نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
*** كابل د بدبختۍ تر سيوري لاندې
څاروان
12.06.2005
----------------- كابل د بدبختۍ تر سيوري لاندې
ژباړن: زړګى حسيني= د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې د روان كال د جون د مياشتې په يوې ګڼې كې په كابل كې د اخلاقي فساد د شتمنو بهرنيانو او ځينو بډايو افغانانو او عامو خلكو د ژوند د كچې د توپير په اړه يوه مقاله خپره كړې ده،
چې غټ ټكي يې دا دي:ورځپاڼه په كابل كې د بېوزلو او عامو خلكو د حالت د بيانولو په ترڅ كې ليكي:په كابل كې بهرنيان او ځيني بډايي افغانان هره ورځ په قيمتي مغازو كې د اراېش او فېشن اجناس پېري او د ښار په معتبرو رستورانونو كې لوړ بيه خوراكونه خوري، خو [color=darkred:bb87d3a443]اكثره عام وګړي دومره هم نشي كولاى، چې لږ تر لږه وچه ډوډۍ په مړه ګېډه وخوري[/color:bb87d3a443].بهرنۍ مېرمنې په ښكلو هوسونو كې بربنډې لامبي، دا په داسې حال كې ده، چې ددغه هېواد مېرمنې د خپل عزت د ساتلو لپاره په ښار كې لا تراوسه هم خپله څادري له سره نشي لرلې كولاى. د افغانستان د اساسي قانون له مخې د شرابو كارول بند دي، خو [color=brown:bb87d3a443]په ښار كې بير او شراب په آزادانه ډول پلورل كېږي.[/color:bb87d3a443]
ټايمز زياتوي:
ښايي په زرګونو بهرنيو كاركوونكيو او د هغوى د امنيتي ټيكه دارانو او سلاكارانو ازاد فكره افغانانو د مزو او چړچو وخت مخ په ختمېدو وي، ځكه چې علماء او سياست پوهانو په ټول ښار كې دا كوښښ پيل كړى دى، چې د شرابو د استعمال او رواج مسئله په انتخاباتو كې راپورته كړي او ولسمشر كرزى له جنجال سره مخ كړي.
ورځپاڼه له يوه بل حقيقت نه پرده پورته كوي او ليكي، چې:
[color=darkred:bb87d3a443]له چين څخه په سلګونو بدكاره ښځې كابل ته راوړل شوي دي[/color:bb87d3a443] او د ښار په ځينو رستورانونو كې ليدل كېږي، چې د ناوړه جنسي اعمالو په ترسره كولو بوختې دي.
ټايمز د يو افغان له قوله څرګندوي:
په اسلامي كلتور او په ځانګړې توګه [color=brown:bb87d3a443]په داسې يو هېواد كې چې خلك يې د غرب له آزاديو سره نابلده دي، دا يو ډېر پارونكى عمل دى[/color:bb87d3a443] او خلك ددغو اعمالو پړه د ولسمشر كرزي په غاړه اچوي.
ورځپاڼې په كابل كې د خپل خبريال له قوله ليكلي:
د بهرنيانو لپاره جوړ شوي د ناېټ كلپونو خاوندان هره مياشت تقريباً د شلو زرو ډالرو په شاوخوا كې پيسې پيدا كوي. اوس په كابل كې د پېسو د زياتوالي او په شتمنو خلكو كې د ستړيا د پېدا كېدو له امله داسې شراېط رامنځته شوي دي، چې [color=darkred:bb87d3a443]زيات بهرنيان او شتمن افغانان د روحي ارامۍ لپاره لوړ بيه دوا استعمالوي.[/color:bb87d3a443]
ورځپاڼه په پاى كې د يو بهرني ليكوال دومنيك ميډيل له قوله ليكي:
[color=brown:bb87d3a443]د پيسو او ساعت تېرۍ د زياتوالي له امله كابل د ګناهونو په مركز بدل شوى دى او خلك د ساعت تېرۍ او موسيقۍ نه علاوه بل كار نه لري. [/color:bb87d3a443]
د يادونې وړ ده، چې د همدغو اخلاقي فسادونو ښار كې ځاى ځاى د هندي او غربي راډيوګانو او د مبتذلو خپرونو خپرول، د بربنډو فلمونو د دوكانونو پرانېستل په حقيقت كې د جرمونو او جنايي پېښو د زياتوالي او ناامنۍ لامل ګرځي. كه يې مخنيوى ونه شي، دا به په دې هېواد كې د القاعده او ترهګرو څخه هم لويه بلا وي او ددې هېواد هرڅه به په سيند لاهو كړي.
