه وار تراکيان اوکارمليان وي نوپرته له شکه دامريکايانويرغل ذمه واربه کرزيان اودهغه ملګري وي [/quote:32db109b95]
ميلمه وروره تاسو هم بلا کوئ . تره کيان او کارمليان په قدرت ؤ، که مشري يې امين هم کوله، ولې هغه هم د همدغه ګوند استازی و، کرزی قدرت نه درلود ڼه يې ګوند درلود ،نو د کرزي په خوله چا شين پياز هم نه خوړ او د هيچا رسمي نمايندګي يې نه کوله، نو امريکايان به يې څنګه راغوښتی وای. قدرت خو له طالبانو ،د پاکستان افغاني نوکرانو سره و، او د قدرت له موقف څخه يې په ١١ دسپتمبر د نيوالې سوداګرۍ پر مرکز بريد وکړ. امريکايانو سره که کرزی وای او که نه وای د طالب هډوکي يې ورماتول. لکه چې پر دوستم او شمالي اتلاف يې ورمات هم کړل. .
ته کړای شې امين د شورويانو د سترګو سياسي اغزی او طالبان د امريکا د سترګو ترهګريز اغزي وبولې، خو امين نه پر شورويانو کوم زياتی او تجاوز کړی و، نه يې
ورسره دوښمني کړې وه ، صرف د تره کي او کارمل او د هغوی د پلويانو په څير غلامي يې نه کوله او دا د هر چا خپل حق دی، ولې طالب د القاعدې په واسطه پر امريکا بريد وکړ او دافغانانستان نيولو ته يې وننګوله! د طالب راپرځول او د امريکا بريد د ملګرو ملتونو پر فيصله تر سره شوه ، کرزی او امريکايان او نور ورپسې د ايساف ډلې ټول په نړيوال مشروع ډول سره د ملګرو ملتونو د پريکړې سره سم او له طالبانو راغلي او کرزی د ټولو افغانانو په تاييد قدرت ته ورسيد او
تکرار بيا په ټول ټاکنو کې هم جمهور ريس وټاکل شو. طالب، خلقی پرچمی
ستمی او نور ټول په سياسي چانس کې له کرزي بل او بل سره مساوي د خلکو
له خوا د ټاکلو يا رد کيدلو چانس لري او يواځې هغه څوک وزن پيدا کوي چې خلک وزن ورکړي او د خپل مشر يا استازي په توګه يې وټاکي په دې شرط چې په محکمه کې تورن يا مجرم نه وی پيژندل شوی . د پرچم ، خلق ، ستم او نورو پخوانيو جنايتکارو ډلو په امه نه ، خو د فرد يا نې قانوني ډلې پر نامه هر يو کانديد کيدای شي ، نو خليان او پرچميان .ﻻطالبان او مجاهدين بايد د افرادو په نامه (فردي توګې سره) شورا ته کانديد شي او دغه طلايي سياسي چانس له ﻻسه ورنکړي . په دې ډول ټول سياسي مينه وال ، د پخوانيو چنايتکارو سياسي ګوندونو د صفوفو پياوي ولې غوليدلي غړي چانس تر ﻻسه کوي او په شورا کې سره نږدې کيږي او په سياسي ډګر کې مشترکه وجه هم سره پيدا کوي.
د نړيوالو پام افغاستان ته اوښنی دی او د جهاد په کلونو کې هم د شوري پ ضد او د افغانستان په لور اښتی و، پاکستان پرې ځان موړ کړ او طالبانو دغه چانس له منځه ويوړ ، اوس بيا بايد دغه چانس له منځه وې نه وړل شي ، څو افغانستان ودان ش او په خپلو پښو ودريږي. په دې ﻻره ې کرزی تر ټولو ښه او مناسب سړی دی ، که د امريکايانو سره همګاري هم کوي ، په دې قيمت او مثبتې اغيزې ارزي!
په پای کې : سياسي پوښتنې اښتنې په شعرونو او ساده بيلګو کول سم کار نه دی،
د ساده ګرايۍ volentarism سبب ګرځي او سړی دادب له چوکاټه هم باسي . د رحمان سوفيانه شعر ټلګړی اعتبار لري پر تا ، ما او بل هر يو تطبيق کيږي، په سياسي بحث کې بايد خپل نظر دليل او استدﻻل وړاندې کړې، نه سوفيانه شعرونه !
د رحمان بابا دغه اخلاقي شعر هغه وخت هم خپل اعتبار ساته که چيری نوموړی ژوندی وای او زما نظر يې تاييد کړی وای . که دلايل وړاندې کړې منل کيدایشي، دشعر ړانده غونډاري دې چيرې دړندو په لورې وله!
نور مو د ټول افغان ولس سره نيکمرغي غواړم والسلام !


