نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په خوست کې د ډاکترانود ترور غندنه
Anonymous
16.06.2005
درنو هېوادوالو ،
اوريدلی به مووی چې د خوست په ولایت کې څو تنو وسلوالو په یوه روغتیایي مرکز برید وکړ او شپږ افغان روغتیا پالان يي په ډېری بيرحمې سره ؤوژل .
قالوانا لله وانااليه راجعون .
ددوی لويه اونه بخښونکی ګناه دا وه چې دناروغانوچوپړاودرملنه يي کوله .
زه ددوی کورنيواوخپلوانوته صبراوتسلی اوپخپله دوی ته دلوی خدای ج څخه داجرونواوجنتونوهيله کوم .
زه دا يوډيربی ننګه او له شرمه ډک عمل بولم .
حتاهيټلرهم ډاکتران نه وژل .
دنړې په هيڅ ګوټ کې څوک ډاکتران نه وژنی ، خوزمونږ په هېواد کې ځينی خلک دېته د جهاد مقدس نوم ورکوی .
راځۍ چې په ګران هېوادکې دسولې ، ټولنيزعدالت اوهوساينې په هيله ،
داجنايت په حوصلې سره د أدب په چوکاټ کې په کلکه سره وغندو!!!
په درناوی
نابللۍميلمه
Anonymous
16.06.2005
ماغوښته چې يو څه وليکم خو پټه خوله بهتره ده .
دومره وايم ! نه وايم
ډير په قهر ميلمه
Anonymous
17.06.2005
زه به يو ډاکټر ، يو انجينر او يو معلم د 10000 زرو وحشيانوسره برابر نه کړم ٠ هر بې ناموسه د خره زوی چه داسی کار کوي کافرمطلق دې اودافغانانو اوافغانستان اصلي دوښمنان دي چه بايد ساه اخيستلو پرې نښودل شي ٠ هرډاکټر ، انجينير ، استاذ او نورپه ملي سرمايه کی حسابيږي او ديوه کوني جاهل د مرمۍ قرباني بايد نشي ٠
توف لعنت دبې ناموسانو په خاندان اوددغو په مرداره عقيده
توف لعنت په پښتونولۍ
Anonymous
17.06.2005
د ګنف د اولسونو دمعاهدې دتړلو په اساس حتا د بوناپارت ناپليون په جګړو کې او له هغه نه مخ کې هم دډاکتر انو وزنه منعه وه٠ ډاکتر قانوني مسؤليت لرې او لاره يې چې هم به دوست تداوې کوي او هم دښمن نوپدې اساس دډاکتر مرګ منع دی٠
ستا خبرې تر يوه حده پورې درستې دي اوډيرې احساساتې هم دي .
د قومي جګړو په وخت کې دښځې او ډاکتر وزل په پښتونولۍ کې هم منع دي که څوک داسې کار وکړې نوبدي يې هم نوره زيا تيږې اوسخت پور پرې راځي٠
دا کار په پښتنولۍ پورې هيڅ مربوط ندی او نه دپښتنولۍ تر تړون لا ندې راځي او په پښتونولۍ باندې لعنت پښتنو ته په سپک نظر کتل دي خو خير ته به احساساتي شوي يې او زه اطمنان درکوم چې دا د پښتنولې کار ندي .
دا دي دښمنانو کار دي او ډير امکان لري چې د پاکستان له خوا او يا د cia له خوا دا کار شوی وي ٠
خداي پاک دي دا خلک وبخښې ،دظالمانو چې بې ګناه خلک وزني کور خراب کړې
دا وحشيان دې خدای تباه تباه کړي او لعنت دې وي ددوي په مردارو مغزو.