د وربل ويب پاڼي څخه په مننه.
========================
يوسف څاروان
نقاد
12.06.2005
دغه ډل حقا يق بيانو ل ځکه ښه کار بولم چې خلک يې در اتلونکې ملي شورا له ﻻرې جدي مخه ونيسي .که اولسواکي وي نو د شورا له قدرت څخه به يې په دې برخه کې کار واخلي اوبشپړ مالومات به يې و شي . والسلام .
pattang
15.06.2005
نقاد خانه خانه !
اولسواکې اولسواکي نشته څکه چې ملت کله خپله ازاده اراده لرې که دملت ازاده او خپلواکه اراده، حکومت او د حکومت بادارانو غوښتی نو جنګي جنايتکاران به يې اول له منڅه وړي او ټوله اسلحه به يې له دي جنايت کارانو ځخه چې دهغو ی د ظلم او فشار اله ده ټوله کړې وی ٠
د پښتنولې په مينه پتنګ
[quote:7329261d77="نقاد"]دغه ډل حقا يق بيانو ل ځکه ښه کار بولم چې خلک يې در اتلونکې
ملي شورا له ﻻرې جدي مخه ونيسي .که اولسواکي وي نو د شورا له قدرت څخه به يې په دې برخه کې کار واخلي اوبشپړ مالومات به يې و شي . والسلام .[/quote:7329261d77]
نقاد
23.06.2005
پتنګ خانه خانه!
د شورا په جوړيدو د ولسواکۍ بهير غښتلی کيږي او دټوپک سالارانو دفاع بيا نه دولت کولی شي او نه بل څوک . توپک ولا د شوری د استازو اکثريت ځان ته نشي ګټلی . د شوری غوښتنې به د مرکزي دولت ځواکمنتيا او پياوړتيا غواړي . دغه ټوپک سالاران به بيا ډير ژر بي وسلې او بي قدرته شي . انشأالله تعالی!
pattang
23.06.2005
اوس که هر څومره دلائل در سره ووايم نتيجه نه ورکوي ، څکه زه نقادنه وينم بلکي خپل tft مونيتور . داولسواکۍ په هکله مو لمړی هدف يو د ی او بيا زما بله لاره ده, نوکه چېري ستا تيوري رښتيا شوه نو ز ه به يو خيرات وکړم اوهم به دسرو زرو مدال در کړم ٠
نور نو دادي لوی فيصده لوچکۍ په سوړه کي تهمت مه راپسې تړه زه نه وطنپال يم اونه نوي، زوړ چړي
دپښتنولي په مينه پتنګ
[quote:f6467d1f45="نقاد"]پتنګ خانه خانه!
د شورا په جوړيدو د ولسواکۍ بهير غښتلی کيږي او دټوپک سالارانو دفاع بيا نه دولت کولی شي او نه بل څوک . توپک ولا د شوری د استازو اکثريت ځان ته نشي ګټلی . د شوری غوښتنې به د مرکزي دولت ځواکمنتيا او پياوړتيا غواړي . دغه ټوپک سالاران به بيا ډير ژر بي وسلې او بي قدرته شي . انشأالله تعالی![/quote:f6467d1f45]
نقاد
30.06.2005
[quote:f08569d5bf]داولسواکۍ په هکله مو لمړی هدف يو د ی او بيا زما بله لاره ده, نوکه چېري ستا تيوري رښتيا شوه نو ز ه به يو خيرات وکړم اوهم به دسرو زرو مدال در کړم ٠ [/quote:f08569d5bf]
پتنګه جانه ﻻفو ته څه اړتيالرې، د سرومډال ورکول دهرچا کار نه دی اونه د هرچاله ﻻسه څوک مډال اخلي، بيا هم د اند اختلاف د هرچا او په دې توګه ستاهم حق دی.