Anonymous
21.06.2005

[quote:2f4e8bc09f="Anonymous"] زه ولاکه يا [color=blue:2f4e8bc09f]پنډاليست[/color:2f4e8bc09f] يم او يا به د پنډا منتالست په مانا پو هيږم [/quote:2f4e8bc09f]
ګوره که نه اشنا مونږ سره پوهيږو :) چې ته په ([color=red:2f4e8bc09f] honour code of [/color:2f4e8bc09f]) په مانا پوهېږۍ خو د افراطي بنېادګر ([color=green:2f4e8bc09f]Fundamentalist[/color:2f4e8bc09f] ) باندې خو هرو مرو پوهېږې، ګوره که نه :lol: مه کوه څه کوې :!: بېا ته داسې ارشاد کوې :
[quote:2f4e8bc09f="Anonymous"] [color=blue:2f4e8bc09f]ډول او اتڼ مې ډير خو ښيږي چې چيرې د ډول غږ وې زه وچ وچ ورته اوړم ٠[/color:2f4e8bc09f] [color=red:2f4e8bc09f]تورې پګړۍ ، تور اوربوزونه ، غټې ګيرې مي خوښيږي[/color:2f4e8bc09f] [/quote:2f4e8bc09f] ګوره که نه اشنايه، ته په رښتېا نه ئې خبر چې افراطي بنېادګرو ملاېانو چې تورې پګړۍ ، تور اوربوزونه ، غټې ګيرې ئې په برجسته فارقه علاماتو کې راځي ډولونه ئې چوولي سرناګانې رباپونه ئې مات کړي او اتڼ ئې د غټو ګوناګانو په کتار کې درولۍ او لا ئې د (( احاديثو )) په راوړلو ئې پخلۍ هم کوي ( لرې مه ځه په همدې ويبپانه کې د ننګيالي ورور څاروانصاحب او نېکبختې خور خاټول وروستۍ ليکنې ېو وار تر نظره تېر که) او ګوره که نه بېا دې ويشته : [quote:2f4e8bc09f="Anonymous"] ٠٠٠سبا جانه ګمان کوم په لندن کې اوسي او څو کاله مخ کې هم داسې يو پرابلم يې لاره٠٠٠٠ مست ميلمه[/quote:2f4e8bc09f] ګوره که نه :lol: اشنا، ته نو چيرې پکتېا او ېا په لوګر کې ناست ئې ؟ خو د جرمني په کوم کونج کې به پروت ئې ،او ګوره که نه هوائې پېرونه مه کوه اشنا نه چې بېا خداۍ مکړه کوم مردکۍ دې په خپله کو پړۍ و نه لويږي ( ټوکه :lol: ) وام څو چې دې له لاسه کيږي ډزوه ئي اشنا :wink: ميدان خو هسې هم شغالي دۍ ٠ منګر ګوره که نه چې کنځا و نه کې :lol:
په درنښت ، نوۍ پښتون
په در


Anonymous
21.06.2005

lol !!!

[quote:35f047fdd9="نوۍ پښتون"][quote:35f047fdd9="Anonymous"] زه ولاکه يا [color=blue:35f047fdd9]
پنډاليست[/color:35f047fdd9] يم او يا به د پنډا منتالست په مانا پو هيږم [/quote:35f047fdd9]
ګوره که نه اشنا مونږ سره پوهيږو :) چې ته په ([color=red:35f047fdd9] honour code of [/color:35f047fdd9]) په مانا پوهېږۍ خو د افراطي بنېادګر ([color=green:35f047fdd9]Fundamentalist[/color:35f047fdd9] ) باندې خو هرو مرو پوهېږې، ګوره که نه :lol: مه کوه څه کوې :!: بېا ته داسې ارشاد کوې :
[quote:35f047fdd9="Anonymous"] [color=blue:35f047fdd9]ډول او اتڼ مې ډير خو ښيږي چې چيرې د ډول غږ وې زه وچ وچ ورته اوړم ٠[/color:35f047fdd9] [color=red:35f047fdd9]تورې پګړۍ ، تور اوربوزونه ، غټې ګيرې مي خوښيږي[/color:35f047fdd9] [/quote:35f047fdd9] ګوره که نه اشنايه، ته په رښتېا نه ئې خبر چې افراطي بنېادګرو ملاېانو چې تورې پګړۍ ، تور اوربوزونه ، غټې ګيرې ئې په برجسته فارقه علاماتو کې راځي ډولونه ئې چوولي سرناګانې رباپونه ئې مات کړي او اتڼ ئې د غټو ګوناګانو په کتار کې درولۍ او لا ئې د (( احاديثو )) په راوړلو ئې پخلۍ هم کوي ( لرې مه ځه په همدې ويبپانه کې د ننګيالي ورور څاروانصاحب او نېکبختې خور خاټول وروستۍ ليکنې ېو وار تر نظره تېر که) او ګوره که نه بېا دې ويشته : [quote:35f047fdd9="Anonymous"] ٠٠٠سبا جانه ګمان کوم په لندن کې اوسي او څو کاله مخ کې هم داسې يو پرابلم يې لاره٠٠٠٠ مست ميلمه[/quote:35f047fdd9] ګوره که نه :lol: اشنا، ته نو چيرې پکتېا او ېا په لوګر کې ناست ئې ؟ خو د جرمني په کوم کونج کې به پروت ئې ،او ګوره که نه هوائې پېرونه مه کوه اشنا نه چې بېا خداۍ مکړه کوم مردکۍ دې په خپله کو پړۍ و نه لويږي ( ټوکه :lol: ) وام څو چې دې له لاسه کيږي ډزوه ئي اشنا :wink: ميدان خو هسې هم شغالي دۍ ٠ منګر ګوره که نه چې کنځا و نه کې :lol:
په درنښت ، نوۍ پښتون
په در[/quote:35f047fdd9]