ومن الله توفيق
تتهت[quote:ec32117463="Anonymous"]زه به يو ډاکټر ، يو انجينر او يو معلم د 10000 زرو وحشيانوسره برابر نه کړم ٠ هر بې ناموسه د خره زوی چه داسی کار کوي کافرمطلق دې اودافغانانو اوافغانستان اصلي دوښمنان دي چه بايد ساه اخيستلو پرې نښودل شي ٠ هرډاکټر ، انجينير ، استاذ او نورپه ملي سرمايه کی حسابيږي او ديوه کوني جاهل د مرمۍ قرباني بايد نشي ٠
توف لعنت دبې ناموسانو په خاندان اوددغو په مرداره عقيده
توف لعنت په پښتونولۍ[/quote:ec32117463]
Anonymous
17.06.2005
ولاوروره خبرې دی سيي دي خو اوس داسی وخت راغلې چه هغه نورد صبرکاسه له مورګو اووښتې ٠ بله داچه پښتونولۍ ولاکه هيڅ هم کړي وي يواځې وحشت ، جهالت ، تربګني ، بې اتفاقي ، لټتوب ، بې عدالتي ، کورپه کور دوښمني اوټوپکې ، بې سوادي ، وروسته پاتی کېدل ، دښځوبدلول ، سرتنبهګي ، تنګنظري اوبې لارېتوب يې ژوندي ساتلي ٠
زه يې دملي قتل عامل ګڼم اود پښتنو د بقا لپاره يې تر تارياکو هم بدګڼم ٠ دالوده ګي خدای خبر چه انګريز راپيداکړې اوکه کوم تقاعدي مرزا خو کوم اوږد تاريخ نه لري ٠ اوکه ويې لري هم دنن ورځې د ضرورياتو سره برابر نه ده ٠
پښتونولي بس په دوه شيانو ولاړه ده چه ښځه اوټوپک ٠ که دی ښځه مړه نه کړه بيا پښتون نه يې او که دې لس نه وي وژلي نو بيا باتور اوننګيالې نه يې ٠ ښځې به تعليم نه کوي ، دخپل صحت لپاره به ډاکټر ته نه ځي ځکه چه دغه غير انساني اوغير مذهبي کوډ خرابيږي ٠
اميرعبدرريخن به سل کاله په خپل عهد وفاکوي ځکه چه پښتونولي ده ٠ درېسوه کاله به نور هم تېرشي ، نه به په اسلامي نړۍ کی سيال شي اونه به په غير اسلامي کی ، په زر کاله کی به په دغه کوډ کوم نړيوله توجه اونوم پيدانکړي ، بس همدغه مردار ټوپک به يې په اوږه وي او د نورو دروازو ته به څوکيداري کوي او يابه يې څو مېږې په مخه کړي وي اوپه شړو اوميرو کی به ګرځي ٠ يوڅوکيدار اويوګډبه به دډاکټر او نورو قدر څه وپيژني ؟ دغه پښتونولي ده چه له ثبوتونو سره وجود لري نورخوداسې کوم ثبوت نشته چه مونږ پرې ووياړو ٠
اودترور په هکله داوايم :
د عام المنفعه تأسيساتو لکه مکتبونه مسجدونه ، لارې پلونه ، خيريه ادارې ، کتابخانې ، روغتونونه اوددغو تأسيساتوکارکوونکو ته چه هرڅوک وي ، په دولت کی وي او که ددولت مخاليفين وي ، چه ضرر وررسوي کافر ، مجرم او د سنګسار وړدې ٠
زه يې ان په قبر متيازې کووم ٠ چه هيڅ می نور له وسه پوره نه وي نو په بدو ويلو رټلو او ښکنځلو به يې ضرور بدرګه کووم ٠
يوځل بيا توف لعنت په وحشي قاتلانو
Anonymous
18.06.2005
ميلمه وروره ستا دخبرو په ځواب کې :
ما يو څو هفتي مخکې له يوه کردي سره داسلام په برخه کي بحث وکه اوهغه راته وويل چې خپله عقيده يې خرابه ده او دا څکه چي دوي په ايران ، سوريه، عراق اوترکيه کې ويشل شوي دي نو که اسماني عدالت وی نو پر دوی به دومره ظلم نکيده
ما په مقابل کې ورته وويل چې دستاسو تقسيم تر اسماني عدالت پري نه بلکي دمځکي د انسانانو دبيعدالتي او شخصي ګټو نتيجه ده او يو څه ګناه ستاسو دمشرانو هم ده ،چې په خپلو منځو کې سره يو ندي٠
وروره دا ګناه دپښتنولي او پشتنو نده بلکي ګناه دهغو خلکو دی چې پښتانه يې
جاهله ساتلي دي او په خپله يې چړچې کړې دي ٠ ياني دافغانستان د حکومتد ارانو
ګناه دي ٠ کوم شيان چې تا ليکلي هغه ټول دناپوهې او غيري مکتبيتوب علامي او محصول دي ، ما اوتا او دا نور مکتبيان ( زده کړې ) ولي داسي فکر نه کوو٠??