خو که په چا باندې د بل نوم تپل ستاپه اند [quote:f08569d5bf]لوی فيصده لوچکۍ سوړه [/quote:f08569d5bf] وي ، نو ايا دا هماغه ستا د لوی فيصده وچکۍ سوړه نه ه چې له هغې څخه دې پر نقاد باندې د نابللي ميلمه د نوم تپلو هڅه وکړه؟ ته خو دې اول دغه خپله لوچکي واپس واخله ، ځان ترې خلاص کړه او دارتکاب بښنه وغواړه بيا په نورو د تورلګولوجر ئت کوه!
پر وطنپال مې تور نه و لګولیب ،بلکې صرفوښتنه مې ترې کړې وه چې ته خو به د څاروان هغه چړي پتنګ نه يې؟
که څه هم د وطنپال صيب ليکنه زماپر اند اوچته بريښيده خو ځينې ټکي اولهجې يې کټ مټ ستاسې پشان
بريښيدلې نو د دې او نورولاملونو پر بنسټ مې حق درلود لږ ترلږه پوښتنه ترېوکړم چې پتنګ خوبه نه يې ؟
بل د چړی معنی خو په اسلامي مالوماتو کې ستا او د ځاروان د سويې توپير د چړي او ملا دتوپيرسره مقايسه شوی دی ، دا خو پر تاسې باندې دکوم تور لګول نه دي. ! والسلام !
څاروان
04.07.2005
۴-۷-۲۰۰۵
نقاد صيب او پتنګ صيب ورسته له سلامونو څخه.
ستاسي د نظر په څرګندونو خوشحال شوم.
نقاد صيب د يرغلګرو په وجود كې ولسواكې ممكنه نه ده. همدارنګه په هيواد كې د فساد او بي ديني كچه ورځ په روځ په زياتيدو ده نه په كميدو. حكومت د بي ديني او فساد قابو كولو ته نه بلكي زياتوالي ته ئي كار كوي. [color=darkred:56d9e742a1]دښمن له همداسي لارو څخه په استفادي سره زمونږ ذهني او اخلاقي حصار ماتول غواړي چه دا د بې وسه او مظلومو خلكو ته د پناه وروستي مقام وي.[/color:56d9e742a1]
[quote:56d9e742a1]چړي او ملا[/quote:56d9e742a1]
وروره كه تاسي په دي وجه زما او پتنګ صيب هم نظري سره د ملا او چړي په تار سره يوځاي كوي چه په څو ليكنو كې پتنګ صيب زما هم نظري شوي نو بيا لږ خپل ځان ته هم فكر وكړه چه د ليكي څخه دراخوا ولاړو كسانو كې د علمي تفاوت پر بنياد [color=white:56d9e742a1]تاسي د كوم نوم په قاليب كي راځي.[/color:56d9e742a1]
يوسف څاروان
خليل الله سروري
07.07.2005
يوسف جانه وروره ! خداي (ج) مو هم دغسي د قلم نوكه تيره ولره چي حقايق په وليكي.
نقاد
07.07.2005
څاروان ورور ته له سلامونو وروسته،
که تاسو ليکئ چې [quote:65f60a2c6e] د يرغلګرو په وجود كې ولسواكې ممكنه نه ده[/quote:65f60a2c6e]، نو له دې ٢ پوښتنې رامنځته کيږي :
١ـ په دې توګه زما هغه خبره کټ مټ تاييدوئ چې ولسواکي له ښکيلاک سره پخلا کيدونکې نه ده ، مګر داچې بهرني ځواکونه د ښکيلاک موخه و نه لري او يواځې متحجر طالبان او القاعده ښکيلوي .
٢ـ آيا د هغوی له وتلو وروسته په هيواد کې ولسواکي غواړئ؟ ځکه ولسواکي هيڅډول بلواکي او زور واکي نه مني، خو اسلام د اسلام په نامه بلواکۍ
او زور واکۍ ته هم تن ږدي ، لکه طالبانو متحجر رژيم چې د پښتوندوښمنه پاکستان غلامۍ ته غاړه ايښې وه.