Anonymous
22.06.2005

د نړيوالو پام افغاستان ته اوښنی دی او د جهاد په کلونو کې هم د شوري پ ضد او د افغانستان په لور اښتی و، پاکستان پرې ځان موړ کړ او طالبانو دغه چانس له منځه ويوړ ، اوس بيا بايد دغه چانس له منځه وې نه وړل شي ، څو افغانستان ودان ش او
[color=darkblue:bca998fc05]تبصره : نه نړيوال بلکې امريکا اونورو سرمايدارې ملکونوهدف لاره چې مخالف اقتصادي سيستم ختم کړې ، مطلب يې د افغان ملت نوه بلکې خپلې ګټې وي ٠ نور خصوصيت نه ليکم
زه ستا په ليکنو کې هميشه يو پلويز قضاوت وينمه ،او هغه هميشه د طالب ټکونه ده او نه بل شی ٠ له طالبانو مخته د رباني ، مسعود، دوستم ، مزاري ګلبدين اوسياف دترورپه وختونو کې داچانس له منځه تللي وو [/color:bca998fc05].
په خپلو پښو ودريږي. په دې ﻻره ې کرزی تر ټولو ښه او مناسب سړی دی ، که د امريکايانو سره همګاري هم کوي ، په دې قيمت او مثبتې اغيزې ارزي!
[color=brown:bca998fc05]تبصره : دا خبره په دي ډول ،دملت سره خيانت دي او ديوه سيا سي شعورمحصول نده .کرزی دامريکايانو خاص سړي دي ، کرزی امريکايانو را وست او په ملت يې جبري تحميل کړ ، که نړۍ والو خپل شوم هدف نلرلي نو له طالبانو ورسته به يې دملت په خوښه د قومونو دجرګي له خوا هغه سړی انتخاب کړی وی کوم چې ملت غوښتی ، خو غربيان غواړې چې هغه کلتور ي او معنوي معيارون له اسلامي خاورې څخه واخلي او له خپل ځان سره يې برابر کړې . [/color:bca998fc05]

په پای کې : سياسي پوښتنې اښتنې په شعرونو او ساده بيلګو کول سم کار نه دی،
د ساده ګرايۍ volentarism سبب ګرځي او سړی دادب له چوکاټه هم باسي . د رحمان سوفيانه شعر ټلګړی اعتبار لري پر تا ، ما او بل هر يو تطبيق کيږي، په سياسي بحث کې بايد خپل نظر دليل او استدﻻل وړاندې کړې، نه سوفيانه شعرونه !
[color=brown:bca998fc05]تبصره : دلته هم وروه په درنه سترګه نګورې او تير نظري کوي ، په سوفيانه شعرو کې د ژوند ډېر ې تجربي پټې دي خو سړی يې په مانا پوه شي ٠
تبصره : کومې ګټورې نقطي او کوم کار به دکرزي د حکومت ماته وښه يې ??
يوازينی کار يې دامريکايانو د ګټو ساتل دي او دامريکايانو ټول هغه جنګي جنايت کاره ملګرې ( فهيم ،دوستم، هزاره، عطا ٠٠٠ ) يې له خپل څان سره ساتلي دي٠
داخلک امريکايانو نشوای ساتلي خو په کرزي يې وساتل
ستا سو په ليکونوکې مي تر اوسه هيڅ کوم تنقيد دکرزي په حکومت ندی ليدلی .
متاسفانه پښتنه ډير خوشباوره خلک دي ، هر څوک چې په قدرت راشي نو په هغه پسي په پټو سترګو منډې وهي [/color:bca998fc05]٠

[color=violet:bca998fc05]نه طالب اونه کرزی ميلمه [/color:bca998fc05]


Anonymous
23.06.2005

د څرك مجلي كړي كار زه هم غندم.
ليكوالانو اشناګانو ټول پوهيږي چه دلته د تروريستانو جاسوسان لر او بر كيږي تر اوسه به څو كسانو دغه خبر د لطف الله مومند تر غوږو رسولي وي نو راځي چه انتظار وباسو چه څرك په راروانه ګڼه كي ددي موضوع متعلق څه ګلونه دوړوي.
نقاد جانه كوم كارونه چه تا په طالبانو ورتپلي سره ددي چه زه د طالبانو مخالف يم خو د انصاف په تله كه يې وتلو اكثره خبري به دي تهمت وخيږي.
[color=darkred:2fa4047112]كه امريكايي قواوي په پښتنو سيمو كې عملياتو كولو پړه په طالبانو واچو نو دا به هم منو چه د روسانو په وخت كې چه په كيلوالو سيمو كې كوم عمليات كيدل هغه هم د مجاهدينو په وجه او مجرمين مجاهدين وه نه روسان.[/color:2fa4047112]
همداسي كه افغانستان ته د امريكايي قواوو راتګ سبب طالبان وګڼو او پري ملامت كوو يي او دا د دوي جرم وګڼو نو بيا خو مجاهدينو د روسانو د راتګ مجرمين دي حكه هغه وخت د روسانو قواوي د وخت حكومت د مجاهدينو د ختمولو لپاره راغوښتي وي.
ليكن مونږ مجرمان كمونستان ګڼو ځكه همدغه كمونستان و چه د روسانو ډول ته ګډا كوله او دوي راغوښتي وه او اوس مجرمان هغه دي چه د امريكايانو ډول ته ګديږي او راغوښتي يي دي او هغه خيټنملان مجرمان دي چه په افغانانو د بمبار كيدو په وخت يي د خوشحالي څخه زړونه په ټوپونو وه.