مدني قانون دغربيانوافتکار دي او پښتونولي دپښتنو ،خوکه په مکتبي ډول پښتونولي ژوره تحليل کړې له غربي مدني قانون څخه مونږ مخته يو ، خصوصا دکورنۍ دغړيو د تربيې په برخه کي ٠
زه يو مسال درکوم :
تربورګلوي په بيسواده کړيوکې ، وزنه ، جنګ او جدل ، دامونه کيښودل ، دعوې اودنګلې دي ٠ زما لپاره تربورګلوې برابري اوسيالي دي، په علم ، په اخلاقو کې ،په اقتصاد ي مسائلو او اخلاقي کارونو کي٠ غربيان دي کارته :
business rivalry , competitive position; competitive capacity; competitive ability وايې٠
نور ډير مسالونه هم درته راوړۍ شمه٠
که مونږ اوتاسو له خپلې پښتنولي څخه هسې يو بل اخلاقي بنسټ ونيسو نو بيامو
code of honour , national identity له منڅه ځي او په اخر کي به داسي حالت ته ورسيږو چې خپل څان ته به احترام نلرو او په روحي مرضونو به اخته کيږو او خپل ځان به رانه ورک وي ٠
اوس دشپې ٥ بجې او ل ٤٠ دقيقي دې نو لنډ درته وايم :
مونږ يوه هيوادپرسته او صادقه مشر ته ضرورت لرو چې هغه مو دعلم او تر بيې په مرسته دنړۍ والو سره سيالي ته برابر کړې..
په ډير درنښت
Anonymous
19.06.2005
وروره ستاسومينه د پښتونولۍ سره حس کولای شم اوستاسو داخبره چه
ګواکی { دا ګناه دپښتنولي او پشتنو نده بلکي ګناه دهغو خلکو دی چې پښتانه يې
جاهله ساتلي دي او په خپله يې چړچې کړې دي ٠ ياني دافغانستان د حکومتد ارانو
ګناه دي ٠ ??}
وروره !
ستاسو نظر چه { کوم شيان چې ما ليکلي هغه ټول دناپوهې او غيري مکتبيتوب علامي او محصول دي ، ما اوتا او دا نور مکتبيان ( زده کړې ) ولي داسي فکر نه کوو٠ }
د بحث وړ ګڼم ٠ زه ، ته اويو څو نوربه استثنا وګڼم خو که مکتبيانو ته برأ ت ورکړو نو تنګنظره او دواتشه مجازه خلقيان او متعصبه عياش پرچميان خو ټول مکتبيان وو ، ولی يې بيګناه وطنداران په [ هورا]نه ويلو او[ ووتکا] نه څښلو سکنجه کول چه پنځه ميليونه يې خپل کور کلي اووطن پرېښودو ته مجبورکړل اوبيا همدغه بې اصله هم هلته وتښتيده اوپه هغو کوڅو کی يې ژېړې سترګې نيولې وې چه ددغو بې شرمو له لاسه زورېدلي او مهاجرت ته مجبور شوي وو ٠
{{ مدني قانون دغربيانوافتکار دي او پښتونولي دپښتنو ،خوکه په مکتبي ډول پښتونولي ژوره تحليل کړې له غربي مدني قانون څخه مونږ مخته يو}}
اول خو دلته دغرب قانون او دهغه هيله يا مقايسه نده مطرح شوې ٠ دابه پرخپل ځای پرېږدواودومره به وپوښتم چه په څه کی ؟ ثبوت !
{} خصوصا دکورنۍ دغړيو د تربيې په برخه کي ٠ {}
داخوثبوت نه دې اوته چه کومه فرضيه دلته وړاندې کوې حالات ددې برعکس دي ٠ دپښتنو کورنې ژوند خو په يوه معيار هم برابر نه دې ، نه په انساني ، نه په مذهبي ، نه په کلتوري ، نه په سياسي ، نه په حقوقي ، نه په اخلاقي ، نه په اقتصادي اونه جغرافياوي ٠
ايا ٩٩ % په ظلم زور اوخرڅلاو دښځو راکړه ورکړه درته د پښتونولۍ معياري تربيه ښکاري ؟
ايا د هلکانو سره لواطت درته کومه تربيه ښکاري ؟
پښتونولۍ خوهمدغه شيان منځ ته راوړي او تحفظ يې کوي ٠
بيا تاسو واياست :
{{ زه يو مسال درکوم :
تربورګلوي په بيسواده کړيوکې ، وزنه ، جنګ او جدل ، دامونه کيښودل ، دعوې اودنګلې دي ٠ زما لپاره تربورګلوې برابري اوسيالي دي، په علم ، په اخلاقو کې ،په اقتصاد ي مسائلو او اخلاقي کارونو کي٠ غربيان دي کارته :
business rivalry , competitive position; competitive capacity; competitive ability وايې٠ }}
ګوره کنه فلاني جانه !
