نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د کرزي حکومته سري وخت دۍ اوس ئې مخه نيسه !
ع کريم حليمي
04.06.2005
درنو افغانانو !
يوه توکه ده چه وايي د ٠٠٠ په قوم کښي چه کوچنی پيداسي نو تر څلوېښتي
د مخه قران راواخلي ٠ او دکوچني و بغل ته ئې کښېږدي ٠ نو داسي ورته و وايي چه : قرانه که ئې وهې اوس لا و واهه که تر څلوېښتۍ تير سوو ٠ نو قرانه بيادي وس نه په خرڅيږي ٠
که چيري د ترور مخه ونه نيول سي ٠ داسي معلوميږي ٠ چه امريکايان به داسي مجبوره سي چه سرراسر امنيت به دوۍ نيسي ٠
کله چه د لوی ليارو،هري چارکوڅې،دهرچارسو په مېنځ کښي امريکايي ښکاره سوو ٠ نو و پاکستان ته غوا لنګه سوه دجنګ ٠
او دا بيکاره پښتانه چه د کويټې او پېښاور دي ٠ چه دماښام په ډوډۍ پور اريان دي ٠ فقت دوه ساعته تبلغ ته ضرورت لري ٠ ولي چه د ژونده تر پزي دي ٠ چه دجنت کيلي ور په غاړه کړي ٠ او بې پوښتني ئې جنت ته واستوي ٠
او موږ افغانانو خاوره به راته دوږخ کړي ٠ چه په ملک کښي چه اور بل سي
نو بيا به پخپله سر سړی هم غواړي ٠ چه له دې دوږخه ځان خلاص کړي ٠
چه هغه جنتونه به يا ايران وي او يا پاکستان
که د ترور مخه په څلوېښتي کښي ونه نيول سي ٠ بيا نو په پښتنو د چه وس نه خرڅيږي ٠
ولي چه پښتانه د جنت څه دوږخ جوړه ولې شي ٠ د دوه سوو کالو تجربه لري ٠
Anonymous
05.06.2005
حليمی صيب سلام ،
دمخدره موادوپرضدمبارزه دمخدره موادودقاچاق وړونکوپلاس پرمخ نشی تلای ، همدارنګه ديموکراسی اوپلوراليزم دديموکراسۍ او پلوراليزم ددښمنانولخوا نشی پلی کيدای .
کرزۍ په خپله خوله نارې وهی چې (( مجاهدين بايد حق اوليت راداشته باشند)) ،
دانه يوازی له پخوانيو مسلکی منصبدارو سره بلکې له ټولوهېوادوالوسره تبعيض د ې .
سالنګيانوملنګيانواوډاکووانوته يي دامنيت چارې سپارلی دې ،
هغوی ته امتيازونه ورکوی او امنيت ورباندې ساتی .
که دای دومره پردوی باورلری ، بيا نوولی خپل ځان نه ورباندی ساتی؟؟؟
مېږې پر ليوانو ساتی اوخپل ځان پرامريکايانو.
لږبايددامظلوم ملت چې ده ته يي رايي ورکړی دي هم په پام کې ولری .
پدغه ډول به هيڅکله کارونه پرمخ نشی وﻻړ .
هيله ده چې متحده ايالاتوته له وروستی سفر څخه کرزی ډېر څه زده کړی وی اوسملاسی ﻻس پکارشی ، کنه داد حرامنمکه اوﻻد هسی هم له څلويښتۍ وتلي دي .
په درناوی
نابللۍميلمه
Anonymous
05.06.2005
نابللۍ ميلمه په سلام به دې بحث ته راوبلم
زما په خيال چه حليمي صاحب به يوازې غېرقانوني ترورستان نه وي ياد کړي بلکه راجستر ترورستان هم ٠ اوزه فکر کووم چه کرزې صاحب يې هم ښه پيژني خو هغه بيچاره څه وکړي ، چه يوخواته ګوري ډانګ ويني اوبل خواته چه ګوري پړانګ ٠ که داشيان نه وای نو له وزيره تر چپړاسي به هم په بډو ( رشوت ) نه تورنېدل :wink: ٠
تبرګۍ
Anonymous
06.06.2005
تبرګيه وروره سلام ،
کوماندانانوډی ډی أرته د خپلو زاړو اوله کاره وتليووسلو دسپارلوله امله نورامتيازونه هم ﻻسته راوړل . پداسې حال کې چې خپلې نوې وسلې يي اوس هم ساتلی دی .
دا خلک په يوه ډز دوه هدفه وولې .
په لوی ﻻس أمنيت خرابوی ، شوکی کوی ، جيبونه ډکوی او قانون ترپښوﻻندی کوی .
نوم دکرزی دحکومت بديږی ، هم په ملی اوهم په بين المللی سطحه .
که داوضعه دوام وکړی نو خامخا به کرزۍ په خلکو کې خپل اعتبارله ﻻسه ورکړی اوخدای دنکړی امنيت به ﻻ پسی خراب شی .دحليمی صيب خبره امريکايان به مجبورشی چې سراسرامنيت ونيسی ، لدې کارسره به دپاکستان غوا بيالنګه شی .
دومره خلک چې دچا شاته وﻻړ وی بايدخپل ځان دومره کمزورۍ احساس نکړی .
په درناوی
نابلللۍميلمه