[color=white:2fa4047112]او د ورستي ليكوال دغه خبره:
======== متاسفانه پښتنه ډير خوشباوره خلک دي ، هر څوک چې په قدرت راشي نو په هغه پسي په پټو سترګو منډې وهي ٠================
ګله ستا دي خبري د بعض افغانانو په باره كې دغه لنډي راپياد كړه

فرق د شپانه او د قصاب پسو نه کله کوي
چې شنه ګياه يې لاس کې وويني قاتل پسې ځي

نن ګورو چه هغه ځوانان چه د پيسو لپاره په عربانو پسي منډي وهلي نن چه امريكايان څه ډيري وركوي نو په دوي پسي شو نور خو نه ګوري چه په قصاب پسي روان دي او كه په شپانه پسي.
او پروني يار ته وايي

اوس په دې يو كلي كې نه ځايږو دواړه
تانه مرور يمه مه راكوه غاړه

سبا به امريكايانو ته هم همداسي وايي.[/color:2fa4047112]


نقاد
23.06.2005

[color=darkred:f575af8b4d]تبصره : نه نړيوال بلکې امريکا اونورو سرمايدارې ملکونوهدف لاره چې مخالف اقتصادي سيستم ختم کړې ، مطلب يې د افغان ملت نوه بلکې خپلې ګټې وي[/color:f575af8b4d]
د سرمايدارۍ مخالف اقتصادي سيستم خو اشتراکي یا کمونیستي وي، چې په افغانستان کې لا نه جوړشوی و او نه جوړیده. او که جوړیدای ستا او زما او د ټول افغان ولس به په هغه کې څه گټه وه له کمونيستي نيستۍ او ديکتاتورۍ پرته خو يې بل څه نشو رامنځته کولی. آيا له رباني نه نيولې تر طالبانو پورې دې چا کوم اقتصادي سيستم درلود چې نه کمونيستي او نه سرمایداري سيستم وای
او امريکايانو غوښتلی هغه له منځه يوسي آیا ته او ستا ملا یان داسې کوم اقتصادي سيستم پیژني چې نه کمونيستي او نه سر مايداري اوسي
که نه يې پېژنئ نو څوک چې ټوپک نه پیژني په ماشه څله گوتې وهي.

