نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د كتابتونونو اړتيا
Anonymous
12.06.2005
د ګل اغا احمدي صاحب كور دې ودان وي. د ټول افغان د مقالو په برخه كې يې د كتابتون په جوړونه ډېره په زړه پورې ليكنه كړې ده. نوموړی وايي:
[color=brown:0a08e7f333]"... هغه ناڅيزې فرهنګي زيرمې، كتابتونونه او كلتوري شتمني چې د افغانستان په برخه وه زياتره يې د تيرې غميزې په لړ كې په ډيره بې رحمه او قصدي توګه پخپله د دې هيواد د ځينو كړيو په لاس له منځه ويوړل شوې..."[/color:0a08e7f333]
احمدي صاحب پوهېږې د جلال اباد د ښار په كتابتون څه وشو؟
نوموړی كتابتون اوس په يو رستوران او واده هال باندې بدل شوی دی او د ننګرهار د والي ښاغلي دين محمد د كورنۍ يو غړی يې خاوند دی. دا چې په كتابونو څه وشو! هيڅ نه پوهېږم. كيدی شي چې پلو چلو به پرې پوخ شوی وي. او يا به لكه د بغداد د نيولو په مهال د هولاكو پوځ ټول كتابونه د دجلې او فرات سيندونو ته وغورزول تر دې چې د سيندونو اوبه تورې شوې، داسې به زمونږ شتمني هم د كابل سيند ته غورزېدلي وي.
په درنښت
Anonymous
12.06.2005
ويرېدلې وروره سلامونه !
دډېرې خواشينۍ او د فکرمندۍ وخت راغلې ٠ افسوس په دې کوم چه دافغان د ننګ اوناموس ، د خاورې او دانسانيت دوښمنان اوس هم په اقتدار کی دي او بيايې نجس نومونه په انتخابي لستونو کی راغلي او غواړي چه د ناوړو لارو د اقتدار په تختونو قبضه وکړي ٠
افغان ملت هم دسکنجې په خوله کی دې بله لاره نه لري ، بس د ماشې سياست منلو ته مجبور دي خو زه خوښ په دې يم چه اوس هم د وطن رښتياني بچي شته اود هغوی غزمونه اوارادې دومره قوي دي چه اصلي اشرار به ونه بخښي او د ملي نواميسو ، ملي شتمنيو دلوټولو د بې وزلو او خوارانو د قتلولو د هيواد د ويجاړولود امن و امان لمنځه وړلو د خپلې خاورې سره غداري کوولو اود انسانيت اوبشريت دسپکاوي په جرمونو به يې محکمې ته راکاږي ٠
زمونږ د هېواد هره کونډه ، هر يتيم ، هرکور ، هره کوڅه ، هره لاره ، هر سړک ، هر کلې ، هر ښار ، هر غر او هر ميدان ددغو نجسو په جرمونو شاهدي کوي ٠
مونږ به انشأالله دحقيقي عدالت په لور يوځای ګامونه اخلو
تبرګۍ
Anonymous
16.06.2005
افرين تبرګيه خدای پاک دي تېره لره.
دحبيبي صيب لويه کتابخانه هزاره ګانو وسوځوله .