ښکيلاکګر هم اديانو ته څه نه وايي ، لکه انګليسي استعمار چې دوه سوه کاله پر هند حکومت وکړ ، نه يې اسلام ته او نه هندي عقايدو ته څه وويل ، بلکې ﻻبرعکس دديوبندد اسلامي مدرسې فعاليت په کې نوره هم پراختيا وموندله، او لکهچې ګورۍ د پا کستان په نوم يې يو اسلامي دولت هم رامنځته کړ، کوم چې د خپل بادار انګليسي ښکيلاک په خدمت کې تر اوسه پورې د اسلام په پلمه د مسلمانو پښتنو سپيڅلې خاوره لکه خامار خوري . آيا همداسې نه ده ؟
[quote:65f60a2c6e]همدارنګه په هيواد كې د فساد او بي ديني كچه ورځ په روځ په زياتيدو ده نه په كميدو. حكومت د بي ديني او فساد قابو كولو ته نه بلكي زياتوالي ته ئي كار كوي[/quote:65f60a2c6e]
دجوړيدونکې ملي شورا لومړی کار او پوښتنه به ددې ستونزې حلول وي ، دا سې
سرغړونې او انحرافات به په سختۍ سره خو په جدي او پيګره توګه له منځه وړل کيږي . ملي شورا به پرې نږدي چې بهرنيان له همداسي لارو څخه په استفادي سره زمونږ ذهني او اخلاقي حصار مات کړي او زمونږ د بې وسو او مظلومو خلكو ته د پناه وروستي مقام له منځه يوي . [quote:65f60a2c6e]
وروره كه تاسي په دي وجه زما او پتنګ صيب هم نظري سره د ملا او چړي په تار سره يوځاي كوي چه په څو ليكنو كې پتنګ صيب زما هم نظري شوي نو بيا لږ خپل ځان ته هم فكر وكړه چه د ليكي څخه دراخوا ولاړو كسانو كې د علمي تفاوت پر بنياد تاسي د كوم نوم په قاليب كي راځي[/quote:65f60a2c6e]
ستا سو د (( [color=yellow:65f60a2c6e]که[/color:65f60a2c6e])) پوښتنه په ( نه !) ځوابوم ، همنظره
دې نور هم شته او ټول په يوه سويه نه دي .
خوحقيقت داو چې نابللي ميلمه يوځل ليکلي و چې څاروان پتنګ او عادل يو کس دی، نو په ديني مالوماتو کې ستا او پتنګ تر منځ فرق د ملا او چړي په قياس هغه ته روښانه کړ . که وروسته بيا دپتنګ د کوم کور کورانه قضاوت له امله هغه ته د چړي وييزتکرار شوی هم وي ، امکان به ولري، خو صلي هدف د نابللي ميلمه پوهول وو چې چړي او ملا سره بيل کړي او په يوه ډب کې يې ونه ولي . ښاغلي پتنګ له يوې خوا له طالبانو څخه ځان بيلوي او ځان دبنسټپالۍ مخالف معرفي کوي او له بلې خوا هغه څه بيرته خوري چې تر اوسه پورې يې استفراق کړي دي او
په دې ډول ستاسو په څير له يو سوچه بنسټپال سره [quote:65f60a2c6e]هم نظري شوي [/quote:65f60a2c6e] دی . نو څاروان صيب خبره په پتنګ او د هغه په همنظرۍ کې نه ، بلکې په دوه مخۍ کې وه ، هيلمن يم اوس دې پرې سر خلاص شوی وي ! په درنښت .
څاروان
09.07.2005
۹-۷-۲۰۰۵
خليل سروري صيب ورسته له سلامونو څخه.
وروره ستاسي د نظر څرګندوني څخه مننه كوم او پر دعا مو امين كوم . الله پاك دي مونږ او تاسي ټولو ته د اسلام او مسلمانانو د خدمت توفيق راكړي. آمين.
يوسف څاروان
څاروان
09.07.2005
محترم نقاد صيب وعليكم السلام او زما لخوا يي هم قبوكړه.
نقاد صيب څاروان په خپله دي جمله كې چه[color=darkred:c68a023654] = د يرغلګرو په وجود كې ولسواكې ممكنه نه ده. ==[/color:c68a023654]
تاسي ته فقط دغه پيغام دركول غوښتل چه د [color=white:c68a023654]هغه ډيموكراسي حكومت چه تاسي ئي غوښتنه كوي او د هغه اسلامي حكومت چه مونږ ئي غوښتنه كوو د دواړو راتګ د يرغلګرو په وجود كې ممكن نه دي نو په همدي اساس بايد دواړه ډلي د يرغلګرو په خلاف خپل سنګر يو كړي ځكه مقابل دښمن د دواړو ډلو دي. [/color:c68a023654]او دواړه ډلي په دي ښه پوهيږي چه نني صليبي يرغلګر د انسانانو په څيرو كې هغه وحشي درندګان دي چه د افغاني او عراقي مسلمانانو دوينو له ځښلو د غوښو له شكولو او د هډوكو له شپيللو څخه وړاندي دا ډاد تر لاسه كول غواړي چه مونږ بشپړ د دوي په منګولو كې ايسار شوي يو او زمونږ د زور ټول بوټي وچ شوي دي او همدارنګه زمونږ په زړونو كې هغه حيواني شعور هم نه دي پاتي شوي چه كمزوري وزي هم ښكر غورځولو ته اړي كوي.