که زه چاته ووايم چه وخوره ځواب به يی د تشکر سره وي خو که عين مطلب ورته داسې ووايم چه {{ ډک شه }} نوعکس العمل به يې بل رنګ وي او کيدای شي راته ووايي چه ته ډک شه او په همدې راسره قطع رابطه هم وکړي خو ددواړو مطلب يوشې اودخېټې ډکول دي ٠
نو تربورولي هيڅکله په ښه نيت نه ده تعبير شوې او زه او ته نشو کوولای دغه د سديو زړه اصطلاح له منفي قطبه په مثبت واړوو ٠ تاسوچه څه ته تربورولي واياست هغه ته اکثريت پښتانه {{ سيالي}} وايي ٠
اوس به راشم دې خبرې ته :
{{نور ډير مسالونه هم درته راوړۍ شمه٠ }}
اوزه هم صحيح ځوابونه درکوولای شم ٠
{{که مونږ اوتاسو له خپلې پښتنولي څخه هسې يو بل اخلاقي بنسټ ونيسو نو بيامو
code of honour , national identity له منڅه ځي او په اخر کي به داسي حالت ته ورسيږو چې خپل څان ته به احترام نلرو او په روحي مرضونو به اخته کيږو او خپل ځان به رانه ورک وي ٠ }}
ميلمه جانه !
{{ code of honour , national identity}}
همدغه code of honour چه پښتونولي ورته وايي د ټولو فسادونو جرړه ده او د national identity څه چه د international Identity مخنيوې يې کړې ٠
ماخو څو ځله درته وليکل چه دغه پښتونولي او اخلاق يې يواځې په ښځينه جنسي مسايلو پورې تړلي دڅه چه مخنيوې هم نشي کولای ٠ مګر - مګر پښتونولي او کوډاف هانړ او اخلاق يې د هلکانو او نارينه په جنسي مسايلو پورې اړه نه لري ٠
مثال : داڅنګه پښتونولي ده چه خور اولور په زوره پرته د هغې له خوښې يونارينه ته په بدو او يا د پيسو په مقابل کی مجبوروه چه تر مرګه ورسره هغه څه کوه د کوم جزا چه مرګ دې ٠ دغسې څه ته نو له rape نورڅه ويل کيږي ؟
اوبيانوکه له دغې فيصلې کومه ښځه سروغړوي عاقبت به يې پښتونولي څه وټاکي ؟
خوراولور په زوره ياپه پيسوترمرګه rape کوولو ته پښتونولي وايي خو که شرعا" او په انساني عاطفه او دبشر حقوقو ته په احترام سره څوک طلاق وکړي نو بيا پښتونولي لمنځه ځي ، ولی ؟
{{اوس دشپې ٥ بجې او ل ٤٠ دقيقي دې نو لنډ درته وايم :
مونږ يوه هيوادپرسته او صادقه مشر ته ضرورت لرو چې هغه مو دعلم او تر بيې په مرسته دنړۍ والو سره سيالي ته برابر کړې.. }}
ترټولو غوره اونېک نظر دې خو د سيالۍ ډېر شرايط دي چه د پښتونولۍ سره نه جوړيږ ي لکه ښځې بايد له نارينو سره په هر سکتور کی کار وکړي تر څو توليدي قوه توازن ومومي او بار د کورنۍ ديوه فرد له اوږو کم او دسړي سر عايد زيات شي،نجونې ، ښځې او هلکان انساني حقوق ترلاسه کړي ، کلو اوبانډوته دتعليم اوتربيې اسانتياوي برابرې شي ٠ اقتصادي ترقي دځينو سيکولر شرايطو پرته ناممکنه ده ، ايا پښتونولي به ددغو شيانو اجازه ورکړي ؟
بله مهمه پوښتنه داده چه پښتنو کله د کوم (((((( ترقي پسند))))) رهبر ملاتړ کړې ؟
پښتنو ته هغه څوک ښه مسلمان او ښه پښتون ښکاري چه ((((( ترقي دوښمن )))) وي اودغه محض ددې په خاطر چه فکر کوي په پرده کی به پاتی شي خو برعکس نتيجې يې له بده بدتر خېژي ٠ له بله پلوه پښتنو ملايانو پښتا نه دخپلې پوهې مطابق رهنمايي کړي ٠ اوپښتانه ملا يان خو هر چاته معلم دي چه دادنيا ، ژوند او انساني شته والې ورته بيهوده شې دې اوداتبليغوي چه دادنيا دکافروده او هغه دنيا زمونږ ده ٠ ځکه خوپښتانه هم دژوند دوښمنان دي ٠ خدای خبر چه په هغه دنيا کی به هم دڅه سيال شي اوکه نه ؟
نواوس تاسو قضاوت وکړۍ چه ددوی د خوښې رهبر او مشر به د الهي ځواکه سره له کومه اسمانه افغانستان ته راودانګي ؟
په درناوي
دامبارکوه له غېږې
ي