د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

زويه ځواني مى وركه ده

خیریوسی
13.06.2005

يو سبين ږري سړي پر لارى روان و چى هغه پر ملا خم سوى ؤ دډيرى ضعيفي څخه پر يو ډله هلكوانو راغلى
چى هغه په خپلو بازيو اخته وه دوى چى سبين ږيرى ته وكتل چى دډيرى ضعيفي څخه ئى سر و زنګنو ته رسيدلى دى
هلكوانو دسبين ږيرى څخه بوښتنه وكړه بابا څه شى دى ورك دى بابا به جواب كى ورته وويل ائى زويه
ځوانى مى وركه ده :D :D :D :D :D :D :D :D
ابو محمود



څاروان
14.06.2005

ابو محمود وروره د حلوا په څير خواږه، غوړ، او نرم سلامونه مې قبول كړه.
ليكلي ټوكه مو حقيقتاَ له پند څخه ډكه ده.
تقريباَ په همدي شكل زما سره هم يوه ټوكه ده چه درته به ئې وليكم :
12-6-2005
يو ټوقي د يو بوډا سړي نه پوښتنه وكړه:
بابا څه لټوي؟
بوډا سړي په جواب كې ورته وويل:
خپله ځواني لټوم.
ټوقي ورته وويل دورغ مه وايه ولي داسي نه وايې چه د قبر لپاره ځانه ته ځاي ګورم.
=========
بايد يادونه وكړم چه دغه ټوكه ما د ګريس بندو ټوكو تر عنوان لاندي موضوع كې هم ليكلي ده.
ستاسي د بري په هيله
--------------- يوسف څاروان


خیریوسی
20.07.2005

مصر ددنیا مور ده

یوه پښتانه او یوه مصری په یوه ځای کی کار کاوه مصریان دا خبره ډیره کوی چی( مصر أم الدنیا) یعنی مصر ددنیا مور ده وپښتانه به ډیر ډیر داویل چی مصر ددنیا مورده
بله ورځ و پښتون ته درد ورغلی ومصری ته ئی وویل مصر ددنیا مور ده او افغانستان ددنیا پلار دی افغانستان پر مصر وختی دادنیا ځنی پیدا شوه
په هغه لهجه به نه وایم څنګه چی پښتون په درد سره ویلی وه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more