[color=darkred:c68a023654]او كه نقاد صيب تاسي او ډله مو په دي فكر وي چه د صليبيانو نه به د لاس وچي كار واخلي نو هغه د حرام نمكي تور چه په طالبانو لږوي بيا به له دغه كار كولو څخه ورسته ستاسي د ضمير اواز تاسي ته څه وي؟[/color:c68a023654]
د صليبي يرغګرو څخه د هيواد د ازادي په هيله
يوسف څاروان
نقاد
13.07.2005
[quote:4742307b89] هغه ډيموكراسي حكومت چه تاسي ئي غوښتنه كوي او د هغه اسلامي حكومت چه مونږ ئي غوښتنه كوو د دواړو راتګ د يرغلګرو په وجود كې ممكن نه دي نو په همدي اساس بايد دواړه ډلي د يرغلګرو په خلاف خپل سنګر يو كړي ځكه مقابل دښمن د دواړو ډلو دي.[/quote:4742307b89]
نو ووايه چې د امريکايانو له وتلو وروسته به بيا د طالبانو د ناورين رژيم رامنځته کوئ ، که غواړې سر له اوسه د اولسواکۍ له پلويانو سره د اسلام ملتپالنې او ولسواکۍ د وحدت پر بنسټ لاسونه ورکړئ او تر پايه پورې دغه
بنسټ ته وفادار پاتې شئ ؟
که په طالبي رژيم ، القاعدې او پاکستان دې د بطلان کرښه را کش کړې وي ، نو ډېره ښه !، او که نه پخپله لا د پاکستان او القاعدې تر جغ لاندې روان يې، نو بيا خو دې د وطنوالو له پاره تر ناورين پرته بل پيغام نلرې ! په درنښت !
څاروان
17.07.2005
۱۷-۷-۲۰۰۵
نقاد صيب ورسته له سلام څخه.
نقاد صيب څاروان تر اوسه په خپلو ليكنو كې د طالبانو د حكومت بيا راوستلو لپاره نه څه ليكلي او نه يي څه كار ورته كړي او غوښتنه يي معلومه ده چه د هيواد څخه د يرغلګرو وتل او لكونو شهيدانو د ارمان پوره كيدل چه هغه اسلامي حكومت دي. همدارنګه د قوم د هغه غدارانو محاكمه چه ټول قوم د بهرني ليوانو په مخ كې غورځوي.
نقاد صيب د څاروان ددي پوښتني په هيكله مو څه نه دي ويلي:
====
او كه نقاد صيب تاسي او ډله مو په دي فكر وي چه د صليبيانو نه به د لاس وچي كار واخلي نو هغه د حرام نمكي تور چه په طالبانو لږوي بيا به له دغه كار كولو څخه ورسته ستاسي د ضمير اواز تاسي ته څه وي؟
=========
يوسف څاروان
نقاد
17.07.2005
[quote:513f19c9c3="څاروان"]۱۷-۷-۲۰۰۵
ورسته له سلام څخه. نقاد صيب څاروان تر اوسه په خپلو ليكنو كې د طالبانو د حكومت بيا راوستلو لپاره نه څه ليكلي او نه يي څه كار ورته كړي او غوښتنه يي معلومه ده چه د هيواد څخه د يرغلګرو وتل او لكونو شهيدانو د ارمان پوره كيدل چه هغه اسلامي حكومت دي. همدارنګه د قوم د هغه غدارانو محاكمه چه ټول قوم د بهرني ليوانو په مخ كې غورځوي.[/quote:513f19c9c3]
ځاروانه وروره سلامونه زما هم ومنئ !