[color=brown:f575af8b4d]زه ستا په ليکنو کې هميشه يو پلويز قضاوت وينمه ،او هغه هميشه د طالب ټکونه ده او نه بل شی له طالبانو مخته د رباني ، مسعود،دوستم ، مزاري ګلبدين اوسياف دترورپه وختونو کې داچانس له منځه تللي وو . [/color:f575af8b4d]
که دا چانس له منځه نه وای تللی آيا طالبانو به له منځه نه وای وړی او که لا زیات به يې له منځه وړی وای! روښانه ده چې د پنجابي بادارانو په امر به یې له بد نه بدتر اقتصادي حالت هم منځته راوستی وای. ایا طالبانو دې ولسي اقتصاد هم چېرې پیژا نده
[color=darkred:f575af8b4d]دا خبره په دي ډول ،دملت سره خيانت دي او ديوه سيا سي شعورمحصول نده [/color:f575af8b4d].
لومړی د ملت په گټو ځان پوهول او وروسته د ملت او ملت له له کټو خبرې کول په کار دي. که تا صرف کلتور له لکۍ څخه نیولی وي او هغه هم په یوه کمبخت او بدبخت تعبیر چې له رواج او عقایدو پرته بله هیڅ منځپانگه نه لري،نو په دې توگه خو د ملت او ملت د گټو له پیژندنې څخه دومره ليرې يې چې مه يې کوه پوښتنه او د سياسي شعور يادونه خو مو بیا هسې لوبې بریښي. تاسو باید اول د چا خيانت ثابت کړی وای نو بیا به مو حق درلود چې څوک مخاطب کړئ او ورته ولیکئ چې گواکې )) دا خبره په دي ډول ،دملت سره خيانت دي (( ، ولې تاسې پر تش احساس چې گڼې هر څه تر نورو ښه پیژنئ ،تکيه کړې او ځان ته مو حق ورکړی څو بل ته پرتې هم ووايې. که د هرې بی ادبۍ په کچه دې صرف يو سوک خوړلی، ښايي زما په لومړي سوک دې خدای مړه ساه ورکړې وای!
[color=brown:f575af8b4d]کرزی دامريکايانو خاص سړي دي ، کرزی امريکايانو را وست او په ملت يې جبري تحميل کړ ، که نړۍ والو خپل شوم هدف نلرلي نو له طالبانو ورسته به يې دملت په خوښه د قومونو دجرګي له خوا هغه سړی انتخاب کړی وی کوم چې ملت غوښتی .[/color:f575af8b4d]
که د قومونو جرگه بیطرفه وای په هغو شرایطو کې له ظاهر شاه پرته بل چا د
ټاکلو چانس نه درلود، او د بن په کنفرانس کې هم دده له خوښ کړو دوه تنو څخه یو کرزی و چې وټاکل شو. په جرگه کې دې هم غير پښتون نشو ټاکل کيدای، نو که د ستار سيرت ټاکنه له پامه غورځول شوي وي کومه تيروتنه نه ،بلکې د کنفرانس د قصدي تيروتنې تلافي وه . که قومي جرگې دې ظاهرخان هم ټاکلی وای د لويديځ له مرستو پرته به یې چا د ژوند ساتنه تضمين کړې وای نور دی په تاريخ کې راوښَيه چې د قومونو جرگې دې کله کومه ربړه حل کړې ده؟
د ميرويس له لويي جرگې پرته دې د احمد شاه دټاکلو لويه جرگه هم آن د اختلافاتو په نولسمه ورځ یوه تاجک ملنگ له ماتې څخه وژغورله! شرم خو همدومره وي که څوک پرې پوهيږي ! يواځې طالب او مجاهد دې سره جوړيدای نشول، نو د قومونوجرگې به دې د لويديځ له مالي پوځي او سياسي ملاتړ پرته کومه ستونزه حل کړې وای.؟ که گريوان لرې نو بايد سر دې ترې کښته خوا وباسې ، نه پښې ترپورته !

غربيان غواړې چې هغه کلتور ي او معنوي معيارونه له اسلامي خاورې څخه واخلي او له خپل ځان سره يې برابر کړې .
اوه نام خدا ، څه ژور تحليل او له حکمت ډکه جمله مو وړاندې کړې ده !
آن د هند دوه سوه کلن تاريخ دې هير شو چې د انگلستان مستعمره وه، ددوی ددين او کلتور سره يې هېڅ غرض ونه لاره، هو آن د اسلام ديوبندي کلتور په کې لا پراختيا وموندله، خو خپل استعماري سياست او غرضونه يې په کې پرمخ بوتلل. له مجا هدينو سره دې چا د شورويانو په ضد مرسته کوله، هلته ولې کلتور مطرح نه و ، آيا په سعودي عزب کې يې اسلامي کلتور له منځه وړی يا يې په سهيلي ويتنام کې د هغوی دين له منځه وړی و، د جاپان او سهيلي کوريا وگړي دوی بی دينه کړل ؟
که افغانان خپل کلتوري او معنوي معيارونه ولري، نه يې ترې څوک ا خيستي شي او نه يې ترې اخلي. خو که تاسو په خپلو معنوياتو باور نه لرئ، نو پخپله به درڅخه لاړ شي، بې له دې چې بهرنيان يې درڅخه واخلي!
اوکه څوک پخپله له خپل کلتور څخه تښتي نو ملامته دې په بل چا نه غورځوي.
[color=darkred:f575af8b4d]تبصره : دلته هم وروره په درنه سترګه نګورې او تير نظري کوي ، په سوفيانه شعرو کې د ژوند ډېر ې تجربي پټې دي خو سړی يې په مانا پوه شي [/color:f575af8b4d]
وروه ما خو د رحمان سوفيانه شعر ته آن ټولگړی اعتبار ورکړی چې پهو هرچا تطبيق کيږي، خو ته د سیاسي استدلال پر ځای سوفيزم کارول غواړې، او هغه هم بيا د شاعرۍ په بڼه، نو وروره که د یوه ستر څلویښت کلن سړی وریښمینې جامې یو پنځه کلن ماشوم ته او یا بر عکس د پنځه کلن ماشوم جامې څلویښت کلن سړي ته ور واغوندې، دا به صرف په دې دليل ښې پايلې لري چې څکی چې تکه يې ورېښمينه ده.
[color=brown:f575af8b4d]تبصره : کومې ګټورې نقطي او کوم کار به دکرزي د حکومت ماته وښه يې ??
يوازينی کار يې دامريکايانو د ګټو ساتل دي او دامريکايانو ټول هغه جنګي جنايت
کاره ملګرې ...داخلک امريکايانو نشوای ساتلي خو په کرزي يې وساتل ! [/color:f575af8b4d]
وروره ته نر شه د خرو ښنگري او د غويانو لکۍ پرېږده، بيا په رغنده توگه کرزی او ټوله کابينه يې تنقيد کړه، که در سره مې غږ پورته نکړ بيا ووايه، کرزی زما هم خوښ نه دی، خو تر هغه بهتر په اوسنيو شرايطو کې راته وښيه چې زه يې هم درسره ملاتړ وکړم! او که يې نشې ښودلی، نوبيا ؟، بيا نو خوله خو دې نيولی شې کنه [color=blue:f575af8b4d]پتنگ جانه [/color:f575af8b4d]!
چې نه طالب اونه کرزی يې ميلمه ... بس همدا ته د کار سړی يې ميلمه!


