د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

*** د دوستانو مرکه په ټپو کې( كرزي ، فهيم)


څاروان
13.06.2005

================= ددوستانو مرکه په ټپو کې
[color=white:4146c783c4]مارشال فهيم: [/color:4146c783c4]
---------- راوستي ما و پاچا ته شوې
---------- ياره کرزيه! څه دې وکړل پساتونه
[color=white:4146c783c4]کرزى: [/color:4146c783c4]
---------- په کنډه دواړه سره تول شوو
---------- مارشاله ياره تا نه دروند ختلى يمه
[color=white:4146c783c4]مارشال فهيم: [/color:4146c783c4]
---------- خدمت مې خړو اوبو يوړو
---------- د خليلزاد جانان نه ډېر ګيله من يمه
[color=white:4146c783c4]کرزى: [/color:4146c783c4]
---------- خليلزاد لاړو مسافر شو
---------- د توني بلير ځولۍ ته واچوه لاسونه
[color=white:4146c783c4]مارشال فهيم: [/color:4146c783c4]
---------- که پسرلى په وطن راغى
---------- په توني بلير جانان به وشيندم ګلونه
[color=white:4146c783c4]کرزى: [/color:4146c783c4]
---------- ما درته ويل نه دې منله
---------- مارشاله ياره اوس کوه د ډاګ مزلونه
[color=white:4146c783c4]مارشال فهيم: [/color:4146c783c4]
---------- چې څه دې وکړل ښه دې وکړل
---------- نور مې پکول په سترګو کېږده خوب راځينه
[color=white:4146c783c4]کرزى: [/color:4146c783c4]
---------- دارالحفاظ به درته درکړم
---------- د مارشالۍ خوبونه مه ګوره مينه
[color=white:4146c783c4]مارشال فهيم: [/color:4146c783c4]
---------- دارالحفاظ مې پکار نه دى
---------- ما ته ډالر راکړه چې زړه مې خوشال شينه
[color=white:4146c783c4]کرزى: [/color:4146c783c4]
---------- ډالر همدومره وو چې خلاص شول
---------- اوس به کنډر وطن په څه ابادوونه
[color=white:4146c783c4]مارشال فهيم: [/color:4146c783c4]
---------- که مې د زړه ارمان پوره شو
---------- ياره کرزيه درنه وبه کړم سوالونه
[color=white:4146c783c4]کرزى: [/color:4146c783c4]
---------- ارمان به خاورې ګورته يوسې
---------- ما مې جانان سره پاخه کړي لوظونه

[color=blue:4146c783c4]يادونه:[/color:4146c783c4]
ذكر شوي لنډۍ فكر كوم د ښاښۍ په مجله كې راغلي وي او ما په خپل كمپيوټر كې له ځان سره ثبت كړي وي.
=========================================
----------------------------------------- يوسف څاروان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more