د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دانوڅوک دي ؟

Anonymous
02.06.2005

(((طالبانو په کندهار کې پرونۍچاودنه غندلې

(wd+aip):دطالبانو ویاند مفتي لفيف الله حکيمي په کندهارکې دپرون ورځې په چاودنه کې هر ډول لاس لرل ردکړي .

نوموړي A.I.P ته دتلیفون له لارې ويلي چې دایو ناوړه عمل و او مونږ يې په کلکه غندنه کوو.

نوموړي ويلي چې طالبان داسې عمليات ترسره کوي چې يوازې دښمن ته پکې زيان ورسېږي .)))

پوښتنه :

داڅوک دي چه افغانان د خدای په کورکی هم ترې په امن نه دي ؟

هغه څوکسه انجينران چه هم يې د خپل ځان لپاره نفقه برابروله او په ضمن کی يې د خپلو وطنوالو اوخپل وطن خدمت کاوه کومو بې غېرتو قاتلانو ترورکړه ؟
بيا داکوم جهاد او اسلام وو چه د دغوانجينرانو د جسدونو منتقلين يې هم په ناځوانۍ او بې غېرتۍ قتل کړل ؟


Anonymous
02.06.2005

سلام وروره !
پرونې غميزه مخکې له مخکې پلان شوۍ تروريستی عمل ؤچې دمولوی فياض له ترور سره څرګندأړيکی لری .
دمولوی صيب ترور طالبانو پرغاړه أخيستۍ دې اوپرونۍ عمل يي هم په لومړی سر کې پرغاړه واخيست خو وروسته چې يي دخلکوغبرګون وليدانکاريي وکړ .
فرض يي کړه چې داکاردوی نه ، بلکې القاعدې کړۍ دې ، القاعده څوک دی؟؟؟
دچاملګری دی؟؟؟ چاپه کورکې ځای ورکړۍ ؤ؟؟؟
ددې اوداسې نوروسوالونو ځواب طالبان دې .
دانه جهاد اونه هم اسلام دې .
په درناوی
نابلللۍميللمه


Anonymous
02.06.2005

دکندهارچاودنه کښي ستاسوبادارانو امريکايانولاس دی ځکه خوپه لومړي سرکښي يونامعلوم کس دطالب په نوم ددي چاودنې پړه په غاړه اخستي وه چي بياوروسته دطالبانواصلي وياندلطيف الله حکيمي داپه کلکه ردکړه ،دکندهارچاودنه دعراق هغي چاودنې سره ورته والی لري چي دشيعه ګانو وتلئ مشرعبدالحکيم باقرداتياکسانوسره يوځای دجمعې لمانځه وروسته ووژل شوچي په هغه وخت کښي هم امريکايانودهغې پړه په مجاهدينوورواچوله خوبيامجاهدينوردکړه ٠

بس نوره خپله پوهه شی ٠


Anonymous
02.06.2005

پتنګه وووووو٠
واپتنګه اوووووووو٠
پتنګه په زړه تنګه تاخو ﻻس اخيستۍ له دی ځايه،نو بيا ولی اوتی بوتی ليکی؟
او رښتا را په ياد شو٠
هغه به ودريږی که٠٠ ٠٠ ودريږی٠ :mrgreen:


Anonymous
02.06.2005

((ستاسوبادارانو امريکايانولاس ))

ددې لپار ه کوم ثبوت لرې ؟ جرمني فاشستان ستاڅه کيږي ؟

اياتا سو باندې دهغوی دجاسوسانو تور نشي کيدای ؟


Anonymous
04.06.2005

ميلمه صيب سلام ،
حوصله له ﻻسه مه ورکوه ،
ديوی سپږې له خاطره پوستين مه سوزاوه ،
اواوسنی المانيان دپخوانيو په ګناه مه نيسه!
وسلام
نابللۍميلمه


Anonymous
04.06.2005

نابللۍ وروره سلام ٠

خبره دی بيخي پرځای ده اوزه هم داسې نه وايم بلکه نازي فاشستان چه شنې سترګې اوزېړ وېښته پرانسانانو لوړ بولي د هغوی ملګري يادووم ٠ د افغانانو خپل مشکلات دسر له ويښتانو زيات دي اونور نشي کولای دامريکا اواروپا درقابتونو ميدان شي ٠
تاسوته به څرګنده شوي وي چه دافغانستان دجګړو اوږدوالې د سيمه ايزو او بين المللي رقابتونو ميدان ګرځېدلې اوپه دغوحقيقتونو ساده پښتانه نه پوهيږي ٠

تشکر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more