Anonymous
23.06.2005

[color=brown:51a5888f6f]تبصره : نه نړيوال بلکې امريکا اونورو سرمايدارې ملکونوهدف لاره چې مخالف اقتصادي سيستم ختم کړې ، مطلب يې د افغان ملت نوه بلکې خپلې ګټې وي [/color:51a5888f6f]

د سرمايدارۍ مخالف اقتصادي سيستم خو اشتراکي یا کمونیستي وي، چې په افغانستان کې لا نه جوړشوی و او نه جوړیده. او که جوړیدای ستا او زما او د ټول افغان ولس به په هغه کې څه گټه وه له کمونيستي نيستۍ او ديکتاتورۍ پرته خو يې بل څه نشو رامنځته کولی. آيا له رباني نه نيولې تر طالبانو پورې دې چا کوم اقتصادي سيستم درلود چې نه کمونيستي او نه سرمایداري سيستم وای
او امريکايانو غوښتلی هغه له منځه يوسي آیا ته او ستا ملا یان داسې کوم اقتصادي سيستم پیژني چې نه کمونيستي او نه سر مايداري اوسي
که نه يې پېژنئ نو څوک چې ټوپک نه پیژني په ماشه څله گوتې وهي.

[color=darkblue:51a5888f6f]ملا صيب ماته خوته چړي وايې خو دا خبرې ټولې په کوڅه او با زار کې زده کيږي او دقضيې دحل خبرې ندي داخبري وروره هرڅوک کوي ٠ زما په مصد نه يې پوه شوی ٠ دغربيانو هدف نه يواځې په افغانستانکي دپلان کېښودونکي اقتصادي سيستم مخه نيول وو بلکې دشوروي د هغه وخت دموجوده سيستم له منځه تلل او بربادي يې مقصد وه او دا کار يې په مجاهيدينو سرته هم ورساوه ٠
زه ليکوال نيم ستا غوندي کلکلې نشم ليکلی او زړه په تنګ ګيږي چې په بي مانا شيانو لګيا شم ( ماته په ستر ګو کې حال وايه ..... )[/color:51a5888f6f]

[color=brown:51a5888f6f]زه ستا په ليکنو کې هميشه يو پلويز قضاوت وينمه ،او هغه هميشه د طالب ټکونه ده او نه بل شی له طالبانو مخته د رباني ، مسعود،دوستم ، مزاري ګلبدين اوسياف دترورپه وختونو کې داچانس له منځه تللي وو .[/color:51a5888f6f]

که دا چانس له منځه نه وای تللی آيا طالبانو به له منځه نه وای وړی او که لا زیات به يې له منځه وړی وای! روښانه ده چې د پنجابي بادارانو په امر به یې له بد نه بدتر اقتصادي حالت هم منځته راوستی وای. ایا طالبانو دې ولسي اقتصاد هم چېرې پیژا نده
[color=darkblue:51a5888f6f]د ديا لک تيک ملا صيب ! چړ ې بيا ستا فکر بيا يوې حاشيې ته ور اړه وي :
که د اپريل دميا شتي٤ د 1992 کال دملګرو ملتو دسولې پلان عملي شوی وی
او دوستم ، مسعود ( شوراي دزدان ) کودتا نوی کړي اوپه افغانستان کې د افغانستان دتقسيمېدو پلانونه نوي مطرح شوی او يو قانوني حکومت وی نو د طالب او پنجاپي به هيڅ وخت په افغانستان کې په قدرت نوي راغلي ٠
زه په طالب کې دسا ده ، غيرې سياسي اومسلمان پښتون څيره وينم اوته يې دښمن بولې خو نامردي خو ښه کارندی ، بايد ووايو چې طلب په هغه ناپوهي سره بيا هم افغانستان له تجزيې خلاص کړ اونوروته وښودل چې افغانستان خپل چښتن لري[/color:51a5888f6f]

[color=brown:51a5888f6f]دا خبره په دي ډول ،دملت سره خيانت دي او ديوه سيا سي شعورمحصول نده [/color:51a5888f6f]

لومړی د ملت په گټو ځان پوهول او وروسته د ملت او ملت له له کټو خبرې کول په کار دي. که تا صرف کلتور له لکۍ څخه نیولی وي او هغه هم په یوه کمبخت او بدبخت تعبیر چې له رواج او عقایدو پرته بله هیڅ منځپانگه نه لري،نو په دې توگه خو د ملت او ملت د گټو له پیژندنې څخه دومره ليرې يې چې مه يې کوه پوښتنه او د سياسي شعور يادونه خو مو بیا هسې لوبې بریښي. تاسو باید اول د چا خيانت ثابت کړی وای نو بیا به مو حق درلود چې څوک مخاطب کړئ او ورته ولیکئ چې گواکې )) دا خبره په دي ډول ،دملت سره خيانت دي (( ، ولې تاسې پر تش احساس چې گڼې هر څه تر نورو ښه پیژنئ ،تکيه کړې او ځان ته مو حق ورکړی څو بل ته پرتې هم ووايې. که د هرې بی ادبۍ په کچه دې صرف يو سوک خوړلی، ښايي زما په لومړي سوک دې خدای مړه ساه ورکړې وای!