د پورتنې جملې د لومړۍ برخې په اړه پوښتنه داده ،که چيرې تاسو د طالبانو د حکومت د بيا راوستلو له پاره څه ليکئ او کار ورته کوئ تر اوسنيو ليکنو او فعاليت څخه به زيات ورته نور څه وليکئ ؟ او نور به څه تر سره کړئ چې تر اوسه مو هغه نه وي تر سره کړي؟ او که مقصد مو داوي چې تر اوسه پورې مو د طالبانو نوم صرف اخيستی نه دی ، خو ليکنې او فعاليت مو سل په سلو کې د طالبانو په خدمت کې دی ، او صرف هغه وخت ته انتظار باسئ چې بيابه نو يواځې او يواځې د هغوی نوم ستاسو په ژبه وي ؟ آيا فعلأ مو صرف د طالب د نوم اخيستلو په برخه کې تکتيکي چوپتيا غوره کړې ده ؟ په بله وينا او د مثال په توګه : که د طالب جان يا طالب خان په کچه يو طالب هوډ وکړي چې نور د طالب نوم صرف اخلم نه، او پر يو بل نوم لکه څاروان يا بل X, Y نامه سره خپلې ليکنې او فعاليت ته دوام ورکوم ، نو څاروان صيب ستاسو له دريځ فعاليت او ليکنو سره به هغه څه توپير ولري؟
بله داچې په مطلوب اسلامي حکومت کې به تر کومې کچې پورې ولسواکي موجوده وي يعنې د طالب حکومت سره به ستاسو ډله د ولسواکۍ په برخه کې څه او څومره توپير ولري ؟ ايا د ولس واک به پردی او يواځې خپل به داخلي واک نه ګڼۍ ؟ که نوموړی توپير ولري ، نو د اوسنيو طالبانو سره به څه کو ئ او ولسواکي به په څه ډول سره دفاع کوئ ؟
[quote:513f19c9c3]او كه نقاد صيب تاسي او ډله مو په دي فكر وي چه د صليبيانو نه به د لاس وچي كار واخلي ... [/quote:513f19c9c3]
څاروانه وروره دا پوښتنه له شمالي اتلاف او له طالبانو څخه وکړه چې شمالي اتلاف د څه له پاره له امريکايانو سره دريدلي دي ؟ او طالبانو ولې د بن ﻻدن سره په خپل ملاتړ امرکايان په زوره افغانستان ته راوستل ؟
امريکايان خو نه مونږ راوستي او نه ورسره عملي ملاتړ کوو . خو داچې د طالبانو
دغه ميلمانه اوس خپل کوربه طالبان وهي او له منځه يې وړي، تر هغه وخته پورې د افغانستان خلک دوی ته څه نه وايي ، خو د طالبانو د افت له ختميدو وروسته
بيا د بهرنيانو د شتون پر ضد راپاڅيږي . طالب پر افغانستان هغه ناورين دی چې پخپله امريکايانو د پاکستان په مرسته رامنځته کړی و، بن ﻻدن دې خير يوسي چې د امريکايانو په زور يې له منځه وېوړل او ﻻ وړي يې . ، نو چې امريکايان خپله چټلي بيرته پاکوي او له منځه يې وړي پر مسلمان ملتپال او ولسواک افغانستان يې هيڅ احسان نشته ! نو دا د مسلمان ولسواک ملت پال ځواکونو
ﻻسونه نه دي چې پر امريکابانو وچيږي، بلکې دا د طالبانو آفت د امريکايانو هغه سياسي چټلي وه چې خپله يې رامنځته کړې وه ، که اوس يې د بيرته پاکولو مسوليت پر غاړه اخيستی ، نو پر هيڅ يو افغان باندې ې احسان نشته ، خو د ا يې دخپلې ګناه د معذرت او بښنې د غوښتلو يوه ښه بڼه ده ، او دا معذرت غوښتنه يې بايد ومنو او بس ! ځکه نو [quote:513f19c9c3]بيا به له دغه كار كولو څخه ورسته [/quote:513f19c9c3] که امريکايان ونه وتل ، زمونږ عمل او زمونږ [quote:513f19c9c3] د ضمير اواز [/quote:513f19c9c3] به هم امريکا ، هم خلق ، پر چم، موجغدين او هم نور ظالمان بيا وګوري . والسلام