[color=darkblue:51a5888f6f]ورور ه که کرزي ستا په اند:
(که د امريکايانو سره همګاري هم کوي ، په دې قيمت او مثبتې اغيزې ارزي! )
د امريکايانو سره مرسته کوي نوهغه به کومه مرسته وي ?? هغه به اقتصادي مرستې وي , په مستقيم او يا غير مستقيم ډول سره نو داخوبه بيا دافغان د اولس سره خيانت دي او که نه ??[/color:51a5888f6f]

کرزی دامريکايانو خاص سړي دي ، کرزی امريکايانو را وست او په ملت يې جبري تحميل کړ ، که نړۍ والو خپل شوم هدف نلرلي نو له طالبانو ورسته به يې دملت په خوښه د قومونو دجرګي له خوا هغه سړی انتخاب کړی وی کوم چې ملت غوښتی .

که د قومونو جرگه بیطرفه وای په هغو شرایطو کې له ظاهر شاه پرته بل چا د
ټاکلو چانس نه درلود، او د بن په کنفرانس کې هم دده له خوښ کړو دوه تنو څخه یو کرزی و چې وټاکل شو. په جرگه کې دې هم غير پښتون نشو ټاکل کيدای، نو که د ستار سيرت ټاکنه له پامه غورځول شوي وي کومه تيروتنه نه ،بلکې د کنفرانس د قصدي تيروتنې تلافي وه . که قومي جرگې دې ظاهرخان هم ټاکلی وای د لويديځ له مرستو پرته به یې چا د ژوند ساتنه تضمين کړې وای نور دی په تاريخ کې راوښَيه چې د قومونو جرگې دې کله کومه ربړه حل کړې ده؟

[color=brown:51a5888f6f]په دي برخه کې حق په جانب يې له ظاهر شاه ستمي څخه تور سپی بهتر ده.[/color:51a5888f6f]

د ميرويس له لويي جرگې پرته دې د احمد شاه دټاکلو لويه جرگه هم آن د اختلافاتو په نولسمه ورځ یوه تاجک ملنگ له ماتې څخه وژغورله! شرم خو همدومره وي که څوک پرې پوهيږي ! يواځې طالب او مجاهد دې سره جوړيدای نشول، نو د قومونوجرگې به دې د لويديځ له مالي پوځي او سياسي ملاتړ پرته کومه ستونزه حل کړې وای.؟ که گريوان لرې نو بايد سر دې ترې کښته خوا وباسې ، نه پښې ترپورته !

[color=darkblue:51a5888f6f]نه داسي هم ندی اوس يې نو کومه ستونځه حل کړې ده . امريکايانو خپل سړی غوښت او هغه کرزی وو [/color:51a5888f6f]

[color=brown:51a5888f6f]غربيان غواړې چې هغه کلتور ي او معنوي معيارونه له اسلامي خاورې څخه واخلي او له خپل ځان سره يې برابر کړې .
اوه نام خدا ، څه ژور تحليل او له حکمت ډکه جمله مو وړاندې کړې ده ![/color:51a5888f6f]

آن د هند دوه سوه کلن تاريخ دې هير شو چې د انگلستان مستعمره وه، ددوی ددين او کلتور سره يې هېڅ غرض ونه لاره، هو آن د اسلام ديوبندي کلتور په کې لا پراختيا وموندله، خو خپل استعماري سياست او غرضونه يې په کې پرمخ بوتلل. له مجا هدينو سره دې چا د شورويانو په ضد مرسته کوله، هلته ولې کلتور مطرح نه و ، آيا په سعودي عزب کې يې اسلامي کلتور له منځه وړی يا يې په سهيلي ويتنام کې د هغوی دين له منځه وړی و، د جاپان او سهيلي کوريا وگړي دوی بی دينه کړل ؟
که افغانان خپل کلتوري او معنوي معيارونه ولري، نه يې ترې څوک ا خيستي شي او نه يې ترې اخلي. خو که تاسو په خپلو معنوياتو باور نه لرئ، نو پخپله به درڅخه لاړ شي، بې له دې چې بهرنيان يې درڅخه واخلي!
اوکه څوک پخپله له خپل کلتور څخه تښتي نو ملامته دې په بل چا نه غورځوي.

[color=darkblue:51a5888f6f]شاباس دلته خو اوس په ډګرنارې وهي او هيڅ عار هم نه درته دريږي :
اول : په هغه وخت کې عيسويانو هم خپل مذهب پاله او اوس په بلا ککړدي نو ته داراته واوايه چې په افغانستان کې پردی کلتور څرنګه ژر زغلې نور شيان هم لولي اوکه دلته دي په دي فوروم کې ملنګې په غاړه نيولې ده، کابل دي ليدلی ده ، جميکا ، جنوبي ويتنام ، پاناما دهير شوي دې او دادي هم هير شوي دي چي چېري پردی کلتوروي نو دمونږ تازيان ور زغلې او پښتون خو کلتوري د تازي غلام دی [/color:51a5888f6f].

[color=brown:51a5888f6f]تبصره : دلته هم وروره په درنه سترګه نګورې او تير نظري کوي ، په سوفيانه شعرو کې د ژوند ډېر ې تجربي پټې دي خو سړی يې په مانا پوه شي [/color:51a5888f6f]

وروه ما خو د رحمان سوفيانه شعر ته آن ټولگړی اعتبار ورکړی چې پهو هرچا تطبيق کيږي، خو ته د سیاسي استدلال پر ځای سوفيزم کارول غواړې، او هغه هم بيا د شاعرۍ په بڼه، نو وروره که د یوه ستر څلویښت کلن سړی وریښمینې جامې یو پنځه کلن ماشوم ته او یا بر عکس د پنځه کلن ماشوم جامې څلویښت کلن سړي ته ور واغوندې، دا به صرف په دې دليل ښې پايلې لري چې څکی چې تکه يې ورېښمينه ده.
[color=darkblue:51a5888f6f]داسې به دې په مخ کې ليکلې وی .[/color:51a5888f6f]

[color=brown:51a5888f6f]تبصره : کومې ګټورې نقطي او کوم کار به دکرزي د حکومت ماته وښه يې ??
يوازينی کار يې دامريکايانو د ګټو ساتل دي او دامريکايانو ټول هغه جنګي جنايت
کاره ملګرې ...داخلک امريکايانو نشوای ساتلي خو په کرزي يې وساتل ! [/color:51a5888f6f]

وروره ته نر شه د خرو ښنگري او د غويانو لکۍ پرېږده، بيا په رغنده توگه کرزی او ټوله کابينه يې تنقيد کړه، که در سره مې غږ پورته نکړ بيا ووايه، کرزی زما هم خوښ نه دی، خو تر هغه بهتر په اوسنيو شرايطو کې راته وښيه چې زه يې هم درسره ملاتړ وکړم! او که يې نشې ښودلی، نوبيا ؟، بيا نو خوله خو دې نيولی شې کنه پتنگ جانه !
[color=darkblue:51a5888f6f] بزرګ ملا صيب ( کنه پتنگ جانه ! ) کوم ښه کار يې کړی ?? هيڅ کار يې هم ندي کړی زه خو خپل تنقيد ليکم او وايم چې دا ټول ګاډيوانان په هيڅ هم نه پوهيږي او ملت ته يې هيڅ کار هم ندی کړی ،تاولي خوله پټه نيولې او خيانت ته رنګ ورکوي يوواځي په طالب پسې دې خوله خلاصه کړې ده٠ طالب چې هرڅه کړې له ناپوهي يې کړې دي نوکرزي او دهغه حکومت خو شعوري خيانتونه کوي ٠
په غرب کي له سلو ورځو وروسته دولت دخپل فعاليت بيلانس ورکوي او دکرزې دحکومت اوس څلور کاله تير شول او هيڅ درک يې هم مالم ندی .
نقادخانه ! ستا انډيولان په دي نه پوهيږي چې څرنګه يو سيستم جوړېږي ! [/color:51a5888f6f]

چې نه طالب اونه کرزی يې ميلمه ... بس همدا ته د کار سړی يې ميلمه!

[color=darkblue:51a5888f6f] دا حقيقت دی، ستا فکر خپل دي زه خوپه ډيرو سطحو کې لګيا يم ګورو به چې خدای څه کوي [/color:51a5888f6f]٠
والسلام
خاښلرونکی چړي ٠


Anonymous
24.06.2005

سلامونه .څرک کښی دا لیکل شوی مظمون چه په حقیقت بنا دی کومی بلی مسلمنانی پتمنی خور لیکلی وی.دهغی نوم به وږمه سبا وی
تا سو هسی ځان مشهوره وی٠پاتی شوه د څرک لیکوالان ولی٠نومونه نه لیکی یو وخت چه\ ظلم زور زیات وه ګل پاچا الفت،ولسمل،هادی داوی،٠او نورو هم په پټو نومونو لیکل کول.ځما خیال وږمه جانه دی نور خپل خاطر نه درنه وی.او نه هم تا سو په دی ارزی.لاره خو دا وه چه تا څرک ته دې خط لیکلی وی او د څرک د جواب نه وروسته دی چغی او سوری جوړی کړی واي.
ځما ګومان دی چه مظمون دی د خپل کوم شوم هدف لپاره لیکلی دۍ.

وسلام وحید احمد زی کابل جان.


Anonymous
24.06.2005

رښتيا وايی
وږمه جانې بياڅه ته زړه دي
:twisted: :twisted: :twisted: يورپ اوامريکايی لکه چي ډيرپه زړه وريږي اواوس له دي لارې غواړي چي ځان :o :o :o


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more